جو کلارک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جو کلارک
جو کلارک
جو کلارک

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Charles Joseph Clark د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ جون ۱۹۳۹[۱][۲]
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (16  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۴ جون ۱۹۷۹  – ۳ مارچ ۱۹۸۰ 
پېيري ټروډو  
پېيري ټروډو  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جو کلارک
جو کلارک

چارلس جوزف کلارک د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) اوAOE (د البېرتا د مدني ویاړ نښان) ګټونکی، چې د ۱۹۳۹ ز کال د جون په ۵ مه زېږېدلی یو کاناډایي واکمن، سوداګر، لیکوال او سیاستوال دی، چې د ۱۹۷۹ ز کال د جون له څلورمې څخه يې د ۱۹۸۰ ز کال، د مارچ تر درېيمې پورې د کاناډا د ۱۶م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی.

کلارک له نسبي بې تجربه ګۍ سره سره په فدرال سیاست کې چټکه وده وکړه او د ۱۹۷۲ ز کال په ټاکنو کې  ولسي جرګې ته ولاړ او په ۱۹۷۶ ز کال کې يې د پرمختللیو محافظه کارانو د ګوند مشري تر لاسه کړه. هغه د ۱۹۷۹ ز کال په ټاکنو کې د اقلیت دولت تر لاسه او د پېیري ټروډو لېبرال دولت یې له ماتې سره مخامخ کړ او  د لېبرال ۱۶ کلنې پرله پسې واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود. کلارک چې د خپلې ۴۰ کلنۍ له کلیزې څخه یوه ورځ مخکې يې واک تر لاسه کړ، تر ټولو ځوان کس دی چې لومړی وزیر شو.

د کلارک د تصدۍ دوره لنډمهاله وه، ځکه د اقلیت دولت د ۱۹۷۹ زکال په ډېسمبر کې په خپله لومړۍ بودیجه کې د نه باور رایې ترلاسه کولو له امله نسکور شو. د بودیجې ماته د ۱۹۸۰ ز کال د ټاکنو لامل شوه. کلارک او پرمختلليو محافظه کارانو ټاکنې ټروډو او لېبرالیانو ته وبایللې، چې په ولسي جرګه کې یې اکثریت ترلاسه کړ او بېرته واک ته راوګرځېدل. کلارک په ۱۹۸۳ز کال کې د ګوند مشرتوب براین مولروني ته وبایله.

کلارک په ۱۹۸۴ ز کال کې د کابینې د تجربه لرونکي وزیر په توګه د مولروني په کابینه کې بېرته شهرت وموند او وروسته له دې چې په ۱۹۹۳ ز کال کې يې د ولسي جرګې په ټاکنو کې بیا ګډون ونه کړ، له سیاست څخه تقاعد شو. هغه په ۱۹۹۸ ز کال کې یو سیاسي شاته تګ وکړ، تر څو د ګوند تر وروستي انحلال د مخه  په خپل وروستي دریځ کې د پرمختلليو محافظه کارانو مشري وکړي او له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې یې په پارلمان کې خپله وروستۍ دوره تېره کړه. وروسته له دې چې پرمختللي محافظه کاران د ښي لاسو کاناډایانو له ائتلاف سره یو ځای شول تر څو په ۲۰۰۳ کال کې د کاناډا د مدرنو محافظه کارانو ګوند رامنځته کړي، کلارک د دې پر ځای چې د پرمختللیو محافظه کارانو د یو خپلواک په توګه کېني، پر ائتلاف جوړوونکو یې نیوکه وکړه او دا یې د یووالي تسخیر یاد کړ،  هغه باوري و، چې نوی ګوند به د ټولنیزې محافظه کارۍ لور ته لاړ شي. کلارک اوس مهال د پوهنتون د استاد او د خپل شرکت د مشاوروي رئیس په توګه خدمت کوي.

