پنجاپ پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پنجاپ پوهنتون
پنجاپ پوهنتون
پنجاپ پوهنتون

د شخص معلومات
نور نومونه University of Punjab
عملي ژوند
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د پنجاب پوهنتون یا University of Punjab، یو عامه څېړنیز او تدریسي پوهنتون دی چې په لاهور، پنجاب کې موقعیت لري، دا لومړنی پوهنتون دی چې د هند برصغیر په مسلمان اکثریت سیمو کې تاسیس شوی، په دې توګه دا د پاکستان ترټولو پخوانی پوهنتون ګڼل کيږي. دا پوهنتون په 14 اکتوبر 1882 کې تاسیس شوی. مخکې د دې کیمپس د زاړه مال سړک او انارکلي بازار سره و. په 1970 لسیزه کې، د هغې ډېرې څانګې نوي کیمپس ته لاړې. د لاهور نوې سیمې د نوي کیمپس په شاوخوا کې جوړې شوې چې اوس د ښار برخه ده لکه ګارډن ټاون، فیصل ټاون او نور. اوس پنجاب پوهنتون په ګوجرانواله او جهلم کې هم خپلې څانګې پرانیستې دي. د لاهور زوړ کیمپس د علامه اقبال کیمپس په نوم یادیږي او نوی کیمپس د قائداعظم کیمپس په نوم یادیږي کوم چې د دوی رسمي نومونه دي. د جامعه یو فرعي کیمپس هم د خانپور په غرنۍ سیمه کې تاسیس شوی مګر دا د پام وړ دی ځکه چې دلته په دایمي توګه هیڅ څانګه نه ده جوړه شوې. د دې څلورو کیمپسونو سره سره، جامعه پنجاب 13 کالجونه (پوهنځي)، 9 کالجونه او 83 تدریسي څانګې، څېړنیز مرکزونه او انسټیټیوټونه لري، په داسې حال کې چې د دې پورې تړلې کالجونه 434 دي. په پوهنتون کې ۱۰۰۶ دايمي او ۳۰۰ لنډمهاله ښوونکي په بېلابېلو پوهنځيو کې په تدریسي او څېړنیزو دندو بوخت دي، چې تر څنګ یې ۶۰۰۰ نور کارکوونکي په پوهنتون کې په خدمت بوخت دي. په داسې حال کې چې په کیمپس کې د زده کونکو شمیر 45678 تنه دی.

تاریخ[سمول]

د پنجاب پوهنتون د مشرانو جرګې لومړۍ غونډه په شمله (اوسني هند ) کې وشوه چې د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. جامعه د ۱۸۸۲ کال د اکتوبر په ۱۴ تاسيس شوه، دا په برتانوي هند کې څلورم پوهنتون و، خو په تېرو دريو پوهنتونونو کې يوازې امتحانونه اخيستل کېدل او جامعه پنجاب نه يوازې امتحانونه ورکول، بلکې يو تدريسي پوهنتون هم و، چې جامعه پنجاب په سمه توګه لومړی پوهنتون و. په برصغیر کې یو پوهنتون و چې منظمې لوړې زده کړې پکې کېدې. پخوا په ممبی (پخوانی بمبی)، مدراس او کلکته کې پوهنتونونه وو. دا د هند په مسلمانو سیمو کې لومړنی پوهنتون هم و.

د پنجاب پوهنتون[سمول]

جامعه پنجاب په عام ډول د پنجاب پوهنتون په نوم هم پېژندل کیږي، مګر په حقیقت کې د پنجاب پوهنتون د هند د پنجاب ایالت په چندیګړ ښار کې موقعیت لري. د هند د وېشلو څخه مخکې، د پنجاب په ایالت کې د پوهنتون څو کالجونه فعال وو. د 1947 څخه وروسته، د پنجاب پوهنتون (اردو نوم: جامعه پنجاب) په دوو برخو وویشل شو:

یونیورسل[سمول]

جامعه پنجاب 13 کالجونه لري چې په لاندې ډول دي.

  1. هنر او انسانیت
  2. چلند او ټولنیز علوم
  3. سوداګرۍ
  4. اقتصاد او مدیریت علوم
  5. زده کړه
  6. انجینري او ټکنالوژي
  7. اسلامي مطالعات
  8. قانون
  9. ژوند - ساینس
  10. درمل او د غاښونو درملنه
  11. اورینټل زده کړه
  12. درمل ( درملتون )
  13. ساینس _

اوسني حالات[سمول]

پخواني وايس چانسلر ليفټننټ جنرل ارشد محمود په يونيورسټي کښي ډيري نوي ډيپارټمنټونه پرانستلي دي او د استاذانو شميره کښي ئي ډيره اضافه کړي ده۔ په پوهنتون کې د کمپیوټر زده کړې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. اوسنی وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر نیاز احمد اختر دی.

مشهور محصلین[سمول]

  • ډاکټر علامه محمد اقبال
  • ډاکټر عبدالسلام خورشید ( د نوبل جایزې ګټونکی )
  • ډاکټر طاهر القادري
  • سید ظهور شاه هاشمي
  • خواجه امجد سعید
  • راجا انور لیکوال
  • مولانا محمد بشیر سیالکوټي عربي، فارسي، انګلیسي، اردو لیکوال، ژباړن او تعلیم پوه
  • جهانګیر بدر
  • یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړی وزیر
  • ګران ميا قوال
  • وسیم ظهور ګوندل

نور وګوره[سمول]

  • د پنجاب پوهنتون میوزیم

سرچينې[سمول]

تړنې[سمول]