د پروستات سرطان
د پروستات سرطان د پروستات غدې د سرطان ناروغي ده. د پروستات سرطان په ټوله نړۍ کې د رامنځته کېدو د کچې له مخه دویم رایج سرطاني تومور او همدارنګه د نارینه و ترمنځ د مړینې پنځم لوی علت دی. پروستات د نارینه و په تناسلي آله کې هغه غده ده چې د ادرار مجرا د مثانې په لاندې برخه کې احاطه کوي او د خیټې په هیپوګاستریک برخه کې موقعیت لري. د هغو د موقعیت د کره څرګندونې په موخه لکه څه ډول چې د هغو په انځورونو کې ښوول کېږي مثانه د هغو د پاسه موقعیت لري. یوازې هغه کسان چې مردانه تناسلي غړي لري په دغه ناروغۍ اخته کېږي. د پروستات ډېری سرطانونه ډېره کمزورې وده لري. سرطاني حجرات یې کېدای شي د وجود نورو برخو په ځانګړې توګه هډوکو او لنفاوي غدو ته پراختیا ومومي. دغه ناروغي کېدای شي په پیل کې هېڅ نښه له ځانه وه نه ښيي. د راتلونکو پړاونو په علایمو کې یې بیا درد یا په ادرار کولو کې ستونزه، په ادرار کې وینه راتلل او یا هم په ملا او خاصره لګن (د کونې هډوکی) کې درد شاملېږي. د پروستات هیپرپلازی سلیم سرطان کېدای شي ورته علایم رامنځته کړي. په نورو راتلونکو علایمو کې یې د وینې د سروکرویاتو د حجراتو د کمښت له امله دایمي ستړیا شاملېږي.[۱][۲]
هغه عوامل چې د پروستات په سرطان باندې د اخته کېدو ګواښ زیاتوي لوړ عمر لرل، کورنی مخینه او نژاد دي. د دغه سرطان نږدې ۹۹ سلنه موارد یې د ۵۰ کلنۍ څخه د عمر په زیاتوالي رامنځته کېږي. په دغه ناروغۍ باندې د کورنۍ د لومړي درجه خپلوان اخته توب کېدای شي د کورنۍ په نورو غړو کې د دغه ډول سرطان د رامنځته کېدو ګواښ دوه تر درې چنده زیات کړي. په نورو عواملو کې یې هغه غذایي رژیم چې په لوړه کچه په کې د غوښې اړوند محصولات او سره غوښه شتون ولري شاملېږي، په داسې حال کې چې په زیاته کچه د شیدو څښلو له امله د هغو د رامنځته کېدو خطر قطعي نه دي. دغه ناروغي له سوزاک سره اړیکه لري، خو د دغې اړیکې هېڅ لامل تر اوسه نه دی موندل شوی. همدارنګه د دغې ناروغۍ ګواښ له BRCA جنټیکي مورد (BRCA mutations) سره هم اړیکه لري. د تشخیص طریقه یې هم بیوپسي (نمونه ګیري) ده. کېدای شي طبي انځور اخیستنه هم د متاستاز د شتون اړوند ترسره شي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
د پروستات د سرطان له وخت وړاندې معاینه کول له دې ډلې د پروستات د ځانګړي انټي جن (PSA) ازموینه د هغو د سرطاني توب غوره تشخیص ته لار برابروي اما دا چې په پایلو کې مرسته کولای شي د بحث موضوع ده. له ۵۵ کلنۍ څخه تر ۶۹ کلنۍ پورې وګړو ته د هغو اړوند د اګاهانه پرېکړې کولو لارښوونه کېږي. که چېرې معاینه ترسره شي د هغو کسانو لپاره چې اوږده ژوند لرلو ته هیله لري غوره چاره ده. په داسې حال کې چې ښکاري چې ۵اې مهار کوونکي روډوکتاز (5α-reductase inhibitors) د لوړې درجې لرونکي سرطان ګواښ راکموي خو په لوړه درجه سرطان اغېز نه کوي او په دغه ډول حالت کې یې توصیه نه کېږي. دا نه ده مالومه چې بشپړونکي ویټامینونه او یا هم منرالونه دې د ګواښ په راکمولو کې اغېز ولري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ډیری موارد یې د فعال نظارت او یا هم وخت پر وخت درملنې پربنسټ مدیریت کېږي. د درملنې په لارو چارو کې یې کېدای شي د جراحۍ، وړانګ درملنې (راډیوتراپي)، هورمون درملنې او د کیمیاوي درملنې ترکیب شامل شي. پروستات ته محدود تومورونه کېدای شي د درملنې وړ وي. په دغه ناروغۍ کې د درد ضد درمل، بیس فسفوناتونه (bisphosphonates) او همدارنګه هدفمنده درملنه د نورولارو چارو په پرتله ګټمن دي. د هغو نتایج د ناروغ روغتیايي حالت او د سرطان برید کوونکې کچې او پراخوالي ته اړوند دي. د پروستات په سرطان اخته ډېری نارینه د هغو له امله نه مري. په متحده ایالاتو کې له دغه ناروغۍ څخه د بچ شوو ناروغانو کچه د پنځه کلونو له مخې ۹۸٪ ده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
