Jump to content

د کاناډا لېبرال ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا لېبرال ګوند (په فرانسوي ژبه: Parti libéral du Canada) په کاناډا کې تر ټولو اوږدمهاله او پخوانی فعال فېدرال سیاسي ګوند دی. دا ګوند د خپل تاريخ په ډېره برخه کې د کاناډا پر فېدرال سیاست واک درلود او نږدې له شلمې پېړۍ راهیسې له ۷۰ کلونو څخه یې واک په لاس کې دی. چې په پایله کې ځینې وختونه د «د کاناډا د طبعي واکمن ګوند» په نوم یاديږي. [۱][۲][۳][۴]

دا ګوند د لېبرالیزم له اصولو څخه پلوي کوي او په ټولیز ډول په مرکز او په کيڼ لور کې د کاناډا د سیاسي طیف تر منځنۍ برخې پورې نفوذ لري او له خپلو سیالانو ښي اړخي محافظه‌کار ګوند او نوي دیموکرات ګوند چې هغه مهال یې د لږکیو د پاچاهۍ په بهیر کې ځان له لېبرالیانو سره متحد باله، پروت دی. دا ګوند د یوې [1]لويې خيمې په توګه تشرېح شوی چې د «د دلالۍ سیاستونه» پلي کوي او د رایې ورکوونکو د پراخ طیف ملاتړ راجلبوي.  [۵][۶][۷][۸][۹]

لېبرال ګوند د لومړي ځل لپاره په ۱۸۷۳ کال کې د الکساندر مکېنزي په مشرۍ واک ته ورسېد، خو د هغه مهال د بدو اقتصادي شرایطو له امله یې رایې پنځه کاله وروسته وکارولې. هغوی تر ۱۸۹۶ کال پورې واک ته راستنه نه‌شول؛ وېلفرډ لوریه له هغه مهال تر ۱۹۱۱ کال د ګوند د ماتې تر مهال لومړی وزیر و او د هغه د تصدۍ دوره د کاناډا، انګلیس او فرانسې تر منځ له بېلابېلو سازښتونو سره مشخصه شوه. د ۱۹۲۰ لسیزې له لومړيو څخه د ۱۹۵۰ لسیزې تر منځنيو برخو پورې لېبرال ګوند د لومړیو وزیرانو هر یو وېلیم لیون مېکنزي کېنګ او لوئیس سېنټ لوران په ورو ورو د کاناډا د هوساینې یو دولت رامنځته کړ.   

نړيوالې روغتيايي پاملرنې، د کاناډا د تقاعد طرحه، د کاناډا د زده‌کړيالانو لپاره د پور د ورکړې طرحه، د کاناډا د سلطنتي سمندري ځواک د رامنځته کولو طرحه،څواړخیز پالنه، د دوو رسمي ژبو د لرلو پلويتوب، څوګوني رسمي کلتورپالنه، د وسلو کنترول، د کاناډا د اساسي قانون هېوادپالنه او د کاناډا د حقوقو او ازادیو د منشور رامنځته کول، د روڼ‌والي/شفافیت قانون، د هم‌جنس‌پالانو د ودونو قانوني کول، ايتینېزیا او د کنبېس قانون، د کاربن ملي قیمت‌جوړونه او د جنین د زیانولو لارو چارو ته پراخ لاس‌رسی د لېبرال په لاسلیک پالیسۍ او قانوني پرېکړو کې شامل وو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لېبرال ګوند چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې يې مشري د جاستین ټروډو پر غاړه ده، د ۲۰۱۵م کال په فېدرال ټاکنو کې د دولت اکثریت ترلاسه کړ. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کال په دواړو فېدرال ټاکنو کې دا ګوند له یو اقلیت دولت سره بیاځلي وټاکل شو.

تاریخچه[سمول]

نولسمه پېړۍ[سمول]

سرچینې[سمول]

لېبرالیان د نولسمې پېړۍ له اصلاح‌غوښتونکو څخه رامنځته شوي، چې په ټوله شمالي امريکا او بريتانیا کې يې له مسؤل دولت څخه ملاتړ کاوه. چې جورج براون، الکسانډر مکېنزي، رابرټ بالډون، وېلیم ليون مکېنزي او په برنۍ کاناډا کې کلیر ګرېټس، په نوا اسکوشا کې جوزوف هاو او په ښکتنۍ کاناډا کې د لويس ژوزوف پاپينو په مشرۍ د سور فرانسوي ګوند او د وطن‌پالانو فرانسوي ګوندونه په‌کې شامل وو. فرانسوي سور ګوند او کلېیرګرېټس به ځينې وختونه د کاناډا د قانون جوړونې په مجلس کې چې په ۱۸۵۴ کال کې پيل شو د یو متحد بلوک په توګه عمل کاوه او د فرانسوي، انګلیسي او کاناډايي غړو له ترکیب سره یو متحد لېبرال ګوند په ۱۸۶۱ کال کې رامنځته شو. [۱۴]

کنفېدراسیون[سمول]

