ژینو
ژینو (په فرانسوي: جینو یا ژینو) په سویس کې (له زوریخ وروسته) او له رومانډي ورسته، چې د سویس یوه فرانسوي ژبې برخه ده، دوهم ترټولو نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار چې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې پروت دی، چېرې چې د رون سیند د ژینو جهيل ته وځي، د سویس جمهوریت پلازمینه او د ژینو ولایت مرکز دی. [۱]
د ژینو ښار (ville de Genève) په ۲۰۱۹ کال کې (د جنوري د اټکل پر بنسټ) په خپل ۱۶ کیلومتر مربع (۶ مایل مربع) کم ښاري مساحت کې ۲۰۱۸۱۸ کسه نفوس درلود خو (د ۲۰۱۹ کال د جنوري د اټکل له مخې) په ولایتي کچه (ښار او دسویس نږدې نیمه ښاري سیمې او له ښار بهر سیمې) په څه د پاسه ۲۴۶ کیلومتر مربع (۹۵ مایل مربع) سیمه کې یې ۴۹۹۴۸۰ نفره نفوس نفوس درلود. همدارنګه په واډ او د ژینو ښاري سیمو د پولو په اوږدو کې د آین او هاوټ-ساوی په فرانسوي اداري سیمو کې لکه څنګه چې په رسمي ډول د اروپا د احصایوي اداري له خوا تعریف شوې، چې له ۲۲۹۲ کیلومتر مربع (۸۵۵ مایل مربع) څخه پراخه ده، د ۲۰۱۹ کال په جنوري میاشت کې (د سویس د اټکلونه او فرانسوي سرشمېرنې پر بنسټ) یې ۱۰۳۲۷۵۰ نفره نفوس درلود. [۲][۳][۴][۵][۶]
د ۲۰۱۳ کال راهیسې، د ژینو ولایت، د نیون ولسوالۍ (د واډ په ولایت کې)، او د the Pôle métropolitain du Genevois français (چې معنی یې "د فرانسې د ژینو د خاورې د ښاري سیمې مرکز" ده)، او د اتو فرانسوي بین-شوراګانو فدراسیون دی، لویه ژینو را منځ ته کړې ده، چې له ملي پولو هاخوا د سیمه ییزې همکارۍ ډله ده (په فرانسوي کې د GLCT په نوم یادېږې، او د سویس په قانون کې یو عامه اداره ګڼل کېږي) او د جنیوا د پولې هاخوا په ښاري سیمه کې (په ځانګړې توګه د ښاري ټرانسپورټ) د همکارۍ د تنظیم مسؤلیت په غاړه لري. د لویې ژینو GLCT له ۱۹۹۶ کیلومتر مربع (۷۷۱ مایل مربع) څخه زیات مساحت لري او (د سویس د اټکلونو او د فرانسوي سرشمېرنې پر بنسټ) یې په د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې ۱۰۲۵۳۱۶ نفره نفوس درلود، چې له ډلې یې ۸۵.۵ سلنه د سویس په خاوره کې ژوند کوي او ۴۱.۵ سلنه یې د فرانسې په خاوره کې اوسېږي. [۷][۸][۹]
ژینو د ډېرو نړیوالو سازمانونو د شتون له امله، د ملګرو ملتونو د زیاتره ادارو د مرکزي دفترونو او سره صلیب په ګډون، یو نړیوال ښار، مالي مرکز او د نړۍ په کچه د ډیپلوماسۍ مرکز دی. ژینو په نړۍ کې د ډېرو نړیوالو سازمانونو کوربه دی. همدارنګه هغه ځای دی چې د جنیوا کنوانسیونونه په کې لاسلیک شوي، چې زیاتره یې د جګړې پر مهال د غیر نظامي وګړو او د جنګي بندیانو سره د چلند په اړه دي. د نورو ښارونو په څېر، لکه د نیویارک ښار (چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو دفترونو مرکز دی)، بازل (چې د نړیوالو تادیاتو بانک په کې دی)، او سټراسبورګ (چې د اروپا شورا د فتر په کې ځای لري)، ژینو هم داسې یو ښار دی چې دېرو مهمو نړیوالو سازمانونو د مرکزي دفترونو د مرکز په توګه کار کوي، پرته له دې چې د کوم هېواد پلازمېنه وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۲۰۲۱ کال کې، ژینو د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له لوري د رقابت په برخه کې د نړۍ د نهم مهم مالي مرکز په توګه راغئ، په اروپا کې یې له لندن، زوریخ، فرانکفورت او لوګزامبورګ وروسته یې پنځم ځای خپل کړ. په ۲۰۱۹ کال کې، ژینو د زوریخ او بازل سره په ګډه، د مرسر له خوا په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره د لسو غوره ښارونو په نوملړ کې راغئ. نوموړی ښار د نړۍ تر ټولو متراکم ښار او د "سولې د پلازمینې" په توګه وپېژندل شو. په ۲۰۱۹ کال کې، میرسر ژینو په نړۍ کې د دیارلسم ترټولو ګران ښار په توګه درجه بندي کړ. په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د ښارونو د یو بي اس په ډلبندۍ کې، ژینو د ناخالص عاید په برخه کې لومړی، دویم تر ټولو ګران، او د پیرود د ځواک په برخه کې یې څلورم ځای خپل کړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
