آمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د اردن پلازمینه اومان نه مخ گرځېدلی)
آمان
عمّان
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.

  • ' سپین ښار'
  • 'ښکلی ښار '

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۱°۵۶′۵۹″ شمال ۳۵°۵۵′۵۸″ ختیځ / 31.94972°شمال 35.93278°ختيځ / 31.94972; 35.93278
د جوړښت نیټه ۷۰۰۰= مخکی له میلاده
ښار ۱۹۰۹=
اداري وېش
هیواد {{ اردن | alias = | flag alias = Flag placeholder.svg | name = | کچه = | border= | altlink = }}
ولایت عمان
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال اقیل بیلتاجې
پراخوالی
 • پراخوالی ۱۶۸۰ کلوميټر٢ (۶۵۰ میله  مربع)
لوړوالی 784 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أعلى ارتفاع ۱۱۰۰ ميټره (۳٬۶۰۰ فوټ)
لږ لوړوالی ۷۰۰ ميټره (۲٬۳۰۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۴)
 • ټولټال ۴٬۰۰۰٬۰۰۰
 • د نفوسو کثافت ۳۱۴۲٫۹/کلوميټر٢ (۸٬۱۴۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و۲+)
 • د اوړي وخت عربي سټانډارډ زمان (ت.ع.م ۳+)
پوستې کوډ ۱۱۱۱۰–۱۷۱۹۸
جيو کوډ 250441[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
قاهره (۱۹۸۸–)
مسقط (۱۹۸۶–)
باکو (۱۹۸۹–)
صنعا (۱۹۸۹–)
اسلام آباد (۱۹۸۹–)
بېجنګ (۱۹۹۰–)
انقره (۱۹۹۲–)
خرطوم (۱۹۹۳–)
دوها (۱۹۹۵–)
استانبول (۱۹۹۷–)
ساو پاولو (۱۹۹۷–)[۲]
الجزيره (۱۹۹۸–)
بخارست (۱۹۹۹–)
نواکشوت (۱۹۹۹–)
تونس ښار (۱۹۹۹–)
بېروت (۲۰۰۰–)
پرتوریا (۲۰۰۲–)
تګوسیګالپا (۲۰۰۲–)
شیکاګو (۲۰۰۴–)
ژینو (۲۰۰۵–)
میلان (۲۰۰۵–)
مسکو (۲۰۰۵–)
محافظه وسطي (۲۰۰۶–۳۱ اگسټ ۲۰۱۴)
بشکیک (۲۰۰۶–)
سان فرانسسکو (۲۰۱۰–)[۳][۴]
توکيو
جده (۱۹۸۸–)
مونټريال
استانه (۱۹۹۹–)
بغداد (۱۹۸۹–)
د مشق
نالچيک (۱۹۹۴–)
ربات (۱۹۸۶–)  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه ammancity.gov.jo
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امان Amman) د اردن هیواد پلازمینه او ترټولو لوی ښار دی د ۲۰۰۶م کال د اټکل له مخی یاد ښار ۰۰۰'۰۰۲'۲ اوسیدونکي لرل.

عمان (په انګلیسي: Amman /əˈmɑːn/ ، په عربي کې: عَمَّان چې [ʕamːaːn] تلفظ کېږي) د اردن پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار، او د دې هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز دی. د ۲۰۲۱ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ، عمان له ۴۰۶۱۱۵۰ نفوس سره، په شام کې تر ټولو لوی ښار او په عربي نړۍ کې پنځم تر ټولو لوی ښار دی، او په منځني ختیځ کې نهم نمبر ډېره نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. په عمان کې تر ټولو پخوانۍ مېشتېدنې، د عین غزال په نامه د ډبرو د نوې دورې په یوه ساحه کې چېرې چې د انسانانو په بڼې مجسمې راوتلې دي، اتمې مخزېږدې پېړۍ ته رسېږي. د اوسپنې د دورې په بهیر کې دا ښار د ربّة عمّون په نامه یادېده او د عمونیانو د ټولواکۍ پلازمېنه وه. په دریمه مخزېږده پېړۍ کې، دویم بطلیموس فېلادلفوس چې د بطلیموسي مصر فرعون و، نوموړی ښار یې له سره ورغاوه او د "فېلادلفیا" نوم یې ورکړ او د هلېنیسټي دورې سیمه ییز کلتوري مرکز یې ترې جوړ کړ. فېلادلفیا مخکې له دې چې د یو عربي ولایت (Arabia Petraea) په توګه اداره شي د رومیانو تر واکمنۍ لاندې له یوناني-رومي دېکاپولیس یا لسو ښارونو څخه یو ګڼل کېده.[۵][۶][۷][۸]

