درمل جوړونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درمل جوړونه، د کلينيکي روغتيا علم دی چې د طب علم له کيميا سره پیوستوي او د درملو او درملنې د کشف، توليد، ترتيبونې، خوندې او ګټورې کارونې او ادارې مسؤليت لري. د درملو جوړولو تمرين د درملو، د هغوی د عمل ميکانیزم، جانبي اغېزې، غبرګونونه، فعاليت او زهريت په اړه غوره پوهې ته اړتيا لري. په عين حال کې درمل جوړونه، تداوۍ او پتالوژيکي پړاو باندې پوهېدلو ته اړتيا لري. د درمل جوړوونکو ځيني تخصصونه، لکه: کلينيکي دوا جوړوونکي نورو مهارتونو، لکه: د فزيکي او لابراتواري معلوماتو زده کړې او ارزونې په اړه پوهې ته هم اړتيا لري. [۱]

د درملو جوړونې عمل په برخه کې يو څه زيات دودیز قوانين، لکه: د درملو ترکيب او وېښ شاملېږي او د کلينيکي خدمتونو، د خونديتوب او اغېزناکتوب لپاره د درملو کتنې او د درملو اړوند معلوماتو چمتو کولو په ګډون، په صحې پاملرنې پورې اړوند یو څه معاصر خدمتونه شاملوي. درمل جوړوونکي د همدې له امله، د درملو په تداوۍ کې ماهر خلک دي او د روغتيا هغه ابتدايي مسلکيان دي چې د نارغانو د ګټې لپاره د درملو کارونه ګټوري.

د درمل جوړونې ويیکی، په لومړي ځل د pharmacy په توګه (دا اصطلاح په امريکا کې ډېره عامه ده) يا د کيميا پوه (chemist) په توګه (دا ويیکی په لويه بريتانيا کې زيات عام دی، که څه هم د pharmacy ويیکی هم کارول کېږي) رامنځته شو. د امريکا په متحده ايالتونو او کاناډا کې د درملتون (drugstores) په عام ډول درمل او بېلابېل توکي، لکه: شيريني يا خواړه شيان، د سينګار توکي، د دفتر توکي يا لوازم، د لوبو توکي، د وېښتانو د پاملرنې توليدات، مجلې او ځينې وختونه څښاک او خوراکه توکي هم پلوري.

د واښه یيز او کيمياوی شمولياتو په خپلې پلټنې کې د درمل پلورونکي کار کېدای شي، د کيميا او درمل جوړولو د علم د معاصرو علومو د يوې تشکيلوونکې مادې په توګه په نظر کې ونيول شي.

څانګې[سمول]

د درمل جوړونې برخه، په عمومي ډول په درېو بنسټيزو څانګو وېشل کېدلی شي:

  • په درملو پورې اړوند څانګه (Pharmaceutics)
  • ....................           (Pharmacokinetics)
  • ګټور يا درملي کيميا (Medicinal Chemistry) او (Pharmacognosy)
  • د درمل جوړولو عمل

د دې څانګو تر منځ او نورو علومو، لکه: حياتي کيميا سره پولې تل روښانه نه دي. زياتره له بېلابېلو څانګو (درمل جوړوونکو او نورو عالمانو) نه مرستندويه ډلې د ناروغ د پاملرنې لپاره د نوي درمان او نوو مېتودونو د معرفي کولو لپاره په ګډه کار کوي. که څه هم درمل  جوړونه په خپله نمونه يي بڼه کې يو بنسټيز يا biomedical علم نه دی. درملي کيميا هم ، د مصنوعي يا ترکيبي کيميا يوه بېله څانګه ده، چې د درملو له علم، عضوي کيميا او کيمياوي بيولوژي سره ترکيبېږي.

د درملو علم ځيني وختونه د دوا جوړونې د څلورمې څانګې په توګه ملاحظه کېږي. که څه هم فارمکالوژي (د درملو علم) د دوا جوړونې مطالعه کې اړين دی، مګر په دوا جوړونې پورې خاص نه دی. دوه څانګې سره بېلې دي. هغوی چې غواړي درمل جوړونه (د ناروغ پورې اړوند) او د درملو علم (يو biomedical علم چې علمي مېتود ته اړتيا لري) دواړو د عملي کولو هيله لري، په هره څانګه کې بېل تمرينونه او درجې ترلاسه کوي، چې يو له بل سره بې سارې دي.

