منځپانگې ته ورتلل

پېيري ټروډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پېيري ټروډو
[[language|]]: Pierre Elliott Trudeau  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
پېيري ټروډو
پېيري ټروډو

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Joseph Philippe Pierre Yves Elliott Trudeau[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۸ اکتوبر ۱۹۱۹[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مونټريال [۱۴]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 28 سېپتمبر 2000 (81 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
مونټريال [۱۵]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان ،  ناروغي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت کاناډا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 1.72 متر [۱۶]  ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی د پارکېنسون ناروغي   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد جاستن ترودو [۱۷]  ويکيډاټا کې (P40) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (15  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰ اپريل ۱۹۶۸  – ۴ جون ۱۹۷۹ 
لېسټر بي. پېیرسون  
جو کلارک  
د کاناډا لومړی وزیر   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۳ مارچ ۱۹۸۰  – ۳۰ جون ۱۹۸۴ 
جو کلارک  
جان تورنر  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال ،  قانونپوه [۱۸]،  خبريال ،  قاضي ،  ښوونکی [۱۹]،  ليکوال [۱۸]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه [۲۰]،  انګليسي ژبه [۲۰]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
پېيري ټروډو
پېيري ټروډو

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

جوزوف فېلیپ یف اېليوټ ټروډو (Joseph Philippe Pierre Yves Elliott Trudeau) د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان)، اوCH  (د ملګري نښان، د غوره لاسته راوړنو پاداش) ګټونکی،QC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تکړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) او د FRSC (د کاناډا د سلطنتي ټولنې د دوستۍ نښان) ګټونکی، د نوم فونوتیکي سمبول یې /ˈtruːdoʊ, truːˈdoʊ/ TROO-doh, troo-DOH په فرانسوي ژبه [pjɛʁ tʁydo]؛ د ۱۹۱۹ ز کال د اکتوبر په ۱۸ مه زېږېدلی او د ۲۰۰۰ ز کال د سپټمبر په ۲۸ مړ شوی، هغه د خپل نوم په لنډیز چې PET دی هم مشهور دی. یو کاناډایي سیاستوال چې د (۱۹۶۸-۱۷۹ او ۱۹۸۰ – ۱۹۸۴ز کال) کلونو تر منځ یې د کاناډا د ۱۵م لومړي وزیر او له ۱۹۶۸ څخه د ۱۹۸۴ ز کال پورې يې د کاناډا د لېبرال ګوند د مشر په توګه خدمت کړی، له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۰ ز کال پورې يې په یوه لنډمهاله دوره کې د اپوزیسیون د مشر په توګه خدمت کړی.  [۲۱][۲۲][۲۳]

ټروډو د یو روڼ‌اندي او فعال وکیل په توګه د کيوبېک په سیاست کې شهرت وموند. که څه هم هغه له سوسیال دموکرات نودوموکرات ګوند سره یو ځای شو، خو داسې احساس یې وکړ چې هغوی واک نه شي ترلاسه کولی، پر ځای يې له لېبرال ګوند سره یوځای شو. هغه په ۱۹۶۵ ز کال کې ولسي جرګې ته وټاکل شو او په چټکۍ سره د لومړي وزیر لېستر بي. پيرسون (Lester B. Pearson) د پارلماني منشي په توګه منصوب شو. په ۱۹۶۷ ز کال کې د عدليې وزیر او لوی څارنوال وټاکل شو. د ټروډو بهرپال شخصیت او د هغه کارېزماتیک طبیعت په رسنیو کې د ټروډومانیا الهام بښونکی و او له هغه سره یې مرسته وکړه چې په ۱۹۶۸ ز کال کې هغه مهال چې د کاناډا د لومړي وزیر پوست ته منصوب و، د لیبرال ګوند مشري ترلاسه کړي. د ۱۹۶۰ ز لسیزې له وروستیو څخه د ۱۹۸۰ز  لسیزې تر لومړیو پورې د ټروډو سیاسي شخصیت دومره پر سیاسي صحنه مسلط و، چې د کاناډا په سیاسي تاریخ کې يې ساری نه درلود. د لومړي وزیر په توګه د هغه تر انتصاب وروسته ،هغه مخکې له دې چې په ۱۹۷۹ ز کال کې له نسبي ماتې سره مخامخ شي، د ۱۹۶۸، ۱۹۷۲ او ۱۹۷۴ ز کلونو په ټاکنو کې بریالی شو. هغه  له لنډمهال وروسته په ۱۹۸۰ ز کال کې خپله څلورمه ټاکنیزه بریا ترلاسه کړه او په پای کې د ۱۹۸۴ ز کال تر ټاکنو لږ مخکې تقاعد شو. ټروډو د نږدې تېر مهال، لومړی وزیر دی چې په څلورو ټاکنو کې بریالی شوی، چې درې ځله په اکثریت بریالیتوب او یو ځل له اقلیت بریا سره او دوه غیر متوالي دورې يې د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. د هغه د تصدۍ دوره ۱۵ کاله او ۱۶۴ ورځې وه چې په دې توګه هغه تر وېلیم لیون او منکزي کېنګ وروسته د کاناډا درېیم لومړی وزیر دی چې اوږد مهاله واکمني يې کړې ده.  

