د برتانيا فوځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برتانيا فوځ د هېواد د ځمکنۍ جګړې اصلي ځواک او د شاهي سمندري او شاهي هوايي ځواک تر څنګ د برتانيا د وسله والو ځواکونو يوه برخه ده. تر ۲۰۲۲ زکال پورې برتانوي فوځ ۸۰۹۷۶ منظم پوره وخته غړي، ۴۰۹۰ “Gurkhas” او ۵۲۶۰۰ تنه زېرمه غړي (چې ۲۹۴۰۱ تنه يې په خپله خوښه زېرمه فوځ کې او ۲۳۱۹۹ تنه يې په منظم زېرمه فوځ کې پخواني تنظيم شوي غړي دي) لري.

د معاصر برتانوي فوځ تاريخ په انګريزي فوځ او سکاتلينډي فوځ کې د وړاندې والي په درلودلو سره ۱۷۰۷ز کال ته ورګرځي، چې په ۱۶۶۰ ز کال کې د بيارغونې پر مهال جوړ شوي وو. د برتانوي فوځ “British Army” اصطلاح په ۱۷۰۷ زکال کې د انګلېنډ او سکاتلېنډ تر منځ د يووالي له قوانينو “Acts of Union” څخه وروسته تصويب شوه. د برتانوي فوځ غړي پاچا ته د خپل سر قوماندان په توګه د ژمنتيا سوګن کوي، مګر د ۱۶۸۹ز کال د حقونو لايحه “Bill of Rights of 1689” او د ۱۶۸۹زکال د حقونو د ادعا قانون “Claim of Right Act” له پاچا څه غوښتنه کوي، د سولې په وخت کې د فوځ ساتلو په موخه بايد د پارلمان رضايت ولري. د همدې له امله پارلمان لږ تر لږه په هرو پينځو کالونو کې يو ځل د وسله والو ځواکونو قانون “Armed Forces Act” په تصويبولو سره د فوځ تاييد کوي. فوځ د دفاع وزير له لورې اداره کېږي او د لوی درستيز له لورې يې مشري يا قومانده کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

برتانوي فوځ چې په اصل کې له پياده او سپرو څخه جوړ شوی دی، په برتانوي عسکري نظام کې يو له دوه منظمو ځواکونو څخه و (د برتانوي فوځي ځواکونو هغه برخې، چې د سمندري ځواکونو خلاف د ځمکنۍ جګړې دنده ورکول شوې وه)، چې دويم ځواک يې د “Board of Ordnance” په نوم د توپخانې فوځي قطعه “Ordnance Military Corps” وه (چې له شاهي توپچي، شاهي انجنيرانو او شاهي کان کېندونکو څخه جوړه شوې وه)، چې له اصلي ملکي کميساري څانګې “Commissariat Department” تر څنګ نورې څانګې زېرمه او اکمالوي. برتانوي فوځ کې لښکرکوټونه او نورې څانګې هغه وخت په پام کې ونيول شوې، چې په ۱۸۵۵ زکال د توپخانې بورډ  له منځه لاړ. د بورډ نورې زياتې ملکې څانګې د جګړې دفتر “War Office” نومې اداره کې جذب شوې. [۶][۷][۸][۹]

د برتانيې فوځ د اوه کالونو د جګړې، د امريکا د اوښتونيزې جګړې، ناپيليوني جګړو، د کريميا جګړې او د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو په ګډون د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ په سترو جګړو کې ونډه اخېستې ده. په دې ډېری پرېکنده جګړو کې د برتانيې برياليتوبونو دې هېواد ته لاره هواره کړه، چې نړيوالې پېښې تر خپل اغېز لاندې راولي او ځان د نړۍ د يو مخکښ نظامي او اقتصادي قدرت په توګه رامينځته کړي. د سړې جګړې له پای ته رسېدلو راهېسې د برتانيې فوځ د جګړې په يو شمېر سيمو کې خپور [ښکېل] شوی دی، چې زياتره وخت د اکتشافي ځواک د برخې، ايتلافي ځواک يا د ملګرو ملتونو د سوله ساتي عمليات د برخې په بڼه و. [۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه[سمول]

جوړښت[سمول]

د انګريزي کورنۍ جګړې تر وخته پورې، انګلېنډ هيڅکله داسې يو منظم فوځ نه درلود، چې د مسلکي افسرانو او مسلکي فرقه مشرانو او ډلګۍ مشرانو لرونکې وي. دې هېواد پر فوځي وزمه فوځ يانې ملېشې باندې تکيه کوله، چې د سيمه ييزو چارواکو يا د اشرافيت له مخې د چمتو شويو خصوصي ځواکونو په واسطه منظم شوې وه؛ يا دا چې فوځ يې په پيسو د ګومارل شويو اروپايي فوځيانو پر بنسټ و. د منځنيو پېړيو له وروستيو څخه تر انګريزي کورنۍ جګړې پورې هغه وخت چې د هغه ځواک په څېر يو بهرني اکتشافي ځواک ته اړتيا وه، چې د انګلينډ پينځم هينري فرانسې ته ولېږدوه او په ۱۴۱۵ز کال اګينکورټ جګړه کې وجنګېده، د اکتشافي يا علمي سفر د مودې لپاره يو مسلکي فوځ جوړ شوی و. [۱۳][۱۴]

