نور احمد ميرازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نور احمد ميرازی (۱۳۲۳ ل کال د پکتيا ولایت - ۱۳۹۹ ل کال د چونگاښ ۱۲، کابل) د افغانستان د کابل پوهنتون استاد او پښتو ژبی لیکوال وو.

مخينه[سمول]

الحاج پوهاند دکتور نور احمد میرازی په ۱۳۲۳ ل کال کې د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ په میرازي کلي کې زیږیدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په ۱۳۲۹-۱۳۴۰ ل کلونو کې په رحمان بابا لېسه کې په ډېرې ښې درجې بشپړې کړې او له همدې لامله په ۱۳۴۱ ل کال کې د لوړو زده کړو لپاره د جرمني هېواد ته واستول شو. ښاغلي میرازي په جرمني کې په ۱۹۶۳ کال کې آلماني ژبه زده او په ۱۹۶۳ ز کال کې یې د جرمني په فرانکفورت کې د کالج ټاکلي پروگرام د لوړو نمرو په اخیستلو سره بشپړ کړ. همدا سبب وو چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتون ته انتخاب شو.

ښاغلي نور احمد میرازي د ۱۹۶۴-۱۹۶۹ ز کلونو په ترڅ کې د Johannes Gutenberg پوهنتون څخه د ماستري تیزس په لوړه درجه دفاع کړ. هغه ته د دغه ستر اکاډمیک بریالیتوب له کبله په یاد شوي پوهنتون کې د دکتورا فرصت ورکړ شو او له ۱۹۶۹-۱۹۷۲ پورې يې د دکتورا تیزس بشپړ او د یاد شوي پوهنتون د علمي مسلکي پوهانو د ټولنې په وړاندې یې له خپل تیزس څخه په لوړه درجه دفاع وکړه او د دکتورا (PhD) ویاړ یې ترلاسه کړ.

دکتور نوراحمد میرازی د ۱۳۵۱ کال په مني کې هېواد ته راستون او د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانگه کې د استاد په توگه وگومارل شو او په دنده یې پیل وکړ. پوهاند دکتور نور احمد میرازي کابو نیمه پیړۍ گران هیواد ته د خدمت په پار له ځنډه پرته په پرلپسې توگه په زرگونو پوهنيز مسلکي او ملي کادرونه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي.

دکتور میرازي د هېواد په د ننه او بهر کې په لاندنیو لنډ مهاله پروگرامونو کې برخه اخیستې ده:

- په ۱۳۵۷ ل کال د هند په راجستان ایالت کې (Integrated nature resources program).

- په ۱۳۸۲ ل کال کې د جرمني په بن پوهنتون کې (Biology summer school program).

- په ۱۳۸۸ ل کال کې په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program).

- په ۱۳۹۱ ل کال کې د دویم ځل لپاره په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program) برخه اخیستې او بشپړ کړی یې دی.

پوهاند دکتور میرازی له جرمني متخصیصونو سره یو ځای د هېواد په دښتو، غرونو او رغونو کې گرځیدلی او د ساینس پوهنځي (Herbarium) د نباتي انواعو د شتمن کیدو لپاره يې نباتات راټول، تنظیم، نوم اېښوونه او ځای پر ځای کړي دي.

دندې[سمول]

ارواښاد پوهاند صاحب د استادۍ تر څنگ د بیولوژي څانګې د مشر، د کانکور کمیټې غړی، د ترفیعاتو کمیټې غړی، د ساینس پوهنځي سرپرست سروال (رئیس)، د کابل پوهنتون د نشراتو سروال، د کابل پوهنتون د علمي شورا غړی، د ساینس پوهنځی د علمي شورا غړی او د یاد پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمیټې غړی هم پاتې شوی دی.

پوهاند صاحب د چاپيریال ساتنې په پروگرامونو، علومو اکاډمۍ او له هېواده بهر په سریلانکا، اردن، هندوستان، پاکستان، جرمني او نورو هېوادونو کې په علمي کنفرانسونو برخه اخیستې ده.

ښاغلي استاد د خپل اکادمیک ژوند په اوږدو کې تر ۳۰ دېرشو ډېر علمي او څېړنیز آثار لري، چې په هېواد کې دننه او بهر په بېلابیلو خپرونو کې چاپ شوي دي.