د هغه له خپل شعار:«عقل له جذبې څخه مخکې» سره سره د ټروډو شخصیت او سیاسي پرېکړو د هغه په دوره کې په ټوله کاناډا کې قطبي غبرګونونه راپورته کړل. په داسې حال کې چې منتقیدینو هغه په ګستاخۍ، ناسم  اقتصادي مدیریت، په کاناډا کې د کیوبېک د کلتور او د پرېري (د کاناډا په لویديځه برخه کې یوه سیمه) د اقتصاد په زیان په پرېکړو کې په بې‌جهته تمرکز تورن کړ، ستایونکو د هغه د عقلي ځواک او د هغه د سیاسي ځیرکتیا چې د کیوبېک د واکمنۍ پرغورځنګ يې ملي وحدت خوندي کړ، ستاینه کوله. ټروډو په ۱۹۷۰ ز کال کې د کيوبېک ترهګریز کړکېچ د جنګي اقداماتو د قانون په مرسته وځاپه او یاد قانون د کاناډا په تاریخ کې د درېیم او وروستي ځل لپاره وکارول شو. پر دې سربېره يې له فدرال دولت سره د کيوبېک حاکمیت- د اتحادیې پرېکړه لیک وړاندیز هم وکړ، چې په ۱۹۸۰ ز کال کې په کيوبېک کې د یوې ټول‌پوښتنې له لارې په غوڅ ډول رد شو. [۲۴][۲۵] [۲۶]

د ټروډو دولت د اقتصادي ملت‌پالنې لور ته د لېبرال ګوند د وړلو په هڅه کې د پېټرو-کاناډا (د تېلو او ګاز کاناډايي شرکت) پر رامنځته کولو څار وکړ او د ملي انرژۍ برنامه يې پلې کړه، هغه پالیسي چې په لویدیځه کاناډا په ځانګړي ډول د البېرتا له تېلو څخه غني ولایت کې په پراخ ډول نامنلې وه او د ډېر «لویدیځ ګوښه‌والي» لامل شوه. ټروډو په نورو کورنيو پالیسیو کې دوه رسمي ژبې او څوګوني کلتور ته لومړیتوب ورکړ او پان-کاناډايي پېژندنې ته يې وده ورکړه. د ټروډو په بهرني سیاست کې له متحده ایالاتو او بريتانیا سره د کاناډا لږ تړاو شامل و. هغه له اساسي قانون څخه په ملاتړ د کاناډا د حقونو او آزادیو منشور تاسیس کړ، دا د کاناډا بشپړ حاکمیت ته د لاسرسي چارې وې. هغه د شوروي اتحاد، چین او کیوبا له مشر فېډل کاسټرو سره نږدې اړیکې جوړوې کړې، هغه یې له نورو لویدیځو پانګوالو سره په تضاد کې ښکېل کړ.  

