نیکولای بردیایف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نیکولای بردیایف
(روسي: Николай Александрович Бердяев)
(یوکرائني: Микола Олександрович Бердяєв د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیکولای بردیایف
نیکولای بردیایف

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ مارچ ۱۸۷۴[۱][۲]
کيېف [۳][۴][۵][۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 24 مارچ 1948 (74 کاله)[۳][۷][۸][۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای کيېف
سینټ پیټرزبورګ
برلين (۱۹۲۲–۱۹۲۴)
مسکو
پاريس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه
روسي سترواکي
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد
د شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریت
د وايمار جمهوريت   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۹][۸]
دينپوهنه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۱۰][۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
انټولوژي
د مذهب فلسفه
اخلاق
سياسي فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امانوېل کانت [۱۳]
ارتر شوپنهاور [۱۳]
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي [۱۳]
فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي [۱۳]
لېو نيكولايوويچ تولستوى [۱۳]
سورن کی یرکګارډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک هستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نیکولای الکساندروویچ بردیایف (د ۱۸۷۴ کال د مارچ له ۱۸ [ په جولیان جنتري کې د مارچ ۶] – د ۱۹۴۸ کال د مارچ تر ۲۴) یو روسی فیلسوف، الهیات پوه او عیسوي هستي پال ؤ، چې د انساني آزادۍ او د انساني شخص پر هستي پاله معنوي اهمیت باندې یې ټینګار کاوه. په انګلیسي کې د هغه د تخلص بدیلې تاریخي املاګانې "Berdiaev" او "Berdiaeff" همدارنګه د نوم یې "Nicolas" او "Nicholas" دي.[۱۴]

ژوندلیک  [سمول]

نیکولای بردیایف په ۱۸۷۴ کال کې د کیف ولایت په اوبوخوو (د اوکراین اوسنی اوبوخیف) کې په یوه اشرافي نظامي کورنۍ کې زیږېدلی. پلار یې، الکساندر میخایلوویچ بردیاف د روسیې د اشرافو له یوې اوږدې لړۍ څخه دی. د الکساندر میخایلوویچ تقریباً ټولو نیکونو د لوړ پوړو نظامي افسرانو په توګه خدمت کړې، خو هغه ډېر ژر له پوځ څخه استعفا ورکړه او د اشرافو په ټولنیز ژوند کې فعال شو. د نیکولای مور، الینا سرګیونا بردیایوا، نیمه فرانسوۍ وه او د فرانسې او روسیې له لوړ پوړو اشرافو څخه وه. ده پولنډي او تاتاري اصل او نسب هم درلود.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بردیایف د فکري مسلک پرېکړه وکړه او په ۱۸۹۴ کال کې یې کیف پوهنتون ته لاره ومونده. د محصلینو او ړون آندو ترمنځ د سختې انقلابي لېوالتیا دوران ؤ. هغه مارکسیست شو او د محصلینو په لاریون کې ونیول شو او له پوهنتون څخه وشړل شو. په غیرقانوني فعالیتونو کې د هغه ښکېلتیا د دې لامل شوه چې په ۱۸۹۷ کال کې د شمالي روسیې وولوګدا ته درې کاله داخلي جلاوطن شي.  [۱۹]

د "روح ګلوونکي" په نوم د ۱۹۱۳ کال یوې تودې مقالې د روسیې د ارتودوکس کلیسا په سپېڅلې شورا باندې چې د تزاري سرتېرو په کارولو سره یې په اتوس غره کې د امیاسلاوي روسي راهبان سخت تصفیه کول، انتقاد وکړ، دا انتقاد د دې لامل شو چې هغه د کفر ویلو په جرم تورن شي، چې سزا یې د ټول عمر لپاره سایبریا ته جلاوطني وه. نړیوالې جګړې او بلشویک انقلاب محکمې ته د دې مسئلې د تلو مخه ونیوله.   [۲۰]

د بردیایف ناراضتوب په ۱۹۱۹ کال کې د خپلې شخصي اکاډمۍ، "د روحاني کلتور آزاده اکاډمي" په بنسټ اېښودلو سره پای ته ورسېد. یاده اکاډمي په اصل کې د هغه لپاره د نظر د تبادلې ځای ؤ چې د ورځې په تودو موضوعاتو باندې وینا ورکړي او د عیسويت له نظره یې وړاندې کړي. نوموړي په عامه ویناوو کې هم خپل نظرونه وړاندې کول او اکاډمي هره سه شنبه د هغه په کور کې د غونډې کوربه وه، ځکه چې د شوروي د دین ضد رسمي فعالیت په هغه وخت کې شدید ؤ او د بلشویک حکومت رسمي سیاست د شوروي د دین ضد خپل قوانینو سره، دولتي الحاد ته په کلکه وده وکړه.  [۲۱]

