Jump to content

کوردي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوردي ژبه
Zimanê Kurdî (کوردي)
زمانی کوردی (سوراني کوردي)
Kurdî (کوردي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۲۱٬۰۰۰٬۰۰۰ (۲۰۰۷) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
ku[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
ku
ckb ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخې

کوردي ژبه د اريايي کورنۍ له څانګې يوه ژوندۍ ژبه ده، چې په عراق، ايران، تورکيې او سوريې هېوادونو کې په لږکي او پاشلې توګه ويونکي لري، د دې ژبې ويونکي د يادو هېوادنو په مرزونو کې سره بېل شوي دي. دا ژبه په کيرمانجي، سوراني، او "سويلي کوردي" وېشل شوې ده چې په ایران او عراق کې په عربي ليکدود او په تورکيه کې په لاتيني ليکدود ليکل کېږي.

لهجې

کيرمانجي لهجه يا ګړدود: د کوردي يوه لهجه ده چې په عراق،ترکیه او ایران کې ويل کيږي او په عربي لیکدود لیکل کیږي. ګورماني وينګ: دکرمانشاه په ناحیه او د تورکیې په ځینو ناحیو کې ویل کېږي. اورماني وينګ : د کرمانشاه په شمالي ناحیه کې ويل کيږي، په ځانګړې توګه د سمناني او سیوندي وينګونو سره ډېر ورته والی لري. په کوردي کې داسې وينګونه شته چې څېړونکي يې ځانګړې ژبې ګڼي، لکه د کرمانشاه د غوراني کوردانو او زازا لهجې ، ډېر معتبر یې د کورمانجي وينګ دی، چې د تورکیې او عراق شمال، سوریې ، افغانستان د هرات او د روسيې سیمو ته نژدې کوردان خبرې کوي.د کورمانجي دیالکت دسیاسي جغرافیې د وېش په موجوده شرایطو کې بیا هم ګرامري خواص یو شان ساتلي دي، خو لغوي پانګه یې یو شان نه ده د ایران کوردي په پارسي لغاتو ، د ترکیې کوردي په ترکیي لغاتو ،د عربي کوردانو ژبه په عربي لغاتو او د نورو کوردانو ژیې د نورو ژبو د لغاتو په پانکه بډایه شوي دي . د کوردي ژبې دوېم مهم وينګ په سوېل ختيځو کوردانو پورې اړه لري چې د کوردستان په مرکزي سیمو ، د عراق په کوردستان ، کرمانشاه او نورو سیمو کې پرې خلک خبرې کوي په ژبپوهنه کې چې د کوردي ژبې نوم یادیږي مطلب ورنه د کورمانجي وينګ دی ځکه چې د علمي څېړنو لپاره د سوېل ختيځ وينګ په نسبت ډېر مساعد دی. دغه وينګ د پښتو په شان ګرامري لرغوني خواص ساتلي دي اما سوېل ختيځ وينګ د معاصرې پارسي په شان دغه خواص له لاسه ورکړي دي مثال د تذکیر او تانیث نښې په کې چندان نه لیدل کېږي. د اسم ذات د تصریف مراعت په کې نه کېږي ،د الزمي او متعدي فعل ترمینځ چندان توپیر نه لیدل کېږي او داسې نور...

سرچينې

  1. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. "اېتنولوګ" (په انګرېزي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/kur.
  4. "Language".
  5. "ScriptSource - Turkey". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  6. "ScriptSource - Iraq". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  7. "ScriptSource - Iran". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  8. "ScriptSource - Armenia". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  9. "ScriptSource - Georgia". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  10. "ScriptSource - Azerbaijan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  11. "ScriptSource - Syria". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  12. "ScriptSource - Turkmenistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.

Freij, Hanna Y. "KURDISH ETHNONATIONALISM: BY NADER ENTESSAR. BOULDER & LONDON: LYNNE RIENNER PUBLISHERS, 1992. VIII+ 169 PAGES. NOTES TO P. 191, BIBLIOGRAPHY TO P. 207. $32.50." The Muslim World 83.3‐4 (1993): 324-328.‏