چيسلاو ميلاوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چيسلاو ميلاوس
(پولش: Czesław Miłosz د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چيسلاو ميلاوس
چيسلاو ميلاوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ جون ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 14 اگسټ 2004 (93 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پولنډ
د امریکا متحده ایالات (۱۹۷۰–)
ليتوانيا (۱۹۳۹–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا [۱۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۰][۱۲]
ډیپلوماټ
ليکوال [۱۳][۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي
فرانسوي [۱۴]
پولينډي ژبه [۱۵][۱۴][۱۶]
انگليسي [۱۴]
هسپاني [۱۴]
چيکی ژبه [۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات [۱۷]
ژباړه [۱۷]
ديپلوماسي [۱۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر هېراکلیتوس [۱۸]
د هیپو آګوستین
امانوئل سویډنبرګ
ویلیام بلېک
فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي
ټي.ايس. ايليټ
مارټین هایډېګر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
چيسلاو ميلاوس
چيسلاو ميلاوس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (پولينډي ژبه )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چيسلاو ميلاوس (۳۰ جون ۱۹۱۱-۱۴ اګست ۲۰۰۴) يو پولنډي الاصله امريکايي شاعر، نثر ليکونکی، ژباړن او ديپلومات و. نوموړی چې د شلمې پېړۍ يو له سترو شاعرانو څخه بلل کېدو، په ۱۹۸۰ز کال کې يې په ادب کې د نوبل جايزه ګټلې وه. د سويډن اکاډمي په خپل اقتباس کې ميلاوس يو داسې لیکوال بللی دی، څوک چې د «د سختو ټکرونو په نړۍ کې د انسان لوڅ حالت ته اواز ورکوي».[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ميلاوس د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په وارسا د المان له نيواک څخه خوندي پاتې شو او له جګړې وروسته پړاو کې د پولنډ د حکومت کلتوري اتشه وګرځېد. کله چې کمونستي واکمنو د هغه امنيت ته ګواښ پيدا کړ، نوموړی فرانسې ته ولاړ او بالاخره په امريکا کې يې د تبعيد ژوند غوره کړ، چېرته چې نوموړی د برکلي، د کلفورنيا په پوهنتون کې فروفيسر شو. د هغه شاعري – په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال د هغه د تجربې په اړوند – او د « The Captive Mind» په نوم د یو نثري کتاب کې د سټالنيزم په اړه د هغه ارزونې هغه ته د يو پېژندل شوي کډوال هنرمند او روڼ اندي په توګه شهرت ورکړ.

د خپل ټول ژوند او کار په اوږدو کې، ميلاوس له اخلاقياتو، سياست، تاريخ او عقيدې اړوند پوښتنو سره سروکار درلود. د يو ژباړن په توګه، نوموړي لوېديځ اثار پولنډي مخاطبينو ته وړاندې کړل او د يو پوهاند او ليکوال په توګه، نوموړي په لوېديځ کې د سلاوي ادب په اړه تر ټولو ډېر پوهاوی پیدا کړ. عقيدې د هغه په اثارو کې يوه مهمه ونډه درلوده، ځکه چې هغه خپل کاتوليکي مذهب او شخصي تجربې وارزولې.

ميلاوس په ۲۰۰۴ز کال کې په پولنډ کې ومړ. نوموړی په «سکالکا» کې خاورو ته وسپارل شو، دا په پولنډ کې یوه کليسا ده چې د نومياليو پولنډيانو د وياړ د ځای په توګه پېژندل کېږي.