لومړني کلونه[سمول]

چارلز جوزف کلارک د های رېور په البېرتا کې زېږېدلی، د ګرېس روزلین ( کورنی نوم وېلچ) او سیمه‌ییزې ورځپاڼې د خپروونکي چارلز اې. کلارک زوی دی.[۳]

کلارک د البېرتا په ښوونځي او پوهنتون کې زده‌کړې وکړې او له هغه ځای څخه يې په ۱۹۶۰ ز کال کې د تا ریخ په څانګه کې د لېسانس سند او په ۱۹۷۳ ز کال کې يې د ماسترۍ درجه ترلاسه کړه. حال دا چې د ښوونځي په دوره کې يې له های رېور ټایمز او کالرګي البېرتان سره د ژورنالېزم په برخه کې تجربه ترلاسه کړه. کلارک په البېرتا پوهنتون کې په خپل لومړي کال کې د پوهنتون د ساحې ورځپانې له کارکوونکو سره یو ځای شو. کلارک همدارنګه د البېرتا پوهنتون د مناظرې د ټولنې (UADS) له غړو څخه و. هغه وروسته یو اوړی د اېډمونټون په ژورنال کې کار وکړ او هلته يې د خپل ژوند د راتلونکي ليکوال ډېوېډ ال هامفريس (David L. Humphreys) سره وپېژندل. [۴][۵][۶]

کلارک وروسته د ډالاهو د حقوقو څانګې ته لاړ. که څه هم هغه د خپلو کورسونو په پرتله خپل ډېر وخت د ډالاهو د زده‌کوونکو اتحادیې، پرمختللي محافظه کار سیاست او د ډالاهو له ورځپاڼې سره تېر کړ. وروسته له دې چې له ډالاهو څخه لاړ، په وانکووېر کې يې د برېتېش کولمبیا پوهنتون په حقوقو پوهنځۍ کې په نابریالي ډول د حقوقو د لومړي کال زده‌کړې وڅارلې. هغه وروسته د پرمختللي محافظه کار ګوند لپاره پوره وخت کار وکړ.  

کلارک په ۱۹۷۳ ز کال کې د حقوقو پوهنځۍ له زده‌کړیالې مورین مک‌تیر سره واده وکړ. مک‌تیر د یوې پېژندل شوې وکیلې او لیکوالې په توګه خپل کار ته پراختیا ورکړه او تر واده وروسته یې د خپل کورني نوم پر ساتلو ورته لانجه جوړه شوه. دا چاره هغه مهال ډېره عامه نه وه. د دوی لور کاترین په عامه اړیکو او راډیويي خپرونو کې کاري تګلاره خپله کړې ده. [۷]

لومړنۍ سیاسي دنده[سمول]

کلارک هغه مهال چې په پوهنتون کې و، له سیاسي پلوه فعال شو، له دې سره چې هغه د ځوانۍ له عمر څخه په کاناډا کې له سیاست څخه خبر و. هغه د البېرتا پوهنتون د مناظرې له ټولنې سره سیالي وکړه. هغه د البېرتا پوهنتون د ځوانو پرمختللیو محافظه کارانو د رییس او په پای کې یې د ځوانو پرمختللیو محافظه کارانو (PCs) ګروپ د ملي رئیس په توګه خدمت وکړ. کلارک له خپل راتلونکي سیاسي سیال پرېسټون مانېنګ سره د پوهنتون په ساحه کې د پرمختللیو محافظه کار ځوانو او د البېرتا د ټولنیز باور ګوند ځوانانو لیګ  تر منځ مناظره وکړه. کله چې هغه په ۱۹۵۸ ز کال کې د پرمختللیو محافظه کارانو له ملي ځوانانو په ناسته کې له براین مولروني سره ولیدل، کلارک له خپل بل راتلونکي سیال سره مخامخ شو. [۸]

کلارک د دې لپاره په فرانسه کې وخت تېر کړ ،چې له فرانسوي ژبې سره خپله بلدتیا ښه کړي او هغه مهال چې په اوتاوا کې يې ژوند کاوه، د فرانسوي ژبې ځینې کورسونه یې وڅارل. په پای کې هغه په فرانسوي ژبه له خبرو کولو او د پوښتنو او ځوابونو سره راحت شو.  [۹]

کلارک په ۲۵ کلنۍ کې سیاست ته د ننه شو، خو د  ۱۹۶۷ز کال په ټاکنو کې يې د پرمختللیو محافظه کارانو د نوماند په توګه په ولایتي ټاکنو کې ماته وخوړه. هغه د ولایتي اپوزسیون د مشر او راتلونکي لومړي وزیر پيټر لافیډ (Peter Lougheed) لپاره د لوی مرستیال په توګه خدمت وکړ او د فېدرال اپوزسیون د مشر رابېرټ سټنفېلډ (Robert Stanfield) په دفتر کې یې په خدمت کولو سره د پارلمان داخلي کارونه زده کړل. کلارک د البېرتا د مقننه اسامبلې د نوماند په توګه د ۱۹۷۱ ز کال په ولایتي ټاکنو کې نابریالۍ هڅه وکړه. هغه وروسته په فدرال ټاکنو کې چې یو کال وروسته تر سره شوې، په بریالتوب سره ګډون وکړ او د راکي د غرونو لپاره چې د البېرتا په سویل لویدیځ کې یوه ناهواره سیمه ده، د پارلمان غړی (MP) وټاکل شو.

