Jump to content

بهیم راو امبېډکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بهیمراو رامجي امبېدکار نه مخ گرځېدلی)
بهیم راو امبېډکر
بهیم راو امبېډکر
بهیم راو امبېډکر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
نوي دهلي   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل ناروغي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره ممبای   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای هند (۱۸۹۱–۱۹۵۶)

د امریکا متحده ایالات (۱۹۱۳–۱۹۱۶) لندن (۱۹۱۶–۱۹۱۷) لندن (۱۹۲۰–۱۹۲۲)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت برېتانوي هند (۱۸۹۱–۱۹۴۷)

هند (۱۹۴۷–۱۹۵۶) د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

قد 178 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
دين
واک
د راجيه سبا غړيتوب   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۳ اپرېل ۱۹۵۲  – ۶ ډيسمبر ۱۹۵۶ 
عملي ژوند
تعلیم ممبای پوهنتون

کولمبيا پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ

استاد جان ډېوي [۲]  ويکيډاټا کې (P1066) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه مراټي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه وټپوهنه ،  فلسفه ،  وګړنيز حقوق ،  وګړپوهنه ،  سياست ،  ټولنه ،  اساسي قانون ،  مذهب   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر گوتاما بودا [۵]،  جان ډېوي [۶]  ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت د هند د خپلواکۍ غورځنګ   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 بهارت رتنا [۷]  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
بهیم راو امبېډکر
بهیم راو امبېډکر

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

بهیمراو رامجي امبېدکار (۱۴ اپریل ۱۸۹۱ ز – ۶ دسمبر ۱۹۵۶ز) یو هندی قاضي، اقتصادپوه، سیاستوال او ټولنیز سمونوال و ، چې د دالیت بودايي خوځښت يې رامنځته کړ او د نجسو وګړیو (دالیتانو) سره د ټولنیز توپیري چلند پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه په بریتانوي هند کې د وایسرای په اجرائیوي شورا کې د کار وزیر، د مؤسسینو د تسوید کمېټې مشر، د خپلواک هند لومړی د قانون او عدالت وزیر او د هند د اساسي قانون اصلي معمار بلل کېږي.

امبېدکار د ډېرو آثارو لرونکی یو تکړه زده کړیال(محصل) و، چې هم يې د کلمبیا پوهنتون او هم یې د لندن د اقتصاد ښوونځي پوهنتون څخه په اقتصاد کې دوکتوراوې ترلاسه کړې دي.  هغه په حقوقو، اقتصاد او سیاسي علومو کې د خپلو څېړنو له امله یو عالم ګڼل کېږي. د کاري ژوند په لومړیو کلونو کې، هغه یو اقتصاد پوه، پروفیسور او حقوقپوه(مدافع وکیل) و. وروسته هغه سیاسي فعالیتونو ته ورننوت او د هند د خپلواکۍ لپاره په کمپاین او مذاکراتو کې ښکېل و. امبېدکار ژورنالونه خپرول، د دالیتانو لپاره يې د سیاسي حقونو او ټولنیزو آزادیو د حق غوښتنه کوله او د هند د دولت په رامنځته کولو کې یې د پام وړ منډه ترړه کړې ده. په ۱۹۵۶ز کال کې، هغه بودايي دین ته واوښت چې په پایله کې يې ډېر دالیتان هم د دې مذهب پیروان شول. [۸][۹]

په ۱۹۹۰ز کال کې، د امبېدکار له مړینې څو لسیزې وروسته، هغه ته د هند تر ټولو لوړ ملکي مډال، بهارات راتنا ورکړل شو. د امبېدکار په میراث کې ګڼ یادڅلي او په ولسي کلتور کې یادونه شامل دي.

ماشومتوب او ځواني

[سمول]