په اروپا کې ژوند[سمول]

نسب او د ژوند لومړي کلونه[سمول]

چيسلاو ميلاوس د ۱۹۱۱ز کال د جون په دېرشمه نېټه د روسي سترواکۍ د «کوونو» ولايت په « Šeteniai»  کلي کې زېږېدلی و (اوس دا د ليتوانيا د کاوناس ښارګوټي د کيډانيا ولسوالۍ ده).  نوموړی د اليګزانډر ميلوس (۱۸۸۳-۱۹۵۹) زوی و، څوک چې يو پولنډی ملکي انجنير و، د مور نوم يې «ويرونيکا و(د هغې اصلي نوم کوناټ و؛ ۱۸۸۷-۱۹۴۵).[۲۶]

ميلاوس په يوې نوميالۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه مورنی نېکه «زيګمونټ کنات» و، څوک چې د يوې پولنډۍ کورنۍ غړی و چې د خپل نسب سلسله يې تر ديارلسمې پېړۍ پورې رسولې ده او په «کراسنوګرودا» (اوسني پولنډ کې) د شتمنۍ څښتن و. په وارسا کې د کرنې په برخه کې تر زده کړو وروسته، زيګمنټ د ميلاوس له نيا «جوزيفا» سره تر واده وروسته په « Šeteniai» کې مېشت شو، نيا يې د شريفې « Syruć» کورنۍ غړې وه، هغه ليتوانيايي توکمه وه. د هغه د پلرونو او نيکونو له ډلې څخه يو يې « Szymon Syruć» و، د پولنډ د پاچا او لتوانيا د لوی ډيوک « Stanisław I» د شخصي سکرتر په توګه يې دنده تر سره کړې وه. د ميلاوس پلرنی نېکه «ارتور ميلاوس» هم د يوې شريفې کورنۍ غړی و او د ۱۸۶۳ز کال د جنورۍ په پاڅون کې د پولنډ د خپلواکۍ لپاره جنګېدلی و. د ميلاوس نيا « Stanisława» د ليتويا د «ريګا» د سيمې د يو ډاکټر لور وه او د المانۍ/پولنډۍ « von Mohl» کورنۍ غړې وه. د ميلاوس شتمني په «سربيني» کې وه، يو نوم چې د ميلاوس ژوند ليکونکي «اندرزيج فرانزيک» وړانديز کړی دی چې د سربيايي توکم ښودنه کولای شي؛ شونې ده چې د ميلاوس کورنۍ په سربيا کې پيل شوې وي او پېړۍ مخکې له المان څخه تر ايستلو وروسته د اوسمهال په ليتوانيا کې مېشته شوي وي. د ميلاوس پلار په «ريګا» کې زېږېدلی او هلته يې زده کړې کړې وې. د ميلاوس مور په « Šeteniai» کې زېږېدلې او په « Kraków» کې يې زده کړې کړې وې.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د دې شريف نسب سره سره، په Šeteniai کې د خپل مورني نيکه په ملکيت کې د شتمنۍ يا لوړې طبقې د دودونو کمښت و. نوموړي د ۱۹۵۵ کال په خپل ناول کې د خپل کوچنيوالي يادونه کړې ده، د دې ناول نوم « The Issa Valley» دی همداراز د « Native Realm» په نوم د ۱۹۵۹ز کال په يادښتونو کې يې هم يادونه کړې ده. په دې اثارو کې، نوموړي د خپلې نيا «جوزيفا» د کاتوليک اغېز، له ادب سره د  مخ پر زياتېدو مينې او د هغه د ابتدايي ويښتابه او په ليتوانيا کې د پولنډي غوره ټولنيز ځای د يو غړي په توګه په ټولنه کې د طبقاتي ونډې په اړه تشریح ورکړې ده.[۳۱]

