جان تورنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان تورنر
(انګلیسي: John Turner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان تورنر
جان تورنر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Napier Wyndham Turner د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ جون ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴]
مړینه 19 سپټمبر 2020 (91 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټورنټو  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا
برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (17 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۳۰ جون ۱۹۸۴  – ۱۷ سپټمبر ۱۹۸۴ 
پېيري ټروډو 
براین مولروني 
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان تورنر
جان تورنر

جان نېپير وېندام تورنر د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC  (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) د ۱۹۲۹ ز کال د جون په ۷ مه زېږېدلی او د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسمبر په ۱۹ مه مړ شوی. یو کاناډايي حقوق پوه او سیاستوال چې د ۱۹۸۴ ز کال د جون له دېرشمې نېټې څخه د سپټمبر تر نولسمې نېټې پورې د کاناډا د ۱۷م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې د کانادا د لېبرال ګوند د مشراو د رسمي اپوزیسیون د مشر په توګه خدمت وکړ.

تورنر مخکې له دې چې د ۱۹۶۲ ز کال په فدرال ټاکنو کې د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شي. هغه د لومړي وزیر پېیر ټوروډو (Pierre Trudeau) په کابینه کې له ۱۹۶۸ ز کال څخه تر ۱۹۷۲ ز کال پورې د عدلیې  وزیر او لوی څارنوال په توګه او له ۱۹۷۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې یې د مالیې د وزیر په توګه خدمت کاوه. تورنر د کابینې د وزیر په توګه د لېبرال ګوند د لېبرال سوداګرۍ چارو د مشر په توګه شهرت ترلاسه کړ. تورنر په ۱۹۷۵ ز کال کې د نړیوالې اقتصادي سوړبازارۍ(رکود) په بهیر کې او د نامنلي معاش او نرخونو د کنترول پر پلي کولو د مجبورتیا له وړاندې‌لید سره له خپل موقف څخه استعفا وکړه.    

تورنر له ۱۹۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۸۴ ز کال پورې له سیاست څخه لرې شو او د شرکتي وکیل په توګه یې د بې Bay)) په سړک کې کار پيل کړ. په ۱۹۸۴ ز کال کې د ټروډو استعفا د مشرتابه د ټاکنو لامل شوه چې تورنر په بریالیتوب سره په کې د سیالۍ ډګر ته راووت. تورنر یوازې ۷۹ ورځې د لومړي وزیر دنده پر غاړه لرله، ځکه هغه خپل عالی قومندان/ګورنر جنرال ته مشوره ورکړه چې تر تحلیف وروسته سملاسي پارلمان منحل کړي. هغه د ۱۹۸۴ ز کال په ټاکنو کې د پرمختللیو محافظه کارنو د ګوند غړي براین مولروني پر وړاندې ماته وخوړه او لېبرالیان یې له دویمې او په فدارل کچه د یوه واکمن ګوند په توګه (د چوکیو د شمېر په نسبت) له تر ټولې بدې ماتې سره مخامخ کړل. تورنر د ۶ نورو کلونو لپاره د لېبرال ګوند مشر پاتې شو او د اپوزسیون مشري يې وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال په ټاکنو کې هغه له متحده ایالاتو سره د مولروني د ازاد تجارت له پرېکړه ليک سره کلکه مبارزه وکړه او لېبرالیان یې  برابرې بیاځواکۍ ته ورسول. تورنر په ۱۹۹۰ ز کال کې د ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه او د ۱۹۹۳ ز کال په ټاکنو کې يې د بیاځلي ګډون هڅه ونه‌کړه.

تورنر تر مکېنزي باول / Mackenzie Bowell (۱۸۹۶ ز کال کې زېږېدلی) وروسته د کاناډا لومړنی، لومړی وزیر و چې په انګلستان کې نړۍ ته راغلی. تر چارلز ټاپر (Charles Tupper) وروسته، په کاناډا کې دویم لومړی وزیر دی چې واکمني يې لنډمهاله وه او د عمر د اوږدوالي له پلوه څلورم لومړی وزیر و چې تر ۹۱ کلنۍ پورې ژوندی و.

لومړنی ژوند[سمول]

تورنر د ۱۹۲۹ ز کال د جون په ۷ مه د انګلستان د ريچانډم په ساري سیمه کې (چې اوس‌مهال د لندن یوه برخه ده) د انګرېزي ژونالېست لیونارډ هیو تورنر او کاناډايي اقتصاد پوه فيلېس ګرېګوري په کور کې نړۍ ته راغلی. د مایکل په نوم يې یو ورور درلود چې په ۱۹۳۰ ز کال کې زېږېدلی او له زېږدلو څخه څه موده وروسته مړ شو او د براندا په نوم يې یوه خور درلوده، چې په ۱۹۳۱ ز کال کې زېږېدلې وه. کله چې په ۱۹۳۲ ز کال کې د تورنر پلار مړ شو، هغه او خور یې له خپلې مور سره چې په کاناډا کې زېږېدلې وه، کاناډا ته کډه شول. کورنۍ يې د برېتېش کولمبیا په روسلنډ کې د هغې د ماشوم‌توب په کور کې مېشته شوه او وروسته اوتاوا ته کډه شول.   [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د تورنر مور، له  خپلو دوو ماشومانو سره ډېره مینه لرله، خو سخت ګیره وه. کورنۍ یې شتمنه نه وه. د هغه مور بیاځلي په ۱۹۵۴ ز کال کې له فرانک مکنزي روس (Frank Mackenzie Ross) سره واده وکړ، چې وروسته یې د برېتېش کولمبیا د نائب والي په توګه خدمت وکړ او کورنۍ بیاځلي په وانکوېر کې مېشت شوه. [۱۱]