د بریتانیا د پخوانیو کاناډايي مستعمراتو (انتاریو او اوسني کيوبېک/کبک) د کنفېدراسیون پر مهال نيوبرانزويک او نوا اسکوشیا، سخت‌دريځي لېبرالان چې د ښاغلي جان مک‌ډونالډ په مشرۍ د عمل‌پاله محافظه‌کار پیوستون په‌واسطه سره راټول شوي وو څنډې/حاشیې ته شول. تر کنفېدراسیون ۲۹ کاله وروسته لېبرالیان په دولت کې له یوې دورې پرته له مخالفت سره مخ شول. الکساندر مکنزي تر کنفېدراسیون وروسته په عملي ډول د رسمي اپوزسیون مشر و او په پای کې یې دې ته غاړه کېښوده چې په ۱۸۷۳ کال کې د لېبرال ګوند لومړنی رسمي مشر شي. هغه په ۱۸۷۳ کال کې وکولی شوی د پاسافیک/ارام سمندر د رسوایۍ له امله د مکډونالډ د دولت تر استعفا وروسته ګوند د لومړي ځل لپاره واک ته وروسوي. مېکنزي په پرلپسې ډول د ۱۸۷۴ کال ټاکنې وګټلې او د څلورو نورو کلونو لپاره يې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. لېبرال ګوند د پنځو کلونو په بهیر کې ګڼ شمېر سمونې/اصلاحات رامنځته کړل، چې له ډلې يې د پټې رایې پر ځای د ازادې رایې کارول، یوې ورځې ته د ټاکنو محدودول او د کاناډا د سترې محکمې رامنځته کول، د کاناډا د سلطنتي نظامي کالج رامنځته کول او د حساب‌اروزونې د عمومي دفتر رامنځته کول یادولی شو؛ که څه هم ګوند یوازې وکولی شوی په اونتاریو کې یوه پیاوړې ملاتړې اډه رامنځته کړي او په ۱۸۷۸ کال کې يې واک مکډولانډ ته وبایله. لېبرالیانو ۱۸ کاله نور په اپوزسیون کې تېر کړل.   [۱۴]

وېلفېرډ لوریر[سمول]

لېبرالیان په‌خپل لومړني تاريخ کې یو قاره‌يي او د امپریالیزم مخالف ګوند و. لېبرالیان همدارنګه د کيبوبېک‌یانو دهيلو لپاره د فرانسوي کاناډایانو د زیاتېدونکې دوښمنۍ په پایله کې له محافظه‌کارانو سره یوځای شول. محافظه کارانو د لويېس رېل په اعدامولو کې د خپل محافظه‌کارانه رول او د ۱۹۱۷ کال د جبري پوځي چوپړ د کړکېچ په بهیر کې او په ځانګړي ډول په غیر کيوبېکي ولایتونو کې له فرانسوي ښوونځیو سره د هغوی د مخالفت له امله د فرانسوي کاناډایانو باور له لاسه ورکړ.  [۱۵]

لېبرال ګوند د  وېلفرډ لوریر تر مشرۍ پورې د یو مدرن ګوند په توګه راڅرګند نه‌شو. لوریر وکولی شوی د لېبراليانو په واړانديز له فرانسوي کاناډا څخه د محافظه‌کارانو له بېګانګۍ څخه د یوه باوري ځای‌ناستي په توګه ګټه پورته کړي. لوریر وکولی شوی د هغه روحاینت خلاف چې لاهم ځواکمنه رومي کاتولیکه کلیسا يې ځوروله د ګوند پر نومیالي‌توب برلاسی ومومي. په انګلیسي ژبې کاناډا کې له مقابل عمل څخه د لېبرال ګوند ملاتړ د کروندګرو تر منځ د هغه د محبوبیت لامل شو او د مخ پر ودې چمن‌زاره/زرغونو ولایتونو کې یې د ګوند له غښتلتیا سره مرسته وکړه.    [۱۶]

لوریر د ۱۸۹۶ کال په لېبرال ټاکنو کې لېبرالیان واک ته ورسول (چې په هغه کې نوموړی لومړنی فرانسوي ژبی لومړی وزیر شو) او پر هغه دولت يې څار وکړ چې د کاناډا په لويديځ کې يې د مېشتېدو لپاره مهاجرت زیاد کړ. د لوریر دولت له شمال لویدیځو قلمرونو څخه د ساسکاچوان او البرتا ولایتونه رامنځته کړل او د کاناډا صنعت ته یې پراختيا ورکړه.   [۱۷]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

سازمانېدل/رامنځته کېدل[سمول]

د پېړۍ تر لومړیو پورې لېبرال ګوند له سیمه‌ییزو او ولایتي پیاوړو ملي مشرانو سره د سیمه‌ییزو ارګانونو یو سست پيوستون/ائتلاف و خو تر پارلمان پورته غیر رسمي او سیمه‌ییز سازماني جوړښت و. دې ګوند هېڅ ملي غړيتوب نه درلود. یو فرد له ولایتي لبرال ګوند سره د یوځای کېدو له لارې د ګوند غړی کېده. لوریر د ګوند لومړنی کنوانسیون په ۱۸۹۳ کال کې د یوې برنامې تر شا د لېبرال د ملاتړو د متحد کولو او د یو کمپاین له رامنځته کولو سره راوبله چې په ۱۸۹۶ کال کې يې لېبرال ګوند بریا ته ورساوه، خو له پارلمان څخه بهر د یو ملي رسمي سازمان د رامنځته کولو لپاره هېڅ کومه هڅه تر سره نه شوه.  

