اداري حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


اداری حقوق دعامه حقوقو یوه څانګه ده چې دوګړو او اداری ترمینځ توازن رامینځ ته کوي .

داداری پیژندنه :[سمول]

ځینی علما وایې اداره داداره کولو او رهبری کولو عمل ته وایې اداره دلغت په لحاظ په دریو معناګانو راغلی دی ۱-الزام یعنی الزامی والی ۲دتدبیر په معنی سره ده ۳یه یو کار کی دجهد او کوښښ په معنی ده ژرژودل فرانسوی عالم داداری لپاره دو مفاهیم کارولی ماهوی او شکلی اداره ماهوی مفهوم سره دهغه فعالیتونو او خدمتونو څخه عبارت دی چی دعمومی سازمان له لوری او یا دهغی تر نظر لاندی ترسره شي .

  • تنظیم :ددندو او مسوولیتونو دپولو ټاکلو څخه عبارت دی .
  • پروفیسور ژرژودل اداره ددو بنسټیزو معناوو درلودونکی ګڼی

۱اداري کارکونکو مفهوم ۲داداری سازمانی مفهوم

  • شکلی چاری دسازمان مسوولیت ته اشاره لری او ماهوی چاری دسازمان حقوقو او وجایبو ته پاملری
  • دسازمان له مخی داداری مفهوم :دسازمان له مخی عامه اداره دټولو اداری واحدونو او څانګو او عامه موسساتو لرونکی دي چی هغوی ددولت تابع او برخی دی

*اداره په عام معنا سره کنترول،رهبری،او دیو څو کسانو تر لاس لاندی لرلوته وایې داداری دعلم نامتو پوه لوټر کولیک اداره داسی تعریفوی اداره هغه علم او هنر دی چې یو زیات شمیر کسان ترخپلی لارښوونی او کنترول لاندی راولی او په ډلیزه توګه هغوی دیو ټاکلی موخی په لور سوق کوی.

  • دماهوی له مخی داداری مفهوم :عامه اداره په ماهوی لحاظ دحکومت هغه فعالیتونه رانغاړي چې داداری اعمالو او دندو سرته رسولو سره تړاو لری چي په دی کې دادارې موخې تر نظرلاندی وي
  • عامه اداره هغه څانګه ده چی دهغي له لوری ددولت دندی څرنګدیږی او په دولت کی مدیریت هغه مفهوم دی چې دهغی له طریقه ددولتونو وظایف څرګندیږی
  • اداری دندی تعریفونه په دو برخو ویشل شوی دی ۱ایجابی ۲سلبی

ایجابی :ایجابی تعریف دادارې پرهغو اعمالو او دندو چې معمول وی راڅرخیږي خو په ټولو اعمالو نه ۲-سلبی تعریف:ددي تعریف له مخی ددولت اداره له ددولت له هغوفعالیتونو څخه عبارت دی نه قضایې وی او نه تقنینی وی .

  • داداری شکلی تعریف:داداری دغه ډول واحدونه په هغو فعالیتونو او صورت څخه عبارت چی اداری ماهیت پکی په پام کی نیول شوی نه وی.
  • دحقوقو مفهوم :دټولنیز ژوند دبقالپاره دګډوډۍ او انارشی مخنیوی لپاره یو لړ قواعد او مقرراتو ته حقوقی قواعد ویلی کیږی .
  • دحقوقو لغوی معنا :حقوق دحق جمع ده چي په ډيرو معناګانو راغلی دی دی لکه دالله نوم دی دباطل ضد دی دبرخی په معنیا درښتیا او داسی نور ،
  • دحقوقو اصطلاحی مفهوم :کانت وایې حقوق دهغو ټولو شرایطو مجموعه ده چی دهغی په وسیله دیو وګړي اراده دخپلواکی داصل سره سم دنورو دګډی ارادی او ګټو سره یو والی مومی ،مایوس مک دوګال وایې حقوق دواکمنی مرجع هغه احکام دی چی اغیز من ځواک او قوی کنټرول سره یو ځای وی او یا حقوق هغه علم دی چی په هغه کی دانسانانو په اړیکو کی له حاکمو مقرراتو او قواعدو څخه بحث کوی
  • په مجموع کی حقوق په دو ډوله دی ۱افاقی حقوق ۲ عندی حقوق

۱افاقی حقوق:[سمول]

له افاق څخه اخستل شوی دی افاق یو عربی کلمه ده چی معنا یی اجتماع ،اطراف او چاپیریال دی چی په دی ځای کی معنی یی دټولنی افاده کوی افاقی حقوق هغو اجباری قواعدو څخه عبارت دی چی دانسانانو دژوند مختلف اړخونه په ملی او بین المللی کچه ترتیب او تنظیموی ،

۲عندی حقوق:[سمول]

عندی کلمه هم یو عربی کلمه ده چی انفسی او یا هم ذاتی معنی ورکوی عندی حقوق عبارت له هغه قدرت څخه دی چې یو شخص دبل شخص اویا دیو شی پروړاندی لری ،

  • داداری حقوقو تعریف:له هغو قواعدو او مقرراتو مجموعه ده چی له شکلی او سازمانی لحاظ په اداره حاکم وی.
  • دالمانی پوه رناردهوین له نظره داداری تعریف:اداره دعمومی اصولو له مخی له غه ایډیالوژی سره تړاو لری چی ټولنیز ژوند ته برکت وربښی .

داستاز حفیظ الله دانش له نظره داداری حقوقو تعریف:عبارت له هغو قواعدو او مقرراتو له مجموعی څخه دی چي داداری پوری مربوط مسایل یا داداری مهم مسایل ترتیب او تنظیموی.

