منځپانگې ته ورتلل

وجوديت (اګزیستانسیالېزم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وجوديت یا اګزیستانسیالېزم د فلسفې یوه څانګه ده، چې د انسان د هستۍ، ازادۍ، مسؤلیت، او ژوند د معنا موضوعات څېړي. دا فلسفه په ځانګړي ډول د انسان په ذهني تجربې یعنې تفکر، احساس، او عمل باندې تمرکز کوي. وجودي فلسفه د دې نظریې پلوي ده، چې هر فرد د خپل ژوند معنا او هدف خپله ټاکي، او باید د خپل وجود یا شتون لپاره د مسؤلیت احساس ولري. له وجودي لیدلوري، د هر انسان د فلسفي سفر پیل د هغه له "وجودي اندېښنې" سره کلک تړاو لري. دا اندېښنه په انسان کې هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې دی د ژوند د بې‌مانا توب، موجودیت،‌ سرګردانۍ او د سمې لار پیدا کولو، په اړه فکر ژور فکر کوي. د وجودي اندېښنې په حالت کې، انسان د یوې داسې نړۍ پر وړاندې درېږي، چې ښکاره معنا نه لري، بلکې ددې معنا پیدا کول ورته یوه لویه فکري او روحي ننګونه ښکاري. [۱][۲][۳][۴][۵]

وجوديت د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ له یو څو اروپايي فیلسوفانو سره تړاو لري. که څه هم دا فیلسوفان په خپلو نظریاتو کې له یو بل سره توپیر لري، خو ټولو په انساني تجربې او فردي مسؤلیت ټینګار کړی دی. د وجوديت د بنسټګرو فیلسوفانو له ډلې څخه، سورن کیرکګارډ، فریدریک نېچه، او فیودور داستایفسکي ځانګړی اهمیت لري.

کیرکګارډ په عمومي ډول سره د فردي انتخابونو اهمیت ته اشاره وکړه او دا یې وویل، چې هر انسان باید د خپل ژوند لپاره خپل ارزښتونه وټاکي، پرته له دې چې د ټولنیزو فشارونو تر اغېز لاندې راشي. مونږ ویلی شو چې کیرکګارډ د وجودي فلسفې پلار یا پیدا کوونکی هم دی. له بلې خوا، نیچه د ریواجي یا دودیزو ارزښتونو پر ضد ولاړ و او استدلال یې کاوه، چې انسانان باید د خپل ژوند معنا له سره جوړ کړي. د هغه له نظره، د ټولنې له خوا وړاندې شوې معنا باید هیڅکله هم بې له پوښتنې قبوله نشي. نېچه باور درلود، چې هر انسان باید په خپلواکه توګه فکر وکړي او هیڅکله هم باید د رمې غوندې، بې له کومې ژورې پلټنې، د ټولنې دودونه او ارزښتونه ونه مني. هغه دا نظر وړاندې کړ، چې حقیقي ازادي او ځان پېژندنه یوازې هغه مهال ترلاسه کېدای شي، کله چې فرد د دودیزو ارزښتونو له بندیزونو ځان خلاص کړي او خپل ارزښتونه او معنا پخپله رامنځته کړي. داستایفسکي بیا د خپلو ادبي آثارو له لارې د انسان د رواني پیچلتیاوو، اخلاقي کشمکشونو، او وجودي ستونزو ژور انځور وړاندې کړ. د هغه کتابونه، لکه "جرم او سزا" یا " کرامازوف ورونه"، په عمومي ډول سره د انسانانو د داخلي نړۍ، د خیر او شر ترمنځ د مبارزې، او د فردي مسؤلیت په اړه ژور تحلیل وړاندې کوي. داستایفسکي د دې نظریې پلوی و، چې انسان یوازې هغه مهال خپل وجود ته معنا ورکولی شي، کله چې د خپلو کړنو مسؤلیت ومني، حتا که دا انتخابونه د ټولنې د عامو ارزښتونو پر ضد وي. [۶][۷][۸]

په شلمه پېړۍ کې، د وجوديت فلسفې نور هم پرمختګ وکړ. ژان-پال سارتر، چې د وجودي فلسفې تر ټولو مشهور فېلوسوف بلل کېږي، دا نظر وړاندې کړ، چې "وجود له معنا مخکې دی". د سارتر له نظره، انسانان له کوم ټاکلي ماهیت پرته یعنې بې معنا نړۍ ته راځي، او خپل ځان او فکر د خپلو ازادانه انتخابونو له لارې جوړوي. آلبر کامو بیا د "بې‌مانا توب" نظریه وړاندې کړه او باور یې درلود، چې انسان د یوې داسې نړۍ سره مخ دی، چې هیڅ فطري معنا نه لري. د کامو له نظره، انسان باید د دې بې‌مانا توب تریخ حقیقت قبول کړي او بیا هم ژوند ته آدامه ورکړي لکه څنګه چې هغه د سیسیفوس مثال وړاندې کوي.