راشدینو خلفاوو (اَلْخِلَافَةُ ٱلرَّاشِدَةُ) نوموړی ښار په اوومه زېږدیزه پېړۍ کې له بیزانس سترواکۍ څخه فتح کړ، لرغونی سامي نوم یې ورته بېرته ورکړ او عمان یې ونوماوه. د منځنیو پېړیو (Middle Ages) په ډېره برخه کې، د ویجاړۍ او پرېښودل کېدو او د بلقاء د سیمې مرکز په توګه د نسبي سوکالۍ د دورو تر منځ په تناوب کې و. عمان له پنځلسمې زېږدیزې پېړۍ څخه نیولې بیا په ۱۸۷۸ز کال کې هلته د عثمانیانو له خوا د چرکسیانو (Circassians) تر مېشتولو پورې  په لویې پیمانې سره پرېښودل شوی و.

د عمان ښار د ښاروالۍ لومړۍ شورا په ۱۹۰۹ز کال کې تاسیس شوه. عمان په ۱۹۲۱ز کال کې د ماوراء اردن (د اردن د ختیځ د امارت) د پلازمېنې په توګه له ټاکل کېدو وروسته کله چې له زیات شمېر اردني ښارونو او د شام له ښارونو څخه مهاجرین ورته راغلل، او همداراز د پنا غوښتونکو د څو پرله پسې څپو له منلو وروسته د ګړندۍ ودې شاهد و، چې یادې څپې په ۱۹۴۸ او ۱۹۶۷ز کلونو کې د فلسطینیانو، په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۳ز کلونو کې د عراقیانو او له ۲۰۱۱ز کال راوروسته د سوریې د خلکو وې. دا ښار په لومړیو کې په اووو غونډیو باندې بنا شوی و چې اوس د ۲۲ حوزو په ترکیب کې تر ۱۹ غونډیو پورې غځېدلی او د لوی عمان د ښاروالۍ له خوا اداره کېږي. د عمان حوزو خپل نومونه یا له هغو غونډیو (جبل) یا هم له وادي ګانو (درو) څخه اخیستي دي په کومو کې چې نوموړې حوزې واقع دي، چې بېلګه یې جبل لویبده او د عبدون وادي دي. ختیځ عمان په لویې پیمانې سره له تاریخي ساحو څخه ډک او په مکرر ډول د کلتوري فعالیتونو کوربه توب کوي، حال دا چې لوېدیځ عمان ډېر عصري دی او د ښار اقتصادي مرکز ګڼل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]

عمان ته په ۲۰۱۸ز کال کې تقریباً یو میلیون ګرځندویان راغلي دي، کومو چې دا ښار د ګرځندویانو د ورتګ په تړاو د نړۍ په کچه ۸۹یم او په عربي ښارونو کې دوولسم تر ټولو ډېر سیاح منونکی ښار ګرځولی دی. عمان یو په نسبي ډول ګړندی وده کوونکی اقتصاد لري او د جهاني کولو او د نړۍ د ښارونو د څېړنيزې شبکې(Globalization and World Cities Research Network) له خوا ورته د بېټا نړیوال ښار (Beta− global city) په کټګورۍ کې ځای ورکړل شوی دی. سربېره پر دې، دغه ښار ته د اقتصادي، کاري، چاپېریالي، او ټولنیزو-کلتوري فکتورونو له لیدلوري د منځني ختیځ او شمالي افريقا یو له تر ټولو ښو ښارونو نوم ورکړل شوی دی. یاد ښار په عربي نړۍ کې د څو ملیتي شرکتونو د سیمه ییزو دفترونو د پرانیستلو لپاره د دوحې په څنګ کې او یوازې له دوبۍ وروسته یو له ډېرو مشهورو موقعیتونو څخه دی. د عمان بس او د عمان بس چټک ترانزیټ (Amman Bus Rapid Transit) عمومي ترانسپورتي سېستمونه، دې ښار ته ترانسپورتي چوپړتیاوې برابروي. یو بل د چټک ترانسپورت سېستم (الباص السريع بين عمان والزرقاء) د جوړېدو په حال کې دی چې دا ښار به له ګاونډي زرقاء ښار سره ونښلوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

