حقوقو مفهوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انسان يو ټولنيز مخلوق دی او اړ دی چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره په ټولنه کې ژوند وکړي، او کله چې په يوه ټولنه کې د ژوند کولو خبره شي، نو بيا لازمي ده چې د نورو انسانانو سره د اړيکو خبره هم رامنځته کيږي، مانا دا چې د نورو انسانانو سره به اړيکې لري، چې د دغه اړيکو په پايله کې حقوقي قواعد او مقررات يا حقوقي رابطې رامنځته کيږي چې د دې قواعدو، مقرراتو او حقوقي رابطو دواړه خواوو ته انسانان وي، چې د يو بل مقابل کې به حقوق او وجايب لري، په دې مانا چې يو شخص به د حق، امتياز او سلطې خاوند وي او بل شخص به يې په مقابل کې مکلفيت او وجيبه لري، چې هيڅ يوه حقوقي رابطه له دغه حالاتو خالي نه وي.[۱]

د بېلګې په توګه سليم غواړي خپل کور په کرايه ورکړي، انور ترې دا کور په کرايه نيسي په دې حقوقي اړيکه کې سليم د حق او صلاحيت خاوند دی او هغه دا چې له انور نه به د کور کرايه اخلي او انور دا وجيبه لري چې د سليم ته به د کور کرايه ورکوي، دلته له سليم پرته بل څوک د کرايې اخيستلو حق نه لري او له بله پلوه انور حق لري چې د سليم له کور نه استفاده وکړي، او سليم وجيبه لري چې انور ته کور تسليم کړي. په دې بېلګه کې مونږ وليدل چې د دې عقد يا اړيکې په پايله کې دواړه لوريو ته حقوق او وجايب رامنځته کيږي، نو د دې لپاره چې حقوق تلف نه شي او هر سړی خپل وجايب او مکلفيتونه په ښه بڼه ترسره کړي، بايد يو سلسله قواعد او مقررات موجود وي چې دا ډول اړيکې ترتيب او تنظيم کړي او هم هر شخص ته د هغه حقوق او وجايب وټاکي، چې د دغه مقرراتو څخه د سرغړونې په صورت کې هغه ته مدني تخلف راجع کړي، په دې مفهوم سره حقوق د قانون سره ورته والی پيدا کوي، د حقوقي روابطو او اړيکو اجراء او رعايت يې د دولت له خوا تضمين کيږي چې هدف يې د ټولنيز ژوند ترتيب او تنظيم، د عدالت تامين، ټولنيز پرمختګ، انکشاف او سوکالي ده.[۲]

سرچينې[سمول]

  1. واثق دورانی, احمدګل (1392–1393). د حقوقو بنسټونه. مازيګر کتاب پلورنځی. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  2. واثق دورانی, احمدګل (1392–1393). د حقوقو بنسټونه. مازيګر کتاب پلورنځی. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)