د ميلاوس د ژوند لومړي کلونه له بدلونونو سره ملګری و. کله چې د هغه پلار په سربيا کې د بنسټيزو پروژو په برخه کې د کار کولو لپاره وګومارل شو، نو هغه او مور يې له هغه سره د اوسېدو لپاره په سفر ولاړل. کله چې په ۱۹۱۴ز کال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه، د ميلاوس پلار په روسي پوځ کې استخدام شو، هلته د پوځيانو د نقل او حرکت لپاره د سرکونو او پلونو د جوړولو کار ورکړل شو. ميلاوس او د هغه مور ته په «ولنيس» کې مېشت ځای ورکړل شو، کله چې په ۱۹۱۵ز کال کې الماني پوځ هغه ونيو. له دې وروسته، دوی يو ځل بيا د ميلاوس له پلار سره يو ځای شول، په داسې حال کې چې هغه مهال د هغه په تعقيب ولاړل کله چې جګړه ييز محاذ په روسيه کې مخکې ولاړ، چېرته چې په ۱۹۱۷ز کال کې د ميلاوس ورور «اندرزيج» وزېږېد. بالاخره، له ايستونيا او ليتويا څخه په تېرېدو سره، دا کورنۍ په ۱۹۱۸ز کال کې بېرته Šeteniai راستنه شوه. خو په ۱۹۱۹ز کال کې پولنډي-شوروي جګړه پيل شوه، د کومې په اوږدو کې چې د ميلاوس پلار په هغه ناکامه هڅه کې ښکېل و چې نوې ازاده شوي ليتوانيا په دويم پولنډي جمهوريت کې شامله کړي، د دې په پايله کې نوموړی له ليتوانيا څخه و ايستل شو او د هغه کورنۍ هغې سيمې ته وکوچېده چې هغه مهال د «ولنو» په نوم پېژندل کېده، کومه سيمه چې په ۱۹۲۰ز کال کې د پولنډي-ليتوانيايي جګړې پر مهال د پولنډ په واک کې راغلې وه. د پولنډ-شوروي جګړې دوام پيدا کړ او دا کورنۍ بيا کوچ ته اړت شوه. د جګړې پر مهال په يو وخت کې، پولنډي سرتېرو په ميلاوس او د هغه په مور ډزې وکړې، دا هغه څپرکی دی چې نوموړي يې په « Native Realm» کې يادونه کړې ده. په ۱۹۲۱ز کال کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته کورنۍ بېرته «ولنو» ته ستنه شوه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د جګړې پر مهال د وقفه يي سرګردانۍ د خنډونو سره سره، ميلاوس د ژبو له اسانۍ سره يو استثنايي زده کوونکی ثابت شو. په پايله کې هغه پولنډي، لتوانيايي، روسي، انګريزي، فرانسوي او عبري ژبې زده کړې. په «ويلنو» کې د « Sigismund Augustus Gymnasium» څخه تر فراغت وروسته، نوموړي په ۱۹۲۹ز کالکې د قانون د زده کوونکي په توګه په « Stefan Batory» پوهنتون کې داخله واخيسته. په پوهنتون کې ميلاوس د زده کوونکو له يوې ډلې سره يو ځای شو ې د روڼ اندو کلب يې باله، همدا راز د زده کوونکو د شاعرۍ په يوه ډله کې شامل شو چې « Żagary» بلل کېده، په دې ډله کې د « Jerzy Zagórski, Teodor Bujnicki, Aleksander Rymkiewicz, Jerzy Putrament» او « Józef Maśliński» په نومونو نور ځوان شاعران هم شامل وو. د هغه لومړي خپاره شوي شعرونه په ۱۹۳۰ز کال کې د پوهنتون د زده کوونکو په مجله کې راڅرګند شول.[۳۶][۳۷][۳۸]

په ۱۹۳۱ز کال کې، نوموړي له پاريس څخه لېدنه وکړه، چېرته چې هغه لومړی د خپل لرې تربور سره وليدل چې «اسکر ميلاوس» نومېدو، نوموړی د ليتوانيايي نسب د فرانسوي ژبې شاعر و، څوک چې سويډن بورجين (د پوهاند ايمانويل سويډنبوګ پلوی) ګرځېدلی و. اسکر د هغه لپاره يو پالونکی او الهام بښونکی وګرځېد. کله چې «ولنو» ته بېرته راغی، د طبقاتي توپير په اړه د ميلاوس ابتدايي پوهاوی او له خپل ځان څخه د کمو نيکمرغو خلکو سره د خواخوږۍ په اړه يې په پوهنتون کې د يهودي محصلینو لپاره دفاع ته وده ورکړه، د چا چې د يهوديانو ضد خوځښت له خوا سپکاوی کېدو. د دې خوځښت او يهودي محصلينو په منځ کې په راتګ سره، ميلاوس دا بريدونه بند کړل. يو زده کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سر يې يوه ډبره ووېشتل شوه. [۳۹][۴۰]

