منځپانگې ته ورتلل

عدنان اوکتار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عدنان اوکتار
Adnan Oktar (تورکي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ فېبروري ۱۹۵۶[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور مالومات
وېب‌پاڼه
harunyahya.com (انګليسي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

 

هارون يحيی يا عدنان اوکتار (د فبروري په دوهمه، ۱۹۵۶ کال په انقره کې زېږېدلی) د مهديت دعوه کوونکی دی، د هغه د لقب لومړۍ برخه د موسی عليه السلام د ورور هارون عليه السلام نوم دی او دوهمه برخه یې د یحیی علیه السلام نوم دی چې تر عيسی عليه السلام دمخه راغلی وو او د عيسی عليه السلام د راتګ زېری يې خلک ته ورکړی وو.

عدنان اوکتار په ۱۹۹۰ زېږيز کال کې د ساينسي څېړنو مؤسسې "Bau" بنسټ کېښود. [۶] هغه ډېر کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي. په ايران کې د ده ګڼ شمېر کتابونه ژباړل شوي او خپاره شوي دي چې د لوستونکو د تود هرکلي سره مخامخ شوي دي [۷] خو په دې وروستيو کلونو کې تورکي حکومت هغه د فريميسن غړی، دوکه باز، له دين بې لارې او د مهدويت درواغجن مدعي معرفي کړی دی. [۸] نوموړی د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۲۱ د تورکیې حکومت د جنسي تېري په تور نیولی و. [۹] د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۲مه، تورکي حکومت هغه د جرمي سازمان په جوړولو، د ماشومانو د جنسي ځورونې، ځورونې، د کم عمره ماشومانو د تښتولو، باج اخيستنې، غیر قانوني زنداني کولو، جاسوسۍ، درغلۍ او جعل کولو په تور په ۱۰۷۵ کاله بند محکوم شو. [۱۰] [۱۱]

کتابونه

[سمول]

هارون يحيی ګڼ شمېر کتابونه ليکلي دي، چې زياتره يې له اسلام سره د غيرمسلمو آشنا کول دي. هغه کتابونه چې د ساینس په اړه یې لیکلي دي تر ډېره یې موخه د تکامل، ماديزم او الحاد ردول دي. هغه په دې باور دی چې تکامل د خدای شتون او اخلاقي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راوستل د ماديزم او کمونیزم د ودې لامل کیږي. [۱۲] عدنان اوکتار په دې باور دی چې ډاروینیزم په حقيقت کې د نژاد پرستۍ، نازیزم، کمونیزم او تروریزم زېږوونکی دی. دا د هغه استدلال دی چې په تورکیه کې د ۱۹۸۰ زېږديز څخه دمخه د شرایطو پر بنسټ ولاړ دی، چې په تورکیه کې کمونیستي کتاب پلورنځیو د مارکس کتابونو پېرودونکو ته د ډاروین کتابونه وېشل پيل کړل. [۱۳] په تورکیه کې د عدنان اوکتار د کتابونو د بریالیتوب لامل د چاپ شوي کاغذ خورا لوړ کیفیت او په دې کتابونو کې د رنګونو او انځورونو خورا لوړه شمېره ده. [۱۴] د هغه ډېری کتابونه په خورا لوړ کیفیت لرونکو کاغذونو کې جوړ شوي او له اېنټرنیټ څخه وړیا ډاونلوډ کېدی شي. په اصل کې دا ټول کتابونه د ده خپلې لیکنې نه دي بلکې د نورو خلکو ليکنې هم پکې شاملې دي چې يا هغوی د ده نامه ته راجع کړي او يا دا چې ده په خپل نامه خپاره کړي دي.

د تخلیق اتلس

[سمول]

د تخلیق د اتلس لومړی ټوک په ۲۰۰۶ کې خپور شو، او دویم او دریم ټوک په ۲۰۰۷ کې خپور شو. د دې کتاب پلنوالی ۱۱ انچه او اوږدوالی یې ۱۷ انچه دی او وزن یې شاوخوا ۶ کیلوګرامه دی چې له ۸۰۰ څخه زیات تیلي رنګه پاڼې لری. د نیویارک ټایمز په وینا، دا کتاب شاید د ډاروین د تکامل د تیورۍ په وړاندې ترټولو لوی او خورا ښکلی کتاب وي. د دې کتاب لسګونه زره نسخې په اروپا او امریکا کې ښوونځیو، پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو ته وړیا لېږل شوې دي. [۱۵] د کالیفورنیا پوهنتون پروفیسور کیون پیډن وايي هغه خلک چې کتاب یې ترلاسه کړی د چاپ اندازه او کیفیت او د سطحې مینځپانګې له امله حیران شوي. د دغه کتاب له لوستلو وروسته د هالنډ د اوترخت پوهنتون د بیولوژي څانګې ښوونکي پروفیسور ګیډن دیونګ دغه کتاب بې ګټې او مسخره بللی دی. [۱۶]

