ټولنه (د ژوندیو موجوداتو یوه ډله)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنه (community) یو ټولنیز واحد (د ژوندیو موجوداتو یوه ډله) ده، چې د نورمونو، دین او مذهب، ارزښتونو، دودونو، یا هم هویت په څېر بېلابېل مشترکات سره لري. ټولنې ښایي د یوې ټاکلې جغرافیایي سیمې (د بېلګې په توګه یوه هېواد، کلي، ښار، یا ګاونډ) له مخې وي، یا هم په مجازي نړۍ کې د اړیکو د پلټفارمونو له لارې وي. هغه دوامدارې اړیکې هم چې له جینالوژیکي یا د نسب پېژندنې له اړیکو هاخوا پراختیا مومي، د ټولنې احساس راپېژني، چې د دوی هویت، کړو وړو، او په ټولنیزو بنسټونو لکه کورنۍ، کور، کار، حکومت، ټولنه، یا په لویه کچه انسانیت کې د دوی د رول لوبولو لپاره مهمې وي. که څه هم ټولنې معمولا د شخصي ټولنیزو اړیکو له مخې کوچنۍ وي، خو بیا هم "ټولنه" ښايي د لویو ډلو تړاوونو ته هم اشاره ولري لکه ملي ټولنې، نړیوالې ټولنې، او مجازی ټولنې.[۱][۲]

د انګلیسي ژبې کلیمه "community" (ټولنه) له پخوانۍ فرانسوي کلیمې comuneté (اوسنۍ کلیمې "Communauté") څخه اخیستل شوې، چې ریښه یې په لاتیني کلیمه communitas "ټولنه"، "عامه روح" (لاتیني communis "عام یا ګډ") کې ګڼل کېږي.[۳]

د بشري ټولنو ترمنځ ښایي اراده، باور، سرچینې، ترجیحات، اړتیاوې او خطرونه سره ګډ وي، چې د ګډونوالو پر هویت او د دوی د یووالي پر کچه اغېزې ښندي.[۴]

اصلي مفاهیم[سمول]

د ټولنې احساس[سمول]

د ۱۹۸۶ کال په یوه مهمه څېړنه کې، مک میلان او چاویس د "ټولنې د احساس" څلور عناصر په ګوته کړي دي:[۵]

  1. غړیتوب: د تعلق یا تړاو حس کول یا هم د شخصي تړاوونو په احساس کې سره ګډوالی،
  2. نفوذ: اهمیت ورکول، د یوې ډلې لپاره توپیر رامنځته کول او د ډلې غړو ته اهمیت ورکول
  3. تقویه کول: یووالی او ادغام او د اړتیاو پوره کول،
  4. پر احساساتو او عواطفو ولاړه ګډه اړیکه.

د ټولنې د احساس شاخص (SCI) د چاویس او د هغه د همکارانو له لوري رامنځته شوی، او د نورو له خوا بدلون پکې راغلی او تطبیق شوی دی. که څه هم دا شاخص په اصل کې په محلاتو کې د ټولنې د احساس ارزولو لپاره ډیزاین شوی، خو په ښوونځیو، کارځایونو، او بېلابېل ډوله ټولنو کې د کارولو لپاره تطبیق شوی.[۶]

د APPA له لوري ترسره شوې څېړنه ښیي چې هغه ځوانان چې له ټولنې سره د تعلق یا تړاو احساس کوي، په ځانګړې توګه په کوچنیو ټولنو کې، د هغو کسانو په پرتله چې د مینې او تړاو احساس نه لري لږ پر رواني ستونزو او خپګان اخته کېږي.