زده‌کړې[سمول]

تورنر په اشبوري ز کالج او په عالي کچه د اوتاوا په سنت پاترېک ز کالج کې زده‌کړې وکړې. هغه په ۱۹۴۵ ز کال کې په ۱۶ کلنۍ کې د برېتېش کولمبیا په پوهنتون (UBC) کې نوم‌لیکنه وکړه او هلته د بېتا تيتا پي د ورورولۍ اتحادیې د UBC څانګې غړی و. د ۱۹۴۰م لسیزې په وروستیو کې د کاناډا د چټکې ځغاستې وهوونکو له مخکښانو څخه و. هغه د سل یارډ – ډش (۹۱.۴۴ متره واټن) په وهلو سره د کاناډا د نارینه‌وو لپاره رېکارډ جوړ کړ او د ۱۹۴۸ ز کال د لندن د المپيک سیالیو ته یې لار ومونده، خو د هغه د زنګون بدوالي هغه له سیالۍ څخه شاته کړ. هغه په ۱۹۴۹ ز کال کې د UBC څخه د لېسانس درجې له ویاړ سره فارغ شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تورنر د روډس سز کالرشېپ ترلاسه کړ او د اکسفورډ په پوهنتون کې د مګډېلان ز کالج ته لاړ او په ۱۹۵۱ ز کال کې یې د حقوقو سند، په ۱۹۵۲ ز کال کې يې د مدني حقوقو لېسانس او په ۱۹۵۷ ز کال کې يې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ. هغه په اکسفورډ پوهنتون کې د ځغاستې او ډګر په ټیم کې و. راجر بنېسټر د هغه د ټيم له غړو و چې په یو مایل کې يې د څلورو دقیقو خنډ په وهلو سره د لومړي ځغاستونکي ځای خپل کړ. تورنر په اکسفورډ کې د استرالیا د راټولوونکو لومړيو وزیرانو ملکولم فرېزر او باب هاوک او د بریتانیا د لېبرال ګوند د راتلونکي مشر جېرمي تروپ ټولګیوال و. هغه له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۳ ز کال پورې خپلې د دوکتورا کچې زده‌کړې هم په پاريس پوهنتون کې وڅارلې.   [۱۹][۲۰][۲۱]

له شهزادګۍ مارګاريت سره یې اړیکې[سمول]

د ۱۹۵۹ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ نېټه، د هغه ناسکه پلار د نائب والي په توګه د برېتېش کولمبیا د نائب والي د دفتر د نوې ودانۍ د پرانیست غونډې په ویاړ یومحفل برابر کړی و ،چې تورنر په کې له شهزادګۍ مارګاريت سره چې یو کال له هغه څخه کشره وه نڅا وکړه. دا لومړی ځل و چې تورنر په کاناډا کې د رسنیو خاص پام ځانته واړوه. ایا دا دواړه به له یو بل سره واده وکړي؟ په دې اړه د پام وړ ګمانونه او اټکلونه موجود وو. د هغو لیکونو پر بنسټ چې ډيلي مېل ترلاسه کړي، د شهزادګۍ د هغه لیک له مخې چې اووه کاله وروسته یې لیکلی و، چې: « نږدې و له هغه سره واده وکړي» دا اړیکه تر هغه څه ډېره جدي وه چې مخکې يې فکر کېده. د معاصرو رسنیزو راپورونو پر بنسټ دا اړیکه د بکېنګام په ماڼۍ کې د سختې حیرانتیا لامل شوه، ځکه تورنر یو رومي کاتولیک و او مارګاریت له هغه سره د واده کولو لپاره اړه وه، چې د بریتانیا د تاج او تخت د ځای ناستۍ په کتار(لیکه) کې خپل ځای له لاسه ورکړي.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

برېندا د خپل ورور او شهزادګۍ تر منځ ډېره مشخصه پاملرنه تائید کړه. خو ویې ویل چې: تورنر له سلطنت سره مینه نه درلوده او کاتولیزم یې نه پرېښود. تورنر د کاناډا د سفر په بهیر کې له مارګاريت سره تر بیا لیدو وروسته د ۱۹۵۹ ز کال په اګست کې په بالمورال کلا کې د هغې په مېلمستیا کې ګډون وکړ، چې د اتاق ملګری یې انتوني ارمسترانګ – جونز د مارګاريت راتلونکی خاوند و او د ۱۹۶۰ ز کال په مې میاشت کې يې د هغوی په واده کې یوازینی غیر رسمي کاناډايی مېلمه و. تورنر له مارګاريت سره ملګری پاتې شو، هغه او د هغه مېرمنې به زیاتره له مېرمن شهزادګۍ سره په بریتانیا او یا هم له کاناډا څخه د رسمي سفرونو په بهیر کې لیدل. هغوی په ۲۰۰۲ ز کال کې د مارګاریت د جنازې په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ او د تلين په مراسمو کې د کاناډا رسمي استازي و.  [۲۶]

