لېسټر بي. پېیرسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لېسټر بي. پېیرسون
لېسټر بي. پېیرسون
لېسټر بي. پېیرسون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Lester Bowles Pearson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ اپرېل ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
ټورنټو  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 27 ډيسمبر 1972 (75 کاله)[۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آټاوا  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.88 متر[۱۱]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (14 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۲ اپرېل ۱۹۶۳  – ۲۰ اپرېل ۱۹۶۸ 
جان ډېفن بېکر 
پېيري ټروډو 
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
پوځي ځواک  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ملگري ملتونه  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه کنگل هاکي  د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام بريدمن
پوځي افسر  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لېسټر بي. پېیرسون
لېسټر بي. پېیرسون

لېسټر باولز «مایک» پېیرسون د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د مېریت /OM  (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي)، CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) اوOBE  (د زړورتیا  یو نښان چې د بریتانیا د سترواک له خوا د هنر او ساینس په برخه کې له خیریه او عمومي خدمتونو سره د همکارۍ لپاره د پاداش په توګه ورکول کېده) ګټونکی دی. د ۱۸۹۷ ز کال د اپرېل په ۲۳مه زېږېدلی او د ۱۹۷۲ ز کال د ډېسمبر په ۲۷ مه مړ شوی دی. یو کاناډايي پوه، واکمن، دیپلومات او سیاستوال و، چې له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۸ز کال پورې يې د کاناډا د څوارلسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. 

د اونټاریو (چې اوس مهال د ټورانټو یوه برخه ده) په نیوټونبروک کې زېږېدلی، پېیرسون خپله لومړۍ دنده د بهرنیو چارو په وزارت کې تر سره کړه. هغه له ۱۹۴۴ ز کال څخه تر ۱۹۴۶ ز کال پورې په متحده ایالاتو کې د کاناډا د سفیر په توګه او له ۱۹۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۵۷ ز کال پورې يې د لېبرال لومړیو وزیرانو وېلیم لوین مکنیزي کېنګ او لوئس سنټ لوران په دورو کې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۹۵۳ زکال کې د ملګرو ملتونو د سر منشي د تصدۍ لپاره له سختې ماتې سره مخامخ شو. له دې سره هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې د سوئز کانال د کړکېچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو ځواکونو د سازمانولو لپاره د نړیوالو پام ځانته راواړوه او د نوبل جایزې ګتونکی شو. د ۱۹۵۷ ز کال په ټاکنو کې د لېبرالیانو له ماتې څخه وروسته پېرسون په ۱۹۵۸ ز کال کې په اسانۍ سره د لېبرال ګوند مشري ترلاسه کړه. پېیرسون د پرمختللیو محافظه کارانو د لومړي وزیر ډېفین بېکر له خوا له دوه پرله پسې ماتو سره مخامخ شو، خو د درېیم ځل لپاره د ۱۹۶۳ ز کال په فدرال ټاکنو کې بریا ته ورسېد، پېیرسون د ۱۹۶۵ ز کال په فدرال ټاکنو کې بیاځلي بریالی شو.

پېیرسون د خپلې تصدۍ په دوران کې دوه لږه کي(اقلیت) دولتونه په پرله پسې ډول اداره کړل او لېبرالیانو په پارلمان کې اکثریت نه درلود؛ دا په دې معنا وه چې هغه د مخالفو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا درلوده. پېیرسون له دې ملاتړ سره پرمختللې پالیسۍ جوړې کړې ،لکه: د عمومي روغتیا پالنې، د کاناډايي زده‌کوونکو لپاره د پور د ورکړې او د کاناډا د تقاعد پلان. پېیرسون د ارډر اف کاناډا (په کاناډا کې تر میرېت پورته وياړلی نښان) او دوورسمي ژبو او دوه کلتورونو سلطنتي کمیسیون هم معرفي کړ او د مپل د ونې د پاڼې پر بیرغ جوړولو یې څار درلود، چې په ۱۹۶۵ ز کال کې پلی شو. د هغه دولت د کاناډا وسله وال پوځ متحد کړ او کاناډا يې د ويتنام له جګړې څخه لرې وساتله. په ۱۹۶۷ز کال کې کاناډا په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې د امتیاز پر بنسټ مهاجرت یې پلی کړ. پېیرسون تر نیمې لسیزې واکمنۍ وروسته، له لومړي وزیر‌توب څخه استعفا ورکړه اوله سیاست څخه تقاعد شو.     

