ترمذ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترمذ (په عربي او فارسي کې هم ترمذ او په ازبکي کې Termiz/Термиз ليکل کېږي)، د ازبکستان په سويل کې د سرخان دريا سيمې مرکز دی. له اداري پلوه دا د ولسوالۍ په کچه ښار دی. د وګړو شمېر (نفوس) يې  182,800(2021) دی. دا په اکسوس سيند (امو سيند) د ستر سکندر د ښار سکندريه د ځای، د ابتدايي بودايي مذهب د مرکز، د مسلمانانو د زيارت د ځای او په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځي عملياتو د مرکز په توګه، هم په توګه هم د يادونې وړ دی، کوم چې د نږدې حیرتان سرحدي معبر په مټ د لاسرسي وړ و. [۱][۲]

ار پوهنه (د نوم اصل پېژندنه)[سمول]

ځينې د دې ښار نوم ته د يوناني نوم « Θέρμος » (thermos) سره تړاو ورکوي، چې معنا يې ده تود (ګرم)، او د دې ښار د نوم تاريخ د ستر سکندر تر واکمنۍ پورې رسوي. ځينې نور بيا وړانديز کوي چې دا نوم د سنسکرت « तर्मतो » (taramato) څخه منځ ته راغلی چې معنا يې ده د سمندر پر غاړه.[۳][۴][۵]

تاريخ[سمول]

لرغوني وختونه[سمول]

د مرکزي اسيا د لرغونو ښارونو څخه يو هم لرغونی ترمذ دی، کوم چې د اوسني ښار څخه څو کيلو متره لوېديځ لور ته د امو سيند په څنډه موقعيت لري، دا ښار له درېيمې مخزېږديزې پېړۍ مخکې کوم مهال کې جوړ شوی و. شونې ده چې دا ښار هخامنشيانو ته هم معلوم و (د لسمې پېړۍ شاهنامه د دې ښار شتون پخوانۍ افسانوي زردشتي کياني واکمنې کورنۍ پر مهال ښيي).[۶][۷]

په 329 مخزېږديز کې، ستر سکندر شا اوخوا سيمې ونيولې، کومې چې د سغديا په نوم پېژندل کېدې. تر ټولو وروستيو علومو کې دليل ويل شوی چې ترمذ په اکسس کې د سکندريې ځای دی، خو ځينې دا سيمه د ای خانم په توګه پېژني. د سلوکيانو د واکمنۍ د يو پړاو څخه وروسته، ترمذ د جلا شوې يوناني-باختري پاچايۍ يوه برخه وګرځېده. يوني يوناني ژبه د توچاريانو د پړاو له لارې په دې سيمه کې پاتې شوه، په داسې حال کې چې د کوشاني سترواکۍ په زمانه کې، د باختري ژبې په حق کې له اداري استعمال څخه په پړاويز ډول و ايستل شوه.[۸][۹]

دا هغه پړاو و، په کوم کې ترمذ، کوم چې په چيني سرچينو کې د تاليمي (迭里迷) په نوم پېژندل کېږي، د مهاسمګيکا بودايي مذهب يو مهم مرکز وګرځېد. ترمذ په درېيمه زېږديزه پېړۍ کې په ساساني فارسي سترواکۍ شامل کړای شو، او په لرغونو تاریخچو کې يې د زردشتي-بودايي مذهبي ورته والي عناصر ليدل کېږي، په کومو کې چې د بودايي مذهب په عبادتځايونو کې د اور ممبرونه موجود دي، او بودا مزدا ته اشارې کولو يو انځوريز ډبرليک شته. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د اومې پېړۍ په اوږدو کې، ترمذ د بودايي مذهب د راهبانو او سيلاني (Xuanzang) کوربه و، نوموړي ويلي:

دلته نږدې لس عبادتځايونه شته چې شا اوخوا زر راهبان لري. سټوپې او د سرلوړي بودا انځورونه د بېلا بېلو روحاني ښکارندو لپاره مهشور دي. ــــ Xuanzang، په لوېديځو سيمو کې د ستر ټانګ تاریخچې

له دې وروسته په درې لسيزو کې، کله چې امويانو فارسيان ونيول، نو ترمذ له خلافت څخه له سيند بلې غاړې ته پاتې شو.

اسلامي زرين عصر[سمول]

په 676ز کال کې، دا ښار اموي خلافت ونيو.[۱۴]

د عباسي او ساماني سترواکيو پر مهال، د دې ښار مذهبي اهميت يو ځل بيا وده وکړه، کوم چې د حديثو د راټولونکو امام الترمذي او صوفي استاد او د الاهياتو ماهر الحاکم الترمذي په څېر نوميالي عالمان پيدا کړل.