نوم
[سمول]دا ښار په لاتیني متنونو کې د سیزاز له خوا د Genava په املا راغلی، چې ښایي د سلتیک genawa دgenu- ریښې څخه اخیستل شوی او د ( د زانو خم، یا زنګون) په معنې دی چې مفهوم یې کوږ شوی سیند یا د سیند پای دی. دا ريښه پېژندنه د ايټاليا د بندري ښار جينوا سره ریښه لري. [۲۲][۲۳]
د منځنیو پېړیو په لاتین ژبه کې د منځنیو پېړیو د ژینو ښار د pagus major Genevensis یا Comitatus Genevensis (Gebennensis) په نوم هم یادېده. له ۱۴۰۰ کال څخه وروسته د ساووی د ژینو ولایت شو (که څه هم د ژینو د روحاني د څوکۍ تر اصلاحاتو پورې یې د یو ښار ځانګړیا ترلاسه نکړه). [۲۴]
تاریخچه
[سمول]کله چې رومیانو دا ښار په ۱۲۱ کال مخکې له میلاد نه ونیو، جنیوا د الوبروګ قبیلې سرحدي ښارګوټی و، چې د هیلویټي قبیلې په وړاندې سنګر و. د روم سترواکۍ په وروستیو کې عیسوی شو، او په پنځمه پېړۍ کې یې د روحاني مقام د لومړي ځل لپاره ترلاسه کړ چې له هغه وړاندې په څلورمه پېړۍ کې د ویانا د روحاني تر واک لاندې و. [۲۵]
په منځنیو پېړیو کې، ژینو د ۱۴مې پېړۍ تر وروستیو پورې د سپېڅلي روم تر سترواکۍ لاندې د یو اشرفي تر واک لاندې و. په دې وخت کې نوموړي ښار ته یو منشور ورکړل شو چې د خپل اختیاره حکومت مقام ورکړل شو. دا وخت، د ساووی کورنۍ لږ تر لږه ظاهراً د ښار واکمنۍ ته راغله. په ۱۵مه پېړۍ کې، د یوې لویې شورا په جوړېدو یو الیګارشي جمهوریتي حکومت راڅرګند شو. د شپاړسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، پروتستانت اصلاحات ښار ته را ورسېدل او د دیني کړکېچ لامل شو، چې په ترڅ کې یې د ساووی واکمني ړنګه شوه او ژینو ځان د سویس کنفدراسیون سره متحد کړ. په ۱۵۴۱ کال کې، د پروتستانت پالنې له ودې سره سم، پروتستانت اصلاح کونکی او د کالوینیزم پلوی جان کالوین، د ښار روحاني مشر شو او د ژینو جمهوریت یې تاسیس کړ. په ۱۸مه پېړۍ کې، ژینو د کاتولیک فرانسې تر نفوذ لاندې راغی، چې دا ښار یې خپل وکڼه. فرانسې د عامو وګړو سره تل په شخړو کې وه چې دې کار د ۱۷۸۲ کال د ژینو د ناکام انقلاب هڅې را پورته کړې. دا هغه هڅه وه چې غوښتل یې په حکومت کې د منځلارو کسانو لپاره استازیتوب وګټي. په ۱۷۹۸ کال کې، انقلابي فرانسه د ډایرکتوري (د فرانسې د لومړي جموریت پنځه کسیزه کمېټه) تر واک لاندې ژینو خپله ضمیمه کړ. د ناپلیوني جګړو په پای کې، د ۱۸۱۴ کال د جون په لومړۍ نېټه، ژینو د سویس کنفدراسیون سره یوځای شو. په ۱۹۰۷ کال کې، د کلیسا او دولت جلاتوب تصویب شول. جنیوا په نولسمه او شلمه پېړۍ کې وده وکړه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو مرکز شو.[۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ "Bilan de la population résidante permanente selon les districts et les communes, de 1991 à 2020". Federal Statistical Office (Switzerland). September 2021. لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Statistique de la superficie standard - Communes selon 4 domaines principaux". Federal Statistical Office (Switzerland). 25 November 2021. لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Atlas statistique de la Suisse / Niveaux géographiques de la Suisse / Nomenclatures internationales / Zones urbaines fonctionnelles 2014 (FUA eurostat) au 1.1.2020". Federal Statistical Office (Switzerland). لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ As of 2020, the Eurostat-defined Functional Urban Area of Geneva was made up of 93 Swiss communes and 158 French communes: Federal Statistical Office spreadsheet listing the Swiss and French communes of the Geneva Functional Urban Area. Land area of the 93 Swiss communes: 555.1 km² (source: ). Land area of the 158 French communes: 1737.1 km² (source: ).