د انګريزي کورنۍ جګړې پر مهال د اوږد مهاله پارلمان غړي په دې وپوهېدل، چې سيمه ييزو ټولنو (لکه ختيځه ټولنه) کې د منظم شوې ولايتي ملېشې د کارولو مشري زياتره وخت د پارلمان د ځايي غړو (چې د عوامو او مشرانو دواړو مجلسونو څخه وو) له لورې کېدله، په داسې حال کې چې د پارلماني غړو تر واک لاندې سيمو د جګړې ګټلو توان نه درلود. نو پارلمان دوه کارونه پيل کړل. يو کار د ځان نه منلو يا د خواهشاتو وژونکی حکم و، چې پارلماني فوځونو کې د افسرانو په توګه له خدمت کولو څخه د پارلمان د غړو مخنيوی کوي. دې چارې پارلمان کې د ملکي وګړو او د ملکي افسرانو د لښ تر منځ توپير رامنځته کړ؛ چې ملکي وګړو په اصل کې غوښتل د پروتستانت د شېخانو کليسا پورې تړلي وي او د مزاج له مخې د شاهي پلويو پر وړاندې د پخلاينې پلوي وو، په داسې حال کې چې دويمې ډلې غوښتل دينپوهنه برخه کې د هغې چا پر وړاندې خپلواک (ډله ييز)، چې دوی ورته راپور ورکوي. دويم کار د پارلمان په تمويل د يو فوځ د جوړونې لپاره قانون ايښودنه و، چې مشري يې ستر جنرال توماس فايرفاکس کوله، چې د نوي موډل فوځ “New Model Army” (چې به اصل کې په نوې بڼه جوړ شوی و) په توګه وپېژندل شو. [۱۵]

په داسې حال کې چې دا د جګړې د ګټلو يو نوی جوړښت يا فرمول ثابت شو، ياد فوځ چې د منظم کېدلو او په سياسي ډول د فعالېدلو په حال کې و، د انتقالي دورې پر سياست يې واکمني وکړه او په ۱۶۶۰ زکال کې په پراخه کچه ناخوښ وګڼل شو. نوي موډل فوځ ته ۱۶۶۰ زکال کې د پاچاهۍ د بيارغونې په وخت کې اداينه شوې او له منځته تللی و. د زياتو لسيزو لپاره د اوليور کرومويل تر څار يا قيموميت لاندې د نوي موډل فوځ ادعا شوي تېري د تبليغاتو په توګه کارول شوي وو (او لا هم د ايرلينډ په ولسي ادب کې څرګندېږي) او د وېګ ډلې د تل پاتې فوځ له جوړولو څخه مخ وګرځاوه. د ۱۶۶۱ او ۱۶۶۲ زکالونو د ملېشې قوانينو د ځايي چارواکو له لورې د ملېشې له رابللو او په واسطه يې د خپلو سيمه ييزو سيالونو له ځپلو څخه د هغوی مخنيوی وکړ. د ملېشې رابلل يوازې د پاچا او ځايي اشرافيانو د هوکړې په شتون کې شوني وو. [۱۶][۱۷]

دويم چارلس او د نوموړي کاوالېر [وړ نوم دی، چې اعتباري سپور عسکر ته وايي] ملاتړو تر شاهي واک لاندې د نوي فوځ ملاتړ وکړ او د دوی له ملاتړ څخه سمدستي وروسته، بيارغونې د دې ډول فوځ په جوړولو کار پيل کړ. د انګرېزي فوځ “English Army” لومړني کنډکونه د له مينځه تللي نوي موډل فوځ د غړو په ګډون د ۱۶۶۰ زکال د نومبر او ۱۶۶۱ز کال د جنوري تر منځ جوړ شوي وو او د انګليستان لپاره يو نوی منظم فوځي ځواک شو، چې د پارلمان له لورې تمويلېده. شاهي سکاتلنډيان او ايرلينډي فوځونه د سکاتلينډ او ايرلينډ د پارلمانونو له لورې تمويل شوي وو. پارلماني واک د ۱۶۸۹ز کال د حقونو د لايحې “Bill of Rights 1689” او د همدې کال د حقونو د ادعا قانون “Claim of Right Act 1689” له مخې رامينځته شوی و، که څه هم پاچاهۍ لږ تر لږه د نولسمې پېړۍ تر پای ته رسېدلو پورې د فوځي ادارې د بېلابېلو برخو تر خپل اغېز لاندې راوستلو ته دوام ورکړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