ټولنیزه پراختیا[سمول]

د ټولنې پراختیا یا ټولنیزه پراختیا اکثرا له ټولنیز کار یا ټولنیزې پلانونې سره تړلې بلل کېږي، او ښایي د غیر دولتي مؤسساتو (NGOs)، پوهنتونونو یا دولتي ادارو په شمول پکې د برخوالو یا ګټه اخیستونکو، بنسټونو، حکومتونو، یا قراردادي ادارو له لوري د محلي، سیمه‌ییزو، او ځینې وختونه د ملي ټولنو د ټولنیزې هوساینې پرمختګ پکې شامل وي. د ټولنې جوړولو (community building) یا د ټولنې د تنظیم (community organizing) تر نوم لاندې زیاتې ولسي هڅې، د افرادو او ډلو د ځواکمنولو په لټه کې وي او دوی ته د هغو مهارتونو د ور زده کولو هڅه کوي چې دوی په خپلو ټولنو کې د بدلون راوړلو لپاره ورته اړتیا لري. دا مهارتونه ډېری وختونه د داسې لویو ټولنیزو ډلو د جوړولو له لارې، چې د یوې ګډې اجنډا لپاره کار کوي، د سیاسي واک او ځواک په جوړولو کې مرسته کوي. د ټولنې د پراختیا متخصصین باید هم پر دې پوه شي چې څرنګه له افرادو سره کار وکړي او هم پر دې پوه شي چې څرنګه د لویو ټولنیزو بنسټونو په چوکاټ کې د ټولنې پر دریځونو اغېزې ولري. په بل اړخ کې بیا عامه یا دولتي مدیران باید د کلیو او ښاري پراختیا، کور جوړونې او اقتصادي پراختیا، او د ټولنیزې، سازماني او سوداګریزې پراختیا په برخه کې د ټولنې د پراختیا پر چارو پوه وي.[۷]

رسمي منل شوي پروګرامونه، چې د ډیګریو ورکوونکو بنسټونو په توګه، د پوهنتونونو له خوا په دې برخه کې وړاندې کېږي، ډېری وختونه په عامه ادارې، ټولنپوهنې او ټولنیزو څېړنو کې د درسي پروګرامونو د رهبري کولو لپاره د پوهې د یوه بنسټ رامنځته کولو لپاره کارېږي. په شیکاګو پوهنتون کې د ملي افکارو د څېړنې مرکز (National Opinion Research Center) کې عمومي ټولنیزه سروې (General Social Survey) او د هارورډ پوهنتون د جان ایف کینیډي څانګه (John F. Kennedy School of Government) کې ساګوارو سیمینار (Saguaro Seminar) په متحده ایالاتو کې د ملي ټولنیزې پراختیا د پروګرامونو بېلګې دي. همدا راز د نیویارک ایالت په سیراکوز (Syracuse) پوهنتون کې د تابعیت او عامه چارو مکسویل څانګه د ټولنې او اقتصادي پراختیا او له غیر انتفاعي پراختیا څخه نیولې د متحده ایالاتو تر بودیجې (فدرالي، محلي، او  ټولنیزو فنډونو) پورې کورسونه وړاندې کوي. په انګلستان کې بیا د اکسفورډ پوهنتون په دې برخه کې د ټولنیزې پراختیا د ژورنال له لارې په ټوله نړۍ کې د ټولنپوهانو او د ټولنیزې پراختیا د متخصصینو لخوا کارېدونکو پراخو څېړنو شونتیا رامنځته کړې ده. [۸]

د ټولنې ډولونه[سمول]

د ټولنې د ډولونو د ډلبندي کولو لپاره هم یو شمېر لارې چارې وړاندیز شوې دي. یوه ډلبندي یې په لاندې ډول ده:

  1. د ځای او موقعیت له مخې شته ټولنې: د محلي ګاونډ، شاوخوا سیمې، کلي، ښارګوټي یا ښار، سیمې، ملت یا ان د ځمکې له ټولې کرې سره تړلې محدودې. دغه ډول ته یې ځایي ټولنې هم ویل کېږي.
  2. د هویت له مخې شته ټولنې: د سیمه‌ییزو ډلو، فرعي کلتور، توکمیز ګروپ، مذهبي، ګڼ-کلتوري یا څو اړخیز تمدن، یا هم د اوسني دور نړیوال ټولنیز کلتورونه پکې راځي. دا ښایي د اړمنۍ یا هویت د ټولنو په توګه هم خلک راونغاړي، لکه معیوبین، یا عمر خوړلي خلک.
  3. سازماني ټولنې: له هغو ټولنو نیولې چې په غیر رسمي ډول د کورنۍ یا د کومې بلې شبکې پر بنسټ تنظیم شوې وي تر هغو ټولنو پورې چې په رسمي توګه رایوځای شوې وي، د سیاسي تصمیم نیونې جوړښتونه وي، اقتصادي تصدۍ وي، یا کوچنۍ، ملي یا هم نړیوالې مسلکي اتحادیې وي.

