Jump to content

ګوادېلوپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوادېلوپ
Guadeloupe (فرانسوي)[۱][۲]
Gwadloup (کينډۍ:ISO 639 name gcf) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
Soufrière (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۳۸۴٬۳۱۵[۳] — ۴۰۲٬۱۱۹[۴] — ۳۹۷٬۹۹۰[۵] — ۳۹۰٬۲۵۳[۶] — ۳۸۷٬۶۲۹[۷] — ۳۸۴٬۲۳۹[۸] — ۳۸۳٬۵۵۹[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
  لړۍ...
arrondissement of Basse-Terre (en) ژباړلarrondissement of Pointe-à-Pitre (en) ژباړلLes Abymes (en) ژباړلBasse-Terre (en) ژباړلPointe-à-Pitre (en) ژباړلSainte-Anne (en) ژباړلTrois-Rivières (en) ژباړلAnse-Bertrand (en) ژباړلSaint-François (en) ژباړلGrand-Bourg (en) ژباړلBaie-Mahault (en) ژباړلPetit-Canal (en) ژباړلBaillif (en) ژباړلPetit-Bourg (en) ژباړلLe Moule (en) ژباړلBouillante (en) ژباړلLe Gosier (en) ژباړلCapesterre-de-Marie-Galante (en) ژباړلPort-Louis (en) ژباړلVieux-Fort (en) ژباړلTerre-de-Haut (en) ژباړلGourbeyre (en) ژباړلDeshaies (en) ژباړلMorne-à-l'Eau (en) ژباړلVieux-Habitants (en) ژباړلSainte-Rose (en) ژباړلSaint-Claude (en) ژباړلSaint-Louis (en) ژباړلGoyave (en) ژباړلPointe-Noire (en) ژباړلLamentin (en) ژباړلCapesterre-Belle-Eau (en) ژباړلTerre-de-Bas (en) ژباړلLa Désirade (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځايي ژبې
فزیکي ځای
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۶۲۸ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۱۶°۱۵′۳۴″شمال ۶۱°۳۳′۳۸″لويديځ / 16.2595°شمال 61.5605°لويديځ / 16.2595; -61.5605 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ګوادلوپ (په فرانسوي ژبه: ([ɡwad(ə)lup]؛ په انتیلیایي کریول ژبه: Gwadloup, [ɡwadlup]) په کارابین کې د فرانسې د ټاپوګانو یوه ټولګه او بهرنی ولایت او سیمه ده. دا ټولګه د استوګنې وړ له ټاپوګانو له شپږو ټاپوګانو - لکه باسی تیرې، ګرانډ تیرې، ماري ګالانت، لا دیسیراد، او دوه د استوګنې نه وړ ټاپوګانې لکه الیس ډیس سېنټیس - او همدارنګه ډېری نا مېشته ټاپوګانو او لویو ډبرو څخه جوړه ده. دا مجمع الجزایز د انتيګوا او باربودا او مونتسیرات په سوېل کې، او د ډومینیکا هم ګټې دولت په شمال کې پروت دی. پلازمینه یې د باس - تیریري ښار دی چې د باس - تیری ټاپو سوېل لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري؛ خو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار لزابیمز دی او د سوداګرۍ اصلي مرکز یې ګاونډی پوینټ-آ-پیتر دی، چې دواړه په ګرانډ ټیرې ټاپو کې موقعیت لري. دې ولایت په ۲۰۱۹ کال کې ۳۴۴۲۳۹ کسه نفوس درلود.[۱۱][۱۲][۱۳]

د نورو بهرنیو ولایتونو په شان، دا د فرانسې یوه ارضي برخه ده. د اروپایی اتحادیې د تشکیلاتي او یوروزون د یوې برخې په توګه، یورو یې رسمي پولي واحد دی او د اروپایی اتحادیې هر وګړی په نامحدود ډول هلته د مېشته کېدو او کار آزادي لري. خو د بهرني ولایت په توګه، د شینګین د سیمې برخه نه ده. پخوا په دې سیمه کې سېنټ بارتیلیمي او سېنټ مارټین هم ګډون درلود، چې د ۲۰۰۳ کال د ټولپوښتنې وروسته په ۲۰۰۷ کال کې له ګوادلوپ څخه جلا شول.

