کنگل هاکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په ۱۹۹۸ کال کی د ناگانو په شار کی د چېک د جمهوریت لوبډله د روسی لوبډلې ته ماته ورکړه
شایبه
د یخ میدان

کنگل هاکي (په انگرېزي:Ice hockey) د المپيک د ژمنۍ لوبو څخه يوه لوبه ده چې د کنگل په سر باندې کېږي. هاکي په ۱۹ پېړۍ کی په کاناډا کی رامنځ ته شو او دغه لوبه څو کاله وروسته منځنی او شمالي اروپا ته ورپراخه شوه. دغه سپورټي لوبه په ځانگړي ډول په چېک جمهوریت، کاناډا، امریکا، فنلنډ، سویدن او روسیه کی دېړه مشهوره ده. د یخ هاکي د دوو لوبډلو په منځ کی یوه لوبه ده چی د یخ د میدان باندي ترسره کېږي هر هاکي ټیم شپږ لوبغاړی لري چی پکی گول کیپر، دوې مدافعان او درې فارورډان سته. هر لوبغاړی یو هاکي لرگي، سكيټونه او خوله لري. هر گول کیپر باید د مخ خوندی کولو خاص ماسک هم ولري. په دي لوبې کی د هاکی لوبغاړی باید د سيالې ډلې دروازې ته گول ووهي لوبغاړي باید شایبه چی ددغی لوبې د توپ په توگه ور څخه کار اخیستل کېږي په پښه یا لاس سره د گول دروازه ته وداخل نه کړي .دغه لوبه یو ساعت ده چی په درو دورو کی تر سره کېږي او هر دوره ۲۰ دقیقې وی. د هرو دورو په منځ کې وقفی دي. دغه لوبه د سر ریفری لخوا رهبری کېږي سر ریفری د یخ په میدان کی حرکت کوي او د هاکی لوبه څاري. کله چی لوبغاړي فول وکړی نو سر رفري کولای سی لوبه ودروی او لوبغاړي ته جزا وکړي. هر لوبه کونکي چی فول وکړي نو د دوو دقیقو لپاره د لوبې د میدان څخه ویستل کېږي.

سيالۍ

د امریکا- کاناډا د هاکی ملی لیگ (په انگرېزي کی:National Hockey League) د نړۍ تر ټولو مسلكي او مشهوره مسابقه ده. په دی مسابقې کی د نړۍ تر ټولو ښه هاکی لوبغاړی برخه لري. دغه لوبغاړی په زیاتره د چېک جمهوریت، روسیې، سویدن او فنلنډ څخه دي. خو هر هېواد خپل د هاکی ملی لوبې هم لري. هر کال د هاکی د لوبو د نړیوال جام لوبې تر سره کېږي.