  • اداری پوری مربوط مهم موضوع ګانی دری دی ۱دافرادو روابط داداری سره ۲دیوی اداری رابطه بلی اداری سره ۳دیو دولت داخلی تشکیلات دیو داری داخلی تشکیلاتو پر اساس.
  • اداری حقوقو تعریف :اداری حقوقو دهغو قواعدو او مقرراتو له مجموعی څخه عبارت دی چې په ټولو هغو روابطو حاکم دی چی له اداری څخه سر چینه اخلی

*داداری حقوقو اړیکی له نورو ټولنیزو علوم سره :[سمول]

۱دعمومی حقوقو سره اړیه یی دا ده چی اداری حقوق دعمومی حقوقو یوه څانګه ده

  • دعمومی حقوقو او خصوصی حقوقو تفکیک ۱دموخو له حیثه ۲دماهیت له حیثه ۳داجرا له حیثه
  • له اداری علومو سره دارای حقوقو اړیکه :داداری حقوقو او اداری علومویو بل سره ګډ ځانګړتیا لری او دواړه له یوي ټولنیزی پدیدی څخه بحث کوی .
  • له اساسی حقوقو سره داداری حقوقو اړیکه :په اساسی حقوقو کی ددولت دستګا اودهغه متشکله قوای حقوق او ازادی تر بحث لاندی نیسی او اداری حقوق داداری تشکیلاتو دحقوقی اشخاصو او دهغوی دندو ویش تر بحث لاندی نیسی له همدی مخی اساسی حقوقو سره ډیره نیږدی اړیکه لری .
  • له ټولنپوهنی سره اداری حقوقو اړیکه په عمومی ډول حقوق ټولنیزو علومو له جملی څخه دي اداری حقوقو دټولنیزو علومو یوه څانګه ده چی دټولنی او اداری ترمینځ حقوقی روابط ترتیب او تنظیموی همدا وجه ده چی ټولنپوهنی سره اړیکه جوړوی .
  • له عمومی مالیې سره داداری حقوقو اړیکه :په پخوا وختونو کی عمومی مالیي چی موضوع یی دولت دعایداتو لګښتونو او بودیجی څیړنه ده دا داداری حقوقو له موضوع ګانو څخه ګڼل کیده .ولی دعمومی مالیي دحقوقو دپراختیا له امله دو څانګی یو له بله جلا شوی خو لا هم مستقل نه دی
  • دسیاسی ،قضای او تقنینی امورو سره داداری عمل توپیر :۱دسیاسی او اداری عمل ترمینځ توپیر

اداری حقوق داداری عمل په تړاو دبحث او څیړنی وړ ده دولتی اداری داجرایوی قوی په اختیار کی دی فرق یی دلاندی موضوع ګانو له حیثه معلومو ۱دتصمیم نیونی مقام له حیثه ۲دتصمیم دقواعدو له حیثه ۳دتصمیم دلیږد مقام له حیثه ۴پر تصمیم باندی دڅارنی له حیثه ۵دتصمیم دسطحی له حیثه ۶دتصمیم دماهیت له حیثه .

  • داداری او تقنینی کړنو ترمینځ توپیر :۱دقانونو جوړونی کړنه دسیاسی سازمان لخوا رامینځ ته کیږی په داسی حال کی چې داداری کړنو داداری اجرایوی سازمان لخوا رامینځ ته کیږی

۲په قانونو جوړونی باندی داداری او اجرایوی دستګاه نظارت نه ترسره کیږی ۳دیو اداری سازمان رامینځ ته کول دمقنینه قوی دصلاحیتونو څخه شمیرل کیږی

  • داداری او قضای کړنو ترمینځ توپیر:۱قضای کړنی دحق او تکلیف په لټه کی وی مګر اداری کړنی بیا دقوانینو پربنسټ دحق او تکلیف اجرا په لټه کی وی

۲اداری تسګاه وی نه شی کولی چی پر قضای کړنو باندی نظارت وکړی په داسی حال کی چی اداری چارو باندی څارنه کول دقضای دستګاه له دندو څخه ده .

  • داداری حقوقو ځانګړتیاوی :په اداری حقوقو کی ټول مسایل داساسی قانون اونورو نافذه قوانینو په څیر دسلسله مراتبو په بڼه نه دی ،۲اداری سازمانونو دزیات والی له امله کوم قانون شتون نه لری
  • داداری حقوقو ځانګړتیاوو ډولونه :۱دصلاحیت پراخ والی له حیثه ۲داداری محکمو موجودیت له حیثه
  • دصلاحیت پراخوالی له حیثه دو برخی لری ۱واجبی ځانګړتیاوی ۲اجرایوی ځانګړتیاوی
  • دعمومی خدمتونو داداری امتیازات په دو ډوله دي ۱قضای امتیازونه ۲خاص امتیازونه

۱قضای امتیازونه :[سمول]

دا په دی معنی چی داداری اختلافات په عادی محکمو کی نه څیړل کیږی بلکی اړوند قضی په اداری محکمه کی څیړل کیږی ۲خاص امتیازونه :۱داستملاک حق ۲نیولو حق ۳داداری پورونه ۴دوخت تیریدو په موضوع کی داداری امتیازونه

  • داداری حقوقو سرچینی :منبع یا سرچینه هغه ځای ته ویلی کیږی له کومه چی داوبو چینه راخوټیږی په حقوقو کی مجازی شکل کار اخستل کیږی چی مبدا او پیل ته وایې دحقوقو په علم کی په هغه مرجعی باندی اطلاق کیږی چی صلاحیت لری .
  • دافغانستان دحقوقی نظام له مخی منبع په دو ډوله دي ۱اصلی منبع ۲فرعی منبع

اصلی منبع :[سمول]

داداری حقوقو اصلی سرچینی هغه دی چې په لیکلی بڼه وجود ولری ۱اسلامی شریعت ۲اساسی قانون۳ ارګانیکی قانون ۴عادی قانون ۵تقنینی فرمان ۶اداری تعملات ۷اداری مقررات او لواحی ۸دجمهور ریس فرمان ۹نړیوال تړونونه

۱اسلامی شریعت :[سمول]

اسلامی شریعت عبارت دهغه شریعت څخه دی چی الله ج لخوا دجبریل امین په واسطه پرمحمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی ۱قران کریم ۲نبوی احادیث۳دعلماوو اجتهاد داسلامی شریعت څخه عبارت دی

۲اساسی قانون :[سمول]

اساسی قانون دهغو مقرراتو او قواعدو له مجموعی څخه عبارت دی چی دیو دولت دټولو مهمو او عمده موضوعاتو څخه بحث کوی ،په افغانستان کی لومړی اساسی قانون دشاه امان الله خان په وخت کی ۱۳۰۱کال کی تدوین شو 
  • دافغانستان اساسی قانون مهم ځانګړتیا دا ده چی په خلاصه او معنی لرونکی شکل اسلامی شریعت ته ځای ورکړی دی
  • اساسی قانون دټولو قوانینو په راس کی قرار لری داداری حقوقو لپاره لاندی اصول په پام کې نیسی