- ↑ As of 2020, the Eurostat-defined Functional Urban Area of Geneva was made up of 93 Swiss communes and 158 French communes: Federal Statistical Office spreadsheet listing the Swiss and French communes of the Geneva Functional Urban Area. Population of the 93 Swiss communes in January 2019: 599,556 (source: ). Population of the 158 French communes in January 2019: 433,194 (source: ).
- ↑ "Agglomération transfrontalière". Grand Genève. 3 February 2021. لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Grand Genève is made up of:
- Canton of Geneva (245.8 km²)
- District of Nyon (307.4 km²)
- Genevois français (1443.2 km²), itself made up of CA Thonon Agglomération (238.9 km²), CA Annemasse-les Voirons-Agglomération (78.2 km²), CC Arve et Salève (99.3 km²), CC du Pays Rochois (93.9 km²), CC Faucigny-Glières (150.7 km²), CC du Genevois (151.5 km²), CA du Pays de Gex (404.9 km²), and CC du Pays Bellegardien (225.8 km²).
- ↑ Grand Genève is made up of:
- Canton of Geneva (499,480 inh. in Jan. 2019)
- District of Nyon (100,685 inh. in Jan. 2019)
- Genevois français (425,151 inh. in Jan. 2019), itself made up of CA Thonon Agglomération (90,531 inh.), CA Annemasse-les Voirons-Agglomération (90,562 inh.), CC Arve et Salève (20,074 inh.), CC du Pays Rochois (28,369 inh.), CC Faucigny-Glières (27,181 inh.), CC du Genevois (48,312 inh.), CA du Pays de Gex (98,257 inh.), and CC du Pays Bellegardien (21,865 inh.).
- ↑ Paul Hofmann (24 June 1990). "Staying on the Safe Side; Geneva". The New York Times Company. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ مې ۲۰۲۱. لاسرسينېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Finn-Olaf Jones (16 September 2007). "36 Hours in Geneva". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. لاسرسينېټه ۰۲ فبروري ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ François Modoux, "La Suisse engagera 300 millions pour rénover le Palais des Nations", Le Temps, Friday 28 June 2013, page 9.
- ↑ "Facts and figures about International Geneva". www.eda.admin.ch. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Strasbourg l'Européenne". 10 December 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "geneva - capital of the globalised world". SWI swissinfo.ch. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Global Financial Centres Index 29" (PDF). Long Finance. March 2021. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۲ مارچ ۲۰۲۱. لاسرسينېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Quality of living city ranking". Mercer. خونديځ د اصلي څخه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۸. لاسرسينېټه ۲۱ جون ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Geneva – the smallest metropolis in the world". Learn-Swiss-German.ch. 5 February 2017. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ جون ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "MySwitzerland.com". MySwitzerland.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۴. لاسرسينېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Cost of Living survey 2019 – City rankings". Mercer.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ مې ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۲۸ مې ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global cities ranking 2018 – City rankings". ubs.com. 7 July 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۸ باندې. لاسرسينېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ John T. Koch, Celtic culture: a historical encyclopedia, ABC-CLIO, 2006, p. 1513.
- ↑ Hans-Friedrich Mueller, Caesar Selections from His Commentarii De Bello Gallico, Bolchazy-Carducci Publishers, 2012, p. 34.
- ↑ Pour cette citation et le découpage suivant, organisation décrite par l'ouvrage Jules-Joseph Vernier, Étude historique et géographique sur la Savoie, Le Livre d'Histoire – Res Universis (réimpr. 1993) (1re éd. 1896), p. 137.
- ↑ کينډۍ:Catholic
- ↑ "Geneva". Encarta. Archived 29 October 2009 at the Wayback Machine.