رېښه[سمول]

د عمان نوم د دغه ځای د لرغونو خلکو عمونیانو څخه مشتق شوی دی، چې دا ښار له ۱۳مې مخزېږدې پېړۍ راهیسې د نوموړو خلکو پلازمېنه وه. عمانیانو دا ښار ربّة عمان باله، چې د ربّة معنا پلازمېنه یا د ټولواک مقر و. په عبراني انجیل کې ربّة عمان د عمون زوی ربت ته اشاره ده (په انجیلي عبراني کې:  הַנִּקּוּד הַטְבֶרְיָנִי‎ ، په طبریه یي عبري کې: ربت بن عمون چې په اوسنۍ عبري کې د ربة عمون په توګه لنډیز شوی دی)، او په انکلیسي ژباړو کې "Rabbath Ammon" لیکل شوی دی. د وخت په تېرېدو سره د ربت کلیمه نوره ورسره نه ده کارېدلې او د هغو مدنیتونو د اغېزو له امله چې دا ښار یې فتح کړی دی، دا نوم په تدریج سره په عمان بدل شوی دی.[۱۶]

په هر حال، د بطلیموسي ټولواکۍ مقدوني واکمن دویم بطلیموس فېلادلفوس، څوک چې له ۲۸۳ تر ۲۴۶ مخزېد کال پورې واکمن و، د دې ښار له نیولو وروسته یې نوم "فېلادلفیا" ته واړاوه ( په لرغونې یوناني کې: Φιλαδέλφεια چې په لفظي ډول یې معنا "د ورورولۍ مینه" ده). دا نوم د هغه د خپل لقب فېلادلفوس د ستاینې په توګه ورکړل شو.[۱۷]

تاریخچه[سمول]

د ډبرو نوې دوره[سمول]

د ډبرو د نوې دورې عین غزال ساحه د عمان ښار په څنډو کې موندل شوې وه. دا ښار د ۷۰۰۰م.ز کال په شاوخوا کې د خپل عروج پر مهال له ۱۵ هکتاره (۳۷ اکره) مساحت سره د۳۰۰۰ په شاوخوا کې خلکو له خوا مېشت شوی و (د معاصر اریحا ښار د نفوس څلور تر پنځه چنده). په هغه وخت کې دا سیمه یو له کلالۍ پرته (aceramic) ځانګړی د ډبرو د نوې دورې کلی و. کورونه یې د خټو له خښتو څخه جوړ شوي مستطیلي تعمیرونه وو چې د اهک چونې په واسطه سپینو شوو دېوالونو سره یې یوه مربعي شکله د اوسېدو خونه یې لرله. دا ښار په ۱۹۷۴ز کال کې هغه وخت کشف شو چې ساختماني کارکوونکو له دغې ساحې څخه په تېرېدونکي یو سرک باندې کار کاوه. په ۱۹۸۲ز کال کې، کله چې کیندنې پیل شوې، د سرک ۶۰۰ متره (۲۰۰۰ فټه) برخه په دې ساحه کې تېره شوه. سره له دې چې د ښاري پراختیا له امله عین غزال ته زیانونه واوښتل، مګر پاتې شونو یې له ځان سره د معلوماتو یوه شتمني درلوده.[۱۸][۱۹]

عین غزال د انسانانو په بڼه کې د کوچینیو مجسمو د یوې مجموعې په درلودلو مشهوره ده، کومې چې په ۱۹۸۳ز کال کې هغه وخت وموندل شوې چې سیمه ییز لرغونپوهان د هغې ۲.۵ مترو (۸.۲ فټه) په ژوروالي کندې په څنډه ورپېښ شول چې یادې مجسمې پکې وې. دغه مجسمې له سپینې چونې نه جوړ شوي له نقاشي شوو جامو، وېښتانو او په ځینو مواردو کې له زینتي خالونو سره د انسانانو هیکلونه دي. په دوو انبارونو کې ۳۲ هیکلونه وموندل شول، چې ۱۵ یې پوره هیکلونه وو، ۱۵ نور یې د نیمې تنې هیکلونه وو، او دوه ټوټې ټوټې ناقص سرونه وو. له نیمې تنې درلودونکو مجسمو څخه درۍ یې دوه-سرې وې چې مفهوم یا اهمیت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.[۲۰][۲۱]