امبېدکار د ۱۸۹۱ز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه، د د منځنیو آیالتونو (اوسني مادهیا پردېش) د مهو په ښار او پوځي چوڼۍ کې (چې اوسنی رسمي نوم يې ډاکټر امبېدکار ناګار دی) نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د پوځي افسر او صوبه دار رامجي مالوجي ساکپال او بهیمابای ساکپال، چې د لخمن موربادکار لوره وه، څوارلسم او وروستی بچی و. د هغه کورنۍ د مرهټه قبیلې څخه وه او د ننني ماهاراشترا آیالت د راتنګیري ولسوالي په امبداوي (مانداګاد تالوکا) ښارګوټي پورې تړاو لري. امبېدکار په یوه ماهار (دالیت) طبقه کې وزېږېد، چې له دوی سره د نجسو وګړو په توګه چلند کېده او له ټولنیز او اقتصادي تبعیض سره مخامخ وو. د امبېدکار پلرونو او نیکونو له پخوا راهیسې د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ سره کار کاوه او پلار يې د بریتانوي هند پوځ په مهو چوڼۍ کې خدمت کړی دی. که څه هم دوی به ښوونځي ته تلل، خو د امبېدکار او نورو نجسو وګړو ماشومان به جلا ساتل کېدل او ښوونکو به يې ډېره لږه پاملرنه او یا مرسته ورسره کوله. دوی ته اجازه نه وه چې د ټولګي دننه کښېني. دوی به چې کله اوبو څښلو ته اړتیا درلوده، د لوړپوړ طبقې یو چا به دوی ته له پورته ځایه اوبه راپرېښودې، ځکه دوی ته اجازه نه وه چې پر اوبو یا د اوبو پر لوښو يې لاس ولګېږي. د ځوان امبېدکار لپاره به دا کار د ښوونځي کارګر ترسره کاوه او کله به چې کارګر نه و، نو امبېدککار به همداسې تږی پاتې شو، هغه وروسته په خپلو لیکنو کې دې حالت ته "چې کارګر نه وي، اوبه هم نشته" خطاب وکړ. هغه به د ګونۍ په یوه کڅوړه کېناست او بېرته به یې کور ته ورسره وړله. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

رامجي سېکپال په ۱۸۹۴ز کال کې تقاعد شو او دوه کاله وروسته یې کورنۍ ساتارا ته کډه شوه. د هغوی له کډه کېدو لږ وروسته، د امبېدکار مور مړه شوه. ترور(عمه ) يې د ماشومانو پالنه کوله او دوی په سخت حالت کې ژوند کاوه. د امبېدکار درې زامن – بالارام، اناندراو او بهیمارو – او دوه لوڼې – مانجولا او تولاسا – ژوندۍ پاتې شوې. د وروڼو او خویندو تر منځ یواځې امبېدکار په ازموینو کې بریالی شو او لېسه یې ولوسته. د هغه اصلي تخلص سکېپال و، خو پلار يې دی د امبېداوېکار په نامه ثبت کړ، په دې معنا چې هغه د راتناګیري په ولسوالۍ کې له خپل اصلي کلي 'امبېداو' څخه راغلی دی. د هغه دیوروکهي برهمن ښوونکی، کریشناجي کېشاو امبېدکار، د ښوونځي په اسنادو کې د بهیمراو تخلص له 'امبېداوېکار' څخه خپل وروستي نوم 'امبېدکار' ته واړاوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

زده کړه

[سمول]

د لېسې دورې زده کړه

[سمول]

په ۱۸۹۷ز کال کې د امبېدکار کورنۍ بمبیي ته کډه شوه او امبېدکار هلته لومړی نجس وګړی و چې د الفنسټن په لېسه کې داخله ورکړل شوه. په ۱۹۰۶ز کال کې، چې کله دی یواځې د ۱۵ کلونو و، د رامابای په نامه يې له یوې نهه کلنې نجلۍ سره واده وکړ. د هغه مهال له دودونو سره سم، د واده دا جوړه د مور او پلار په وسیله تنظیم شوې وه. [۲۵]

زده کړیال(محصل) امبېدکار

د بمبيي په پوهنتون کې زده کړه

[سمول]

په ۱۹۰۷ ز کال کې، هغه د کانکور په ازموینه کې بریالی شو او د بمبيي پوهنتون سره نښتي الفنسټون کالج کې شامل شو. امبېدکار وايي چې:هغه د ماهار طبقې لومړنی کس و چې هلته يې زده کړه پیل کړه. کله چې هغه د انګلیسي ژبې د څلورم معیار په ازموینو کې بریالی شو، نو د سیمې خلکو يې غوښتل، جشن ورته ونیسي، ځکه د دوی په اند، هغه ډېر ستر سړی شوی و، خو امبېدکار وايي چې: دا د جشن نیولو وړ ځکه نه وه، چې د نورو ټولنو په خلکو کې دا ډول تعلیم یوه عادي خبره وه. امبېدکار ته ښه خوندور ولسي جشن ونیول شو او هلته بیا لیکوال او د کورنۍ ملګري دادا کېلوسکار هغه ته د بودا ژوندلیک کتاب ډالۍ کړ. [۲۶]