واده او کورنۍ[سمول]

تورنر د ۱۹۶۳ ز کال د مې میاشتې په ۱۱ مه له ګېلز مک کري کلیګور (زېږېدنه-۱۹۳۷ز کال) سره چې هغه مهال  له IBM (د کسب او کار د ماشینونو نړیوال شرکت) سره د سیستم انجینره وه، واده وکړ چې د کاناډا د پوځ ډاکتر جان مک کري، احتمالاً د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د فلانډر په بېدیاوو کې مشهور شعر د لیکوال مشره خورځه او د کاناډا د پارلمان د پخواني غړي ډېوېډ کېلګور خور وه. هغوی د الېزابيث په نوم یوه لور او د مایکل او اندرو په نوم دوه زامن لري. د هغوی دویم زوی ډېوېډ په ۲۰۲۱ ز کال کې مړ شو. د تورنر بچیانو په اوتاوا کې د راککلیف پارک په عمومي ښوونځي کې زده‌کړې وکړي. ټولو درېیو زامنو يې د ټورنټو په اپر کالج کې زده‌کړې وکړې. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 129345504  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k37xwm — subject named as: John Turner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-Napier-Turner — subject named as: John Napier Turner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. subject named as: John Napier Turner — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=2909 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. John Turner, PM and Liberal leader who battled free trade with U.S., dead at 91
  6. Bothwell, Robert (May 27, 2007). "John Turner". The Canadian Encyclopedia. مؤرشف من الأصل في June 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Martin, Douglas (په June 18, 1984 باندې). Man in the news; New leader For Canada: John Napier Turner. The New York Times.
  8. (په June 18, 1984 باندې). MAN IN THE NEWS; NEW LEADER FOR CANADA: JOHN NAPIER TURNER.
  9. Kenning, Allyson (November 9, 2011). "Tales and Legends of the Mountain Kingdom: The Life and times of Phyllis Gregory". The Rossland Telegraph (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 26, 2012. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "John Turner: Destiny and determination to lead". CBC. مؤرشف من الأصل في October 28, 2014. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په September 19, 2020 باندې). Some highlights from the life and career of former prime minister John Turner.
  12. "John Turner". UBC Sports Hall of Fame. University of British Columbia. د اصلي آرشيف څخه پر December 11, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 6, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Former Prime Minister John Turner to be inducted into UBC Sports Hall of Fame". Canadian Interuniversity Sport. March 25, 2004. د اصلي آرشيف څخه پر December 11, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 6, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . They still gather to honour John Turner. The Daily Observer.
  15. (په June 5, 2009 باندې). True Grit. The Globe and Mail.
  16. "John Turner » Track Star and Prime Minister". Canadian Running Magazine (په انګلیسي ژبه کي). June 28, 2012. مؤرشف من الأصل في November 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Parti liberal du Canada (Quebec)". www.collectionscanada.gc.ca. مؤرشف من الأصل في October 18, 2017. د لاسرسي‌نېټه September 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Famous Betas". Beta Theta Pi (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 10, 2018. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. True Grit, by John Allemang, The Globe and Mail, June 6, 2009.
  20. "John Turner, Canadian prime minister who fought free trade deal with U.S., dies at 91". Pittsburgh Post-Gazette (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په September 19, 2020 باندې). Former PM John Turner was old Liberalism's darling and its final, flawed champion. The Globe and Mail.
  22. (په September 20, 2020 باندې). John Turner, former Canadian prime minister and friend of Princess Margaret, dies at 91. The Guardian.
  23. (په June 16, 1984 باندې). Destiny and determination to lead. CBC Television
  24. Delacourt, Susan (May 25, 2012), "When the Queen is your boss", Toronto Star, مؤرشف من الأصل في March 7, 2013, د لاسرسي‌نېټه May 27, 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په February 22, 2015 باندې). Princess Margaret 'nearly married' John Turner before he became Canada's prime minister, letters reveal. National Post.
  26. Brewster, Hugh. "Princess and the PM". Hugh Brewster (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في November 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. . Former PM John Turner was old Liberalism's darling and its final, flawed champion.
  28. "Upper Canada College | Former prime minister John Turner talks to grandson's Form 5 class". archive.ucc.on.ca. مؤرشف من الأصل في September 22, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Litt, Paul (October 21, 2011). Elusive Destiny: The Political Vocation of John Napier Turner (په انګلیسي ژبه کي). UBC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-2267-1. مؤرشف من الأصل في September 22, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)