د ټولنیزو اړیکو معمولې کټګورۍ یو شمېر ستونزې هم لري: (1) دا داسې یو تصور رامنځته کوي چې یوه ځانګړې ټولنه یوازې په همدې یا بل ډول پېژندل کېدای شي. (2) دوی له عصري او دودیزو ټولنیزو اړیکو سره په ټکر کې واقع کېږي. (3) دوی ټولنیزې کټګورۍ لکه توکم یا نژاد د ورکړل شوي مفهوم په توګه اخلي، خو دا له پامه غورځوي چې له توکمیز اړخه بېلابېل تعریف شوي خلک په مختلفو ټولنو کې ژوند کوي – لکه د ګټو پر بنسټ، کډوال، او داسې نور.[۹][۱۰]

انټرنیټي ټولنې[سمول]

په ټوله کې، مجازي ټولنې پوهې او معلوماتو ته د پیسو یا ټولنیزې سرچینې په توګه ارزښت ورکوي. هغه څه چې مجازي ټولنې له فزیکي هغو څخه بېلوي د "کمزو اړیکو" کچه او اغېزې دي، کوم چې د انلاین شبکو له لارې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اشنا یا نا اشنا خلکو ترمنځ اړیکې دي. په مجازي ټولنه کې د غړو ترمنځ اړیکې د ځانګړو موضوعاتو په اړه د معلوماتو پر تبادلې تمرکز لري. په ۲۰۰۱ کال کې د پېو انټرنټ (Pew Internet) او امریکایي ژوند پروژې (The American Life Project) له لوري ترسره شوې سروې وموندله چې هغه کسان چې په تفریحي، مسلکي او سپورتي مجازي ډلو کې ښکیل وو، تمرکز یې د معلوماتو په ترلاسه کوونکو فعالیتونو باندې و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ځورونې یوه ناروغي په مجازي ټولنو کې د نا اشنا خلکو په ځانګړې توګه تنکیو ځوانانو ترمنځ د معلوماتو له تبادلې څخه رامنځته شوې. د ازار او ځورونې ضد پالیسیو پلي کولو له هڅو سره سره، په اریزونا پوهنتون کې د مشورې ورکولو پروفیسور، شیري بومن ادعا کوي چې "د ځورونې د مخنیوي لپاره خورا اغېزناکې ستراتېژیانې" ښایي د شرکتونو د عاید په زیان وي.[۱۹][۲۰]

مجازي انټرنیټي ټولنې ښایي د آفلاین ریښتیني ژوند له فعالیتونو سره تعامل ولري او په بالقوه توګه د قانون غورځنګ (QAnon) په څېر پیاوړو ډلو د رامنځته کولو لامل شي.[۲۱]

سرچینۍ[سمول]