د ۱۹۱۱ او ۱۹۱۷ کال په فېدرال ټاکنو کې د ګوند د ماتې په پایله کې لوریه هڅه وکړه تر څو ګوند په ملي کچه د درېیو بنسټونو په رامنځته کولو سره سازمان کړي چې: د لېبرال اطلاعاتو مرکزي دفتر، د لېبرال د ملي سلا مشورې کمېټه او د لېبرال د سازمانولو ملي کمېټه وو. په دې توګه د سلا مشورې شورا د پارلمان د غړو په واک کې شوه او درې واړه بنسټونه د بوديجې له کمښت سره مخ وو او د واک ترلاسه کولو لپاره یې له سیمه‌ییزو او ولایتي لېبرالي ټولنو سره سیالي کوله. دې ګوند د ملي ګوند دويم کنوانسیون (د کاناډا د مشرۍ لومړنی کنوانسیون) په ۱۹۱۹ کال کې ترتیب کړ تر څو وېلیم ليون مکېنزي کېنګ د لوریر د ځای‌ناستي په توګه وټاکي، خو د ۱۹۲۱ کال په فېدرال ټاکنو کې واک ته د ګوند له بېرته راستنېدو سره د نوي په پښو درېدلي ملي ګوند سیمه‌ييز ګوندي سازمانونه تر ډېره د سیاسي هلو ځلو د امتياز اخيستونکو/ملاتړو په‌واسطه هدایت شول.  [۱۸]

سرچينې[سمول]


[1] د سیاسي ګوندونو یوه پالیسي چې د ګوند دغړو تر منځ د ليدلورو د پراخ طیف د هڅونې لپاره کارول کېږي، ژباړن.

[2] د یوې ګډې موخې د ترلاسه کولو لپاره د څو هېوادونو ائتلاف/پیوستون (په ورو ورو د اتومي بې‌وسلې کېدا پلويتوب)، ژباړن

[3] په کاناډا کې د مړينې پر مهال په‌خپله خوښه د اسانه مړينې د طبي مرستې یو فورم دی چې په لاعلاجه ناروغي اخته لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال کې قانوني شو، ژباړن.  

[4] په کاناډا کې د چرسو له نشه‌يي بوټي څخه تفریحي استفادې ته د جواز قانون، ژباړن

[5] د کاناډا په لویديځ کې د بریتانیا په مستعمره یونایټېد ولایت کې مېشت اصلاح‌غوښتونکي، ژباړن

  1. Rodney P. Carlisle (2005). Encyclopedia of Politics: The Left and the Right. SAGE Publications. مخونه 274. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-6531-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Donald C. Baumer; Howard J. Gold (2015). Parties, Polarization and Democracy in the United States. Taylor & Francis. مخونه 152–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-25478-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Patrick James; Mark J. Kasoff (2007). Canadian Studies in the New Millennium. University of Toronto Press. مخونه 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-9211-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. R. Kenneth Carty (2015). Big Tent Politics: The Liberal Party's Long Mastery of Canada's Public Life. UBC Press. مخونه 16–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-3002-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) PDF copy at UBC Press.
  5. McCall, Christina; Stephen Clarkson. "Liberal Party". Archived 2013-10-05 at the Wayback Machine. The Canadian Encyclopedia.
  6. Dyck, Rand (2012). Canadian Politics: Concise Fifth Edition. Nelson Education. مخونه 217, 229. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0176503437. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Liberal Party". The Canadian Encyclopedia. (2015). 
  8. Andrea Olive (2015). The Canadian Environment in Political Context. University of Toronto Press. مخونه 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-0871-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Donald C. Baumer; Howard J. Gold (2015). Parties, Polarization and Democracy in the United States. Taylor & Francis. مخونه 152–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-25478-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. McCall, Christina; Stephen Clarkson. "Liberal Party". Archived 2013-10-05 at the Wayback Machine. The Canadian Encyclopedia.
  11. "Liberal Party of Canada". Encyclopædia Britannica. 
  12. (په September 13, 2019 باندې). Justin Trudeau revient sur l'avortement à Montréal.
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "Liberal Party of Canada – History" (PDF). Newmarket-Aurora Federal Liberal Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 26, 2012 باندې. لاسرسي‌نېټه April 26, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Duffy, John (2002). Fights of our Lives Elections, Leadership, and the Making of Canada. HarperCollins. مخونه 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780002000895. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Sir Wilfrid Laurier Biography". Library and Archives Canada. لاسرسي‌نېټه November 24, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Sir Wilfrid Laurier Biography". Library and Archives Canada. لاسرسي‌نېټه November 24, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Beauharnois Scandal Archived May 14, 2007, at the Wayback Machine. at The Canadian Encyclopedia