بانجان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
بانجان
بانجان، Solanum melongena
بانجان، Solanum melongena
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: بوټی
Order: بانجان‌سانان
کورنۍ: بانجانونه
Genus: بانجان (سرده)
Species: S. melongena
Binomial name
Solanum melongena
بانجان

بانجان یو له هغوو نباتاتو څخه دی، چې د کال په هر موسم کې د انسان د لوږه دفع کوي. د بانجان انګلیسي نوم Eggplant او علمي نوم یې Solanum Melongena دی، د کښت لومړۍ ځمکه یې د هند اطراف یاد شوي او تر هغه وروسته نورو سیمو ته لېږدول شوی. بانجان چې یو کلن نبات دی، نسبتآ سخته ساقه او بیضوي بلګونه لري.

د بانجانو بوټي له گل نیونې مخکې مرحله کې

رنگ[سمول]

د مېوې رنګ یې بنفشوي ته ورته او کله-کله تور او سپین هم لیدل کیږي. د بانجان تنه تر ۷۰ سانتي متره پوري لوړیږي، د ځینو ورایټي ګانو ارتفاع تر ۱۵۰ پورې هم رسیږي. بانجان په تودو او نیمه تودو سیمو کې ښه وده کوي، د یخ په مقابل کې حساس دی او ګرمسېرې سیمي یې خورا پر طبع برابرې دي. هغه خاوري چې نمجني او رطوبت یې برابر وي او بل چې ښه حاصلخیزه وي د بانجان لپاره بیخي ښې دي.

د بوټو ترمنځ واټن[سمول]

أصناف من الباذنجان: برتقالي وبنفسجي غامق وبنفسجي فاتح.
ټایلېنډي بانجان

د بانجان د بوټو تر منځ فاصله باید د ۵۰-۶۰ سانتي متره وي او د قطارونو تر منځ یې د ۷۵ څخه تر ۱۰۰ سانتي متره فاصله باید مراعت شي. بانجان د قلمې(نهال) په شکل باید له بزغلۍ څخه اصلي ځمکې ته انتقال شي، دا چې د یاد نبات رېښې او مقاومت د تامل وړ وي؛ نو باید د سهار په طرف او یا د مازیګر په خوا کې اصلي ځای ته انتقال شي، تر څو یې ریښې او ساقه صدمه ونه ویني. دا چې په صورت عموم د سبزیجاتو اړتیا ډیره او کښت یې اسانه دی، باید هر سړی په خپلو کورونو کې سبزي( په خاصه بانجڼ) وکري تر څو یې کورنۍ اړتیا پوره شي. بانجان ګرم نبات دی، د خوراک په بدل کې لږ کالوري تولیدوي؛ نو باید یاد ولرو چې د وزن په کابو کولو کې بانجان مثبت رول لري. اکثره وخت دلته د خوراکي توکو سره جدي چلند نه کیږي، یا ډیر وسوځي او یا بیخي اومه وي. د بانجان خوراک باید په ښه پاخه شکل سره وشي.

ترکیب[سمول]

د بانجان په ترکیب کې ویټامین B کمپلکس، A,C او ځیني معدني مواد، لکه کلیسم، فاسفورس، مس، اوسپنه او پوتاشیم سته، د پورتنیو ګټورو موادو د موجودیت له اسیته د سرطاني ناروغیو سره مقاومت کولایشي. د فیتونوترنیټ او فنولیکي اجزاو په لرلو سره انټي اکسیدینټ دي چې د کلسترول ضد، د ویني سمونه او د وایرسونو په دفع کې د پام وړ کار اجراء کوي.