Pharmacoinformatics د درملو د منظم کشف او له خونديتوب او اغېزناکتوب سره د پرمختګ لپاره د يوې بلې څانګې په توګه کتل کېږي.

Pharmacogenomics د جنيټيکي وصل شوي متغيرونو څېړنه ده، چې د ناروغ کلينيکي غبرګونونه، حساسيتونه او د درملو مېتابولیزم اغېزمنوي.[۲]

مسلکي پوهان[سمول]

د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخې: په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه 2.6 ميليونه درمل جوړونکي او د دواجوړونې اړوند نور اشخاص شته. [۳]

درمل جوړونکي[سمول]

درمل جوړونکي د ځانګړو زده کړو او تمريناتو په درلودلو سره د روغتياپالنې هغه مسلکي کسان دي، چې د معياري درملو د کارونې په واسطه د خپلو ناروغانو لپاره د ګټورو روغتيايي پايلو د تضمينولو په موخه بېلابېلې ونډې تر سره کوي. درمل جوړونکي کېدای شي، د يوې کوچنۍ سوداګرۍ خاوندان وي يا د هغه درملتون څښتنان وي، چې دوی په کې کار کوي. دا چې درمل جوړونکي د يوې ځانګړې دوا د عمل حالت او د هغې د ميتابوليزم او د انسان په بدن باندې د هغې د فزيالوژيکي اغېزو په اړه په پوره جزياتو سره پوهېږي، ځکه خو د يو شخص لپاره د درملو د تداوۍ په ګټورولو يا مطلوب جوړونه کې مهمه ونډه لوبوي.

د درمل جوړونې نړيوال فدراسيون يا (FIP) په نړيواله کچه د درمل جوړونکو استازولي کوي. په ملي کچه يې د مسلکي سازمانونو، لکه: په انګليستان کې د درملو جوړولو شاهي ټولنې (Royal Pharmaceutical Society)، په اسټراليا کې د اسټراليا د درمل جوړونې ټولنې (Pharmaceutical Society of Australia (PSA))، په کاناډا کې د کاناډايي درمل جوړونکو ټولنې (Canadian Pharmacists Association (CPhA))، په هندوستان کې د هندي دواجوړونې ټولنې (Indian Pharmacist Association (IPA))، په پاکستان کې د پاکستان دواجوړونې ټولنې (Pakistan Pharmacists Association (PPA)) په امريکا کې د امريکايي دواجوړونې ټولنې (American Pharmacists Association (APhA)) او په ماليزيا کې د ماليزيايي دوا جوړونې ټولنې (Malaysian Pharmaceutical Society (MPS)) په واسطه استازولي کېږي. [۴]

په ځينو حالتونو کې استازی جسم ثبتوونکی جسم هم وي، چې د مسلک قوانينو او اخلاقو ته مسؤل وي.

د امريکا په متحده ايالتونو کې د درمل جوړونې په عمل کې تخصصونه د درملو تخصصونو د بورډ په واسطه په رسميت پېژندل کېږي، چې د زړه او رګونو، انتاني ناروغۍ، oncology، pharmacotherapy، هستوي يا ذروي، تغذيه او د عقلي ناروغيو مطالعه کوونکې څانګه په کې شاملېږي. په Geriatric درمل جوړولو کې د تاييد لپاره کميسيون د geriatric درمل جوړولو برخه کې درمل جوړونکي تاييدوي. د تطبيقي زهرپوهنې امريکايي بورډ، په تطبيقي زهرپوهنه کې درمل جوړوونکي او نور طبي مسلکيان تاييدوي. [۵]

د درمل جوړولو ملاتړ کاري ځواک[سمول]

د درمل جوړولو فني کارکوونکي[سمول]