پوهاند صاحب په پښتو، دري، انگلیسي او الماني ژبو په روان ډول خبرې لیکل او لوستل کولی شول. ميرازی صاحب د افغانستان په علمي – اکاډمیک تاریخ کې د هغو گوتو په شمار علمي – مسلکي او ملي شخصیتونو څخه دی، چې د هېواد د علمي فرهنگ په بډاینه، له خپل اصیل ملي هویت څخه د دفاع او د ملت جوړونې په لار کې یې ډېره برخه اخیستې او پریمانه بلهارۍ یې ورکړې دي، چې راتلونکی پښت به په هغو ویاړي.

د افغانستان د څلورو لسیزو وروستي ناورین او غمېرې نه یوازې په ملیونونو افغانان په نیابتي ډول له خپل کور او کلي کډوالۍ ته اړايستل، بلکې په دې موده کې ډلې ډلې پوهان، څېړونکي او د پوهنتون استادان هم له هېواده ووتل او علمي – اکاډمیک مرکزونه کمزوري او خالي شول. خو پوهاند دوکتور میرازی هغه ملي اکاډمیک شخصیت وو، چې هم یې پوهنتون او هم د ده کور، د هېواد د کورنیو جگړو په بهیر کې د توغنديو تر باران لاندې وو، خو هېواد یې پرې نښود او د هېواد د بچیانو لپاره یې قلم، کتاب او تباشیر له لاسه ونه غورځول.

د کابل پوهنتون د بیولوژي څانگې استادانو دده د دغو بې سارو خدمتونو په ویاړ، د ۱۳۹۵ ل کال د وري د ۹ نېټې په غونډه کې د رایو په یووالي پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته دې د بیولوژي څانگې شپږم درسي تالار د پوهاند دوکتور نور احمد میرازي تالار په نامه ونومول شي.


په کابل پوهنتون کې لومړی ځل په پښتو ژبه د تدريس پيلېدل يا معجزه[سمول]

د کابل پوهنتون بل استاد نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د ميرازي صاحب په اړه لیکي: «پر ۱۳۵۱ لمریز کال د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځی کې په پښتو ژبه د بیالوژي تدریس د لومړې ځل لپاره ‏د پوهاند ډاکټر صاحب نور احمد میرازي په نوښت زده کوونکو ته ‏پیل شو. دا خو به هر څوک راسره ومني چې د پوهاند صاحب دغه ‏سپېڅلی گام د الله (ج) په مرسته ترسره شو او له دې کبله یوه معجزه بلل ‏کیدای شي. دا ځکه چې د هېواد په پېنځه زره کلن تاریخ کې د لومړي ‏ځل لپاره یوه داسې پېښه منځ ته راغله چې هیڅ ساری نه لري. پوهاند صاحب نه یوازې ‏دا چې دالله امر پر ځای کوي، بلکې په هېواد کې د څه کم شلو ‏ملیونو پښتنو فرهنگي مسلم قانوني حق هم پرځای کوي. د چا خبره ‏چې ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏په پښتنو کې لومړی پېژندل شوی علمي ‏شخصیت دی چې په ډېره زړورتیا، مېړانه او اتلولي سره يي خپلې  مټې راونغښتې، ‏د کړن ډگر ته يې راودانگل او په لوړ شهامت سره يي په کابل ‏پوهنتون کې د پښتو ژبې تدریس دود کړ. زما په اند د پوهاند صاحب ‏میرازی په اړوند د خوشال خان خټک بابا لاندې شعر صدق کوي» : ‏


چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي


مدني اکر او کورنۍ[سمول]

مړينه[سمول]

پوهاند دوکتور نور احمد میرازی د ۱۳۹۹ ل کال د چونگاښ میاشتې په ۱۲ نیټه د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده، جنت يې ځای او یاد یې تلپاتې.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://www.taand.com/%D8%AF-%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%B4%D8%AE%D8%B5%DB%8C%D8%AA-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D8%AF-%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%A7/

۲- https://www.taand.com/%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D8%AF-%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF-%DA%89%D8%A7%DA%A9%D9%BC%D8%B1-%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%85%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D8%B2%DB%8C/