Jump to content

پښتني خواړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پښتنو ځینې مشهور خواړه، له کېڼ څخه ښې خوا ته: ۱. د مټن کباب ( سیخ کباب )؛ 2. پلو او سلاد؛ 3. تنوري چرګ؛ او ۴. منټو (ډوډۍ). په پښتني خواړو کې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ د خواړو ترکیب شامل دی. ډیری پښتانه خواړه په دودیز ډول غیر مساله لرونکي دي.

پښتني خواړه د خواړو هغو ډولونو ته ويل کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو ترمېنځ دود دي، دا ډولونه په لویه کچه د غوښې د خواړو پر بنسټ ولاړ دي، لکه؛ د پسه غوښې، د غوښو کبابونه، پلوونه او همداراز سابه چې په ځانګړي ډول پخېږي [۱] د دې شیانو سره یوځای لبنیات (مستې، شيدې، کوچ، پنير او داسې نور...)، بېلابېلې مغز لرونکي وچې مېوې، محلي سابه یا سبزيجات او تازه‌ مېوې دي. پېښور، اسلام اباد، کابل، بنو، کوټه، کندهار، مردان او د افغانستان او پاکستان بېلابېل ښارونه د پښتنو د خواړو مرکزونه دي چې په لویه کچه په هوټلونو کې پخېږي او همداراز په پښتنو کې يې پخلی دود دی او پښتانه يې په خپلو کورنو کې پخوي.

د افغان پښتنو خواړه

[سمول]
  • پلو (غوښې او وريجې په ځانګړي ډول پختيا سره)
  • کباب (د پسه، چرګ او کب)
  • لوبيا او نور حبوبات
  • سابه او ...

د پاکستان پښتني خواړه

[سمول]
  • د سهار د ناشتې توکي عبارت دي له: شین چای، د شيدو چای، جوش شوې هګۍ او مالګه.
  • چپلي کباب
  • بنو پلاو
  • دم پخت
  • شينواری کړايي
  • نان
  • پېښوری کهير

مشهور خواړه

[سمول]
بولاني

هغه خواړه چې پښتانه ورڅخه ډېر خوند اخلي او خوښوي يې؛

  • افغان برګر
  • آش (په لاس جوړ شوي نوډلونه)
  • اشک (د سبزیجاتو څخه ډک آش د روميانو او مستو سوس سره)
  • بنو پلو، د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې سره تعلق لري. دا ډوډۍ د خوږو غوښو، خوشبو وریجو، او د محلي مصالحو سره جوړېږي، چې بډایه او قوي خوند لري.
  • بولاني د افغانستان په ځینو برخو کې د پیرکي په نامه هم یادېږي
  • بانجاڼ (په غوړو کې د کچالو او روميانو سره پاخه شوي بابنجاڼ )
  • بېنډۍ (په غوړو کې د کچالو او روميانو سره پاخه شوي بېنډۍ )
  • بریاني
  • چپلي کباب
  • چوپان کباب
  • ډوډۍ (د خټو په تنور کې جوړه شوې ډوډۍ)
  • شلومبې چې په کابل کې د "توروې" په نوم هم يادېږي (یو څښاک دی چې د مستو سره د اوبو، نعناع او مالګې په ګډولو سره جوړېږي، معمولاً د ګرمۍ په موسمونو کې زيات څښل کېږي
  • غټې وريجې
  • د وریجو یوه ډوډۍ چې د ریسوټټو په څېر په چارسده، مردان، پیرپیایي او د سیمې په نورو کلیو کې کارېږي)
  • کابلي پلو
  • کډو ( خواږه کدو ) [۲]
  • کیچری (وریجې د لوبیا او پیاز سره د خټکي سوس سره، ډیری وختونه په ژمي کې خوړل کېږي)
  • لونډی، چې د تورشي په نوم هم پیژندل کیږي (د وری یا د غوښې غوښه د وريجو سره پخه شوې)
  • پکوړه
  • پراټه
  • پخ
  • ډنډکی (په خوست ولایت کې يو مشهور خواړه)
  • ړه دي، د پوستي ټوټې يپتلې ډوډۍ) څخه جوړه ده چې د غوښې په سوپ کې ډوب کیږي، معمولکې ګډېږيش تریډ سره ورته والی لری او په عمومی توګه د سویلی پښتونخوا په بنو, لکی مروت, کرک او ډیري اسماعیل خان کی خوړل کیږی .
  • پږيحلوا یوه خوږه خیېو ده چې د شیدو، بورهې،غوړیو او کله ناکله مغز لرونکو څوچو مېوو خه جوړیېږ .
  • نرۍ غوښ
  • سیخ کباب
  • د شينوارو تکه
  • ښوروا (سوپ)
  • تلبار، په ځانګړې توګه په وزیرستان او د پکتیکا ، خوست ، او بنو او هنګو په سیمو کې خوړل کېږي.
  • مانټو
  • مسته (تازه جوړه شوې مستې)
  • روش (پخه شوي د پسه غوښې پرته له مصالحې) [۳]

د سهارني دوديز خواړه

[سمول]

معمولاً د سهارني يا ناري لپاره له مغز لرونکيو وچو مېوو او چایو څخه کار اخيستل کېږي. او همداراز د شيدو چايي د پښتنو ترمېنځ دود دي.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. . 8 May 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 3 March 2015. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. آغا جان ماما مشهوره روش، کندهار Popular Rosh, Kandahar په یوټیوب کې