ویکیپېډیا یو پوهنغونډ دی چې د عمومي او تخصصي دایرة المعارف او کالنیو ځانګړتیاوې په ځان کې رانغاړي. ویکیپېډیا نه د اصطلاحاتو یو سیند (ډکشنري) ده، نه د غوره ویناوو یوه ټولګه، نه ورځپاڼه، نه د بلاګ-لیکنې یوه پاڼه، نه د وړیا سپېس ورکونې ځای، نه د یادښتونو د لیکنې ځای، نه د انارشیزم و ډیموکراسۍ د تمرین ځای، او نه هم د لینکونو (پیوندونو) یو غورچاڼ! تجربې او شخصي نظریات هم ویکيپېډیا کې ځای نه لري. د لومړي لاس څېړنو د منعې سیاست باید د هر ایډیتر د نظر سره سم اوسي. لیکنې نه باید د نظریو، عبارتونو، مفاهیمو، استدلالونو یا داسې عقایدو ټولګه اوسي چې تردې دمه په هیڅ ځای کې نه وي خپرې شوي. د کارن (ایدیټر) ټول پام باید د لیکنې په سموالي او صحت و دقیقوالي باندې و اوسي.
ویکیپېډیا د بې پرې والي لید لري یعنی موږ په ویکیپېډیا کې هڅه کوو چې لیکنې د یوه ځانګړي فکر و نظر ته بلنه ورکوونکې نه اوسي، بلکه ټولو لیدلورو باندې چې هرې موضوع اړوندې وي؛ لیکنې ترسره شي. ځینې وخت دا کار د څو مختلفو لیدلورو د بیانولو او د هغوي ته پراختیا ورکولو اړتیا لیدل کېږي؛ تردې چې کارن پوه شي چې هر لیدلوری له کومې سرچینې راځي او هیڅ لیدلوری نه باید د «مطلق حقیقت» یا «غوره لیدلوري» په توګه وپېژندل شي. داسې یوې موخې ته د رسېدا لپاره، په هر ممکنه ځای په ځانګړي توګه اختلافي موضوعګانو کې د معتبرو او استناد وړ سرچینو راوړل او کارول اړین بریښي. ځینې وخت په دې اړه چې کومه څرګندونه بې پرې ده، د نظر اختلاف راڅرګندېږي، له سمونونو (ایدیټ) څخه د یوې لنډې مودې لپاره د لاس نیولو غوښتنه مطرح کېږي، په لیکنه کې د کينډۍ:کینډۍ یا کينډۍ:کینډۍ کینډۍ لګول کېږي او د اختلاف وړ جزییات د لیکنې په خبرې اترې برخه کې د خبرو اترو لپاره وړاندې او اختلافاتو ته رسېدنه کېږي.