دغه سرطان په ټوله نړۍ کې تر ټولو دود دویم سرطان دی. په نارینه و کې د مړینې لوی پنځم علت هم دی. په ۲۰۱۸ زکال کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱.۲ میلیونه تنه وښودل شو چې له امله یې ۳۹۵۰۰۰ تنه مړه شوي. دغه سرطان په ۸۴ هېوادونو کې د نارینه و ترمنځ معمول سرطان دی چې تر ډېره پورې په پرمختلوو هېوادونو کې وګړي پرې اخته کېږي. دغه کچې په مخ پر ودې هېوادونو کې وده لرلې. په ډېری برخو کې د دغه ناروغۍ تشخیص د PSA ازموینو په زیاتوالي سره پراختیا موندلې. د پروستات د سرطان اړوند یوې څېړنې ښوولې چې له ۶۰ کلونو زیات عمر لرونکو روسي او جاپاني نارینه و کې د دغه ډول سرطان کچه له ۳۰ څخه ۷۰ سلنه پورې ده او اخته کسان پرې د نامعلومو لاملونو له امله مړه شوي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
نښې نښانې[سمول]
د پروستات سرطان په پیل کې څرګندې نښې نه لري. هغه مهال چې نښې یې څرګندېږي تر ډېره پورې د پروستات هیپرپلازي سلیم سرطان ته ورته وي. په دغو نښو کې د ادرار کولو تکرار، په شپه کې د ادرار زیاتوالی (nocturia)، د ادرار د ثابت جریان په پیل او دوام کې ستونزه، په ادرار کې وینه (hematuria)، په ادرار کولو کې د درد لرل (dysuria یا سوزاک) او همدارنګه د وینې د کمښت له امله خستګي او د هډوکو درد شاملېږي. یوې څېړنې ښوولې چې په دغه ناروغۍ اخته ډېرو کسانو له دغو علامو څخه یوه یا هم زیاتې لرلې دي. [۲۵][۲۶]
د پروستات سرطان د ادرار کولو په عمل کې له اختلال سره مل دی ځکه چې د پروستات غده د ادرار مجرا چاپېره کړې. په غده کې دننه تغیرات په مستقیم ډول د ادرار کولو په ډول اغېز کوي. له دې امله چې مني لېږدونکې لولې د ادرار له پروستاتي مجرا تېرېږي د پروستات ترشحات په مني مایع کې ګډېږي؛ همدا دی چی د پروستات سرطان په جنسي فعالیت کې هم ستونزې رامنځته کوي لکه د نارینه تناسلي الې په شخوالي (erection) کې ستونزه رامنځته کوي یا هم د دردناک انزال لامل ګرځي. [۲۷][۲۸][۲۹]
د پروستات متاستاتیک سرطان کېدای شي یو شمېر نور علایم هم رامنځته کړي. تر ټولو څرګنده علامه یې هم د هډوکو درد دی چې تر ډېره په مهرو (د ملا د تیر په مهرو)، لګن خاصره او یا هم پوښتیو کې احساس کېږي. نورو هډوکو ته د سرطان سرایت لکه د ورانه هډوکي ته په معمول ډول په هغه هډوکي کې ژر رامنځته کېږي چې پروستات ته نږدې وي. د ملا په تیر کې د پروستات سرطان کېدای شي د شوکي نخاع په ریښه فشار راوړي او د پښې د بې حسه کېدو، ضعیفه کېدو او یا هم د ادرار او غایطه موادو د بې اختیارۍ لامل وګرځي. [۳۰][۳۱]
د ګواښ رامنځته کوونکي عوامل[سمول]
د پروستات د سرطان رامنځته کوونکي لومړني عوامل چاغوالی، د عمر زیاتوالی او کورنۍ مخینه ده. په زیات وزن لرونکو نارینه و کې د طبیعي وزن لرونکو په پرتله د پروستات د سرطان له امله د مړینې کچه ۳۴ سلنه زیاته ده. له ۴۵ کلنو څخه په لږ عمر لرونکو نارینه و کې د پروستات سرطان یوه غیرطبیعي چاره ده، خو د عمر په زیاتوالي بیا دود ده. د تشخیص پر مهال د عمر اوسط کچه ۷۰ کاله ښوول شوې. د چینايي، جرمني، اسرائیلي، جامئیکايي، سویډني او یوګانډايي وګړو د اجسادو پلټنې چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، وښودله چې د پروستات سرطان په ۳۰ سلنه ۵۰ کلنو او ۸۰ سلنه ۷۰ کلنو کسانو کې شتون درلود. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
هغه نارینه چې د وینې لوړ فشار لري تر ډېره د پروستات په سرطان د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د دغه ګواښ په رامنځته کېدو کې د ورزش نه کول ډېر لږ رول لري. د وینې د ټسټوسټرون د کچې زیاتوالی یې بیا ګواښ زیاتوي. [۳۹][۴۰][۴۱]
اپیډیمولوژي[سمول]