د کلارک ټولنیز لېبرالیزم، هغه د خپلې ډلې له ښي لاسو سره په مخالفت کې ښکېل کړ، چې ډېری یې له هغه سره د مخامخېدو وېره نه لرله. د مثال په ډول: د ۱۹۷۹ ز کال له ټاکنو څخه مخکې د کلارک اکثریت ټاکنیزه سیمه د ټاکنیزو سیمو د بیا وېش په بهیر کې د باو رېور (Bow River) له نوې جوړې شوې ټاکنیزې سیمې سره یوځای شوې وه.  د محافظه کار ګوند استازي او د پارلمان غړي سټنلي شوماکر په پالیزر (Palliser ) کې د هغه پخوانۍ ټاکنیزه سیمه له باو رېور سره یو ځای کړې وه. ان له دې سره چې کلارک اوس د ګوند مشر و، شوماکر د کلارک په ګټه شاته کېدلو ته غاړه کېنښوده او کلارک يې دې ته اړ کړ چې یلو ويډ (Yellowhead) ته څېرمه لاړ شي.     [۱۰]

په ۱۹۷۶ ز کال کې، د پرمختلونکي محافظه کاره مشرتوب کنوانسیون[سمول]

د پرمختلونکي محافظه کاره مشرتوب کنوانسیون (PC) د ګوند مشر رابېرټ سټانفېلد تر استعفا وروسته کلارک د مشرۍ په لټه کې و او د مشرتابه په کنواسیون کې يې په ۱۹۶۷ ز کال کې د PC مشرتوب وګاټه. په لومړیو کې د سرو محافظه کارانو تر منځ  فلورا مک‌ډولاند محبوبیت درلود، که څه هم هغې له تمې څخه ډېر ناسم څه وکړل، کله چې کلارک په حیرانتیا سره د کنوانسیون د استازو په لومړۍ رایه پاڼه کې د یوولسو په ساحه کې درېیم ځای خپل کړی او یوازې له کلاډ واګنر او براین مولروني څخه وروسته و. مک‌ډولاند د رایو دويمې پاڼې ته تر راغورځېدو وروسته خپل پلویان وهڅول، تر څو له کلارک څخه ملاتړ وکړي، چې په چټکۍ سره د سرو محافظه کارانو د جوړجاړي پر نوماند بدل شو. د ګوند ښې لاسې جناح د واګنیر تر شا ودرېده. کیوبیکي سوداګر مولروني ونه شو کولی، له سیاسي ټاکنیزې تجربې پرته د خپل ملاتړ بنسټ ته د پام وړ پراختیا ورکړي. ډېری نوماندان د هغه د مشرتابه له ګران‌بیه کمپاین څخه ناراضه وو. لکه څنګه چې د سرو محافظه کارانو نور نوماندان د رایو په څلورو لومړیو پاڼو کې حذف شوي وو، کلارک په ورو ورو له مولروني او وروسته له واګنیر څخه مخکې شو او د ۱۱۸۷ رایو په ګټلو سره د ۱۱۲۲ رایو پر وړاندې د رایو په څلورمه ګڼه کې د بریالي نوماند په توګه څرګند شو. [۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joe-Clark — subject named as: Joe Clark — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. subject named as: Charles Joseph Clark — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6804 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Paul Leonard Voisey (2004). High River and the Times: An Alberta Community and Its Weekly Newspaper. University of Alberta. د کتاب پاڼې 104. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. [۱] Encyclopædia Britannica
  5. "The Right Honourable Charles Joseph Clark–Alberta Order of Excellence". Government of Alberta. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Joe Clark: A Portrait, by David L. Humphreys, 1978.
  7. Joe Clark: A Portrait, by David L. Humphreys, 1978.
  8. Mulroney: The Politics of Ambition, by John Sawatsky, 1991.
  9. Joe Clark: A Portrait, by David L. Humphreys, 1978.
  10. Mulroney: The Politics of Ambition, by John Sawatsky, 1991.
  11. Mulroney: The Politics of Ambition, by John Sawatsky, 1991, pp. 312–313.