کریسټوفر کولمبس لومړی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید، چې په دې ځای کې یې په ۱۴۹۳ کال کې پل کېښود، او دې ټاپو ته یې نوم ورکړ. رسمي ژبه یې فرانسوي ده؛ انتیلین کریول هم په کې تکلم کېږي. [۱۴][۱۵]

رېښه پېژندنه[سمول]

دا ټاپو وزمه د اراواک د اصلي خلکو لخوا د کروکیرا (یا "د ښکلي اوبو ټاپو") په نوم یادیدله.[۱۶]

کریسټوفر کولمبس په 1493 کې د ګوادالوپ زموږ د میرمنې په نوم ټاپو د سانتا ماریا دی ګوادالپ نوم کېښود، د ویرجن مریم لپاره یو زیارت چې د هسپانوي په ګوادالپ، Extremadura ښار کې عبادت کیږي. کله چې دا سیمه د فرانسوي کالونۍ شوه، د هسپانوي نوم ساتل شوی و - که څه هم د فرانسوي اورتوګرافي او فونولوژي ته بدل شوی. دغه ټاپوګان په سیمه ایزه توګه د ګواډا په نوم یادیږي. [۱۷]

تاریخ[سمول]

له استعمار نه مخکې دوره[سمول]

دا ټاپوګانې په لومړي ځل د امریکا د بومي وګړو له خوا تر استوګنې لاندې راغلې، احتمالا تاریخ یې ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد ته رسېږي. د اراواک وګړي لومړۍ تشخیص کېدونکې ډله ده، خو دوی وروسته د کالینا - کاریب وګړو له لوري د ۱۴۰۰ ز کال په شاوخوا کې بې ځایه شول.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له ۱۵مې تر ۱۷مې پېړۍ[سمول]

کریسټوفر کولمبس لومړنی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید او د ۱۴۹۳ کال په نومبر میاشت کې یې په دې خاوره پل کېښود او اوسنی نوم یې ورکړ. په شپاړسمه پېړۍ کې ډېری استعماري هڅې د هسپانویانو له خوا د بومي وګړو د بریدونو له امله ناکامې شوې. په ۱۶۲۶ کال کې، فرانسې د پییر بیلین ډی ایسنمبوک تر واکمنۍ لاندې ګوادلوپ ته لېواله شول او هسپانوي اوسېدونکي یې وشړل. د امریکایي ټاپوګانو کمپني په ۱۶۳۵ کال کې د چارلس لینارډ دی لولیو او ژان دو پلیسس ډی اوسنویل تر لارښوونې لاندې په ګوادلوپ کې میشته شوه. دوی په رسمي توګه د فرانسې لپاره ټاپو غصب کړه او فرانسوي بزګران یې د ځمکې د استعمار لپاره راوستل. دا کار د ناروغۍ او تاوتریخوالي له امله د زیاتره بومي وګړو د مړینې لامل شو. خو په ۱۶۴۰ کال کې، د امریکایي ټاپوګانو کمپنۍ له افلاس سره مخ شوه او په دې توګه دوی ګوادلوپ په چارلس هول دو پیتیټ پېري باندې خرڅ کړ چې نوموړي په ۱۶۵۰ کال کې د لومړیو افریقایي غلامانو په راتګ سره په کې کې کرنه پیل کړه. د غلامانو مقاومت سمدلاسه پراخ شو او په ۱۶۶۵ کال کې د یو ښکاره پاڅون لامل شو چې څو اونۍ یې دوام وکړ او په ورته وخت کې له خدمت نه د ډله ایزو تېښتو لامل شو چې لږ تر لږه دوه کاله یې دوام وکړ تر هغه چې چې فرانسې بومي وګړي اړ کړل چې له دوی سره له مرستې لاس واخلي. دې ټاپو ملکیت لوېدیځ هند فرانسوي کمپنۍ ته ولېږدول شو چې ورسته په ۱۶۷۴ کال کې د دوی د مارټینیک مستعمېرې تر ساتنه (قیمومیت لاندې) له فرانسې سره ضمیمه شو. رسمي غلامۍ، چې د ۱۸۶۵ کال څخه ورسته څخه د تورپوستو د قانو پر بنسټ نافذه شوه، د بورې د کښت اقتصاد ته یې وده ورکړه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