له ۲۰۱۲ زکال راهیسې د پروستات سرطان په نړۍ کې دویم ډېر رامنځته کېدونکی سرطان (په نارینه و کې د ټولو سرطانونو ۱۵سلنه برخه جوړوي) او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغیو له امله د نارینه و د مړینې شپږم لوی لامل دی. په ۲۰۱۰ زکال کې د پروستات سرطان د ۲۵۶۰۰۰ کسانو د مړینې لامل وګرځېد په داسې حال کې چې په ۱۹۹۰ زکال کې د همدغې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۱۵۶۰۰۰ تنو ته رسېده. د هېوادونو له مخې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو کچه یو له بله پراخ توپیرونه لري. دغه ناروغي د آسیا په ختیځ او سوېل کې معموله ده خو تر هغو زیاته په اروپا، شمالي امریکا، اسټرالیا او نیوزلنډ کې شتون لري. په آسیايي وګړو کې ډېره لږ شتون لري او د نارینه و ترمنځ تور پوستي ورباندې ډېر زیات اخته کېږي چې سپین پوستي یې په منځنۍ کچه کې دي. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې په کلنۍ اوسط بڼه دغه ناروغي په متحده ایالاتو کې د میشتو چینایانو ترمنځ د هغو چینایانو په پرتله چې په شانګهای او تیانجین کې و ۱۵ سلنه زیاته وه، خو دغه لوړه کچه کېدای شي د اخته کېدو د لوړې کچې تر اغېز لاندې راشي. ډیری څرګندوي چې د پروستات د سرطانونو ډېر لږ راپور ورکول کېږي، خو په چین او جاپان کې د پروستات د سلیم سرطان کچه د لویدیځو هېوادونو سره یوشان ده. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
له ۸۰ سلنه څخه زیات نارینه تر اتیا کلنۍ پورې د پروستات په سرطان اخته کېږي. [۵۴]
سرچينې[سمول]
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Targeting PSMA Revolutionizes the Role of Nuclear Medicine in Diagnosis and Treatment of Prostate Cancer"]. Cancers 14 (5): 1169. February 2022. doi:10.3390/cancers14051169. PMID 35267481.
- ↑ "What Is Prostate Cancer?". www.cancer.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Chapter 5.11". World Cancer Report. World Health Organization. 2014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9283204299. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Family history and the risk of prostate cancer"] (in English). Urology 56 (5): 803–806. November 2000. doi:10.1016/S0090-4295(00)00780-9. PMID 11068306.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dairy products, calcium and prostate cancer risk"]. British Journal of Cancer 95 (11): 1582–1585. December 2006. doi:10.1038/sj.bjc.6603475. PMID 17106437.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexually transmitted infections and prostate cancer risk: a systematic review and meta-analysis"]. Cancer Epidemiology 38 (4): 329–338. August 2014. doi:10.1016/j.canep.2014.06.002. PMID 24986642.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "BRCA-associated Cancers: Role of Imaging in Screening, Diagnosis, and Management"]. Radiographics 37 (4): 1005–1023. 2016. doi:10.1148/rg.2017160144. PMID 28548905.
- ↑ "Prostate Cancer Treatment (PDQ) – Patient Version". National Cancer Institute. 2014-04-08. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Chapter 5.11". World Cancer Report. World Health Organization. 2014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9283204299. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Prostate Cancer Treatment". National Cancer Institute (په انګلیسي ژبه کي). 6 February 2018. د لاسرسينېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۸.