په ۱۹۱۲ز کال کې، هغه  له بمبيي پوهنتون څخه په اقتصاد او سیاسي علومو کې لېسانس ترلاسه کړ او د بارودا آیالت په حکومت کې يې د دندې ترلاسه کولو لپاره چمتو و. د هغې ښځې يې ځوانه کورنۍ له بوتلله او هغه مهال يې په کار پیل وکړ چې کله امبېدکار په چټکۍ سره په بمبيي کې د خپل ناروغ پلار لیدو ته ورستون شو، خو پلار يې د ۱۹۱۳زکال د فبرورۍ په دویمه نېټه وفات شو. [۲۷]

د کلمبیا په پوهنتون کې زده کړه

[سمول]

په ۱۹۱۳زکال کې، امبېدکار د ۲۲ کلونو په عمر امریکا ته لاړ. هغه ته بارودا آیالت د درېیو کلونو لپاره په میاشت کې د یوولس نیمو پونډو (£11.50) په ارزښت یو بورس ورکړ، چې د درېیم ساواجیراو ګیکواد (د بارودا ګیکواد) له خوا د نیویارک ښار د کلمبیا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړو موکې(فرصت) د برابرولو لپاره رامنځ ته شوی و. هغه ته په لوېنګسټون هال کې د ناوال بهاتینا په نامه له یوه زردتشي سره ګډ اطاق ورکړل شو. ناوال يې بیا تر پایه انډیوال پاتې شو. هغه د ۱۹۱۵ز کال په جون میاشت کې د ماسټرۍ درجې په ازموینه کې بریالی شو او په اقتصاد او د ټولنپوهنې، تاریخ، فلسفې او وګړپېژندنې په نورو مضمونو کې زده کړې وکړې. د هغه د ماسټرۍ د تېزس سرلیک و: (د هند لرغونې سوداګري). امبېدکار د جان ډېوي او د ډموکراسی(ولسواکي) په تړاو د هغه له آثارو اغېزمن شو. [۲۸]

په ۱۹۱۶ ز کال کې، هغه خپل دویم تېزس( د هند ملي امتیاز – یوه تاریخي او تحلیلي څېړنه)، د یوې بلې ماسټرۍ لپاره بشپړ کړ. د مۍ میاشتې په نهمه نېټه، هغه د وګړپېژندونکي الکساندر ګولډن وایزر له خوا په جوړ شوي سیمینار کې خپله علمي مقاله وړاندې کړه: (په هند کې طبقې: جوړښت، پیدایښت او پراختیا). [۲۹]

د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې زده کړه

[سمول]

امبېدکار (په منځنۍ کرښه کې، له ښي اړخه لومړی) د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې له خپلو استادانو او ملګرو سره (۱۷-۱۹۱۶ز)[۳۰]