۱۸مې تر ۱۹مې پېړۍ[سمول]

د اوه کلنې جګړې په اوږدو کې انګلیسانو د ۱۷۶۳ کال د پاریس تر تړون پورې دا ټاپوګان ونیول او استعمار یې. په دې وخت کې، پوینټ-آ-پیتر یو لوی بندر شو او د ګوادلوپین بورې ته د انګلستان د شمالي امریکا په مستعمرو کې بازارونه پرانیستل شول، چې د خوراکي توکو او لرګیو په مقابل کې تجارت کېده. اقتصاد په چټکۍ سره پراخ شو چې د فرانسوي استعمارګرانو لپاره لویه شتمني رامنځ ته کړه. ګوادلوپ په هغه وخت کې دومره هوسا شو چې فرانسې د پاریس د ۱۷۶۳ کال د تړون پر بنسټ د ګوادلوپ د بېرته لاس ته راوړلو په بدل کې خپلې کاناډایی استعمېرې تاوان ورکړې. د ۱۷۲۰ کلونو په وروستیو کې د قهوې کښت، چې د غلامانو پر پر مخ وړل کېده، پیل شو او همدارنګه، په ۱۷۷۵ کال کې، کاکاو په یو لوی صادراتي محصول بدل شو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د فرانسې انقلاب په ګوادلوپ کې ګډوډي راوسته. تر نوي انقلابي قانون لاندې، آزاد غلامان له مساوي حقونو برخمن شول. بریتانیې د ګډوډ سیاسي وضعیت څخه په ګټه، په ۱۷۹۴ کال کې په ګوادلوپ یرغل وکړ. فرانسې د ویکتور هیګس تر مشرۍ لاندې د یوه پوځي ځواک په لېږلو سره غبرګون وښود، چې دا ټاپوګان یې بېرته ونیول او غلامي یې منسوخ کړه. په پایله کې یې له ۱۰۰۰ څخه زیات فرانسوي استعمارګران ووژل شول. [۳۳]

د فرانسې لومړۍ سترواکۍ د په ۱۸۹۲ کال کې، د انقلاب څخه مخکې حکومت او غلامي بېرته احیا کړل، چې د لويي ډیلګریس تر مشرۍ لاندې د غلامۍ بلوا ته یې وده ورکړه. فرانسوي چارواکو زر غبرګون وښود، چې د ۱۸۰۲ کال د می د میاشتې د ۲۸ نېټې د ماتوبا د جګړې لامل شو. ډیلګریس او د هغه پیروان چې پوه شول چې د بریالیتوب هېڅ چانس نه لري، په قصدي توګه د خپلو د باروتو د ذخیرو په چاودنو سره ډله ایزه ځان وژنه وکړه. په ۱۸۱۰ کال کې، انګلسانو دا ټاپو یو ځل بیا ونیوله او د ۱۸۱۳ کال کال د ستاکهولم د تړون پر بنسټ یې سویډن ته وسپارله. [۳۴][۳۵][۳۶]

سویډن د ۱۸۱۴ کال د پاریس په تړون کې، ګوادلوپ فرانسې ته پرېښود، چې د ګوادلوپ د مالي ونډې د لوړېدو لامل شو. په ۱۸۱۵ کال کې، د ویانا تړون په ګوادلوپ باندې د فرانسې کنټرول تصدیق کړ. [۳۷][۳۸]

د فرانسې په سترواکۍ کې په ۱۸۴۸ کال کې غلامي ختمه شوه. له ۱۸۵۴ کال وروسته، د هند کې د پانډچري د فرانسوي مستعمرې څخه قرادادي وړیا غلامان راوړل شول. وروسته آزادو غلامانو له ۱۸۴۹ کال څخه وروسته د رایې حق ترلاسه کړ، خو هندي اتباعو ته د فرانسې تابعیت او رایه تر ۱۹۲۳ کال پورې ور نه کړل شوه، تر هغه چې د هینري سیدامباروم تر مشري لاندې یوه اوږد کمپاین را منځ ته شو او په پای کې یې بریالیتوب ترلاسه کړ. [۳۹]

له ۲۰مې تر ۲۱مې پېړۍ[سمول]