۱دقانونی والی له حیثه ۲اداری اصلاحاتو له حیثه ۳اداری سیستم دتعریف له حیثه ۴پراختیایی پروګرامونو او عمومی خدمتونو له حیثه ۵ټولنیز نظم او امن دتامین له حیثه

۳عادی قوانین:[سمول]

عادی قانون عبارت دهغه قانون څخه دی چی په اساسی قانون کی دایجاد لپاره غوښتنه یی نه وی شوی بلکی خپله اداره یا عدلیه وزارت یا دملی شورا لخوا وړاندیز شوی وی رامینځ ته کیږی

  • اساسی قانون ۹۴مادی اول پراګراف قانون داسی تعریفوی (قانون هغه مصوبه ده چي دملی شورا دواړو جرګو لخوا تصویب او دجمهور ریس لخوا توشیح شوی وي
  • قانون دحقوقی اسنادو په لاره کی په دریو برخو ډلبندی کیږی ۱داداری سیستم پوری تړلی سندونه ۲داستخدام پوری اړوند سندونه ۳دعامه خدمتونو او نظم پوری تړلی سندونه

۴تقنینی فرمانونه :[سمول]

تقنینی فرمان دنظری لپاره دری مثلی دی اول عمومی مصلحت دی ۲سیاسی امر دی ۳اداری امر دی

  • عمومی مصلحت له اړخه :مصلحت دصلحی له مادی څخه اخستل شوی دی په لغت کی له هغه متضاد مفاهیمو څخه دي چې دهغي ضد نه پیژندلو سره دهغي پیژندل ناشونی دی چې مصلحت ضد فساد او مفسد دی

دمصلحت مفهوم په دو مواریدو کې کارول کیږي ۱دمصلحت مفهوم دسیاسی اړخه ۲دمصلحت مفهوم فقهی اړخه دمصلحت مفهوم سیاسی اړخه :سیاسی ادابیات دمصلحت په تړاو دمنفعت او ګټی معنی وړاندی کړي ده دمصلحت مفهوم دفقهی له اړخه :دامام غزالی له نظره مصلحت عبارت دګټي له جلب او دزیان ددفعی څخه دی مصلحت موخی دادی ۱ددین حفاظت ۲دځان حفاظت۳دمال حفاظت ۴دعقل حفاظت ۵دنسل حفاظت دامام غزالی له نظره دخپل نفس او ذات اعتبار له اړخه مصلحت په دری ډوله دی ۱ضروری مصلحت ۲حقوقی مصلحت ۳ترجیحی مصلحت

  • اساسی قانون مهمی ګړني:۱دولتونو ته اختیار ورکړه ۲داهدافو او ارزښتونو توحید لپاره بنسټ جوړونه ۳په حکومت کی دثبات رامینځ ته کول ۴سیاسی رژیمونو ته دخپلواکی مشروعیت ورکول .

دتقنینی فرمان دصادریدو شرایط:۱دولسی جرګی په تعطیل کی ۲دبیړنی ضرورت په بینا

  • داجرایوی قوی دقانون جوړونی دواک شرطونه :۱زمانی شرط۲موضوعی شرط۳ماهیوی شرط۴دصحت شر
  • زمانی شرط:داساسی قانون په مطابق ملی شورا په هر کال کی دو عادی غونډي لري ددواړو غونډو موده په هر کال کی نه میاشتی وی دافغانستان پارلمان په هر کال کی دری میاشتی عمومی رخصتی لری که چیری رخصتی په موده کی قانون جوړنی لپاره اړتیا پیدا شی څه باید وشی نو په همدی وخت کی حکومت کولی شی تقنینی فرمان صادر کړی
  • داجرایوی قوی دقانون دوضع کولو لپاره ځانګړی شرایط:۱باید ضروری وی ۲دټولنی پرواقیعتون باندی وی۳حکومت باید قانونی وی ۴دقانونی مودی وروسته پارلمان ته تصویب لپاره وړاندی شی
  • موضوعی شرط له ارخه :اساسی قانون مطابق ددولت بودیجی او مالی چارو دترتیب په ظاهره توګه دافغانستان حکومت دانحصاری صلاحیتون څخه شمیرل کیږی
  • ماهیوی شرط له اړخه :په حقیقت کی اصلی توجه دتقنینی فرمان دصادریدو لپاره ګڼل کیږی چی عبارت دی له بیړنی اړتیا څخه ،حکومت کولی شی له دی څخه استفاده وکړي
  • دصحت شرط له حیثه :اساسی قانون دتقنینی فرمان دصحت او اعتبار لپاره دو شرطونه لری

۱جمهور ریس توشیح دپارلمان له لوری نه ردول۲دپارلمان له لوری نه ردیدل یانی ۳۰ورځو څخه وروسته خپله دقانون حیثیت غوره کوي ۵-اداری مقررات او لواحی :۱مقرره له هغه قانونی سند څخه عبارت دی چی دعدلی وزارت یا داړوند ارګان لخوا ترتیب شوی وی دوزیرانو شورا لخوا تاید شوی وی او جمهور ریس له لوری دوزیرانو دشورا دریس په توګه لاسلیک شوی وی ۲لایحه :دهغه قانونی سند څخه عبارت دی چې دیوی ارګان لخوا ترتیب شوی وی او همدغه ارګان دعالی شورا لخوا تاید شوی وی او همدغه شورا ریس چی اکثراَ دنوموړی ارګان وزیر وی لاسلیک کړی وی

  • اداری مقرراتو او لایحی وضع کولو بنسټ:۱دلازمو حقوقی وسایلو دلرلو له حیثه ۲داجرایه مقرراتو دزیات والی له حیثه ۳دځينی مقرراتو دلیږ ارزښت له حیثه ۴دحکومت دفنی صلاحیت له حیثه ۵دمحلی مقرراتو دوضع کولو له حیثه ۶دازمایښتی مقرراتو له حیثه

۶جمهور ریس فرمان :دجمهور ریس دهغو هدایتو څخه عبارت دی چی دمهمو موضوع ګانو په هکله صادریږی ۷نړیوال تړونونه :دا چی اداری حقوق د داخلی حقوقو یوه څانګه ده په بعضی مواردو کی نړیوالی ټولنی سره هم تړاو لری لکه ۱اداری فساد معضلی ۲اداری ناپیلتوب

  • عرف او عادات :عرف په لغت کی معرفت او پیژندلو ته وایې او عادات دهغه معقول کار څخه عبارت دی چی دهغه په تکرار باندی انسان روږدی وي .