د درمل جوړولو فني کارکوونکي له درمل جوړونکو او نورو روغتيايي مسلکي وګړو سره د درمل جوړولو اړوند يو لړ دندو د تر سره کولو په واسطه د هغوی د کار ملاتړ کوي. د دوی په کارونو کې د توصيه شوو درملو او نورو طبي وسايلو تطبيق او ناروغانو ته يې د کارونې په اړه لارښوونې شاملېږي. دوی کېدای شي د دوا جوړونې په عمل کې اداري دندې لکه له طبي دفترونو سره د نسخې د غوښتنو بيا کتنه او د بېمې شرکتونو سره په همغږۍ تر سره کړي، چې ځان اطمناني کړي چې ايا سم درمل برابر شوي دي او اداينه يې تر لاسه شوې ده.

قانون د يوه درمل جوړونکي په وسیله، د معلومې دواجوړونې د فني کارکوونکو د فعاليتونو د څېړنې غوښتنه کوي. د درملو زياتره فني کارکوونکي، په عامه درملتونونو کې کار کوي. د روغتون په درملتونونو کې د درمل جوړولو فني کارکوونکی کېدای شي، د درمل جوړولو د يو بل مشر فني کارکوونکي په واسطه اداره شي. په انګليستان کې د درمل جوړولو د يو فني کارکوونکي ونډې د روغتون درملتون برخه کې وده کړې ده او مسووليتونه ورته ورسپارل شوي دي، چې د درمل جوړولو په برخه کې د درمل جوړولو څانګه او ځانګړې سيمې تنظيم کړي. دا چاره درمل جوړونکو ته د دې موکه ورکوي چې د خپل مهارت په برخه کې تخصص وکړي؛ ځکه چې معالج مشاور د خپل کار ډېر وخت له ناروغانو او څېړنې به برخو کې تېروي. د درمل جوړولو فني کارکوونکي د درمل جوړولو له عمومي شورا (GPhC) سره ثبت کېږي. (GPhC) د درمل جوړونکو، د درمل جوړولو فني کارکوونکو او د درمل جوړولو د قضيو اداره کوونکې ده.

په متحده ايالتونو کې د درمل جوړولو فني کارکوونکی د درمل جوړونکو تر نظارت لاندې خپلې دندې تر سره کوي. که څه هم دوی کېدای شي تر نظارت لاندې زيات تطبيق (د درملو)، ترکيب او نورې دندې تر سره کړي. دوی ته په عمومي ډول ناروغانو سره د هغوی د تداوۍ مناسبې کارونې په اړه د مشاورت ونډې تر سره کولو واک نه ورکول کېږي. ځينې ايالتونه په قانوني ډول د «له درمل جوړونکي تر درملتونه د فني کارکوونکي نسبت» (pharmacist-to-pharmacy technician ratio) لري.

تطبيقوونکي مرستيالان (د درملو د تطبيق همکاران)[سمول]

تطبيقوونکي مرستيالان په عام ډول تطبيقوونکو ته راجع کېږي او په عامه درملتونونو کې د فني درمل جوړونکي سره ورته پراخې دندې تر سره کوي. دوی د درمل جوړونکو تر څارلاندې کار کوي او نارغ ته د درملو په چمتو کوونه (تطبيق او نښه کوونې) کې شامل دي.

روغتيا پال مرستيالان او د درملو شمارونکي مرستيالان[سمول]

په انګلستان کې د کارکوونکو دا ډله د خرڅلاو مېز له پاسه ځيني معلوم درمل (يوازې د درملتون او د عمومي خرڅلاو لېست درملو په ګډون) خرڅولی شي. دوی ناروغ ته د تقويې لپاره يوازې توصيه شوي درمل نه شي برابرولی.

سرچينه[سمول]

  1. Thomas D (November 2018). Clinical Pharmacy Education, Practice and Research. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780128142769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Reference, Genetics Home. "What is pharmacogenomics?". Genetics Home Reference (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. World Health Organization. World Health Statistics 2011 – Table 6: Health workforce, infrastructure, and essential medicines. Geneva, 2011. Accessed 21 July 2011.
  4. "Member organizations". FIP. Open Publishing. 2019-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Board of Pharmacy Specialties, Current Specialties