د انټرسېکس/ نرښځیو انساني حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نرښځي د جنسي ځانګړونو لکه کروموزوم، جنسي غدواتو او جنسي غړو سره نړی ته راځي، د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر په وینا دوی د نارينه يا ښځينه د بدن له دوه‌ګوني عام تصور سره مطابقت نه لري.  [۱]

نرښځي له زیږون څخه د توپيريز چلند او ټولنيزې بدنامۍ سره مخ دي، په ځانګړې توګه کله چې د انټرسکېس/نرښځي کومه څرګنده نښه وليدل شي. په ډېری هېوادونو په ځانګړي ډول اسیايي او افریقايي هېوادنو کې دا ښايي د ماشوم د پرېښودلو او  وژلو لامل شي او دکورنيو لپاره یوه بدنامي وي. د افريقا په ختيځ کې ميندې  ښايي د جادوګرانو خواته ورشي. د یو نر ښځي ماشوم زیږېدنه ښايي يوه خدايي بلا  وګڼل شي. [۲][۳][۴]

انټرسېکس / نرښځي ماشومان کوم چې خارجي تناسلي غړي یې پټ وي، ښايي د جراحي يا هورموني پلوه  بدلون ومومي چې په ټولنه کې له منل شویو جنسي ځانګړنو سره درک کړل شي.  په هر حال دا د بحث وړ ده ځکه د ښو  پایلو په هکله یې هېڅ کره شواهد نشته. دا ډول درملنې ښايي له شنډوالي/عقامت سره مل وي.  د لویانو له ډلې ښځینه نوموتو ورزشکارانو هم دا ډول درملنه کړې وې. دا ډول موضوعات او بیانیې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان، د استرالیا پارلمان، د جرمني او سویس اخلاقي مؤسساتو دانساني حقونو د تر پښو لاندې کوونکو په توګه پېژندلي. د نرښځیو اړوندو سازمانونو هم د څو کلونو په لړ کې بېلابېلې بیانیې خپرې کړې، له دې ډلې یې د مالتا بیانیه یادولی شو چې د انټرسېکس درېيمې نړیوالې مجمع خپره کړه.  د انساني حقونو د ملاتړ قوانینو او مقرراتو پلي کېدلو کمزورې وده کړې. په ۲۰۱۱ کال کې کرېسټين او وولېنګ / Christiane Völlingلومړنۍ هغه قضیه وګټله چې له رضایت پرته جراحۍ په وجه د یوه جراح خلاف مطرح شوه. په ۲۰۱۵ کال کې د اروپا شورا د لومړي ځل لپاره د انټرسېکس کسانو لپاره دا قانون په رسیمت وپېژانده چې تر تحمیلي جنسي درملنې لاندې ونه نيول شي. د ۲۰۱۵ کال اپرېل مياشت کې مالتا (اروپایي هېواد) لومړنی هېواد و چې  د جنسي اصلاح په برخه کې یې ناقانونه طبي مداخلې لکه د نرښځیو اناتومیکي اصلاح ناقانونه اعلان کړه. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ګڼ شمېر نور حقوقي مسایل او انساني حقونه لکه د ژوند کولو حق، له تبعيض څخه خوندیتوب، د زیان جبرانول، معلوماتو ته لاس‌رسی او قانوني پېژندنه. لا تر اوسه ډېرو لږو هېوادونو له توپيریز چلند/تبعیض څخه د نر ښځیو خونديتوب ته پام کړی. [۱۶]

نرښځي او انساني حقوق[سمول]

د نر ښځیو د بدن بېلابېلو او طبیعي بڼو  اړوندې څېړنې مخ په زیاتېدو دي که څه هم د انساني بیولوژي نادره بڼه ده. له نرښځیو سره توپيریز چلند او طبی تطبیقات  د انساني حقونو د مؤسساتو تر پراخې څارنې لاندې دي. په ۲۰۱۳ کال کې لومړنۍ آزمويښتي څېړنې چې د ډان کرېسټین ګاټس/Dan Christian Ghattas له خوا وشوې موندلې چې نر ښځي په ټوله نړۍ کې له توپیریز چلند/تبعیض سره مخ دي. [۱۷][۱۸][۱۹]

نرښځيتوب په انفرادي ډول په ټولو هغو  برخو کې چې لويديځ طب په کې وده کړې د یوې ګدوډۍ/اختلال په توګه پېژندل کېږي. له نرښځیو سره لږ او زیات د یو ناروغ یا غیر طبیعي کس په توګه چلند کېږي او دا له اړوندې ټولنې سره تړاو لري. 