او په اصطلاح کی عرف او عادات دهغو حقوقی قواعدو څخه عبارت دی چې دمقنینه قوی او اساسی قانون دتشریفاتو څخه پرته خپله دخلکو له ویژدان او ذهنیت څخه ایجاد شوی وی یا په بل عبارت دهغو غیر رسمی حقوقی قواعدو څخه عبارت دی چې خلکو پخپله خوښه دخپل ځان لپاه رامینځ ته کړي وی او له ډیر وخت څخه په استمراری ډول تکرار شوی وی او خلکو په خپل ځان باندی لازم ګرځولی وی

  • په حقوقو کې دعرف موجودیت لپاره دو شرطونه دي ۱دهغه حقوقی عمل رعایت کول چی همیشه ترسره شوی وی ۲دعمل عملینو نوموړی حقوقی عمل دمعمولی قاعدی په توګه منلی وی
  • دیو حقوقی عمل لپاره نظری بنسټ موندلو ته لاندی ټکی مهم دي ۱-عرف په بنیاد دحقوقو نقضول ۲-دمحتویاتو درک کول
  • قضای رویه :په مشابه موضوع ګانو او مسلو کی محکمو تکراری پریکړی ته قضای رویه وایې
  • دکتورین :دکتورین په لغت کی دنظر او فکر په مفهوم استعمال شوی دی او په اصطلاح کی دحقوق پوهانو او علماوو دهغو نظریاتو له مجموعی څخه عبارت دی چی دقانون او حقوقی قواعدو دخلا او مغلقیت په اړه یی وړاندی کړی وی

داداری حقوقو تاریخی سیر[سمول]

ټولنی ټولنی په دو برخو ویشل کیږی ۱-دالهی شریعت باندی ولاړی ټولنی ۲-په غیر الهی شریعت باندی ولاړی ټولنی

  • په الهی شریعت ولاړی ټولنی په دو برخو ویشل کیږی ۱اسلام نه مخکی ټولنی ۲داسلام څخه وروسته ټولنی
  • غیر الهی شریعت ولاړی ټولنی په دریو برخو ویشل شوی دی ۱لومړی پیړي ۲مینځنی پیړي ۳نوی پیړي.
  • داداری حقوقو تاریخی سیر داسلام له نظره :داداری کلمه دانسان او کورنی دپيدایښت سره سم پیل شوی دی تر ټولو مخکینی اداره دادم ع او دهغه داولادونو ترمینځ وه دمیلاد څخه ۵۰۰۰کاله مخکی دمدارکو دثبت او راجستر لپاره یوه اداره رامینځ ته شوه
  • اداری حقوق پیغمبرانو ع په دوران کی :دحضرت ادام ع نه شروع تر محمد ص پوری ټولو پیغمبرانو ع اداری اصول درلوده
  • حضرت یوسف ع په دوران کی اداری حقوق:دحضرت یوسف ع په دوره کی داداری او مالی موضوعاتو دښه ترتیب لپاره اداری بخشونه او مسوول اشخاص وټاکل شول چی یوسف ع هم ۱۵کاله دمصر دمالی او اداری چارو مسوول وو
  • دحضرت سلیمان ع په دروه کی اداری حقوق:حضرت سلیمان ع دخپل مملکت دسواګریز ،رغنیز او نوری چاری منظم کړی وی او داوبو یو بند یی جوړ کړی وو چی صدرالمارب نومیده دیوالونو اوږدوالی ۱۵۰فوټه او پلنوالی یې ۵۰فوټه وو
  • حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دور کی اداری حقوق:حضرت محمد ص داسلامی اداری نظام لومړنی موسس او بنسټ ګر دی ۱دوالیانو او مامورینو لپاره یی لایحه وظایف ایجاد کړه ۲مختلفو هیوادونو ته سفیرانو لیږل ۳پرمحکمو کی داداری کارمندانو تقرر .
  • دخلفای راشدینو په دور کی اداری حقوق:په دغه دوره کی هم درسول الله ص دوری اداری حقوق چلیدل کله چی داسلام دفتوحاتو لمنه پراخه شوه غنیمتونه په بیت المال کی زیات راجمع شول حضرت عمر رض دوره وه چی ۱اسلامی لښکر کی مشتو عسکرو تنخوا مقرر شو۲دمالی امورو تنظیم لپاره دیوان جوړ کړه ۳نور دیوانونه یی هم جوړ کړه لکه عسکری دیوان ،دخراج مالونو ټولولو دیوان او ټولو مسلمانانو ته یی دهغوی ایمانی سابقه په نظر کی نیولو سره تنخوا ګانی وټاکلی
  • داسلامی تاریخ تر ټولو غوره نمونه دحضرت علی رض ژمن لیک چی مالک اشتر نخعی ته داداری کنټرول لپاره لیږلی وو
  • په فرانسه کی اداری حقوقو تحولات:دفرانستی هیواد حاکم ۱۴لوی ۱۶۴۳-۱۷۱۵ژوند کوه او ۱۵لوی چی ۱۷۱۵-۱۷۴۴پوری وو چی اداری تمرکز بنیاد یی جوړ کړه

په ولایتونو کی مدیرانو دپاچا په استازولی دندی ترسره کوی

  • ناپلیون ۱۸۰۲کی داساسی قانون په اساس دفرانسی امپراطور وټاکل شو هغوی اداری صلاحیتونه دمرتبو له مخی تنظیم کړی
  • المان کی اداری حقوقو تحولات :دالمان په هیواد کی تحولات فرانسی سره تقریبآ موازی دی ۱۷پیړي کې پادشاهان په هیواد کی مطلقه قدرت غوښتونکی وو او طبقاتی نظام یی رامینځ ته کړه او داشرافو په نامه یې قدرت ځانګړی کړه
  • دفلیسکس تیوری داسی وه :هروګړی مجبور دی چی دپادشاه مداخله ومنی او په بدل کی دخزانی نه دجبران غوښتنه وکړی