د وجوديت فلسفه د نورو علمي فلسفي فکرونو په وړاندې ډېر انتقادونه لري، ځکه چې نورې علمي فلسفې اکثره انتزاعي او له انساني تجربې لرې دي. بلکې وجودي فیلسوفان استدلال کوي، چې فلسفه باید د انسان د واقعي ژوند له تجربو سره تړاو ولري. د وجوديت په فلسفه کې اصالت یا ریښتینولي تر ټولو مهم فکر ګڼل کېږي. دا په دې معنا، چې انسان باید د خپلو حقیقي باورونو، تجربو، او احساساتو سره سم ژوند وکړي، نه دا چې د ټولنې یا نورو فشارونو له امله ځان محدود کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تعریف کوونکي مسائل او مخینه

[سمول]

د هستي پالنې او هستي پالونکي نښانونه تر ډېره پورې د تاریخي سهولتونو په توګه په پام کې نیول کېږي، هماغه ډول چې د ډېری فیلسوفانو لپاره د هغو له مړینې کلونه وروسته وکارول شول. په داسې حال کې چې په ټولیزه توګه داسې انګېرل کېږي چې هستي پالنې له کیرکګور سرچینه اخیستې، خو لومړنی هستي پالونکی فیلسوف چې دغه اصطلاح یې د ځان لپاره د توصیف په توګه ومنله، سارتر و. هماغه ډول چې فیلسوف فریدریک کاپلسټون یې توضیح کوي سارتر دغه نظریه مطرح کړې چې «هغه څه چې د ټولو هستي پالونکو ترمنځ مشترک دي دغه لارښوونه ده چې وجود په ذات مقدم دی». د فیلسوف سټیون کراول په خبره، د هستي پالنې تعریف نسبتا ستونزمنه چاره ده؛ هغه استدلال کوي چې غوره ده؛ دا د یوې نظام لرونکې فلسفې پر ځای د یو شمېر نظام لرونکو فلسفو د رد کوونکې په توګه درک شي. سارتر په ۱۹۴۵ زکال کې په خپله وینا کې هستي پالنه د «تل پاتې بې خدایي له موضوع څخه د ټولو عواقبو د ویستلو یا استخراج» په توګه توصیف کړې. د یو شمېر نورو لپاره هستي پالنه د خدای رد ته اړتیا نه لري بلکې «په بې معنا نړۍ کې د فاني انسان لټون ارزوي» له دې سربېره د دې پر ځای چې وپوښتني «ژوند د څه لپاره دی؟» په دې ډېر لږ تمرکز لري چې «ښه ژوند څه دی؟ (څو د خپل شتون یا ښو ترسره کولو احساس وکړي)».[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په داسې حال کې چې له سکانډنیویا بهر د هستي پالنې یا اګزیستانسیالېزم اصطلاح له کیرکګور څخه سرچینه اخیستي، خو په ډېر احتمال سره کیرکګور دغه اصطلاح (یا حد اقل د «اګزیستانسیال» اصطلاح) د نارویژي شاعر او ادبي منتقد یوهان سبسټین کامرمایر ولهاون له فلسفې څخه د خپلې فلسفې د توضیح په موخه اقتباس کړې ده. دغه ادعا له دوه لاندې موضوعاتو سرچینه اخلي: [۱۷]

  1. نارویژي فیلسوف اریک لونډسټاډ، ډنمارکي فیلسوف فریدریک کریسټین سیبرن ته اشاره کړې. احتمالا سیبرن په ۱۸۴۱ زکال کې دوه بحثه لرلي چې لومړی یې له ولهاون او دویمي یې له کیرکګور سره و. د دوی په لومړني بحث کې اعتقاد پر دې دی چې ولهان «هغه کلمه چې ویلې، ځانګړی تفکر رانغاړي چې ژوندانه ته نږدې مثبت لیدلوری لري، هغه اړیکه چې نوموړي وجودي توصیف کړې». دا بیا وروسته سیبرن، کیرکګور ته رسولې. [۱۸]
  2. دویمه ادعا بیا نارویژي تاریخ پوه رون سلګستاد ته اړونده ده، چې ادعا یې کړې ثابتولی شي کیرکګور خپله ویلي چې د «وجودي یا اګزیستانسیال» اصطلاح یې له یوه شعر څخه اقتباس کړې. هغه په کلکه باور لري چې دا خپله کیرکګور و چې ویلي یې دي «هیګلیانو فلسفه په وجودي بڼه نه ده مطالعه کړي؛ هغه عبارت چې ما له ولهاون نه هغه مهال اورېدلی چې له هغه سره مې د فلسفې اړوند بحث درلود». [۱۹]

مفاهیم

[سمول]

هستي پر ذات مخکې ده

[سمول]