د اروپا شورا د اندېښنې وړ څو برخې په ګوته کوي:

  • د ژوند کولو لپاره برابر حق او له خبراوي او رضایت پرته درملنو څخه مخنيوی په ځانګړې توګه هغه درملنې چې اړینې نه دي.
  • انټرسېکس باید د درملنې وړ روغتیايي وضعيت څخه ووځي، له هغو شرایطو پرته چې روغتیايي درملنې له رضایت او خبراوي سره مل وي.
  • له قانون سره سم برابر چلند لکه تر پوښښ لاندې د نورو برخو ځانګړي قوانین او مقرارت. 
  • روغتیايي ريکارډونو او معلوماتو ته لاس‌رسی، برابري، نورې مشورې او ملاتړ.
  • رسمي اسنادو ته د چټک لاس‌رسي له لارې د جنډر په ټاکلو کې خپلواکي. [۲۰]

د هم‌جنس پالونکو او نر ښځیو تر منځ تړاو[سمول]

ګن شمېر موسساتو د هم‌جنس پالونکو د رسمي پېژندلو پر غوښتنلیکونو ټینګار کړی، خو د نرښځیو ماشومانو د غیر ضروري درملنې يا عادي کولو موضوع ته څه ځواب نه ورکوي او له پېنک واشېنګ/ pinkwashing (یوه اصطلاح چې د عامه اذهانو دمنحرف کولو لپاره د هم‌جنس پالونکو د حقوقو د دفاع او بازار موندنې په پار کارېږي) پالیسۍ څخه کار اخلي. د ۲۰۱۶ کال  په جون مياشت کې د استراليا د انټرسېکس سازمان د استراليا  دولت له خوا د ځينې متناقضو څرګندونو ادعا وکړه، چې  د LGBTI (لېزبین، هم‌جنس پاله، دوه‌جنس پالونکي، ترانس جنډر او اېنټرسېکس)  افرادو د حيثیت او حقوقو په رسميت پېژندل ښيي، خو په عمل کې بیا دا د هغو کړنو سره په ټکر کې دي چې له ترانس جنډر ماشومانو سره ترسره کېږي. [۲۱]

د ۲۰۱۶ کال په اګېست میاشت کې زېوېژنګېسټ‌چلک/ Zwischengeschlecht  (د جنسونو تر منځ په معنا، د انساني حقونو د دفاع یوه ډله ده چې د نرښځیو د بدني خپلواکۍ اړوند مسایلو ته کمپاین کوي) د برابرۍ د ودې لپاره ځینې اقدامات وکړل او د نرښځیو د خصي کولو د منعې قانون پرته یې د مدني وضعيت قوانین  یو ډول pinkwashing (یوه اصطلاح چې د عامه اذهانو دمنحرف کولو لپاره د هم‌جنس پالونکو د حقوقو د دفاع او بازار موندنې په پار کاريږي) یاد کړل. یاد سازمان له پخوا د دولت غولوونکې بیانیې د ملګرو ملتونو د تړونونو ادارې ته په نښه کړې او پر ماشومانو د مضرو/زیان رسوونکو کړنو د مخنيوي په ځای يې نور مسايل لکه هم‌جنس پالونکي، ټرانس جنډر او نرښځي له یو بل سره یوځای کړي. [۲۲][۲۳]

فزیکي یوالی او بدني خپلواکي[سمول]

نرښځي کسان له زیږون څخه د توپيريز چلند او  ټولنيزې  بدنامۍ سره مخ دي، په ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول اسیايي او افریقايي هېوادنو کې دا ښايي د ماشوم د پرېښودلو او  وژلو لامل شي او دکورنيو لپاره یوه بدنامي وي. د افريقا په ختيځ کې ميندې  ښايي د جادوګرانو خواته ورشي. د یو نر ښځي ماشوم زېږدنه ښايي يوه خدايي بلا  وګڼل شي. د ماشوم وژلو او پرېښودلو پېښې په اوګاندا، کينيا، د اسیا سویلي برخې او  چین کې راپور ورکړل شوی. په ۲۰۱۵ کال کې راپور ورکړل شوی چې د محاد اسمعیل په نوم یو کينايي نرښځي ځوان لومړی معیوب (جنسي اندام غڅول) کړل شو او وروسته مړ شو هغه له وړاندې خپلې کورنۍ ته دبدنامۍ لکه یاد شوی و. [۲۴][۲۵][۲۶]