دلیبرالستانو نظریه :دوګړو شخصی ،اجتماعی او اقتصادی امورو اداره باید دهمدغو وګړو په لاس کی ورکړل شي

  • اداری حقوقو تحولات په امریکا کې :امریکا کی پخوا وختونو کی حکومت په ټیټه سطحه غیر مرکز ی شکل باندی وجود درلوده دین لنډیر وایې څومره چی یو دولت پرمختګ کوی په هم هغه اندازه تخصص ته هم وده ورکوی
  • دامریکا لومړنی کنګره ۱۷۸۹کی داسی قوانین تصویب کړه :اداری مامورینو ته یی دا اجازه ورکوله چی دلاس وهلو واریداتو د ورکړی وړګمرک او تقاعد شوی فوځیانو حقوق اټکل او بررسی کړی
  • دادارو عمده پرمختګ په امریکا کی دفرانکلین ډی روزولت دحکومت پروخت کی شوی دی
  • داداری حقوقو تحولات په مصر کی :په مصر کی داداری حقوقو تحولات دفرانسی تحولاتو په الهام اخستنی شوی دی ار ۱۸۳۳ز پوری مختلط محاکم رامینځ ته شول او له دی څخه مخکی عادی محکمو قضیو ته رسیدګی کوله
  • ۱۰۱۲نمبر قانون په مصر کی په ۱۹۴۶م کی رامینځ ته شو او ۱۹۷۲کی ۴۷نمبر قانون جوړ شو چی ټولی اداری پوری تړلی دعوی دولتی شورا ته ورکړلی دغه شورا دخلکو او ادارو ستونزو ته مناسب حل لاره پیدا کوله
  • داداری حقوقو تحولات په افغانستان کی :په افغانستان کی داداری ستونزو دحل لپاره تر اوسه پوری کوم ځانګړی محکمه نه دی موجود ۱دامیر عبدالرحمن خان په دورک داداری حقوقو وضیعت :دنوموړی په دور کی داسی هیواد باندی بدل شو چی په ساده ډول مرکزی حکومت لخوا اداره کیده ،افغانستان په جغرافیای واحدونو ویشل شوی وو چی والیانو به اداره کوله

۲دامان الله خان ددور داداری وضیعت :دامان الله خان په وخت کی دافغانستان خپلواکی اعلان شو په ادارو کی پرمختګ راغی لکه ۱۹۲۳کال اساسی نظامی نامی رامینځ ته کول چی ملکی چاری دوزیرانو لخوا اداره کیده په ۱۹۲۳کال اساسی نظام نامه ۲۳مادی لرلی دامان الله خان په وخت کی ولایتی اداری دری اصلو لرلی ۱دمرکز قدرت ټینګښت ۲ددندو ښکاره ویش۳دمسولیتو څرګند ټاکل سیمیزی اداری په دو برخو ویشل شوی وی ۱والایتی اداری ۲عالی حکومتونه دولایت دنورو اداراتو ترڅنګ مهمی اداری رامینځ ته شوی چی عبارت دی له ۱مستوفیت ۲دکرنی اداره ۳دپوهنی اداره ۴دبحرنیو چارو اداره ۵دخزانه داری اداره امان الله خان دور کی ځینی اصلاحات رامینځ ته شول چی عبارت دی له ۱لوی حکومت ۲حکومت ۳علاقه داری ۴کلی

  • دامیر امان الله خان نه وروسته داداری حقوقو وضیعت :دامیر حبیب الله خان کلکانی دوره چی هیڅ ډول تحولات نه لرله ۲نادرشه قدرت ته ورسیده ۱۹۳۱ز کال کی نوی اساسی قانون تصویب کړه

پادشاه دحکومت یا دولت ریاست په غاړه درلوده اجرایه قوه دلومړی وزی او زیرانو څخه جوړه وه سیمیزی اداری له نه ولایتونو څخه جوړ شوی وو ولایتونه له دولسو لویو حکومتونو څخه جوړ شوی وو لوی حکومتونه په ۱۰۲حکومتونو جوړ شوی وو او حکومت په ۱۶۳علاقه داریو ویشل شوی وو مشروطی مجلس لاندی خدمات ترسره کول ۱قضای صلاحیتونه ۲اداری کارمندانو څارنه ۳تقنینی صلاحیتونه ۴اداری صلاحیتونه

  • دمحمد ظاهر شاه په حکومتکی اداری حقوقو وضیعت :۱۹۳۳کال کی ۱۹کلنی کی دنومبر په اتهمه نیټه پاچاهی ته ورسیده ۱۹۶۳کی وتوانیده دچارو واګی په لاس کی واخلی ۱۹۶۴کی نوی اساسی قانون تصویب کړه مدنی حقوق ،پارلمان او ښځو ازادی ته درناوی وشو ،۱۰۹مادی په اساس هر ولایت دیو ولایتی حکومت او دیوی ولایتی شورا لرونکی وو
  • دسردارد محمد داود خان حکومت :نوموړی دافغانستان لومړی جمهور ریس شو ۱۹۷۳نه تر ۱۹۷۸پوری یې واکمنی وو ۱۹۷۶کی یې نوی اساسی قانون رامینځ ته کړه د۲۶مادی په اساس افغانستان اداری نظام دتمرکز ګرای په اصل راجوړ کړه
  • ۱۳۵۷کال دشورا دانقلاب وروسته اداری حقوق:دخلق دیموکراتیک ګوند۱۹۷۸ز کال واک ته ورسیده افغانستان اداری تمرکزنظام او سیمیزو ادارو دولایتونو لرونکی وو
  • دطالبانو دوره ۱۹۹۶کال کی رامینځ ته شوه چی چې په دی دوره کی هم کوم تغیرات نه دی راغلی

اداری حقوقو نقش په دو ډوله دی[سمول]

۱ـداداری حقوقو نقش دعامه نظم او دامنیت دتامین او داحتمالی خطرونو مخنیوی ۲ـداداری حقوقو نقش دعامه او ټولنیزو خدمتونوپه وړاندی کول کې

  • عمومی امنیت داساسی قانون ۷۵مادی او دریمی فقری په اساس دعامه نظم او امنیت ټینګول دهر راز اداری فساد لمنځه وړل ددولت وظیفه ده
  • عامه حوساینه :دهغو نا ارامیو نه شتون چی دخلکو هوسا ژوند دګډوډیو سره مخامخ کوی لکه دتلویزون او راډیو لوړ غږ ،بد بویونه او داسی نور
  • ښه اخلاق :عمومی نظم یواځي مادی او روځی اړخ لری داداری مقامونه ددی حق نه لری چی دخلکو اخلاقی ویجدان او فکرونه نظارت وکړی
  • پولیس:پولیس په لغت کی دا یو فرانسوی کلمه ده چی لاتینی ریښه لری او په لغت کی ساتونکی ته وایې او په اصطلاح کی مختلف نظرونه لری ۱امریکایی تعریف۱دپولیسو ارګان په ټولنه کی ددولت استازولی کوی او امن او نظم برقراروی ۲پولیسو کلمه دپلیتیکا یونانی کلمی څخه اخستل شوی دی دا هغه کسان وو چی دخلکو له منیځ څخه انتخابیده اودولت لپاره یی کار کوه
  • فرانسوی تعریف:پولیس دیونانی کلمی څخه اخستل شوی دی چی معنی یی سیاسی سازمان او یا دحکومت کولو هنر دی خو په اوس وخت کی پولیس ددولت او افرادو ترمینځ تنظیمونکی په معنی دی
  • ایټالوی تعریف دپولیسو دری دندی په لاندی ډول مشخص کوی ۱دنظم او امنتی ساتنه ۲خلک دقوانینو او مقرراتو منلو ته واداره کول ۳له خلکو سره عمومی او خصوصی مرسته کول
  • ملګرو ملتونو سازمان له مخی دپولیسو تعریف:پولیس دهغه تشکیلاتو څخه عبارت دي چې صلحی ،عمومی نظم ساتنه ،دخلکو دژوند ازادی او داموالو ساتنه ،دجرایمو کشف،دمجرمینو نیول او دجزایی تحقیقات په غاړه لری
  • په افغانستان کی دپولیسو مفاهیم :۱۳۸۲کال اساسی قانون پولیس تعریف کړی نه دی مګر یواځی پولیسو دندو ته اشاره کړی چی عبارت دی دجرایمو دکشف دنده پرغاړه لري۱۳۴ماده داساسی قانون داسی صراحت لري دافغانستان پولیس یو ارګان دی چی دجرایمو کشف عمومی امنیت او نظم تامین داداری فساد لمنځه وړل دخپلو مشخصو قانونی وظایف پرغاړه لري
  • دپولیسو تاریخی سیر :ډیر اوږده سابقه لری کله چی دولتونه رامینځ ته شوی دی پولیس هم رامینځ ته شوی دی دپولیسو لومړنی ارګان په مصر کی رامینځ ته شو
  • پولیس په لروغونی روم کي :استورا ،پروتور دنونشیاتور ویرژن په پولیسو لفظ باندی اطلاق کیده
  • په افغانستان کی پولیس په بیلا بیلو وختونو کی شتون درلوده لکه داحمدشاه دورانی په درو کی دپولیسو تشکیلات دبیګی ضبط په نامه نومول شوی وو

بیا وروسته کوټوالعسس پولیسو دندی ترسره کړی دی زمونږ په هیواد کی دپولیسو لومړنی ښونځي ۱۳۱۴کال دپولیسو روزنی په نامه کابل کی رامینخ ته شو ۱۳۲۳کال کی دجرمنی هیواد په مرسته پراختیا پیدا کړه چی دجندرلام په نامه دپولیسو ښونځي جوړ شو

  • ۱۳۲۵کال کی دترکی هیواد په مرسته دپولیسو په عالی ښونځي بدل شو ۱۳۴۳کال کی دجرمنی په مرسته دپولیسو په اکاډمۍ بدل شو
  • دپولیسو مشروعیت اصل

۱ـدپولیسو دفعالیت دقانونیت اصل ۲دپولیسو دفعالیت دمتناسب والی اصل ۳دپولیسو دفعالیت اړتیا والی اصل

  • دپولیسو ډولونه :پولیس په دو ډوله دي ۱اداری پولیس ۲قضای پولیس

اداری پولیس دپولیسو قانونو د۵مادی دویمی فقری په اساس اول دعامه نظم او امنیت تامینول او ساتل ۲دټولنی او فرد امنیت تامینول او دهغوی ازادیو ساتنه قضای پولیسو دنده :دعمومی نظم او ګډوډی تعقیب کول او جزا ورکول

  • دقضای او اداری پولیسو توپیر :۱اداری پولیس تامینی جنبه لری او قضای پولیس تعقیبی جنبه لری

۲اداری پولیس اداری مقاماتو په صلاحیت او قضای پولیس دقضای مقاماتو صلاحیت لاندی وی

  • مسلح قوتونه یا اردو :مسلح قوتونه دپولیسو له جملی څخه نه دی بلکی ددوی دنده دهیواد دخاوری ساتل دی

دپولیسو دنظم شدت او سستوالی په مختلفو ډولونو ویشل کیږی( ۱منع ۳مخکینی اجازه ۳مخکینی اعلان)

  • عمومی خدمتونه :عبارت دهغو فعالیتونو څخه دی چی عمومی ګټو او اړتیاوو درفع کولو تضمیر وکړی
  • دعمومی خدمتونو په ګوته کول :دعمومی خدمتونو یو علامه دا دی چی هغه ددولت لخوا اداره کیږی
  • دعمومی خدمتونو دتشخیص دتشکیل عناصر :۱اجتماعی امر موجودیت ۲هغه خدمتونه چی په هغه کی دولت دخیل نه وی
  • دعمومی خدمتونو داداری عمومی اصول :۱دتطابق اصل ۲دثبات او تداوم اصل ۳عمومی خدمتونو کی دلومړیتوب اصل
  • دکارمندانو په واسطه اداره کیدل په دو ډوله دی :۱رسمی اداره ۲ددولت مستقله موسسه
  • دعادی افرادو په واسطه اداره کیدل په دو ډوله دی :۱عمومی خدمتونو دامتیازاتو اداره ۲صنعتی او حرفوی خدمتونو مدیریت اهمتی یی ۱مدیره هیت ۲موسسات دی
  • بشری حقوقو او انسانی کرامت ساتنه :داساسی قانون د۶مادی له مخی انسانی کرامات دادی