د ميلاوس د شاعرۍ لومړی جلد چې د « A Poem on Frozen Time» په نوم په ۱۹۳۳ز کال کې په پولنډي ژبه کې خپور شو. همدا کال، نوموړي په «ولنو» کې د توکم پالنې مخالف « Poetry of Protest» په يوه غونډه کې، په عام مجلس کې خپله شاعري ولوسته، کومه غونډه چې په المان کې واک ته د هټلر له رسېدو سره برابره وه. په ۱۹۳۹ز کال کې، نوموړي د قانون د سند په تر لاسه کولو سره فارغ شو او د « Żagary» په نوم د شاعرۍ ډله له منځه ولاړ. ميلاوس د يو کال لپاره د زده کړې تر لاسه کولو او «ولنو» کې بېرته په يوه ورځپاڼه کې د مقالو ليکنو لپاره په مالي مرسته پاريس ته ولاړ. په پاريس کې نوموړي له خپل تربور اسکر سره بيا بيا ليدنې کولې.[۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118733974  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916194z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Czeslaw-Milosz — subject named as: Czeslaw Milosz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bk1xr6 — subject named as: Czesław Miłosz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9315926 — subject named as: Czeslaw Milosz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?241367 — subject named as: Czesław Miłosz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/milosz-czeslaw — subject named as: Czesław Miłosz
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042556.xml — subject named as: Czesław Miłosz — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internetowy Polski Słownik Biograficzny ID: https://www.ipsb.nina.gov.pl/a/biografia/czeslaw-milosz-1911-2004-poeta-prozaik-eseista-tlumacz — subject named as: Czesław Miłosz
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ https://cs.isabart.org/person/19234 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000015757 — subject named as: Czeslaw Milosz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ https://cs.isabart.org/person/19234 — سرليک: The Righteous Among the Nations Database
  13. پیوستون : 118733974  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990005739 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916194z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15397475
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990005739 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  18. دوتنه: چيسلاو ميلاوس — خپرونکی: Instytut Literacki
  19. "Miłosz". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  21. کينډۍ:Cite dictionary
  22. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  23. "Czeslaw Milosz | Biography, Books, Nobel Prize, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Napierkowski, Thomas J. (2005). "Does Anyone Know My Name? A History of Polish American Literature". Polish American Studies. 62 (2): 23–46. ISSN 0032-2806. JSTOR 20148726. Aside from a few internationally acclaimed authors such as Czeslaw Milosz, W.S. Kuniczak, and Jerzy Kosinski...Polish Americans seem to have produced little literature of their own. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Nobel Prize in Literature 1980". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Franaszek, Andrzej (2017). Milosz: A Biography. Cambridge: Harvard University Press. OCLC 982122195. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674977419. Birth and death of Miłosz's parents are noted on pp. 36, 38, 242, 243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 35. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 40. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 38. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 36. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 34. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 15. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼي 17–20. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 45. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 46. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 15 August 2004 باندې). Czeslaw Milosz, Poet and Nobelist Who Wrote of Modern Cruelties, Dies at 93. The New York Times.
  37. Between Anxiety and Hope: The Poetry and Writing of Czeslaw Milosz by Edward Możejko. University of Alberta Press, 1988. pp 2f.
  38. "Czeslaw Milosz Nobel Lecture". NobelPrize.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Nathan, Leonard and, Quinn, Arthur. (1991). The Poet's Work : An Introduction to Czeslaw Milosz. Cambridge, Mass.: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 93–95. OCLC 23015782. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674689695. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼي 88–89. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 88. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Franaszek, Andrzej. Milosz: A Biography. د کتاب پاڼې 129. OCLC 982122195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)