پېیرسون له خپلو دولتي برنامو او پالیسیو سره او په ملګرو ملتونو کې د هغه د بدلون رامنځته کوونکي ګامونو سره یو ځای چې د سویس کانال کړکېچ پای ته رسول په کې شاملېږي، په عمومي ډول د شلمې پېړۍ له تر ټولو اغېزمنو کاناډایانو څخه بلل کېږي او د کاناډا د لویو لومړیو وزیرانو په رتبه بندۍ کې راځي. [۱۳][۱۴]

لومړنی ژوند، کورنۍ او زده‌کړې[سمول]

پېیرسون د اونتریو د نیوتونبروک (اوس مهال د ټورنټو یوه برخه) سیمې په یارک ښارګوټي کې زېږېدلی، د ساره اني (کورنی نوم یې بولز) او اېډوېن ارتور پېیرسون زوی دی پلار يې یو مېټوډېست (وروسته د کاناډا متحده کلیسا) وزیر و. لېسټر د وون واټيير پېيرسون (Vaughan Whitier Pearson) او مامډیوک (ډیوک) پېيرسون ورور و. په ۱۹۸۴ ز کال کې کله چې پېیرسون د یوې میاشتې و کورنۍ يې د یونګ سړک ته کډه شوه. د لېسټر پېیرسون پلار، خپله نوې جوړه شوې کورنۍ د ټورنټو په شمال کې د ارورا، انتاریو سیمې ته کډه کړه، چېرې چې هغه د يونګ په سړک کې د ارورا ميټوډېستې کلیسا وزیر و. لېسټر خپل لومړي کلونه په ارورا  کې تېر کړل او د چېرچ سټريټ په دولتي ښوونځي کې يې زده‌کړې وکړې. کورنۍ د کاترين په ۳۹ سړک کې ژوند کاوه، پېیرسون د ارورا د راګبي د ټيم غړی و. [۱۵]

پېيرسون په ۱۹۱۳ز کال کې د ۱۶ کلونو په عمر د همېلټون کاليجېت له انسټيټوټ څخه په انتاریو کې فارغ شو. وروسته په هم هغه کال کې په ټورنټو پوهنتون کې د وېکتوریا کالج کې شامل شو، چېرې چې هغه د ګېسټ هوس په استوګنځي کې له خپل ورور ډيوک سره په یوه کوټه کې ژوند کاوه. وروسته هغه د تاریخ او ارواپوهنې په برخه کې د هغه د غوره علمي فعالیت له امله د ټورنټو پوهنتون د پي ای ګاما میو (Pi Gamma Mu) د ټولنیزو علومو د افتخاري ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ. پېیرسون کټ مټ لکه نورمن جویسون (Norman Jewison)، اي. جې. پراټ (E. J. Pratt) او د هغه شاګرد مارګاريټ اټووډ (Margaret Atwood) د دویم ټولګي د محصل په توګه د باب کاميډي لوبیالیکونو په ننداریز دود کې برخه واخیسته. پېیرسون تر وېکتوریا کالج وروسته، له ۱۹۲۱ ز کال څخه تر ۱۹۲۳ز کال پورې د اکسفورډ په سېنټ جان کالج کې د زده‌کړو بورس ترلاسه کړ.  [۱۵][۱۶]

سپورتي علاقه[سمول]

پېیرسون د ټورنټو په پوهنتون کې په پېژندل شوي سپورتمین بدل شو او د راګبي په اتحادیه کې ښه وځلېده او همدارنګه یې د باسکېټبال لوبه هم کوله. هغه وروسته هغه مهال چې په اکسفورډ پوهنتون کې يې په بورس زده‌کړې کولې، د اکسفورډ پوهنتون د يخ پر سر هاکي لوبې کلب ته هم لوبه وکړه، هغه ټیم چې د اسپېنګلر لومړنی جام يې په ۱۹۲۳ ز کال کې ترلاسه کړ. پېیرسون د یوه ځوان په توګه په بېسبال او لاکروسس (یو ډول کاناډايي لوبه) کې هم تکړه و. د یوې اوړنۍ نیمه پرو لوبې لپاره د انفیلډر (هغه لوبغاړی چې د میدان په منځ کې لوبه کوي) په توګه په بېسبال کې د هغه استعداد په کافي اندازه پیاوړی و چې د اونتاریو د ولایتي بېسبال لیګ ګلف مپل ليفس ته لوبېده. پېیرسون په ۱۹۲۳ ز کال کې د لاکراس او کمبرېج پوهنتون له مرکب ټيم سره شمالي امریکا ته سفر وکړ. وروسته هغه د ټورنتټو پوهنتون له تاريخ څانګې سره د لارښود په توګه یوځای شو، هغه د ټورنټو پوهنتون د فوټبال او هاکي ټیمونو په لارښوونه او مربي‌والي کې مرسته وکړه. هغه د یوه ځوان په توګه په لوړو سټنډردونو سره د ګلف او تېنېس لوبې ترسره کړې. [۱۷]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