۱دبشری حقوقو ملاتړ۲دیموکراسی تحقق ۳ملی وحت تامین ۴دټولو قومونو او قبایلو ترمینځ متوازین او برابری پراختیا او ټولنیز عدالت رامینځ ته کول دی

  • عامه خدمتونه دو اړخونه لری :۱دنهادونو موجودیت۲عمومی مقاماتو واکونه
  • توضیعی اداری اړخونه :۱مرستندویه اداره ۲عامه خدمتونه ۳دپلان اداره
  • په افغانستان کی عامه خدمتونه :داساسی قانون ۱۳ماده صراحت لری دولت دصنایعو پراختیا او دتولیداتو دودی دخلکو دژوند دسطحی لوړاوی دکسبګرو دفعالیتونو ملاتړلپاره اغیز مند پرورګرامونه طرحه او تطبیق کوی .۱۴ماده دولت دخپلو مالی امکاناتو چوکاټ کی دمالداری او کرنی پراختیا دبزګرانو او مالدارانو او داسیدونکو دژوند دټولنیزو او اقتصادی شرایطو دکوچیانو دژوند دبهبود لپاره اغیزمن پرورګرامونه تطبیق کوی او داسی نورو برخو کی اساسی قانون صراحت لری
  • دعمومی خدمتونو تشکیل :دملی شورا تصویب وروسته دعمومی اداری دنده ده چی دپلی کولو لپاره مشخص تشکیل رامینځ ته کړی
  • عمومی خدمتونو لغوا کیدل :عمومی خدمتونو لغوا کیدل دایجاد کونکی اداری په لاس کی ده یانی مقنینه قوه
  • دعمومی خدمتونو داداری عمومی اصول:۱ـدتطابق اصل ۲دثبات او تداوم اصل ۳تساوی اصل ۴دلومړیتوب اصل
  • دلومړیتوب اصل په دو ډوله دی :۱ددولتی کارمندانو له لوری ۲دبشری حقوقو او انسانی کرامتوساتنه
  • رسمی اداره :هغه اداره ده چی ټول کارمندان یی دخپلو کارونو په سرته رسولو کی ددولت قوانینو او مقرراتو تابع وی

۲دولتی خپلواکه موسسه ددولتی خدمتونو هغه اداره ده چی دمستقلو موسساتو لخوا اداره کیږی

  • عامه خدمتونه په دو ډوله دی :۱عمومی خدمتونو دامتیازاتو اداره ۲حرفوی خدمتونو مدیریت
  • مدیره هیت:دیو صنف پیشه لرونکی لخوا دیوی ټاکلی مودی لپاره ټاکل کیږی ۲موسسات دخپلو کارونو داجرا کولو لپاره دعمومی حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن وی لکه صنفی مقرراتو وضع کول
  • دموسسو حقوقی نظام:دا نظام دعمومی حقوقو او خصوصی حقوقو څخه مختلط نظام دی او ددولتی مقرراتو په ډول ځان ته مشخص تشریفات لری
  • دصنعت پرمختګ لپاره ددولت مکلفیتونه :۱دبازار اقتصادی اصل په پام کی نیول ۲دکورنیو تولیداتو ودی ته لازم تدابیر نیول ۳دهیواد له شته زیرمو څخه استفاده کول ۴دکسب ګرو دفعالیت حمایت کول

اداري اصلاحات :[سمول]

۱کارکونکی :دښځي او نر په ګډون دمامور او قرار دادی کارکونکو څخه عبارت دي ۲مامور :هغه کارکونکی ته وایی چی دافغانستان دکار قانون په مطابق دملکی خدمتونو داداری له لاری په دایمی توګه استخدامیږی .۳کارګر :دهغه کارکونکو څخه عبارت دی چی دټاکلی قرارداد په اساس په اداره کی استخدامیږی ۳حاضری دفتر :هغه سند دی چی دکار په وختونو کی په منظمولو،برابرولو او ساتلو مکلفه ده ۴سلسله مراتب :په اداره کی دکارکونکو ترمینځ ارتباطی واکونه او صلاحیتوه مشخصوی کوم چی یو مدیر له پورته څخه ښکته او ښکته څخه پورته خواته لری ۵اداری فساد :اداری فساد دعامه اداری دخدمتونو څخه او یا له منابعو څخه د خصوصی مقاصدو لپاره استفاده کول اداری فساد څخه عبارت دی . ۶ملکی خدمتونه :دهیواد دعامه اداری دسیستم رهبری هم وایی دادری او احرایوی فعالیتونه دولت لخوا په قانونی بڼه ترسره کیږی . ۷اصلاحات یا ریفورم موخي :۱-دسلامی اداری جوړول۲دملکی خدمتونو تثبیت ۳داهلیت او لیاقت له مخی دمامورینو استخدام ۴دذاتی چارو داساساتو تنظیمول ۸-صلاحیت دهغه مادی او معنوی واکونو او اختیاراتو څخه عبارت دی چي حدود یی دقانون له خوا ښودل شوی وی ۹-بست هغه درجه ده چی یو مامو دخپل لیاقت او وړتیا په صورت کی دخپل تحصیلی سند تجربی او پوهی له مخی ترلاسه کوی ۱۰-مکتوب :هغه رسمی پاڼه ده چی دیوی اداری لخوا دیو مطلب دښودلو پخاطر یوی بلی اداری ته رسمآ استول کیږی ۱۱-مصوبه :ددولت دریاست دمقام دکابینی دغړو یا وزارت دمقام دغونډي درپوټ کاپی ده ۱۲-متحدالمال:دلوړو مقاماتو هغه لیکونه او هدایات چی دټیټو مراجعو یو شمیر ځانګړو موضوع ګانو په هکله صادریږی ۱۳-پیشنهاد :له قانون سره سم لوړو مقاماتو ته دیو شمیر مسایلو مطرحه کول چی دهغو داجرا لپاره اجازه تر لاسه کول او اجرات کول دی ۱۴خلص سوانع :دافغانستان په ادارو کی دا یو کتاب دی چی دکارکونکو ټول رسمی کیفیتونه دشخصی ژوند معلومات او ددندی په جریان کی تغیرات پکی ثبت کیږی ۱۵استعلام :دهغه مسایلو طرحه کول چی دلوړ مقام لخوا دیوی وظیفی داجراکولو لپاره جوړیږی او دلوړ مقام څخه ټیټو مراجعو ته لیږل کیږی ۱۶-اصول :هغه عام منل شوی ناتطبیق شوی معیارونه دی چی ټول یی یو شان ته دتطبیق کولو مکلف دی لکه حاضری لاسلیک کول ۱۷ـمقرره:هغه ځانګړی قواعد دی چی دقانون په رڼا کی ددولتی ادارو په یو ټاکلی ساحه کی داجراتو په خاطر وضع او جوړیږی ۱۸ـدوسیه :دیوی اداری حافظه بلل کیږی ۱۹ـدماموریت اخلاق:په یوه اداره کی هغه نورمونه چی له هغو څخه سرغړونه مجازنه وی د اداری یا دمامور اخلاق په نامه یادیږی ۲۰ـلومړی درجه آمر :هغه مقام چی دبودیجوی لومړی واحد په راس کی وی او دقانون له حکم سره سم دمصارفو دقطعی منظوری واک ولری لومړی درجه آمر بلل کیږی دمامورینو حقوق: ۱-دکار سره معاش حق ۲-په استخدام کی تبعیض نه کول ۳-ښځینه مامورین دکار په ساحه کی دولادت او امیدواری ورځو رخصتی ۴-دمامورینو بیا منل ۵دکارموندی مرسته ۶دتقاعد دخوندیتوب حق ۷-دشپی کار معاش یا مزد ۸وقفه او دمعاش سره رخصتیو حق ۹دترفیع حق ۱۰سفریه یا کرایه حق