گټې[سمول]

د هغه څېړني له ميخې چې په Food& Function مجله کې تر سره سوې، راغلي، چې بانجان د زړه په سلامت ساتلو او د حملې په کمښت کې مثبت تمامیږي. مخکي مو وویل چې د وزن په کمولو کې بانجان ستاسو لاسنیوی کولای شي، همدا شان د پوستکي په نرم ساتلو کې مفید تمامیږي، ځکه چې بانجان د انسان د وجود د اوبو توازن په غاړه لري. بانجان د اوسپني ښه ذخیره ده؛ نو د کم خونۍ لپاره بیخي ښه غذا کیدایشي، په رګونو کې د ویني جریان ښه ترا فعال ساتي او په نتیجه کې د زړه د حملې مخنیوی کوي. ښه خبره دا ده چې د بانجان مېوه یوازي ګټه نه کوي؛ بلکي د بانجان رېښه چې وچه او بیا میده او چوش شي د نفس تنګۍ په دفع کې خاص رول لري.

زیانونه[سمول]

د پورتنیو ټولو ګټو سره-سره باید یادونه وکړم، چې بانجان د هغو کسانو لپاره مضر تمامېدایشي چې د بواسیرو تکلیف او یا د سترګو درد لري، بیا هم یادونه کوم چې د ډاګټر د لارښووني مطابق باید استفاده وشي. که مو بیخي بانجان ته لاس و خوله نه دریږي، اول باید پوست شي، بیا څلور شغې او په مالګه ښه ووهل شي. تر لږ وخت وروسته باید په اوبو پاک ومینځل شي او بیا په ښو غوړو کې پاخه شي، تر پخېدو وروسته ښه اشتها ولرئ.


خوراکي ارزښت[سمول]

بانجان (اومه)
د تغذیې ارزښت په ۱۰۰ غ (۳٫۵ أونصة)
انرژي۱۰۴ kجول (۲۵ ك.سعرة)
5.88 g
خوږهs3.53 g
غذایی فایبر3 g
0.18 g
0.98 g
Vitamins
[[تایمین|تایمین]]0.039 mg
[[ریبوفلاوین|ریبوفلاوین]]0.037 mg
[[نیاسین|نیاسین]]0.649 mg
[[پینټوتینیک اسید|پینټوتینیک اسید]]0.281 mg
ويټامين B60.084 mg
[[فوليک اسيد|فوليټ]]22 μg
ويټامين C2.2 mg
ويټامين E0.3 mg
ويټامين K3.5 μg
Minerals
کلسيم9 mg
اوسپنه0.23 mg
مګنېزيم14 mg
منګنيز0.232 mg
پاسپورس24 mg
پوتاشيم229 mg
زېنک0.16 mg
Other constituents
اوبه92 g

Percentages are roughly approximated using US recommendations for adults.
Source: USDA Nutrient Database

د بانجان ستر تولیدوونکي هېوادونه[سمول]

د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو او کرنې سازمان فایو سروی پر بنسټ د ۲۰۱۰ز کال د ۱۰ سترو بانجان تولیدوونکو هېوادونو جدول
هېواد تولید (ټن (یکا)s) یادونه
کينډۍ:People's Republic of China ۲۴٬۵۰۱٬۹۳۶ F
کينډۍ:India ۱۰٬۵۶۳٬۰۰۰
کينډۍ:Egypt ۱٬۲۲۹٬۷۹۰ F
 ايران ۸۸۸٬۵۰۰ F
 ترکيه ۸۴۹٬۹۹۸
کينډۍ:Indonesia ۴۸۲٬۳۰۵ F
 عراق ۳۸۷٬۴۳۵ F
کينډۍ:JPN ۳۳۰٬۱۰۰ F
ایټاليا ۳۰۲٬۵۵۱
کينډۍ:PHL ۲۰۸٬۲۵۲
 نړیوال ۴۱٬۸۴۰٬۹۸۹ A
 نړیوال ۴۱٬۸۴۰٬۹۸۹ A
No symbol = official figure, P = official figure, F = FAO estimate, * = Unofficial/Semi-official/mirror data, C = Calculated figure A = Aggregate (may include official, semi-official or estimates);

Source: فائو (FAO)[۱]


باذنجان مقلي مغمس بصلصة الصويا والزبدة
الباذنجان بجبنة البارميزان

انځورتون[سمول]

تړلې لیکنې[سمول]

لیکنه: نثاراحمد (صالح)

سرچینې[سمول]

  1. "Major Food And Agricultural Commodities And Producers - Countries By Commodity". Fao.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)