  1. James, Paul; Nadarajah, Yaso; Haive, Karen; Stead, Victoria (2012). Sustainable Communities, Sustainable Development: Other Paths for Papua New Guinea. Honolulu: University of Hawaii Press. د کتاب پاڼې 14. [...] we define community very broadly as a group or network of persons who are connected (objectively) to each other by relatively durable social relations that extend beyond immediate genealogical ties and who mutually define that relationship (subjectively) as important to their social identity and social practice. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. See also: James, Paul (2006). Globalism, Nationalism, Tribalism: Bringing Theory Back In – Volume 2 of Towards a Theory of Abstract Community. London: Sage Publications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "community" Oxford Dictionaries. 2014. Oxford Dictionaries Archived 2012-07-09 at the Wayback Machine.
  4. Melih, Bulu (2011-10-31). City Competitiveness and Improving Urban Subsystems: Technologies and Applications: Technologies and Applications (په انګلیسي ژبه کي). IGI Global. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61350-175-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. McMillan, D.W., & Chavis, D.M. 1986. "Sense of community: A definition and theory," p. 16.
  6. Perkins, D.D., Florin, P., Rich, R.C., Wandersman, A. & Chavis, D.M. (1990). Participation and the social and physical environment of residential blocks: Crime and community context. American Journal of Community Psychology, 18, 83–115. Chipuer, H.M., & Pretty, G.M.H. (1999). A review of the Sense of Community Index: Current uses, factor structure, reliability, and further development. Journal of Community Psychology, 27(6), 643–58. Long, D.A., & Perkins, D.D. (2003). Confirmatory Factor Analysis of the Sense of Community Index and Development of a Brief SCI. Journal of Community Psychology, 31, 279–96.
  7. Kelly, Anthony, "With Head, Heart and Hand: Dimensions of Community Building" (Boolarong Press) کينډۍ:ISBN
  8. Community Development Journal, Oxford University Press
  9. Gerhard Delanty, Community, Routledge, London, 2003.
  10. Gerhard Delanty, Community, Routledge, London, 2003.
  11. Ridings, Catherine M., Gefen, David (2017). From the couch to the keyboard: Psychotherapy in cyberspace. In S. Kiesler (Ed.), Culture of the Internet (pp. 71–102). Mahwah, NJ: Lawrence Erlbaum Associates, cited in Binik, Y. M., Cantor, J., Ochs, E., & Meana, M. (1997).
  12. Ridings, Catherine M., Gefen, David (2017). Asynchronous learning networks as a virtual classroom. Communications of the ACM, 40 (9), 44–49, cited in Hiltz, S. R., & Wellman, B. (1997).
  13. Ridings, Catherine M., Gefen, David (2017). A slice of life in my virtual community. In L. M. Harasim (Ed.), Global networks: Computers and international communication (pp. 57–80). Cambridge, MA: The MIT Press, cited in Rheingold, H. (1993a).
  14. Ridings, Catherine M., Gefen, David (2017). Atheism, sex and databases: The Net as a social technology. In S. Kiesler (Ed.), Culture of the Internet (pp. 35–51). Mahwah, NJ: Lawrence Erlbaum Associates, cited in Sproull, L., & Faraj, S. (1997).
  15. Ridings, Catherine M., Gefen, David (2017). The kindness of strangers: The usefulness of electronic weak ties for technical advice. Organization Science, 7 (2), 119–135, cited in Constant, D., Sproull, L., & Kiesler, S. (1996).
  16. Baym, N. K. (2000). Tune in, log on: Soaps, fandom and online community. Thousand Oaks: Sage Publications, Inc.
  17. Wellman, B., & Gulia, M. (1999a). The network basis of social support: A network is more than the sum of its ties. In B. Wellman (Ed.), Networks in the global village: Life in contemporary communities (pp. 83–118). Boulder, CO: Westview Press.
  18. Horrigan, J. B., Rainie, L., & Fox, S. (2001). Online communities: Networks that nurture long-distance relationships and local ties. Retrieved October 17, 2003 from http://www.pewinternet.org/pdfs/Report1.pdf Archived 2009-02-19 at the Wayback Machine..
  19. Smith, Peter K.; Mahdavi, Jess; Carvalho, Manuel; Fisher, Sonja; Russell, Shanette; Tippett, Neil (2008). "Cyberbullying: its nature and impact in secondary school pupils". The Journal of Child Psychology and Psychiatry. 49 (4): 376–385. doi:10.1111/j.1469-7610.2007.01846.x. کينډۍ:PMID.
  20. Wellemeyer, James (July 17, 2019). "Instagram, Facebook and Twitter struggle to contain the epidemic in online bullying". MarketWatch. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . The QAnon Community Is in Crisis — But On Telegram, It's Also Growing. Rolling Stone. Rolling Stone, LLC