ټروډو د کاناډا د لومړیو وزیرانو په رتبه بندۍ کې د لوړ رتبه پوهانو په کتار کې ځای لري. د هغه مشر زوی جاسټین ټروډو په ۲۰۱۵ ز کال کې تر فدرال ټاکنو وروسته، د کاناډا ۲۳م لومړی وزیر شو چې اوس‌مهال هم دی. جاسټین د کاناډا لومړنی لومړی وزیر دی چې د پخوانیو لومړيو وزیرانو له زامنو یا نورې کرړې څخه دی.

لومړنی ژوند

[سمول]

د ټروډو کورنۍ په ۱۶ پېړۍ کې د فرانسوي مارسیلیک ـ لانويل او رابرټ ټروټو (۱۵۸۹ - ۱۵۴۴) خلکو ته رسېږي. لومړنی ټروډو چې په ۱۶۵۹ ز کال کې کاناډا ته ورسېد، اېټن ټروډو یا ټورټو (۱۶۴۱ – ۱۷۱۲ز ) و،چې له لاروشېل څخه یو ترکاڼ(نجار) او کور جوړوونکی و. [۲۷][۲۸][۲۹]

پېيري ټروډو د ۱۹۱۹ ز کال د اکتوبر په ۱۸ مه د کاناډا د مونت ریل په اوترېمونت کې د چارلز اېمېل «چارلي» ټروډو (زېږېدنه ۱۸۸۷-مړینه ۱۹۳۵ز کال) ، چې یو فرانسوي – کاناډايی سوداګر او حقوق پوه او ګرېس اېليوټ په کور کې  نړۍ ته راغلی، مور یې له مختلط اسکاټلنډي او فرانسوي نژاد څخه وه. هغه د سوزېټ په نوم یوه مشره خور او د چارلس جونیر ټروډو په نوم یو کشر ورور درلود، ټروډو د ژوند تر پایه خپلې خور او ورور ته نږدې و. ټروډو د ژان - ډي بربیوف (Collège Jean-de-Brébeuf) په کالج کې (د فرانسوي عیسویانو یو خصوصي ښوونځی) زده کړې وکړې او  هلته یې د کیبوبېک له ملت پالنې څخه ملاتړ وکړ. د ټروډو پلرنی نیکه او انا  فرانسوي ژبي کيوبېکي بزګران وو. د هغه پلار تر هغه مهاله چې ټروډو پنځلس کلن و، د B&A د ګازو لړۍ سټېشن درلود (اوس منحل شوی) په مونترال او مونترال رویالز کې یې ځینې ګټور معادن، د بېلمونت تفریحي پارک او د ښار د بېسبال کوچنی ټيم په واک کې درلودل. کله چې د ۱۹۳۵ ز کال، د اپرېل په لسمه د هغه پلار د فلورېدا په اورلنډو کې مړ شو، ټوروډو او د هغه هر یوه خور او ورور ته په میراث کې ۵۰۰۰ ډالر ورسېدل چې دا هغه مهال د پام وړ شتمني وه او په دې معنا چې نوموړی له مالي پلوه خوندي او خپلواک و. مور یې ګرېس له پېيري سره مینه لرله او د ژوند تر پایه له هغه سره په نږدې اړیکه کې وه. د خاوند تر مړینې وروسته یې د میراث اداره نورو ته پرېښوده او خپل ډېر عمر یې د رومي کاتولیک کلیسا په خدمت او بېلابېلو صدقو او خیراتونو په ورکولو کې تېر کړ او ځینې وختونه به یې له خپلو بچیانو سره نیویارک، فلوریدا، اروپا او مېن ته سفر کاوه. ټروډو د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې په مستقیم ډول د یو لوی میراث په اداره کولو کې ښکېل و.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

لومړنۍ زده کړې

[سمول]