د  نرښځیو له رضایت پرته د جنسي ځانګړنو د سمولو په موخه طبي مداخله په ټولو هغو هېوادونو کې کېږي چې د نرښځیو انساني حقونه په کې ارزول شوي. دا ډول مداخلې د روغتيا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو دګڼو نورو سازمانونو لکه د انساني حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او ګڼ شمېر نورو سيمه‌يیزو او ملي ادارو له نيوکې سره مخ دي. په ټيټو او منځنيو عاید لرونکو هېوادونو کې اړینو روغتیايي خدماتو ته دلاس‌رسي بیه ښايي محدوده شي، په ورته وخت کې نور کسان اجباري طبي مداخلې تجربه کوي. [۲۷]

په ماشومانو کې د ټولنيزې بدنامۍ او اجباري طبي مداخلو تر اغېز لاندې څوګوني حقوق بیان شوي:

  • د ژوند کولو حق[۲۸]
  • د شخصي حريم د ساتنې حق لکه دا چې د خپلې درملنې او برخليک په ټاکلو کې خپلواک وي.  [۲۹][۳۰]
  • دشکنجه کولو، غير انساني، ظالمانه او سپکاوي وړ چلندونو مخنيوی. [۳۱][۳۲]
  • د فزيکي تماميت حق یا بدني خپلواکي. [۳۳][۳۴][۳۵]
  • پر دې سربېره له موخنو جراحيو سره ښايی د ماشوم غوره ګټې په کورنۍ او ټولنه کې خوندي نه شي.

د انساني حقونو راپورونه[سمول]