  • وقفه او دمعاش سره رخصتیو حق په لاندی ډول دی

۱دلمانځه دادا کولو او ډوډي خوړلو لپاره وقفه ۲عمومی رخصتی ملی او مذهبی ورځی ۳کلنی رخصتی ۴تفریحی رخصتی ۵دحج رخصتی

  • دافغانستان دکار قانون مطابق یو مامور چی شپی کار کوی ۱۵٪اضافی معاش حق لری که چیری شاقه کارونه څوک کوی ۲۵٪اضافی معاش مستحق دی
  • عمومی رخصتی ورځی عبارت دی له

۱دجمعی ورځ ۲دروژی لومړی ورځ ۳دکال لومړی ورځ ۴دخپلواکی دبیرته اخستلو ورځ دازمری ۲۸ دغوی ۸ دافغانستان اسلامی حکومت دبریا ورځ ۴کوچنی اختر دری ورځی ۵دعرفی او دلوی اختر څلور ورځی ۶-دولسم دربیع الول مولود رخصتی ۷-دعاشوره لسمه ورځ ۸-دسلواغی ۲۶دشوروی دماتی ورځ

  • دمامورینو دکال رسمی رخصتی

شل ورځی ناروغی شل ورځي ضروری لس ورځي تفریحی ۴۵ورځی دحج ۱۵ورځي دواده رخصتیانی *اداری تشکیلات :پنځمه څپرکي اداری تشکیلات :داساسی قانون ۷۱ماده وای :حکومت دوزیرانو څخه جوړ دی چی دجمهور ریس تر مشری لاندی دنده ترسره کوی .داساسی قانون ۷۵ماده داجرایه قوا تعریف :اجرایه قوه سلبی ډول ددولت هغه فعالیتونو ته وای چې نه تقنینی وی او نه هم قضای

  • دایجابی تعریف له مخی اجرایه قوی تعریف:اجرایه قوه دقانون داجراکونکی قوې څخه عبارت دی
  • دجمهور ریس معنی او مفهوم :په لغت کې ډلی او جمیعت په معنی ده او په حقوقی لحاظ جمهوری نظام هغه رژیم ته ویلی کیږی چی ریس یی دخلکو لخوا په مستقیم او یا غیر مستیقم ډول انتخاب شی او ددولت تر ټولو لوړ مقام لری او دپنځو کلونو لپار انتخابیږی .
  • جمهور ریس دکاندیدیدو شرایط:داساسی قانون ۶۲ماده (مسلمان باید وی ،افغان مور او پلار نه پیدا وی ،۴۰کاله عمر ولری ،له مدنی حقوقو څخه نه وی محروم شوی ،دبل هیواد تابیعت ونه لری )
  • دجمهور ریس صلاحیتونه په لاندی ډول دی ۱اجرایوی صلاحیتونه ۲دملی شورا سره ګډ صلاحیتونه ۳دولسی جرګی سره ګډ صلاحیتونه ۴تشریفاتی صلاحیتونه

۱اجرایوی صلاحیتونه عبارت دی *داساسی قانون دتطبیق څارنه *دوسلوالو ځواکونو اعلی سر قومندان *جمهوری ریاست دمرستیالانو استعفا منل *دقوانینو او تقنینی فرمانونو توشیح کول *دجزاګانو بښنه او تخفیف کول *دلقبونو ،نښانونو او رتبوو ورکول*دکمیسونونو جوړل *په بهرنی هیوادونو او سازمانونو کی ډپلوماتانو مقررول دملی شورا سره ګډ صلاحیتونه عبارت دی *دهیواد دسیاست اساسی کرښو ټاکل *دملی شورا په تاید دجګړی او متارکی اعلان *دملی شورا په تاید داضطراری حالات اعلانول او پای ته رسول ۳دولسی جرګی سره ګډ صلاحیتونه عبارت دی *دولسی جرګي په تاید دوزیرانو او عمومی ریسانو ټاکل

  • دستری محکمی ریس او غړو ټاکل *داساسی قانون مطابق داساسی قانون پرتطبیق دڅار دنظارت مستقل کمیسون غړو ټاکل *تشریفاتی صلاحیتونه *دملی شورا او لوی جرګی پرانستل *دخارجی استاز خونو دنمایندګانو استوارنامو منل یاردول

ملی شورا دمجلسینو نه جوړ دی چي ټولیز ډول دغړو شمیر یی ۳۵۲کسه دي چی په دی کې ۲۵۰دولسی جرګی غړی او ۱۰۲دمشرانو جرګی غړی دی مشرانو جرګه کی ۱۰دکوچیانو ۳۴دولایتی شورګانو ۳۴دولسوالی شورا ګانو او ۳۴انتصابی دی چی دریس جمهور لخوا ټاکل کیږی