بردیایف په ۱۹۲۰ کال په مسکو پوهنتون کې د فلسفې استاد شو. هغه په همدې کال کې د حکومت پر ضد په یو دسیسه کې په برخه اخیستلو تورن شو؛ ونیول شو او زندان ته واچول شو. د چېکا ډار شوی مشر، فېلېکس دزرژینسکي شخصاً د هغه د څېړنې لپاره راغی او خپل څېړونکي یې د بلشویزم سره د ستونزو په اړه کلک وراټه. ناول لیکونکی الکساندر سولژنیتسین په خپل کتاب د سیاسي زندان مجمع الجزایر (The Gulag Archipelago) کې دا پېښه داسې نقل کوي:   [۲۲][۲۳]

[بردیایف] دوه ځله ونیول شو. هغه په ۱۹۲۲ کې دزرجینسکي سره د نیمې شپې څېړنې لپاره یوړل شو؛ کامنیف هم هلته ؤ.... خو بردیایف خپل ځان سپک نه کړ، زاری یې ونه کړې، هغه په کلکه د اخلاقي او دیني اصول یې اعلان کړل چې له امله یې واکمن ګوند ته غاړه نه اېښودله؛ نه یوازې دا چې دوی قضاوت وکړ چې د هغه په محاکمه کولو کې هېڅ کټه نشته، بلکې هغه خوشې شو. اوس هغه کس شته چې "نظر" یې درلود!   [۲۴]

بردیایف او نور سیاسي کډوال له روسيې څخه تر شړلو وروسته برلين ته ولاړل، هلته هغه د فلسفې او دین يوه اکاډمي جوړه کړه، خو د ويمار جمهوريت اقتصادي او سياسي حالات د دې لامل شول چې دی او مېرمن يې په ۱۹۲۳ کې پاريس ته ولاړ شي. ده خپله اکاډمۍ هلته انتقال کړه او درس یې ورکړ، ویناوې او لیکلنې یې وکړې، د فرانسې او اروپا د فکري ټولنې سره د نظرونو د تبادلې لپاره یې کار کړ او په یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګډون وکړ.   [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ لويې روسيې پوهنغونډ پېژند (زړه نسخه): https://old.bigenc.ru/text/1859670 — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — سرليک: Большая российская энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  2. https://cdiak.archives.gov.ua/images/arxiv_cetera/ac_2016_09_20/0127_1012_4474_0909.jpg
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  4. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — دوتنه: various authors — سمونګر: Ivan Andreyevsky ، Konstantin Arsenyev او Fedor Petrushevsky — سرليک: Энциклопедический словарь — خپرونکی: Brockhaus–Efron
  5. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118509276 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118509276 — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Бердяев Николай Александрович — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  7. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Бердяев Николай Александрович — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/114192 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. پیوستون : 118509276  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11935745k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6367075
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/76639843
  13. دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  14. "Berdyaev" Archived 2014-12-20 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  15. "Обухов (город)", Википедия (په روسي ژبه کي), 2022-07-20, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  16. Nicolaus, Georg (2011). "Chapter 2 "Berdyaev's life"" (PDF). C.G. Jung and Nikolai Berdyaev: Individuation and the Person: A Critical Comparison. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415493154. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. George M. Young, The Russian Cosmists: The Esoteric Futurism of Nikolai Fedorov and His Followers, Oxford University Press (2012), p. 134.
  18. Stefan Berger & Alexei Miller, Nationalizing Empires, Central European University Press (2015), p. 312.
  19. Marko Marković, La Philosophie de l'inégalité et les idées politiques de Nicolas Berdiaev (Paris: Nouvelles Editions Latines, 1978).
  20. Self-Knowledge: An Essay in Autobiography, by Nicolas Berdyaev (Author), Katharine Lampert (Translator), Boris Jakim (Foreword) کينډۍ:ISBN.
  21. Marko Marković, La Philosophie de l'inégalité et les idées politiques de Nicolas Berdiaev (Paris: Nouvelles Editions Latines, 1978).
  22. Solzhenitsyn, Aleksandr (1973). "Chapter 3 The Interrogation". The Gulag Archipelago, 1918–1956: An Experiment in Literary Investigation, I–II. Harper & Row. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060803322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Marko Marković, La Philosophie de l'inégalité et les idées politiques de Nicolas Berdiaev (Paris: Nouvelles Editions Latines, 1978).
  24. Cited by Markovic, op. cit., p.33, footnote 36.
  25. "A Conference in Austria". www.berdyaev.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)