په وروستيو کلونو کې د نرښځیو حقونه د څو سيمه‌ييزو او نړیوالو بنسټونو د راپورونو موضوع وه. ياد بنسټونه په دغه ډول دي: د سويس د ملي مشاورې کمېسیون (۲۰۱۲ کال)، د شکنجې او ګڼو نورو  ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي وړچلندونو  په اړه دملګرو ملتونوځانګړی خبریال/راپورتر  (۲۰۱۳ کال) او د استراليا پارلمان (۲۰۱۳ کال) په ۲۰۱۵ کال کې د اروپا شورا، د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او د روغتيا نړيوال سازمان دې موضوع ته پاملرنه وکړه. د ۲۰۱۵ په اپرېل میاشت کې مالتا لومړنی هېواد و چې جبري طبي مداخلې یې ناقانونه اعلان کړې. په همدغه کال کې د اروپا شورا لومړنۍ بنسټ و چې اعلان یې وکړ چې نرښځي باید د جنسيتي تایئد له مداخلې سره مخ نه شي. [۳۶][۳۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Free & Equal Campaign Fact Sheet: Intersex" (PDF). United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Civil Society Coalition on Human Rights and Constitutional Law; Human Rights Awareness and Promotion Forum; Rainbow Health Foundation; Sexual Minorities Uganda; Support Initiative for Persons with Congenital Disorders (2014). "Uganda Report of Violations based on Sex Determination, Gender Identity, and Sexual Orientation". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Grady, Helen; Soy, Anne (May 4, 2017). "The midwife who saved intersex babies". BBC World Service, Kenya. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Beyond the Boundary - Knowing and Concerns Intersex (October 2015). "Intersex report from Hong Kong China, and for the UN Committee Against Torture: the Convention against Torture and Other Cruel Inhuman or Degrading Treatment or Punishment". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Submission 88 to the Australian Senate inquiry on the involuntary or coerced sterilisation of people with disabilities in Australia". Australasian Paediatric Endocrine Group (APEG). 27 June 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rebecca Jordan-Young; Peter Sonksen; Katrina Karkazis (2014). "Sex, health, and athletes". BMJ. 348: g2926. doi:10.1136/bmj.g2926. PMID 24776640. S2CID 2198650. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 6 October 2014 باندې). Fighting for the Body She Was Born With. The New York Times.
  8. "Report of the UN Special Rapporteur on Torture" (PDF). Office of the UN High Commissioner for Human Rights. February 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Eliminating forced, coercive and otherwise involuntary sterilization, An interagency statement". World Health Organization. May 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Australian Senate Community Affairs Committee (October 2013). "Involuntary or coerced sterilisation of intersex people in Australia". مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Swiss National Advisory Commission on Biomedical Ethics NEK-CNE (November 2012). On the management of differences of sex development. Ethical issues relating to "intersexuality".Opinion No. 20/2012 (PDF). Berne. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "German Gender-Assignment Case Has Intersexuals Hopeful". DW.COM. Deutsche Welle. 12 December 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Council of Europe; Commissioner for Human Rights (April 2015), Human rights and intersex people, Issue Paper الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 1 April 2015 باندې). Surgery and Sterilization Scrapped in Malta's Benchmark LGBTI Law. The New York Times.
  15. (په 2 April 2015 باندې). Malta passes law outlawing forced surgical intervention on intersex minors. Star Observer.
  16. Council of Europe; Commissioner for Human Rights (April 2015), Human rights and intersex people, Issue Paper الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Zderic, Stephen (2002). Pediatric gender assignment : a critical reappraisal; [proceedings from a conference ... in Dallas in the spring of 1999 which was entitled "pediatric gender assignment - a critical reappraisal"]. New York, NY [u.a.]: Kluwer Acad. / Plenum Publ. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0306467592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ghattas, Dan Christian; Heinrich Böll Foundation (September 2013). "Human Rights Between the Sexes" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A preliminary study on the life situations of inter* individuals". OII Europe. 4 November 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Council of Europe; Commissioner for Human Rights (April 2015), Human rights and intersex people, Issue Paper الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Submission: list of issues for Australia's Convention Against Torture review". Organisation Intersex International Australia. June 28, 2016. د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ""Intersex legislation" that allows the daily mutilations to continue = PINKWASHING of IGM practices". Zwischengeschlecht. August 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ""Intersex legislation" that allows the daily mutilations to continue = PINKWASHING of IGM practices". Zwischengeschlecht. August 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ""Intersex legislation" that allows the daily mutilations to continue = PINKWASHING of IGM practices". Zwischengeschlecht. August 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Warne, Garry L.; Raza, Jamal (September 2008). "Disorders of sex development (DSDs), their presentation and management in different cultures". Reviews in Endocrine and Metabolic Disorders. 9 (3): 227–236. CiteSeerX = 10.1.1.469.9016 10.1.1.469.9016. doi:10.1007/s11154-008-9084-2. ISSN 1389-9155. PMID 18633712. S2CID 8897416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Beyond the Boundary - Knowing and Concerns Intersex (October 2015). "Intersex report from Hong Kong China, and for the UN Committee Against Torture: the Convention against Torture and Other Cruel Inhuman or Degrading Treatment or Punishment". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ghattas, Dan Christian; Heinrich Böll Foundation (September 2013). "Human Rights Between the Sexes" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Council of Europe; Commissioner for Human Rights (April 2015), Human rights and intersex people, Issue Paper الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Australian Senate Community Affairs Committee (October 2013). "Involuntary or coerced sterilisation of intersex people in Australia". مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Swiss National Advisory Commission on Biomedical Ethics NEK-CNE (November 2012). On the management of differences of sex development. Ethical issues relating to "intersexuality".Opinion No. 20/2012 (PDF). Berne. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Report of the UN Special Rapporteur on Torture" (PDF). Office of the UN High Commissioner for Human Rights. February 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Australian Senate Community Affairs Committee (October 2013). "Involuntary or coerced sterilisation of intersex people in Australia". مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. کينډۍ:Cite conference
  34. (په 2 April 2015 باندې). Malta passes law outlawing forced surgical intervention on intersex minors. Star Observer.
  35. Cabral, Mauro (April 8, 2015). "Making depathologization a matter of law. A comment from GATE on the Maltese Act on Gender Identity, Gender Expression and Sex Characteristics". Global Action for Trans Equality. د اصلي آرشيف څخه پر July 4, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 1 April 2015 باندې). Surgery and Sterilization Scrapped in Malta's Benchmark LGBTI Law. The New York Times.
  37. (په 2 April 2015 باندې). Malta passes law outlawing forced surgical intervention on intersex minors. Star Observer.