وېسټ اېنډيز

وېسټ اېنډیز د شمالي امریکا د لویې وچې یوه فرعي سيمه ده چې د شمالي اتلانتیک سمندر او کارابین سمندر لخوا محاصره دی. په ویسټ انډیز کې د ۱۳ خپلواک ټاپو هېوادونه ، ۱۸ تړلې سیمې او نورې خپلواکې سیمې شاملې دي چې په درېوو لویو ټاپوګانو کې موقعیت لري چې لوی انتيل ، کوچنی انتيل او لوکايي ټاپوګان نومیږي. [۱]
د وېسټ اېنډیز په سیمه کې ټول هغه ټاپوګان شامل دي چې په انتيل کې موقعیت لري، په بېله بیا بهاماس او د تورکېش کايکوس ټاپوګان چې په شمالي اتلانتیک سمندر کې موقعیت لري. نن ورځ، د وېسټ انډیز د اصطلاح پر ځای، د کارابین اصطلاح ډېره کارول کیږي، که څه هم کارابین کې د مرکزي امریکا یا سوېلي امریکا ځینې هېوادونه هم شامليږي چې د کارابين سمندر ساحل سره تړلي دي، لکه د بیلیز ، ګیانا ، سورینام ، فرانسوي ګیانا هېوادونه او ځينې ټاپويي هېوادونه لکه ټرینیډاډ او ټوباګو او برمودا ، چې جغرافيوي موقعيت يې له د وېسټ اېنډيز له درېوو ټاپوګانو بهر دی، خو له وېسټ اېنډيز سره ورته کلتور لري.
تاریخ
[سمول]
په ۱۹۴۲ کې، کریسټوفر کولمبس ، د لومړني اروپايي په توګه، دې ټاپوګانو ته خپل راتګ ثبت کړ. تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه لومړی کس و چې د بهاماس په خاوره کې یې پښه کېښوده. د امریکا وچې دې سیمې ته د کریسټوفر کولمبس له لومړیو سفرونو وروسته، اروپایانو دې سیمې ته د "وېسټ اېنډیز" نوم ورکړ چې، ترڅو له اصلي هند (یانې هند ) او ختیځ اېنډیز (لکه سوېلي اسیا او سوېل ختیځې اسیا ) څخه یې توپیر وشي. [۲] [۳] [۴]
د شپاړسمې پېړۍ په پای کې، فرانسوي ، انګلیسي او هالنډي سوداګرو د کارابین سمندر کې خپل عملیات پیل کړل او د اسپانیا او پرتګال اړوند بېړیو او ساحلي سیمو يې بريد وکړ. دوی اکثرا د اسپانيا له کنټرول لرې سیمو کې پناه اخیستله او خپلې کښتۍ یې تنظیمولې ، له هغې ډلې د کوچني انتيل ټاپوګان ، د سوېلي امریکا شمالي ساحل، د اورینوکو ساحل او د مرکزي امریکا اتلانتیک ساحل سيمې يادولی شو، په انتيل کې، دوی په ۱۶۲۴ کې د سینټ کیټس او په ۱۶۲۶ کې بارباډوس په نوم استعماري اډه جوړه کړه. د ۱۷مې پېړۍ په مینځ کې د شکر انقلاب په جریان کې، په زرګونو افریقایي غلامان اړ شول چې په کښتونو او فابریکو کې کار وکړي. چې وروسته دا افريقايي غلامان هم د ځايي استوګنو وګړو سره نسلاً يوځای شول.

هېوادونه د ټاپوګانو په توپير سره
[سمول]لوی انتيل
[سمول]انتيل
[سمول]انګويلا (انگلستان)
انتيګوا او بربودا
اروبا (د هالنډ سلطنت)
باربادوس
بوناير (هالينډ)
برېتانيا ويرجين ټاپوګان (انگلستان)
کوراساو (هالينډ)
دومنيکا
ګرېنادا
ګوادېلوپ (فرانسه)
مارتينيک (فرانسه)
مونتسرات (انگلستان)
نوېوا اېسپارتا(وېنزوېلا)
سابا (هالينډ)
سينټ بارتلمي (فرانسه)
سينټ کيټس او ناويس
سينټ لوسيا
سينټ مارټين (فرانسه)
سينټ واينسينټ او ګريناډايز
سينټ اېيوستاتيوس (هالينډ)
سينټ مارټين (هالينډ)
ترينيداد او توباګو
امريکا ويرجين ټاپوګان (ایالات متحده)
وېنزوېلا فدرالي انحصاري سيمې وېنزوېلا فدرالي انحصاري سيمې (وېنزوېلا)
ټاپوګان
[سمول]بهاماس
کايکوس او تورکي ټاپوګان (انگلستان)
اړوندې پوښتنې
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ Caldecott, Alfred (1898). The Church in the West Indies. London: Frank Cass and Co. p. 11. بياځلي په 12 December 2013.
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
اړوندې پوښتنې
[سمول]- کروم ویل جیسي. "د غلامانو او شکر څخه ډیر: د ټرانس امپیریل کیریبین او د هغې د نفوس وروستۍ تاریخچه." د کمپاس تاریخ (2014) 12#10 مخونه 770–783.
- هیګمن بیري د کیریبین لنډ تاریخ. (۲۰۱۱)
- د مارتین ټوني کیریبین تاریخ: له استعمار څخه دمخه اصلي اصل (2011)
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه