د څښاک پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته د لاسرسي بشري حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د څښاک پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته د لاسرسي بشري حق (human right to water and sanitation) هغه اصل دی چې تصدیق کوي، د هر کس په ژوندانه کې د څښاک پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته لاسرسی اړین دی. دا د یو بشري حق په توګه د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسمبلۍ له خوا د ۲۰۱۰ زکال د جولای په ۲۸ مه په رسمیت وپېژندل شو. د څښاک پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته د لاسرسي بشري حق د بشري حقونو د هوکړو، اعلامیو او نورو معیارونو له مخې د یو نړیوال قانون په توګه په رسمیت پېژندل شوی. یو شمېر تبصره کوونکي بیا دغه بشري حق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۰ زکال له پریکړه لیک او د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د کنوانسیون یا میثاق (ICESCR) د ۱۱.۱ مادې څه لوړ او هغه یو خپلواک نړیوال حق بولي. د دغو مبصرینو له ډلې داسې کسان هم شتون لري چې پر نړیوال قطعي عرف باور لري او دغه حق د کنوانسیون په مفاداتو کې شامل بولي، دوی باوري دي چې دغه حق په نړیوالو حقونو کې یو الزامي اصل دی. په نورو هغو هوکړو کې چې په څرګنده توګه HRWS په رسمیت پېژني د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د ممنوعیت اړوند د ۱۹۷۹ زکال کنوانیسون یا میثاق (CEDAW) او د ماشومانو حقونو ته اړوند د ۱۹۸۹ زکال کنوانسیون (CRC) په کې شاملېږي.[۱][۲]

اوبو ته د لاسرسي د بشري حق تر ټولو واضح تعریف د ملګرو ملتونو د سازمان د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د کمېټې په ۱۵مه عمومي تبصره کې چې په ۲۰۰۲ زکال کې یې مسوده وړاندې شوه راغلی. دا د دغه حق یو غیر الزامي بیان و چې اوبو ته یې لاسرسی د ژوندانه د مناسبو معیارونو څخه د ګټنې اړتیا بللې، چې په نه جلا کېدوني ډول د روغتیا لوړو معیارونو ته د لاسرسي له حق او بالاخره له یو انساني حق سره تړلی دی. په دغه تبصره کې راغلي: «اوبو ته د لاسرسي بشري حق ټولو ته دا حق ورکوي چې د شخصي او کورنۍ ګټنې لپاره له کافي، پاکو، په فزیکي ډول لاسرسي وړ او په سپما کېدونې بڼه له اوبو برخمن وي».[۳][۴]