Controversy exists regarding the value of screening... reported no clear evidence that screening for prostate cancer decreases the risk of death from prostate cancer
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostate Cancer Screening"]. The Medical Clinics of North America 102 (2): 199–214. March 2018. doi:10.1016/j.mcna.2017.11.001. PMID 29406053.
- ↑ "PSA testing". nhs.uk. 3 January 2015. د لاسرسينېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Final Recommendation Statement: Prostate Cancer: Screening". www.uspreventiveservicestaskforce.org (په انګلیسي ژبه کي). US Preventive Services Task Force (USPSTF). د لاسرسينېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Screening for Prostate Cancer: US Preventive Services Task Force Recommendation Statement"]. JAMA 319 (18): 1901–1913. May 2018. doi:10.1001/jama.2018.3710. PMID 29801017.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostate cancer screening with prostate-specific antigen: A guide to the guidelines"]. Prostate International 4 (4): 125–129. December 2016. doi:10.1016/j.prnil.2016.09.002. PMID 27995110.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The effect of supplemental vitamins and minerals on the development of prostate cancer: a systematic review and meta-analysis"]. Family Practice 28 (3): 243–252. June 2011. doi:10.1093/fampra/cmq115. PMID 21273283.
- ↑ "Prostate Cancer Treatment (PDQ) – Health Professional Version". National Cancer Institute. 2014-04-11. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "PIM kinase inhibition: co-targeted therapeutic approaches in prostate cancer"]. Signal Transduction and Targeted Therapy 5 (1): 7. January 2020. doi:10.1038/s41392-020-0109-y. PMID 32296034.
- ↑ "Prostate Cancer Treatment (PDQ) – Patient Version". National Cancer Institute. 2014-04-08. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "SEER Stat Fact Sheets: Prostate Cancer". NCI. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۱۸ جون ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Prostate Cancer Treatment (PDQ) – Health Professional Version". National Cancer Institute. 2014-04-11. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "International epidemiology of prostate cancer: geographical distribution and secular trends"]. Molecular Nutrition & Food Research 53 (2): 171–184. February 2009. doi:10.1002/mnfr.200700511. PMID 19101947.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Global cancer statistics 2018: GLOBOCAN estimates of incidence and mortality worldwide for 36 cancers in 185 countries"]. CA 68 (6): 394–424. November 2018. doi:10.3322/caac.21492. PMID 30207593.
- ↑ "Chapter 1.1". World Cancer Report. World Health Organization. 2014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9283204299. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Leslie SW, Soon-Sutton TL, Sajjad H, Siref LE. Prostate Cancer. 2020 Oct 28. In: StatPearls [Internet]. Treasure Island (FL): StatPearls Publishing; کينډۍ:PMID.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostate carcinoma presentation, diagnosis, and staging: an update form the National Cancer Data Base"]. Cancer 98 (6): 1169–1178. September 2003. doi:10.1002/cncr.11635. PMID 12973840.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "[Prostate cancer in routine healthcare: health-related quality of life after inpatient treatment]"]. Der Urologe. Ausg. A 53 (12): 1793–1799. December 2014. doi:10.1007/s00120-014-3615-0. PMID 25297490.
- ↑ Bauer RM (2016). "Urinary Dysfunction in Prostate Cancer: Male Slings". In Sandhu JS (المحرر). Urinary Dysfunction in Prostate Cancer. Urinary Dysfunction in Prostate Cancer: A Management Guide (په انګلیسي ژبه کي). Cham: Springer International Publishing. د کتاب پاڼي 53–69. doi:10.1007/978-3-319-23817-3_4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-23817-3. د لاسرسينېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostate carcinoma presentation, diagnosis, and staging: an update form the National Cancer Data Base"]. Cancer 98 (6): 1169–1178. September 2003. doi:10.1002/cncr.11635. PMID 12973840.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A novel immunocompetent model of metastatic prostate cancer-induced bone pain"]. The Prostate 80 (10): 782–794. July 2020. doi:10.1002/pros.23993. PMID 32407603.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Comparison of screen detected and clinically diagnosed prostate cancer in the European randomized study of screening for prostate cancer, section rotterdam"]. The Journal of Urology 174 (1): 121–125. July 2005. doi:10.1097/01.ju.0000162061.40533.0f. PMID 15947595.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Overweight, obesity, and mortality from cancer in a prospectively studied cohort of U.S. adults"]. The New England Journal of Medicine 348 (17): 1625–1638. April 2003. doi:10.1056/NEJMoa021423. PMID 12711737.