له بيارغونې [دورې] څخه وروسته دويم چارلس له خپلې عمومي بوديجې څخه د ۱۲۲۰۰۰ يورو په لګښت، د پياده او سپرو ځواکونو څلور کنډکونه راټول کړل او هغوی يې خپل ساتونکي وبلل. دا کار د تل پاتې انګرېزي فوځ بنسټ شو. په ۱۶۸۵ز کال کې يې کچه پلو عسکرو کې ۷۵۰۰ تنو او لښکرکوټونو کې ۱۴۰۰ تل پاتې دېره فوځيانو ته پورته شوه. په ۱۶۸۵ زکال کې يوې سرکښۍ يا پاڅون دويم جيمز ته لاره هواره کړه، چې د فوځيانو ګڼه ۲۰۰۰۰ نارينه وو ته لوړه کړي. ياده کچه په ۱۶۸۵ز کال کې هغه مهال ۳۷۰۰۰ وه، چې انګلېنډ د فرانسې او ديوکي جګړې د پای ته رسولو پړاو کې ونډه ولوبوله. واک ته د ويليم او ماري له رسېدلو څخه وروسته، انګلېند د ستر اتحاد جګړه “War of the Grand Alliance” کې ځان ښکېل کړ، چې ښکېلتيا يې په اصل کې بېرته د دويم جيمز (د ماري پلار) واک ته د رسولو په پار د فرانسوي بريد د مخنيوي په موخه وه. په ۱۶۸۹ز کال کې درېيم ويليم فوځ ۷۴۰۰۰ او وروسته په ۱۶۹۴ز کال کې ۹۴۰۰۰ تنو ته پراخه کړ. پارلمان يې په اړه خورا اندېښمن و او د ځواکونو کچه يې په ۱۶۹۷ز کال کې ۷۰۰۰۰ ته راښکته کړ. سکاتلېنډ او ايرلېنډ په نظرياتي ډول بېل فوځي جوړښتونه درلودل، مګر په نارسمي ډول له انګريزې ځواک سره يو ځای يا ګډ وو. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Williams, Noel T. St John (1 January 1994). Redcoats and courtesans: the birth of the British Army (1660–1690). Brassey's (UK). د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857530971. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Walton, Clifford (1 January 1894). History of the British Standing Army. A.D. 1660 to 1700. Harrison and Sons. د کتاب پاڼې 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Commanding Officers Guide. Manual of Service Law (JSP 830, Volume 1, Chapter 18)" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Bill of Rights 1689". UK Parliament. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. cgsmediacomma-amc-dig-shared@mod.uk, The British Army. "The British Army – Higher Command". www.army.mod.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "NAVAL AND MILITARY PENSIONS AND GRANTS. (Hansard, 12 February 1917)". hansard.millbanksystems.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Department of the Master-General of the Ordnance – Regiment History, War & Military Records & Archives". www.forces-war-records.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Board of Ordnance – Naval History Archive". www.navalhistoryarchive.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Leslie, J. H. (1925). "THE HONORABLE THE BOARD OF ORDNANCE. 1299—1855". Journal of the Society for Army Historical Research. 4 (17): 100–104. JSTOR 44220102 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. cgsmediacomma-amc-dig-shared@mod.uk, The British Army. "The British Army – Operations and Deployments". www.army.mod.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Louis, William Roger; Low, Alaine M.; Porter, Andrew (1 January 2001). The Oxford History of the British Empire: The nineteenth century. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 332. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-924678-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Johnston, Douglas; Reisman, W. Michael (26 December 2007). The Historical Foundations of World Order: The Tower and the Arena. BRILL. د کتاب پاڼې 508. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-474-2393-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. David G. Chandler, ed., The Oxford history of the British army (1996) pp 24–45.
  14. Trowbridge, Benjamin (11 August 2015). "A victorious army in the making: Raising King Henry V's army of 1415". National Archives. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rogers 1968، صص. 207–211.
  16. "'Charles II, 1661: An Act declaring the sole Right of the Militia to be in King and for the present ordering & disposing the same.', Statutes of the Realm: volume 5: 1628–80 (1819)". د کتاب پاڼي 308–309. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lord Macaulay The History of England from the accession of James the Second (C.H. Firth ed. 1913) 1:136-38
  18. David Chandler, The Oxford History of the British Army (2003) p. 47.
  19. Mallinson, p.2
  20. Clayton, Anthony (2014). The British Officer: Leading the Army from 1660 to the Present. Routledge. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-86444-8. The first standing Army for Britain, a force of some 5,000 men on the English establishment, was formed at the Restoration in 1660–61. Separate forces were maintained on the Scottish and Irish establishments. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Glozier, Matthew; Onnekink, David (2007). War, religion and service: Huguenot soldiering, 1685–1713. Ashgate. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-5444-5. After the Restoration there were separate English, Scottish (until 1707) and Irish (until 1800) military establishments, reflecting the national revenue from which a military unit was maintained. In operational and administrative matters all three combined into a single formation. From 1688, the description 'British' army is both convenient and accurate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. David Chandler, The Oxford History of the British Army (2003) pp. xvi–xvii
  23. David Chandler, The Oxford History of the British Army (2003) p. 46.
  24. Miller 2000, p. 144
  25. Chandler, ed., The Oxford history of the British army (1996) pp. 46–57.
  26. Correlli Barnett, Britain and her army, 1509–1970: a military, political and social survey (1970) pp. 90–98, 110–25.