د اوسپنې دوره[سمول]

په۱۳مه مخزېږده پېړۍ کې عمان د عمونیانو پلازمېنه وه او د "ربة" یا "ربة عمون" په نوم وپېژندل شوه، عمون د سیمې لپاره زیات شمېر طبیعي سرچینې برابرولې؛ په یادو سرچینو کې رېګي تېږې، چونه، او ورسره یو حاصل خېزه زراعتي سکتور و چې عمان یې د پاچا د لویې لارې (King's Highway) په اوږدو کې کومې چې مصر له بِینُ الْنَهرِین، سوریې او اناتولیې (کوچینۍ اسیا) سره نښلول، خورا مهم موقعیت ګرځولی و. لکه څنګه چې د دغې لارې په اوږدو کې له اودومیانو او موأبیانو سره له سوداګرۍ، عمانیانو د پام وړ عاید په لاس راوړ. په عبري انجیل کې مېلکوم د عمون ملي اِله یا خدای په توګه یاد شوی دی. یو بل لرغونی معبود مولوخ یا مولک هم چې معمولاً د ماشومانو د قرباني کولو سره یې تړاو درلود په انجیل کې د عمون د خدای په توګه ذکر شوی دی، خو دا کېدای شي د مېلکوم لپاره کومه اشتباه وي. په هر ترتیب، د عمان ملکي هوایي ډګر ته نږدې د لرغونپوهانو په کیندنو کې، یو معبد رالوڅ شوی دی چې داسې یو محراب پکې دی چې د انسانانو د هډوکو ډېرې زیاتې ټوټې پکې دي. نوموړي هډوکي د سوځولو لپاره شواهد دي، او هغې فرضیې ته لاره هواروي چې یاد محراب د انسانانو د قرباني کولو لپاره د نغري حیثیت درلود.[۲۲][۲۳]

تاریخ[سمول]

جغرافیه[سمول]

کلتور[سمول]

مشهوره منظري[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 250441  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. http://legislacao.prefeitura.sp.gov.br/leis/lei-14471-de-10-de-julho-de-2007
  3. Amman signs 'Sister-city' agreement with San Francisco
  4. https://oewd.org/san-francisco-sister-cities
  5. Lipiński, Edward (2006). On the Skirts of Canaan in the Iron Age: Historical and Topographical Researches. Peeters Publishers. د کتاب پاڼې 295. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9042917989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Parpola, Simo (1970). Neo-Assyrian Toponyms. Kevaeler: Butzon & Bercker. د کتاب پاڼې 76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Revealed: the 20 cities UAE residents visit most". Arabian Business Publishing Ltd. 2015-05-01. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په January 2022 باندې). Population Estimates for The End of 2021. Department of Statistics (DoS)
  9. Michael Dumper; Bruce E. Stanley (2007). Cities of the Middle East and North Africa: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-919-5. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2013-09-08 باندې). Aqel Biltaji appointed as Amman mayor. The Jordan Times. The Jordan News
  11. "West Amman furnished apartments cashing in on tour". The Jordan Times. The Jordan News. 2014-08-12. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "How a Startup from the Arab World Grabs 1B Views on YouTube". Forbes. 2014-12-31. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. IANS/WAM (په 2010-11-26 باندې). Abu Dhab duke City' in MENA region.
  15. "Amman Favored by MNCs as New Regional Hub". Dunia Frontier Consultants, Doha. 2012-01-25. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "About GAM => History". Greater Amman Municipality. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "MISDAR". mansaf.org. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Prehistoric Settlements of the Middle East". bhavika1990. 2014-11-08. مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2006). Gardner's Art Through the Ages: The Western Perspective: Volume 1 (الطبعة Twelfth). Belmont, California: Wadsworth Publishing. د کتاب پاڼي 11–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-495-00479-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Scarre, Chris, المحرر (2005). The Human Past. Thames & Hudson. د کتاب پاڼې 222. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2006). Gardner's Art Through the Ages: The Western Perspective: Volume 1 (الطبعة Twelfth). Belmont, California: Wadsworth Publishing. د کتاب پاڼي 11–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-495-00479-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Old Testament Kingdoms of Jordan". kinghussein.gov.jo. kinghussein.gov.jo. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Temple of Human Sacrifice: Amman Jordan". Randy McCracken. 2014-08-22. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)