- ↑ "Cancer driver genes in prostate cancer from young men.". Journal of Clinical Oncology 37 (15_suppl): e16586. 2019-05-20. doi:10.1200/JCO.2019.37.15_suppl.e16586. ISSN 0732-183X. https://ascopubs.org/doi/10.1200/JCO.2019.37.15_suppl.e16586.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prostate cancer in men age 50 years or younger: a review of the Department of Defense Center for Prostate Disease Research multicenter prostate cancer database"]. The Journal of Urology 164 (6): 1964–1967. December 2000. doi:10.1016/S0022-5347(05)66929-7. PMID 11061892.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cancer surveillance series: interpreting trends in prostate cancer--part I: Evidence of the effects of screening in recent prostate cancer incidence, mortality, and survival rates"]. Journal of the National Cancer Institute 91 (12): 1017–1024. June 1999. doi:10.1093/jnci/91.12.1017. PMID 10379964.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Latent carcinoma of prostate at autopsy in seven areas. The International Agency for Research on Cancer, Lyons, France"]. International Journal of Cancer 20 (5): 680–688. November 1977. doi:10.1002/ijc.2910200506. PMID 924691.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prevalence of incidental prostate cancer: A systematic review of autopsy studies"]. International Journal of Cancer 137 (7): 1749–1757. October 2015. doi:10.1002/ijc.29538. PMID 25821151.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The high prevalence of undiagnosed prostate cancer at autopsy: implications for epidemiology and treatment of prostate cancer in the Prostate-specific Antigen-era"]. International Journal of Cancer 137 (12): 2795–2802. December 2015. doi:10.1002/ijc.29408. PMID 25557753.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Blood pressure and risk of prostate cancer: Cohort Norway (CONOR)"]. Cancer Causes & Control 21 (3): 463–472. March 2010. doi:10.1007/s10552-009-9477-x. PMID 19949849.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prospective study of sex hormone levels and risk of prostate cancer"]. Journal of the National Cancer Institute 88 (16): 1118–1126. August 1996. doi:10.1093/jnci/88.16.1118. PMID 8757191.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "State of the epidemiological evidence on physical activity and cancer prevention"]. European Journal of Cancer 46 (14): 2593–2604. September 2010. doi:10.1016/j.ejca.2010.07.028. PMID 20843488.
- ↑ World Cancer Report 2014. International Agency for Research on Cancer, World Health Organization. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0432-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Global cancer statistics"]. CA 61 (2): 69–90. 2011. doi:10.3322/caac.20107. PMID 21296855.
- ↑ "Global and regional mortality from 235 causes of death for 20 age groups in 1990 and 2010: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2010". Lancet 380 (9859): 2095–2128. December 2012. doi:10.1016/S0140-6736(12)61728-0. PMID 23245604. http://www.cobiss.si/scripts/cobiss?command=DISPLAY&base=cobib&rid=1537267652&fmt=11.
- ↑ "Prostate Cancer Statistics". Laparoscopic Urology. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ جون ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Overview: Prostate Cancer – What Causes Prostate Cancer? Archived 2006-04-04 at the Wayback Machine. American Cancer Society (2 May 2006). Retrieved on 5 April 2007
- ↑ Prostate Cancer FAQs. Archived 2006-05-29 at the Wayback Machine. State University of New York School of Medicine Department of Urology (31 August 2006). Retrieved on 5 April 2007
- ↑ Overview: Prostate Cancer – What Causes Prostate Cancer? Archived 2006-04-04 at the Wayback Machine. American Cancer Society (2 May 2006). Retrieved on 5 April 2007
- ↑ Prostate Cancer FAQs. Archived 2006-05-29 at the Wayback Machine. State University of New York School of Medicine Department of Urology (31 August 2006). Retrieved on 5 April 2007
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Soy and isoflavone consumption in relation to prostate cancer risk in China"]. Cancer Epidemiology, Biomarkers & Prevention 12 (7): 665–668. July 2003. PMID 12869409.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of increasing detection in the rising incidence of prostate cancer"]. JAMA 273 (7): 548–552. February 1995. doi:10.1001/jama.273.7.548. PMID 7530782.
- ↑ Hanno P.M., Malcowicz S.B., Wein A.J., "Clinical Manual of Urology" McGraw Hill 2001
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Epidemiologic survey of lower urinary tract symptoms in Asia and Australia using the international prostate symptom score"]. International Journal of Urology 4 (1): 40–46. January 1997. doi:10.1111/j.1442-2042.1997.tb00138.x. PMID 9179665.
- ↑ Bostwick DG, Eble JN (2007). Urological Surgical Pathology. St. Louis: Mosby. د کتاب پاڼې 468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-01970-5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)