نظر محمد سلطانزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ (په انگرېزي: Nazar Muhammad Sultanzai Zadran) (زوکړه ۱۳۲۳ لېږديز لمريز کال د پکتيا ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه

پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډگروال الله داد خان سلطانزی ځدراڼ زوی، په هډ پښتون افغان په ۱۳۲۳ ل ل (۱۹۴۴ زېږديز) کال کې د ځدراڼو مېزای ټـبر په يوه دينداره او روښانده کورنۍ کې زيږيدلی دی. هغه په ١٩٥٠ ز کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې په رحمان بابا لېسه کې پيل او په ١٩٦١ ز کال کې په لوړه درجه سر ته ورسولې. نوموړی په ١٩٦٢ ز کال کې د لوړو زده کړې لپاره لوېديځ المان ته ولاړ.

په ١٩٦٥ ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې د عمومي فزيک په زده کړه پيل وکړ او تر ١٩٦٦ ز کال وروسته يې د برلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. سلطانزی په ١٩٧٠ ز کال کې د تجربوي فزيک په څانگه کې د ديپلوم په اخيستلو بريالی شو. هغه د ١٩٧١ ز کال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې د جرمني بوخوم پوهنتون د فزيک په ديپارتمنت کې د يوه علمي غړي په توگه په څيړنو بوخت وو چې په پایله کې د هستوي فزيک په څانگه کې د ډاکترۍ په اخيستلو بريالی شو. نظر محمد سلطانزی ځدراڼ په ١٩٧٧ ز کال کې د طب په څانگه کې په لوړو زده کړو پيل وکړ.

دندې

پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ ددې تر څنگ د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځي د فيزيولوژۍ په ديپارتمنت کې د علمي غړي او ښوونکي په توگه رسمي دنده تر سره کوله.

سلطانزی له ١٩٨٠ ز کال څخه تر ١٩٨٦ ز کال پورې د کابل پوهنتون د طبيعي علومو پوهنځي د فزيک په ديپارتمنت کې د استاد په توگه کار کاوه. وروسته د افغانستان د اتوم انرژۍ د څانگې مسئول مشر وټاکل شو. هغه د ١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې د برخې اخيستو په موخه د اتریش هېواد ته ولاړ.

په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان او ولس پالونکي ساینس پوه په توگه په افغانستان باندې د روسانو د يرغل او له افغان کمونيستي چارواکو سره د مخالفت درلودلو له کبله يې په اتريش کې سياسي پناه وغوښته او خپل هيواد ته بیرته راستو ن نه شو.

سلطانزی له ١٩٨٩ ز کال څخه تر ٢٠٠٠ ز کال پورې د اتریش هېواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او له ٢٠٠١ ز کال څخه راهيسې د المان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيکپوه او هستوي طب څانگپوه (متخصص) په توگه د راديو تېراپي (Radiation Therapy) په څانگه کې په کار بوخت دی.

سلطانزی درې زامن او دوه لوڼې لري. مشر زوی یې ډاکتر غازي محمد د رادیولوژۍ څانگې متخصص ډاکتر دی. دویم زوی یې نظیر محمد او درېیم زوی یې وحید نومېږي چې په لوړو زده کړو بوخت دي.

چاپ شوي آثار

  1. د وينې سرطان درملنه، پېژندنه او مخنيوی، د ۲۰۰۹ ز کال جرمني چاپ.
  2. سرطان او د چاپېرېال راديواکــټـيـويتي، د ۲۰۰۸ ز کال جرمني چاپ.
  3. د اولترا ساونډ طبي کارول، د ۲۰۰۷ ز کال جرمني چاپ.
  4. د البرت اېنشټاين نسبي تيوري، د ۲۰۰۶ ز کال جرمني چاپ.
  5. د اټوم فېزيک اساسات، لکچرنوټ، د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځی له خوا د ۱۹۸۵ ز کال چاپ.
  6. د الکترونېک اساسات، لکچرنوټ، د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځی له خوا د ۱۹۸۴ ز کال چاپ.
  7. د لمر انرژي پروژه (Solar collector) ، ۱۹۸۲-۱۹۸۶
  8. د اکس ريزفلوريسېنس (X-ray fluorescence ) کړنلارې په مرسته د هېواد معدني ډبرو پېژندنه او تحليل، کابل پوهنتون، ۱۹۸۳، ساينس پوهنځی.
  9. د کوبالټ شپيته راديوتيراپي دستگاه therapy equipment Cobalt-60 ، لېکچرنوټ ۱۹۸۴، کابل پوهنتون
  10. الکتروفيزيولوژي ۱۹۸۵ ، لېکچرنوټ، طب پوهنځی ، کابل پوهنتون.

په برېښنايي رسنيو کې جپرې شوې ليکنې

  1. په هېواد کې د اټومي پاتې شونو خبرتیا، د لر او بر او بینوا، ویبپاڼه، ۲۰۰۸ ز کال.
  2. اټومي بمونه او مذهبي نومونه، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  3. د چرنوبیل هستوی پیښې شل کلن تلین، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۶ ز کال.
  4. د سږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانو ته ورکړ شوه، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  5. د کیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  6. د سرطاني ناروغيو د پېژندنې کلینیکي فرمول(TNM)، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ زکال.
  7. هېماتولوژي (د داخله طب لکچرنوټ، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  8. د اتوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  9. د مسلمان پښتون او اتوم بم کارپوه عبدالقدیر لنډه پېژندنه، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  10. د گاونډيو هېوادو هستوي ازموینې، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  11. د پښتو ژبې يو ملي تلويزيون ته اړتيا، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۷ ز کال.
  12. د نړۍ لومړی اتومي بم، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۷ ز کال.
  13. د پولونيم زهر او د روسي جاسوس مړينه، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۶ ز کال.
  14. د اتوم انرژي بنسټيز فرمول، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۶ ز کال.
  15. پښتانه او د پښتو ژبې غميزه، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۵ ز کال.
  16. په کابل کې بايد د پښتو ژبې پوهنتون جوړ شي، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۵ ز کال.
  17. د طبيعي وړانگو سرچينې، د لر او بر او بینوا ویبپاڼې، ۲۰۰۸ ز کال.
  18. طبيعي راديواکتيويتي، د ټول افغان ویبپاڼه، ۲۰۰۷ ز کال.
  19. د افعانستان د اتومي انرژۍ پـيښليک، د ټول افغان ویبپاڼه، ۲۰۰۶ ز کال.

سرچينې

د بېنوا پاڼه Archived 2009-08-13 at the Wayback Machine.