سارتر استدلال کړی چې د هستي پالنې یوه مرکزي موخه داده چې وښيي هستي پر ذات مخکې ده، په دې معنی چې وګړي د هستۍ پر بنسټ خپل شکل جوړوي او نه شي کولای د مخکې جوړو شوو مقولاتو یعنې یو «ماهیت» په توګه درک شي. د وګړو واقعي ژوند هغه څه دی چې کولای شو هغه «واقعي جوهر» وبولو، د هغه جوهر پر ځای چې نور یې د هغو د تعریف لپاره کاروي. انسانان د خپلې پوهې پر بنسټ ارزښت خلق کوي او د خپل ژوند لپاره معنی ټاکي. دغه لیدلوری د ارسو او آکویناس له لیدلوري سره په ټکر کې دی چې ښوولې یې ده چې جوهر د فرد له شتون مخکې دی. له دې سره چې دا سارتر و چې په وضاحت سره یې دغه عبارت ابداع کړ، خو ورته مشابه مفاهیم کولای شو د نورو هستي پالونکو فیلسوفانو لکه د هایدګر او کیرکګور په مفکورو کې پیدا کړو.[۲۰]

هماغه ډول چې سارتر د هستي پالنه انسان پالنه ده، تر عنوان لاندې خپل لکچر کې ویلي: «انسان له ټولو د مخه شتون لرلی، له ځان سره مخ شوی، په نړۍ کې یې موج وهلی – او له هغو وروسته یې ځان تعریف کړی». د دغې موضع مثبت او درملیز اړخ هم د دغې چارې متضمن دی: یو کس کولای شي په متفاوت ډول عمل وکړي او کېدای شي د یو ظالم پر ځای ښه سړی واوسي. [۲۱]

جانتان وبر د جوهر له کلمې څخه د سارتر ګټنه د فیشن موډل په توګه نه، بلکې د یوې ضروري ځانګړنې په توګه د هدف پېژندنې په طریقه تفسیر کوي: «جوهر د څو اجزاو د ټولګې لرل دي چې د خپلو اړیکو پر بنسټ داسې ترتیب شوي وي چې وکولای شي په ټولیزه توګه یو شمېر چارې مخته یوسي». د بېلګې په توګه د یو جوهر لپاره کور ته اړتیا ده څو هغه له خرابې هوا وساتي، له همدې امله دیوال او چت لري. انسانان له کورونو سره توپیر لري ځکه – د کورنو پر خلاف – دوی داخلي موخې نه لري: هغوی آزاد دي چې خپلې موخې وټاکي او په دې توګه خپل جوهر جوړ کړي. له همدې امله د دوی وجود د هغو پر ذات مخکښ دی. [۲۲][۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "existentialism". Lexico. Oxford Dictionaries. Retrieved 2 March 2020.
  2. "existentialism", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (3rd ed.), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005, بياځلي په 2 March 2020 {{citation}}: Invalid |mode=CS1 (help) (Subscription or UK public library membership required.)
  3. Lavrin, Janko (1971). Nietzsche: A Biographical Introduction. Charles Scribner's Sons. p. 43.
  4. Macquarrie, John (1972). Existentialism. New York: Penguin. pp. 14–15.
  5. Solomon, Robert C. (1974). Existentialism. McGraw-Hill. pp. 1–2.
  6. Crowell, Steven (October 2010). "Existentialism". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  7. Macquarrie, John (1972). Existentialism. New York: Penguin. pp. 14–15.
  8. Honderich, Ted, ed. (1995). Oxford Companion to Philosophy. New York: Oxford University Press. p. 259. ISBN 978-0-19-866132-0.
  9. Breisach, Ernst (1962). Introduction to Modern Existentialism. New York: Grove Press. p. 5.
  10. Kaufmann, Walter (1956). Existentialism: From Dostoyevesky to Sartre. New York: Meridian. p. 12.
  11. Flynn, Thomas (2006). Existentialism - A Very Short Introduction. New York: Oxford University Press Inc. p. xi. ISBN 0-19-280428-6.
  12. Guignon, Charles B.; Pereboom, Derk (2001). Existentialism: Basic Writings. Hackett Publishing. p. xiii. ISBN 9780872205956.
  13. Copleston, F. C. (2009). "Existentialism". Philosophy. 23 (84): 19–37. doi:10.1017/S0031819100065955. JSTOR 4544850. S2CID 241337492.
  14. Sartre, Jean-Paul (2013-03-25). Nausea (in انګليسي). New Directions Publishing. ISBN 978-0-8112-2252-5.
  15. Crowell, Steven (October 2010). "Existentialism". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  16. Abulof, Uriel. "Episode 1: The Jumping Off Place [MOOC lecture]". Uriel Abulof, Human Odyssey to Political Existentialism (HOPE). edX/Princeton. بياځلي په 12 January 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  17. "Welhaven og psykologien: Del 2. Welhaven peker fremover". Tidsskrift for Norsk psykologforening (in ناروېئي (بوکمال)). بياځلي په 2022-07-14.
  18. Lundestad, 1998, p. 169.
  19. Slagstad, 2001, p. 89.
  20. (Dictionary) "L'existencialisme" – see "l'identité de la personne" (په فرانسوي).
  21. Baird, Forrest E.; Walter Kaufmann (2008). From Plato to Derrida. Upper Saddle River, New Jersey: Pearson Prentice Hall. ISBN 978-0-13-158591-1.
  22. Webber, Jonathan (2018). Rethinking Existentialism. Oxford: Oxford University Press.
  23. Crowell, Steven (October 2010). "Existentialism". Stanford Encyclopedia of Philosophy.