فیلیکس ایبو په ۱۹۳۶ کال کې، د ګوادلوپ لومړی تور پوستی والي شو. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، ګوادلوپ په پیل کې د ویچي حکومت تر کنټرول لاندې راغی او وروسته په ۱۹۴۳ کې له آزادې فرانسې سره یوځای شو. د ګوادلوپ مستعمېره د په ۱۹۴۶ کال کې، فرانسې یو بهرنی ولایت شو.  [۴۰][۴۱]

په جګړې پسې دوره کې د ګوادلوپ ټولنیز جوړښت او د فرانسې سره د هغې د اړیکو په اړه کړکېچ راپورته شو. د سېنټ ویلینټاین عامه وژنه په ۱۹۵۲ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې په لی مول کې د فابریکې کاربندیز کوونکي کارګران د جمهوري امیتي ځواکونو له لوري په ډزو وویشتل شول چې په پایله کې یې څلور تنه ووژل شول. د ۱۹۶۷ کال د می په میاشت کې توکمیز کړکېچ په تاو تریخوالي واوښت چې په تورپوستو ګوادلوپي وګړو د نژادپاله بریدونو لامل شو او په پایله کې یې اته تنه ووژل شول.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د خپلواکۍ یو غورځنګ په ۱۹۷۰ کلونو کې وده وکړه، چې فرانسه یې اړ کړه چې په ۱۹۷۴ کال کې ګوادلوپ د فرانسې یوه سیمه اعلان کړي. د ګودالوپ د آزادۍ لپاره ولسي یوالی (UPLG) د بشپړې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړې، او د ۱۹۸۰ کلونو په اوږدو کې د ځينو ډلو لکه د آزاد پوځ ډلې (GLA) د کړنو له مله وضعیت په تاوتریخوالي واوښت.

په ۲۰۰۰ کال کې ګوادلوپ ته زیاته خپل اختیاري ورکړل شوه. په ۲۰۰۳ کال کې د یوې ټولپوښتنې له لارې، سېنټ مارټین او سېنټ بارتیلیمي د ګوادلوپ له اداري واک څخه جلا کولو ته رایه ورکړه، چې په ۲۰۰۷ کال کې په بشپړ ډول نافذ شو. [۴۸]

د ۲۰۰۹ کال د جنوري په میاشت کې، د کارګرانو ټولنې او نور چې د Liyannaj Kont Pwofitasyon (د استثمار په وړاندې قیام) په نوم یادېدل، د معاشونو د لوړېدو په موخه کاربندیز وکړ. کاربندیز کوونکي د ټیټو معاشونو، د ژوند د لوړ لګښت، د فرانسې په پرتله د بې وزلۍ د لوړې کچې او د وزګارۍ کچې چې د اروپایي ټولنې په کچه ترټولو بد حالت و. په غوسه وو. وضعیت په چټکۍ سره کړکېچن شو، او د هغه څه له امله چې د فرانسې د حکومت له لوري غیر اغیزمن غبرګون و ګڼل شو، په تاوتریخوالي واوښت او فرانسه یې اړ کړه چې په ډزو د ټولنې د مشر (جاکوس بینو) له وژل کېدو وروسته نور پولیس ځواکونه ولېږي. کاربندیز ۴۴ ورځې دوام وکړ او په نږدې مارتینیک کې یې ورته کړنې هم وهڅولې. وروسته ولسمشر نیکولاس سرکوزي له دې ټاپو لیدنه وکړه او د اصلاحاتو ژمنه یې وکړه. ګرځندوی په دې وخت کې ډېر زیانمن شو او د ۲۰۱۰ کال سیاحتي فصل یې هم اغیزمن کړ. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې[سمول]