د HRWS اړوند لومړنی پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په ۲۰۱۰ زکال کې تصویب شو. په دغه پرېکړه لیک کې څرګنده شوې چې د حفظ الصحې له بشري حق سره اړوند د اوبو حق هم شتون لري، ځکه چې د ناپاکو اوبو د ویستلو د سیسټم خرابتیا د ځمکې لاندې د اوبو د کیفیت د خرابېدو لامل ګرځي، له همدې امله راتلونکو بحثونو په دواړو مواردو یوځای ټینګار کولو ته دوام ورکړ. د ۲۰۱۰ زکال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان ۶۴/۲۹۲ پرېکړه لیک یو ځل بیا په سپما کېدونې بڼه د څښاک پاکو اوبو او همدارنګه د ناپاکو اوبو د ویستلو سم سیسټم ته د لاسرسي بشري حق تائید کړ. په دغه پرېکړه لیک کې څرګنده شوې چې له ژوندانه او ټولو بشري حقونو څخه د خوند اخیستو په موخه پاکو اوبو او همدارنګه د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته لاسرسی د بشري حق په توګه پېژندل کېږي. دغه پرېکړه لیک د څښاک پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیسټم ته د وګړو د آزادانه لاسرسي اړوند د اوبو رسونې او د کانالیزاسیون د سم سیستم جوړولو په برخو کې یو لړ دولتي حقوق هم مطرح کوي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام بیانوي چې د حفظ الصحې او د څښاک د پاکو اوبو خدمتونو ته د لاسرسي لرلو د اهمیت په رسمیت پېژندل رضایت وړ سالم ژوندانه ته لاسرسی ترویج کوي. په ۲۰۱۵ زکال کې د دغې موضوع اړوند د ملګرو ملتونو بدلون موندلي پرېکړه لیک په دې ټکي ټینګار کړی چې دغه دوه حقونه له یو بل جلا، خو برابر دي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د دغه حق (HRWS) له مخې دولتونه مکلف دي ډاډ ترلاسه کړي چې وګړي په سپما کېدونې، کیفیت لرونکې، منلو وړ او کافي کچه د څښاک له پاکو اوبو او د کانالیزاسیون له سیستم څخه برخمن دي. په اوبو کې سپما کېدونې بڼه د اوبو د مصرف کېدو کچې ته نغوته کوي په دې ډول چې هغه نورو اړتیا وړ توکو او خدمتونو ته د لاسرسي مخه وه نه نیسي. په ټولیزه توګه د اوبو په لګښت کې د سپما تائید وړ قاعده داده چې د هغو لګښت نه باید د کورنیو د عوایدو له ۳ - ۵ سلنې کچې واوړي. اوبو ته د لاسرسي موضوع په ترلاسه کولو کې لګول کېدونی وخت، د اوبو سرچینې ته په رسېدنه کې آسانتیا او همدارنګه د اوبو سرچینې ته په لار کې ګواښونه په پام کې نیسي. اوبه باید هر وګړي ته لاسرسي وړ وي په دې معنی چې د اوبو سرچینې ته د لاسرسي په موخه د لارې فاصله نه باید له ۱۰۰۰ متره یا ۳۲۸۰ فوټه څخه زیاته وي او باید د ۳۰ دقیقو دننه هغو ته لاسرسی ومومي. د اوبو موجودیت دغې موضوع ته نغوته کوي چې آیا اوبه په کافي، باور وړ او دایمي ډول وړاندې کېدونکې دي او که نه. د اوبو کیفیت بیا پر دې ټینګار لري چې آیا اوبه د څښاک یا نورو ورته چارو لپاره برابرې دي. د اوبو د منلو وړ توب په موخه باید بوی وه نه لري او همدارنګه کوم رنګ هم وه نه لري.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ICESCR له لاسلیک کوونکو هېوادونو غواړي چې په تدریجي ډول ټول بشري حقونه له دې ډلې د څښاک پاکې اوبه او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم خلکو ته برابر کړي او د هغوی دغو حقونو ته درناوی وکړي. هغوی باید په چټکه او اغېزمنه بڼه کار وکړي څو د لاسرسي کچه لوړه او د خدمتونو کیفیت لوړ کړي. [۱۶]

نړیوال بنسټ[سمول]

د اوبو رسونې او حفظ الصحې څخه د څارنې اړوند د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف ګډ پروګرام په ۲۰۱۵ زکال کې راپور ورکړ چې په ټوله نړۍ کې ۶۶۳ میلونه وګړي د څښاک د اوبو مناسبو منابعو او همدارنګه ۲.۴ میلیارده وګړي د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته لاسرسی نه لري. پاکو اوبو ته لاسرسی د نړۍ په ډېری برخو کې لویه ستونزه ده. د اوبو په منل کېدونو منابعو کې «د اوبو کورنۍ سرچینې، عمومي نلونه، ذخیرې، سرپټي کوهیان، سرپټې چینې او د باران د اوبو د غونډونې زېرمې شاملېږي». په داسې حال کې چې د نړۍ ۹ سلنه وګړي اوبو ته لاسرسی نه لري، خو «له دې سره ځانګړې ځنډ لرونکې سیمې لکه د افریقا د سویلي صحرا سیمې هم شتون لري». د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې «هر کال له ۱.۵ میلیونو څخه زیات له پنځه کلونو کم عمر لرونکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۴۴۳ میلیونه ښوونیزې ورځې د پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو د سیستم د نشتوالي له امله له لاسه وزي».[۱۷][۱۸][۱۹]