پېيرسون د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې، د ټورنټو د روغتون برخې سره د روغتیايي خدمتګار په توګه په خپله خوښه کار وکړ.  هغه په ۱۹۱۵ ز کال کې له هېواد څخه بهر د کاناډايي پوځ په طبي لښکر کې د ناروغانو او مړو د تذکرو د لېږدونکي په توګه خدمت ته د ننه شو او په دوام یې فرقه‌مشرۍ ته ارتقاع وکړه. د خدمت د دې دورې په بهیر کې نږدې دوه کاله د اروپا په سویل کې تېر کړل، مصر ته ولېږل شو او وروسته یې د سالونیکا (مقدونیې) په جبهه کې خدمت وکړ. هغه د سربیا له پوځ سره هم د طبي لېږدوونکي په توګه خدمت وکړ. پېیرسون د ۱۹۱۷ ز کال د اګست په دویمه د لنډ مهال لپاره د دويم بريدمل موقف ته منصوب شو. هغه مهال د کاناډا سلطنتي هوايي پوځ نه و. پېیرسون له دې امله د بریتانیا د سلطنتي پوځ هوايي ځواکونو ته ولېږل شو او هلته یې د الوتنو د افیسر په توګه خدمت وکړ. هغه مهال چې پیلوټ و، د مایک لقب يې ترلاسه کړ چې د الوتنو د یو لارښود له خوا هغه ته ورکړل شوی و، هغه لارښود داسې احساس کاوه چې «لېسټر د یو پیلوټ لپاره ډېر نرم نوم دی» لارښود وويل: «دا یو ښځينه نوم دی ته نور مایک یې» پېیرسون له هغه وروسته په رسمي اسنادو او عامه ژوند کې د لېسټر نوم کاراوه، خو ملګرو او کورنۍ به تل هغه ته د مایک په نوم غږ کاوه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

پېیرسون، الوتنه د هوايي ترېننګ په يوه ښوونځي کې د انګلستان په هېنډون کې زده کړه. هغه په خپله لومړنۍ الوتنه کې د الوتکې د راغورځېدو له پېښې څخه وژغورل شو. پېیرسون په ۱۹۱۸ ز کال کې په لندن کې د بلک اوټ (د پېښېدونکې جګړې د تيارۍ وخت) په بهیر کې د ښار په ګڼه ګوڼه کې بس موټر وواهه او د روغېدلو لپاره کور ته ولېږل شو ،خو وروسته له خدماتو څخه رخصت کړل شو. [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123784969 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Lester-B-Pearson — subject named as: Lester B. Pearson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m335xr — subject named as: Lester B. Pearson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2559 — subject named as: Lester Bowles Pearson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/pearson_lester_bowles_20E.html — subject named as: LESTER BOWLES PEARSON — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown، David Mackness Hayne، Francess Halpenny، George Ramsay Cook، John English، Marcel Trudel، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Lester Bowles Pearson — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=531 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pearson-lester-bowles — subject named as: Lester Bowles Pearson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0049611.xml — subject named as: Lester Bowles Pearson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=pearsonl — subject named as: Lester B. Pearson
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=47234 — subject named as: Lester Bowles Pearson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. https://globalnews.ca/news/2650683/why-the-world-prefers-tall-politicians/
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123784969 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. MacDonald, L. Ian. "The Best Prime Minister of the Last 50 Years — Pearson, by a landslide", Policy Options, June–July 2003. Accessed 3 April 2014.
  14. S. Azzi, N. Hillmer. "Ranking Canada's best and worst prime ministers",Maclean's, October 2016. Accessed 27 May 2017
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ "Pearson, Lester Bowles". Dictionary of Canadian Biography Online, 2019 –2018 (Volume XX). University of Toronto/Université Laval. 2000. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. O'Grady, Conner Archived 16 June 2018 at the Wayback Machine. "Despite cuts and critics, Bob carries on"; the newspaper; University of Toronto; 18 December 2013.
  17. English (1989–1992), Volume I
  18. کينډۍ:London Gazette
  19. "'Mike' Pearson". The Dictionary of Canadian Politics. Parli. 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Biography". The Nobel Peace Prize 1957 – Lester Bowles Pearson. Nobel Foundation. 1957. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Politika (15 November 2008). "Najstarija plomba na svetu" (په سربیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lester B. Pearson at The Canadian Encyclopedia
  23. Lester Bowles Pearson at Library and Archives Canada
  24. Lester Bowles Pearson (1897–1972), Canada and the First World War at Library and Archives Canada