د ۱۹۱۶ز کال په اکتوبر میاشت کې، امبېدکار په ګرې اینن کې د حقوقپوهانو انجمن کورس کې شامل شو او په ورته مهال يې ، د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې داخله واخیسته او هلته يې د دوکټورا پر تیزس کار پیل کړ. [۳۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119165473  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.columbia.edu/itc/mealac/pritchett/00ambedkar/timeline/1910s.html
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/279485027
  4. https://www.loksatta.com/mumbai-news/dr-babasaheb-ambedkar-autobiography-marathi-articles-1452080/
  5. https://www.sangharakshita.org/_books/Ambedkar_and_Buddhism.pdf
  6. https://www.forwardpress.in/2017/05/john-dewey-pragmatism-communication-and-bhimrao-ambedkar/، https://www.jstor.org/stable/10.5406/pluralist.12.2.0078?seq=1، https://www.livemint.com/Opinion/VGJT8kkl9dGnqWpkgft9QM/Ambedkars-teacher.html او https://ccnmtl.columbia.edu/projects/mmt/ambedkar/web/individuals/6852.html
  7. https://web.archive.org/web/20060505044856/http://ambedkarfoundation.nic.in/html/bharat.htm — آرشيف اصل
  8. "Archives released by LSE reveal BR Ambedkar's time as a scholar". 9 فبروري 2016. Archived from the original on 9 فبروري 2016.
  9. Buswell, Robert Jr; Lopez, Donald S. Jr., eds. (2013). Princeton Dictionary of Buddhism. Princeton, NJ: Princeton University Press. p. 34. ISBN 978-0691157863.
  10. Buswell, Robert Jr; Lopez, Donald S. Jr., eds. (2013). Princeton Dictionary of Buddhism. Princeton, NJ: Princeton University Press. p. 34. ISBN 978-0691157863.
  11. Pritchett, Frances. "In the 1890s" (PHP). Archived from the original on 7 September 2006. نه اخيستل شوی 2 August 2006.
  12. "Mahar". Encyclopædia Britannica. britannica.com. 
  13. Ahuja, M. L. (2007). "Babasaheb Ambedkar". Eminent Indians : administrators and political thinkers. New Delhi: Rupa. pp. 1922–1923. ISBN 978-8129111074. Archived from the original on 23 ډيسمبر 2016. نه اخيستل شوی 17 July 2013.
  14. Ambedkar, B. R. "Waiting for a Visa". Frances Pritchett, translator. Columbia.edu. Archived from the original on 24 June 2010. نه اخيستل شوی 17 July 2010.
  15. Kurian, Sangeeth (2007-02-23). "Human rights education in schools". The Hindu. Archived from the original on 2013-11-03.
  16. "आंबडवे नाव योग्यच – खासदार अमर साबळे". 14 April 2016. نه اخيستل شوی 20 August 2021.
  17. "डॉ. बाबासाहेब आंबेडकर यांचे मूळ गाव आंबवडे येथे आंतरराष्ट्रीय दर्जाचे शैक्षणिक संकुल". 18 April 2014. نه اخيستل شوی 20 August 2021.
  18. "आंबेडकर गुरुजींचं कुटुंब जपतंय सामाजिक वसा, कुटुंबानं सांभाळल्या 'त्या' आठवणी".[مړه لينکونه]
  19. "Bhim, Eklavya". outlookindia.com. Archived from the original on 11 August 2010. نه اخيستل شوی 17 July 2010.
  20. "आपने देखा आंबेडकर का जर्जर होता स्कूल?". BBC.com. BBC Hindi. 7 November 2017. نه اخيستل شوی 20 August 2021.
  21. Adshul, Ashok (26 December 2016). "आंबेडकर गुरुजींचं कुटुंब जपतंय सामाजिक वसा, कुटुंबानं सांभाळल्या 'त्या' आठवणी". Divyamarathi.com. Divya Marathi. Archived from the original on 28 May 2019. نه اخيستل شوی 20 August 2021.
  22. Prasad, Kamta (4 July 2020). "डॉ. भीम राव आम्बेडकर को उनके गुरु कृष्ण केशव आम्बेडकर ने दिया था अपना सरनेम". LiveHindustan.com. Live Hindustan. نه اخيستل شوی 20 August 2021.
  23. S. N. Mishra (2010). Socio-economic and Political Vision of Dr. B.R. Ambedkar. Concept Publishing Company. p. 96. ISBN 978-8180696749.
  24. "ऐसे हुआ डॉ आंबेडकर का नाम परिवर्तन... तकनीक से सशक्तीकरण का सपना होगा साकार". NDTV. 14 April 2017.
  25. Keer, Dhananjay (1971). Dr. Ambedkar: life and mission (Third ed.). Mumbai India: Popular Prakashan. p. 20. ISBN 81-7154-237-9.
  26. Pritchett, Frances. "In the 1890s" (PHP). Archived from the original on 7 September 2006. نه اخيستل شوی 2 August 2006.
  27. Pritchett, Frances. "In the 1910s" (PHP). Archived from the original on 23 November 2011. نه اخيستل شوی 5 January 2012.
  28. "Ambedkar teacher". 31 مارچ 2016. Archived from the original on 3 اپرېل 2016.
  29. "Bhimrao Ambedkar". columbia.edu. Archived from the original on 10 فبروري 2014.
  30. "Rescuing Ambedkar from pure Dalitism: He would've been India's best Prime Minister". Archived from the original on 6 November 2015.
  31. Kshīrasāgara, Rāmacandra (1994). Dalit Movement in India and Its Leaders, 1857–1956. M.D. Publications Pvt. Ltd. ISBN 978-8185880433. نه اخيستل شوی 2 November 2016 – via Google Books.