  1. Stated in: Code officiel géographique au 1er janvier 2020. ليکوال: The National Institute of Statistics and Economic Studies. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۰.
  2. Stated in: Code officiel géographique.
  3. Stated in: Populations légales 2021. د خپرولو نیټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۳. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  4. سرچينې تړی: https://www.insee.fr/fr/statistiques/2119431?sommaire=2119504.
  5. Stated in: The National Institute of Statistics and Economic Studies. عنوان: Recensement de la population 2015. د خپرولو نیټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  6. Stated in: Populations légales 2017. د خپرولو نیټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  7. Stated in: Populations légales 2018. د خپرولو نیټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  8. Stated in: Populations légales 2019. د خپرولو نیټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  9. Stated in: Populations légales 2020. د خپرولو نیټه: ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۲. Publisher: The National Institute of Statistics and Economic Studies.
  10. ArchINFORM location ID: 2792. Stated in: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  11. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "CIA World Factbook (2006) – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Populations légales 2019: 971 Guadeloupe, INSEE
  14. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "CIA World Factbook (2006) – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Guadeloupe: These tiny islands are the French Caribbean's greatest secret". CNN. لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۲. [...] Gwada, as locals call Guadeloupe [...]. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Gaudeloupe, a land of history". Region Guadeloupe. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Siegel et al – Analyse préliminaire de prélèvements sédimentaires en provenance de Marie-Galante. Bilan scientifique 2006–2008. Service régional de l’archéologie Guadeloupe- Saint-Martin – Saint-Barthélemy 2009.
  20. Siegel, Peter E.; Jones, John G.; Pearsall, Deborah M.; Dunning, Nicholas P.; Farrell, Pat; Duncan, Neil A.; Curtis, Jason H.; Singh, Sushant K. (2015). "Paleoenvironmental evidence for first human colonization of the eastern Caribbean". Quaternary Science Reviews. 129: 275–295. Bibcode:2015QSRv..129..275S. doi:10.1016/j.quascirev.2015.10.014. ISSN 0277-3791. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود).
  21. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Guadeloupe from precolumbian times until today". Antilles Info Tourisme. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. La Guadeloupe: renseignements sur l'histoire, la flore, la faune, la géologie, la minéralogie, l'agriculture, le commerce, l'industrie, la législation, l'administration, Volume 1, Partie 2, de Jules Ballet (Imprimerie du gouvernement, 1895) (in French)
  26. Gwendolyn Midlo Hall (1971). Social Control in Slave Plantation Societies: A Comparison of St. Domingue and Cuba. The Johns Hopkins Press. مخونه 62–63. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-1252-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "History of Guadeloupe". caribya!. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Treaty of Paris, 1763". Office of the Historian. United States Government. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Auguste Lacour, Histoire de la Guadeloupe, vol. 1 (1635–1789). Basse-Terre, Guadeloupe, 1855 full text at Google Books, p. 236ff.
  32. "Guadeloupe > History". Lonely Planet. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Guadeloupe > History". Lonely Planet. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Moitt, Bernard (1996). David Barry Gaspar (سمونګر). "Slave women and Resistance in the French Caribbean". More Than Chattel: Black Women and Slavery in the Americas. Indiana University Press: 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-33017-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "Memorial in homage to Delgrès - Basse Terre - Cartographie des Mémoires de l'Esclavage". www.mmoe.llc.ed.ac.uk. لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Lindqvist, Herman (2015). Våra kolonier: de vi hade och de som aldrig blev av. Albert Bonniers Förlag. مخونه 232. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789100155346. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Guadeloupe History Timeline". World Atlas. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. "A remote French Island reconnects with India | TopNews". www.topnews.in. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Chambre de commerce et d'industrie de la Guyane. "DOSSIER DE PRESSE" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود).
  41. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "14 février 1952: une grève en Guadeloupe réprimée dans le sang, France24.com, 14 février 2009". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. "Le petit lexique colonial – Jeudi 14 février 1952 au Moule | lepetitlexiquecolonial.blogspace.fr". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جولای ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. "Source: Le Nouvel Observateur". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  45. "Mai 1967 à Pointe-à-Pitre : " Un massacre d'Etat "" (په فرانسوي ). 25 May 2017. لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Félix-Hilaire Fortuné (2001). La France et l'Outre-Mer antillais [France and the West Indies] (په فرانسوي ). L'Harmattan. مخونه 303. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. (په 26 May 2009 باندې). En Guadeloupe, la tragédie de "Mé 67" refoulée.
  48. "Encyclopedia Britannica – Guadeloupe". لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. (په 13 February 2009 باندې). Paris fails to end island protests, seen spreading. Reuters.
  50. "Race, class fuel social conflict on French Caribbean islands". Agence France-Presse (AFP). 17 February 2009
  51. (په 19 February 2009 باندې). France proposes to raise salaries to end Guadeloupe violence. International Herald Tribune.
  52. Sarkozy offers autonomy vote for Martinique, AFP