ترمذ له يوولسمې پېړۍ څخه تر ديارلسمې زېږديزې پېړۍ پورې د غزنويانو، سلجوقيانو، کره خانيانو او خوارزمشا د پاچايو تر منځ لاس په لاس شو.[۱۵]

په 1220ز کال کې، د دوه ورځې محاصرې وروسته، د جنګيز خان پوځيانو دا ښار ويجاړ کړ. د يو روايت پر بنسټ، "ټول خلک، ښځې او نارينه، بهر ميدان ته راو ايستل شول، او د دوی (مغولو) د معمول سره سم ووېشل شول، او بيا ټول ووژل شول".[۱۶][۱۷]

د څوارلسمې پېړۍ په لومړيو کې ابن بطوطه وليدل چې ښار بېرته جوړ شوی دی، هغه وايي:

موږ له سمرقند څخه روان او ترمذ ته ورسېدو، کوم چې يو لوی ښار دی ښې ودانۍ او بازارونه لري، او ويالې پکې بهېږي. خوندور بوهي او انګور، او تر څنګ يې تازه غوښې او شېده پکې زيات دي. اوسېدونکي يې په حمام کې د اوبو تصفيه کولو خاورې پر ځای سرونه په شېدو مينځي؛ د هر حمام څښتن له شيدو ډکې سترې چاټۍ لري، او هر نارينه چې هلته ننوځي، د خپل سر د مينځلو لپاره يوه لوټه اخلي. په دې سره ويښتان تازه او ځلانده ساتي....د ترمذ زوړ ښار د امو درياب په غاړه اباد شوی و، او کله چې چنګيز (Tinklz) په مخروبه بدل کړ، دا نوی ښار له سيند څخه دوه ميله لېرې جوړ کړای شو. ـــ په اسيا او افريقا کې د ابن بطوطه سفرونه 1325–1354

بيا رغول شوی ترمذ ډېر ژر د تيمور لنګ تيموري سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغی، د ترمذ د سيدانو په مرسته، څوک چې يوه سيمه ييزه مذهبي اشرافيه طبقه وه، او کوم چې ادعا لري، د سيد علي اکبر د زوزات له لارې د محمد له پښت څخه دي. تيموريانو دا سيمه تر هغه وخته په خپل واک کې وساتله، تر څو په شپاړسمه پېړۍ کې د بخارا د خپلواک امارت برخه وګرځېده.[۱۸]

د اتلسمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې، دا ښار يو ځل بيا خوشې کړای شو، او د بيا رغول شوي ترمذ پاتې شوني نږدې کليو سلوات او پتاکيسر کې د باندې وغورځول شول.

په روسي سترواکۍ او شوري اتحاد کې[سمول]

په 1887ز کال کې، روسي سترواکۍ د امو سيند په ساحلي ابو کې د سمندري ځواک فعاليت پيل کړ.[۱۹]

د 1894ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د امو سيند له سمندري ځواک سره د امو سيند يو دېرشم سرحدي غونډ هم يوځای شو. په راتلونکو کلونو کې د سرتېرو کچه زیاته کړای شوه، په داسې حال کې چې څلورم اورينبرګ کوسيک کنډک، د ترکستان ديارلسمه ځانګړې لواء، او د اورينبرګ کوسيک دويمه بيتري هم دې سيمې ته واستول شوه.[۲۰]

د بخارا امات د تزار حکومت څخه د لا زياتو ځمکو د زياتېدونکو غوښتنو سره رضاييت څرګند کړ، د 1900ز کال د جنورۍ تر اوه ويشتمې نېټې، له نهه زره ايکړه (لويديځ جريب) څخه زياته ځمکه روسيې ته په خوښه ورکړل شوه، او روسي پوځ په دې سيمه کې د روسانو د ابادۍ پروګرام پیل کړ. [۲۱]

له روسي اوښتون سملاسي وروسته، پټکيسر د بخارايي خلکو شوروي جمهوريت، او له هغې وروسته د ازبک شوروي سوسيال جمهوريت برخه وګرځېده. په 1928ز کال کې، د شوروي اتحاد د برخې په توګه، پټکيسر نوم بدل او 1929ز کال کې يې د دې ښار لرغونی نوم ترمذ بېرته خپل کړ، او کلی  په ښار بدل شو.[۲۲]

د شوروي د واکمنۍ په کلونو کې، څه ډول چې ترمذ د روسي پوځي فعاليتونو مرکز وګرځېد، ډېر صنعتونه جوړ شول، يوه تعلیمي اداره او يو نندارځای جوړ شول. ترمذ د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په صنعتي پرمختګ کې د پام وړ زياتوالي شاهد و، ځکه چې شوروي اتحاد هغه صنعتي مرکزونه دلته راوړل، کوم چې په لوېديځو سيمو کې د نازيانو له بريدونو څخه اغېزمن شوي وو.[۲۳]

د دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر څو کلونو پورې، يو سل او اتمه موټر وسله واله فرقه، پخوانۍ درې سوه او شپېتمه وسله واله فرقه، په دې ښار کې مېشت وو. د شوروي-افغان جګړې (1979–1989) پر مهال، ترمذ په چټکۍ سره يو مهم پوځي مرکز وګرځېد، چې له 100,000 زيات شوروي سرتيري دلته مېشت وو. يو پوځي هوايي ډګر او د افغانستان-ازبکستان ملګرتيا پول، د امو پر سيند يو شريک پول جوړ شول. په 1989ز کال کې، شوروي پوځيان له افغانستان څخه د ترمذ پول له لارې ووتل، او په دې ډول يې جګړه پای ته ورسوله. [۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Classification system of territorial units of the Republic of Uzbekistan" (په اوزبکي و روسي ژبه کي). The State Committee of the Republic of Uzbekistan on statistics. July 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Urban and rural population by district" (PDF). Surxondaryo regional department of statistics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. E. M. Pospelov, Geograficheskie nazvaniya mira (Moscow, 1998), p. 415
  4. Sh. Kamaliddinov, Istoricheskaya geografiya Sogda i Toharistana. 1996. کينډۍ:ISBN
  5. Grenet, Frantz; Rapin, Claude (1998). "Alexander, Aï Khanum, Termez: Remarks on the Spring Campaign of 328". Bulletin of the Asia Institute. 12: 83. JSTOR 24049095. د لاسرسي‌نېټه October 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rtveladze, E. V. (1994). Kampir-tepe: Structures, written documents, and coins. Bulletin of the Asia Institute, 8, 141–154.
  7. Ferdowsi, Abolqasem (2016). Shahnameh: The Persian Book of Kings. Penguin Classics. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780143108320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Edvard Rtveladze. Кампыртепа – Александрия Оксианская: город-крепость на берегу Окса в эллинистическое и постэллинистическое время (конец IV в. до н.э.- I в. до н.э.) [Kampyrtepa – Alexandria Oxiana : The city and fortress on the Oxus in the Hellenistic and post-Hellenistic epochs (from late 4th till 1st century BC)]. Материалы тохаристанской экспедиции Х. Ахеологические исследования Кампыртепа [Materials of the Tocharistan expedition X. Archeological research of Kampyrtepa], Tashkent : San’at, 2017, 148 p.
  9. Falk, Harry (2001). "The yuga of Sphujiddhvaja and the era of the Kuṣāṇas". Silk Road Art and Archaeology VII. pp. 121–136.
  10. Esparraguera, J. M. G., Gil, E. A., Ferreras, V. M., & Pidaev, S. R. (2015). The Buddhist occupation of Tchingiz Tepe (Termez, Uzbekistan) in the Kushan period through the ceramic contexts. Archaeological Research in Asia, 3, 19–33. doi:10.1016/j.ara.2015.04.003
  11. Scherrer-Schaub, C.; Salomon, R.; Baums, S. (2012). "Buddhist Inscriptions from Termez (Uzbekistan)". Indo-Iranian Journal. 55 (2): 148. doi:10.1163/001972412x620204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Staviskii, B; Mkrtychev, T (1996). "Qara-Tepe in Old Termez: On the History of the Monument". Bulletin of the Asia Institute. 10: 224. JSTOR 24048898. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Stavisky, Boris (1980). ""Buddha-Mazda" from Kara-tepe in Old Termez (Uzbekistan): A Preliminary Communication". The Journal of the International Association of Buddhist Studies. 3 (2): 89. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gibb, H. A. R. (1923). The Arab Conquests in Central Asia. London: The Royal Asiatic Society. د کتاب پاڼي [۱] 19-21. OCLC 685253133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Archaeological research in ancient Termez (Uzbekistan): Greek colony, a centre of Central Asian Buddhism and Islamic city in Bactriana (Central Asia)". The Archaeological and Archaeometric Research Group of the University of Barcelona. Universitat de Barcelona. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. After the fall of the Samanids, between the 11th and the early 13th century, ancient Termez was contested between several Central Asian dynasties (i.e, Kharakanids, Ghaznavids, Seljuqs, Kara Khitays, Ghurids and the Khwarazm Shas), who alternatively controlled this powerful stronghold. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Central Asian world cities". Faculty.washington.edu. 29 September 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. See also Cambridge History of Iran, Vol. V, Ch. 4, "Dynastic and Political History of the Il-Khans" (John Andrew Boyle), p.312 (1968) ("the whole population, men and women, were driven out on to the plain, and divided amongst the soldiers, by whom they were then put to death, each soldier being responsible for the execution of a fixed number of persons").
  18. Barthold, V (1956). Four Studies on the History of Central Asia. E, J. Brill. د کتاب پاڼې 19-20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ochildiev, F (2019). "The Creation of the Amudarya Fleet". Theoretical and Applied Science. 78 (10): 583. doi:10.15863/TAS.2019.10.78.105. S2CID 213586953. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Turopova, Turdievna (2020). "Migration Processes in Cities Under the Emirates of Bukhara" (PDF). JournalNX. 6 (6): 510–512. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Turopova, Turdievna (2020). "Migration Processes in Cities Under the Emirates of Bukhara" (PDF). JournalNX. 6 (6): 510–512. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "About Termiz City". Asson Hotel. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Boronov, Abdulhakim (2020). "Development and Progression of National Crafts in Uzbekistan" (PDF). Theoretical and Applied Science. 87 (7): 48. doi:10.15863/TAS.2020.07.87.12. S2CID 225517551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په August 2, 2006 باندې). Absolutism in Uzbekistan: Germany's Favorite Despot.