حقوقي بنسټونه او په رسمیت پېژندل کېدل[سمول]

د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال کنوانسیون (ICESCR) په ۱۹۶۶ زکال کې د بشري حقونو د ۱۹۴۸ زکال د نړیوالې اعلامیې مندرج اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه سره تنظیم کړل. له پخوانیو اسنادو څخه هېڅ یو هم په څرګنده بڼه د اوبو او کانالیزاسیون اړوند بشري حق په رسمیت نه پېژند. ورته مهال وروستیو څو نړیوالو کنوانسیونونو (میثاقونو) داسې مقررات لرل چې په څرګنده بڼه یې دغه حق په رسمیت پېژانده.

په داخلي قوانینو کې اوبو ته د لاسرسي حق[سمول]

د داسې یو نړیوال بنسټ په نشتون کې چې دغه حق په ټولو پلی کړي، د اوبو اړوند بشري حق د ملي محاکمو پر چارو تکیه لري. د دغې چارې بنسټ د لاندې یادو دوه لارو چارو له مخې په اساسي قوانینو کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د بنسټیزه کولو له مخې اېښودل کېږي: د «مستقیمو لارښوونو» له مخې چې په موخه اوړي او تر ډېره پورې تغیر نه منونکي دي؛ یا هم دغه حق په څرګنده توګه د محاکمو له لوري خوندي او اجرا وړ ګرځي. [۲۰][۲۱]

بنسټونه[سمول]

هغه بنسټونه چې د پاکو اوبو او د ناپاکو اوبو د ویستلو سیستم ته د لاسرسي اړوندو حقونو په برخه کې کار کوي.

ملګرو ملتونو ته اړوند بنسټونه[سمول]

  • OHCHR (د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري)
  • UNDP (د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره)
  • UNICEF (د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق)
  • د ټولو لپاره اوبه او حفظ الصحه (Sanitation and Water for All)

له حکومتونو سره همکاري کوونکې موسسې[سمول]

  • DFID (د بریتانیا د همکارۍ موسسه)
  • GIZ  (د نړیوالې همکارۍ په موخه د جرمني د همکاریو موسسه)
  • SDC  (د پراختیا او همکارۍ په موخه د سویس موسسه)[۲۲]
  • EPA  (د متحده ایالاتو د چاپېریالي خوندیتوب موسسه)[۲۳]

نړیوال غیر دولتي بنسټونه او شبکې[سمول]

  • د لوږې پر ضد اقدام (Action against Hunger)
  • وینه: اوبه (Blood:Water)[۲۴]
  • د اوبو د خوندیتوب او همکارۍ مرکز (Center for Water Security and Cooperation)[۲۵]
  • د تازه اوبو په برخه کې د فعالیت شبکه (Freshwater Action Network)[۲۶]
  • د نړۍ لپاره خالصې اوبه (Pure Water for the World)[۲۷]
  • د اوبو د حق په برخه کې ډېګ ډیپ پروژه (The DigDeep Right to Water Project)[۲۸]
  • پاسیفیک انستیتیوت (The Pacific Institute)[۲۹]
  • د اوبو پروژه (The Water Project)[۳۰]
  • د اوبو په برخه کې د عدالت لپاره فراملتي انستیتیوت (Transnational Institute with the Water Justice project)[۳۱]
  • [۳۲]UUSC
  • واټر آیډ (WaterAid)
  • واټر لېکس (په ۲۰۲۰ زکال کې غیر فعاله شوې)[۳۳]
  • پیس جام (PeaceJam)

سرچينې[سمول]