ټروډو له شپږ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې د اوترمونت د ابتدایي ښوونځي په کیوربېس اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او هلته په کاتولیک مذهب کې ډوب شو. دا  د دواړو فرانسوي او انګلیسي کاتولیکانو ښوونځي و او یو انحصاري ښوونځی چې کوچني ټولګي يې لرل، هغه په ریاضياتو او دین کې تکړه و. د هغه له لومړیو کلونو څخه ټروډو په دواړو ژبو روانې خبرې کولی شوی، چې وروسته دا ورته ثابته شوه چې د دوو رسمي ژبو لرونکې په کاناډا کې په دواړو ژبو تسلط د یوه سیاستوال لپاره  لویه پانګه ده. ټروډو د یو نوي ځوان په توګه د فرانسوي ژبو عیسویانو په کالج ژان - ډي بربیوف کې چې په کیوبېک کې د غوره فرانسوي ژبو کورنیو د باور وړ منځني ښوونځي په توګه پېژندل شوی و، نوم لیکنه وکړه.[۳۴][۳۵][۳۴][۳۶][۳۷]

سرچینې

[سمول]
  1. Dictionary of Canadian Biography ID: https://www.biographi.ca/en/bio/trudeau_pierre_elliott_22E.html — خپرېدونېټه: ۱۰ اگست ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118624172  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12050219f — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Pierre-Elliott-Trudeau — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sn7z16 — سکالو پېژند: Pierre Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12792 — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Dictionary of Canadian Biography ID: https://www.biographi.ca/en/bio/trudeau_pierre_elliott_22E.html — سکالو پېژند: PIERRE ELLIOTT TRUDEAU — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown ، David Mackness Hayne ، Francess Halpenny ، George Ramsay Cook ، John English ، Marcel Trudel ، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپروونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6230 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/trudeau-pierre-elliott — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0067768.xml — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=trudeaup — سکالو پېژند: Pierre Elliott Trudeau
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=pierre+elliot;n=trudeau — سکالو پېژند: Pierre Elliot Trudeau
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011987 — سکالو پېژند: Pierre E. Trudeau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. پیوستون : 118624172  — خپرېدونېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. پیوستون : 118624172  — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. https://globalnews.ca/news/2650683/why-the-world-prefers-tall-politicians/
  17. Justin Trudeau, Son of a Canadian Leader, Follows His Own Path to Power — خپرېدونېټه: ۱۱ اگست ۲۰۱۷ — خپور کړی: The New York Times — خپرولونېټه: ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵
  18. Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6230 — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۴
  19. Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6230
  20. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12050219f — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  21. Collison, Robert (November 20, 2016). "New books put Trudeaumania in fresh perspective". Toronto Star. خوندي شوی له the original on August 7, 2017. بياځلي په August 7, 2017.
  22. "Deborah Coyne, mère de l'enfant illégitime de PET, sera candidate". TVA Nouvelles. Montreal. June 27, 2012. بياځلي په August 7, 2017.
  23. Cauchy, Clairandrée (August 23, 2003). "L'aéroport de Dorval devient l'aéroport PET". Le Devoir. Montreal. بياځلي په August 7, 2017.
  24. Kaufman, Michael T. (September 29, 2000). "Pierre Trudeau Is Dead at 80; Dashing Fighter for Canada". The New York Times. خوندي شوی له the original on May 25, 2013. بياځلي په February 20, 2020.
  25. Mallick (2000-09-30)، م. P04.
  26. Fortin (2000-10-09)، م. A17.
  27. "Robert Truteau". Ancestry.com. بياځلي په November 4, 2015.
  28. "Généalogie Etienne Trudeau". Nosorigines.qc.ca. January 14, 2007. بياځلي په August 16, 2014.
  29. Généalogie du Québec (2012).
  30. Trudeau (1993).
  31. English (2006)، م. 25.
  32. English (2006)، م. 24.
  33. English (2009)، م. 8.
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ English (2006)، م. 27.
  35. Rank Archived January 29, 2009, at the Wayback Machine.
  36. "Pierre Trudeau". The Economist. Obituary. October 5, 2000. ISSN 0013-0613. بياځلي په February 22, 2020.
  37. English (2006)، مم. 25–27.