  1. "International Decade for Action 'Water for Life' 2005-2015. Focus Areas: The human right to water and sanitation". United Nations (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Resolution 64/292: The human right to water and sanitation". United Nations. August 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The human rights to safe drinking water and sanitation". د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Refugees, United Nations High Commissioner for. "Refworld | General Comment No. 15: The Right to Water (Arts. 11 and 12 of the Covenant)". Refworld (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Resolution adopted by the General Assembly" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Baer, M. 2015. From Water Wars to Water Rights: Implementing the Human Right to Water in Bolivia, Journal of Human Rights, 14:3, 353-376, DOI:10.1080/14754835.2014.988782
  7. UN (United Nations). 2010. Resolution adopted by the general assembly. 64/292. The human right to water and sanitation. A/RES/64/292. New York: United Nations.
  8. UNDP (United Nations Development Programme). 1997. Governance for Sustainable Human Development: A UNDP Policy Document. UNDP, New York, NY, USA. See http://mirror.undp.org/magnet/policy/ (accessed 21/06/2012)
  9. World Health Organisation (WHO) and United Nation Children's Fund (UNICEF). 2011. Drinking water: Equity, Satefy and sustainability. New York: WHO/UNICEF Joint Monitoring Programme (JMP) for Water and Sanitation.
  10. World Health Organisation (WHO) and United Nation Children's Fund (UNICEF). 2012. Progress on drinking water and sanitation. 2012 update. New York: WHO/UNICEF Joint Monitoring Programme for Water Supply and Sanitation.
  11. "The human rights to safe drinking water and sanitation". د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. de Albuquerque, Catarina (2014). Realising the human rights to water and sanitation: A Handbook by the UN Special Rapporteur (PDF). Portugal: United Nations. د کتاب پاڼي Introduction. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Roaf, Virginia; Albuquerque, Catarina de; Heller, Léo (2018-07-26). The Human Rights to Water and Sanitation. Equality in Water and Sanitation Services. Abingdon, Oxon; New York: Routledge. د کتاب پاڼي 26–43. doi:10.4324/9781315471532-2. S2CID 204491938. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-315-47153-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "III.S.8 United Nations General Assembly Resolution 64/292 (On the Right to Water and Sanitation) (28 July 2010)". International Law & World Order. Martinus Nijhoff Publishers. 2012. د کتاب پاڼي 1–2. doi:10.1163/ilwo-iiis8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-20870-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "International Decade for Action 'Water for Life' 2005-2015. Focus Areas: The human right to water and sanitation". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. de Albuquerque, Catarina (2014). Realising the human rights to water and sanitation: A Handbook by the UN Special Rapporteur (PDF). Portugal: United Nations. د کتاب پاڼي Introduction. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. General Assembly Declares Access to Clean Water and Sanitation Is a Human Right." UN News Center. 28 July 2010. Accessed 20 March 2014.
  18. [۱] Archived 3 July 2017 at the Wayback Machine. ,2015 report of the WHO/UNICEF Joint Monitoring Programme (JMP) for Water Supply and Sanitation
  19. Global Issues at the United Nations." UN News Center. n.d. Accessed 20 March 2014.
  20. [۲], McGraw, George S. "Defining and Defending the Right to Water and its Minimum Core: Legal Construction and the Role of National Jurisprudence" Loyola University Chicago International Law Review Vol. 8, No. 2, 127-204 (2011) at 137.
  21. [۳] Archived 2018-01-29 at the Wayback Machine., Natalie Baird and Diana Pickard "Economic, social and cultural rights: a proposal for a constitutional peg in the ground" [2013] NZLJ 289 at 297
  22. "Error". www.eda.admin.ch. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. US EPA, OMS (2013-02-22). "Regulatory Information by Topic: Water". US EPA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Blood:Water". Blood:Water (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Actualizing the right to water". cwsc (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Freshwater Action". www.freshwateraction.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "About Pure Water for the World – Pure Water for the World" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "DIGDEEP". DIGDEEP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Pacific Institute | Advancing Water Resilience". Pacific Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Help Solve the Water Crisis in Africa". The Water Project (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Search results". Transnational Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Home". Unitarian Universalist Service Committee (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "WaterLex – Securing human rights to water and sanitation through law and policy reform" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)