د سازش تیوري

[سمول]

عدنان اوکتار د توطئې څو نظریاتو ته وده ورکوي. هغه په ۱۹۸۶ کال کې د یهودیت او فري میسنري په کتاب کې وویل چې په تورکیه کې د یهودانو او فري میسنانو اصلي دنده د تورکیې د خلکو د دین، اخلاقو او دیني ارزښتونو له منځه وړل وو ترڅو د ترکیې خلک په څارویو بدل کړي. [۱۷] هغه وايي چې يهودانو او فريميسنانو په تورکي ټولنه کې مادي رويې، تکامل، غير اخلاقي او د مذهب ضد طرز ژوند خپور کړی دی. د عدنان اوکتار په وینا، فري میسنري د هغه څه معمار دی چې په نړۍ کې پېښیږي، په مادي فلسفه تکیه کوي. د هغه په وینا، تکامل د آزادۍ دسیسه ده. [۱۸]

د هولوکاسټ انکار او تایید

[سمول]

په ۱۹۹۶ کې، هغه خپل لومړی کتاب، د هولوکاسټ فریب خپور کړ. کتاب ادعا کوي چې هولوکاسټ په حقیقت کې د جګړې په جریان کې د ټایفس ناروغۍ له امله د څو یهودانو مړینه وه چې تر جګړې وروسته د المان د ماتې او قحطۍ له کبله پېښه شوه. [۱۹] بدري بای کام په دې کتاب نیوکه کړې او په یوه مقاله کې يې د هغه په وړاندې شکایت کړی دی. په محکمه کې معلومه شوه چې د دې کتاب لیکوال عدنان اوکتار دی چې د هارون یحیی تر مستعار نامه لاندې ليکنې کوي. [۲۰]

محکمه

[سمول]

په ۱۹۹۱ زېږديز کال کې، عدنان اوکتار د کوکاین درلودلو په تور ونیول شو. [۲۱] په ۱۹۹۹ کې، د پوهنتون څو پروفیسورانو چې د هغه لخوا ګواښل شوي او ځورول شوي و، د هغه په وړاندې دعوه وکړه او ۴,۰۰۰ ډالر تاوان یې ترلاسه کړ. [۱۴] په ۱۹۹۹ زېږديز کې، عدنان اوکتار د یو جرم د ترسره کولو په هدف د ګواښ کولو او تنظیم کولو په تور ونیول شو. [۲۲] د هغه له تورونو څخه یو دا و چې هغه د شتمنو کورنیو د ځوانانو د راجلبولو لپاره له ځوانو نجونو څخه کار اخیستی و، چې له ځوانانو سره یې ژمنه کړې وه چې د ده په غونډو کې د ګډون په بدل کې به له دغو نجونو سره جنسي اړیکې ټینګوي. [۲۳]

سرچینې

[سمول]
  1. ↑ ويل شوي په: Národní autority České republiky. NL CR AUT پېژند: ola2002112484. بياځلي سمون: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
  2. 1 2 ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 137497926. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  3. ↑ سرچينې تړی: https://haber.sol.org.tr/turkiye/adnan-oktar-bir-gericinin-akp-ile-yakin-iliskileri-242613.
  4. ↑ سرچينې تړی: https://www.hurriyetdailynews.com/bikini-is-islamic-veil-turkish-televangelist-oktar-tells-police-134884.
  5. ↑ سرچينې تړی: https://turkeypurge.com/two-pro-adnan-oktar-women-held-in-prison-despite-stage-4-cancer-diagnosis-report.
  6. ↑ Harrison, Peter (2010). The Cambridge Companion to Science and Religion. Cambridge: Cambridge University Press. p. 141. ISBN 0-521-71251-3, en Parameter error in {{ISBN}}: invalid character.
  7. ↑ "خوندي شوې بڼه". خوندي شوی له the original on ۲۳ اګست ۲۰۱۶. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۱ اګست ۲۰۱۶. {{cite web}}: Unknown parameter |dead-url= ignored (|url-status= suggested) (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. ↑ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  9. ↑ "بازداشت مجری مشهور تلویزیون ترکیه به اتهام سوءاستفاده جنسی". ایران اینترنشنال (in پارسي). 2018-07-11. خوندي شوی له the original on 2021-01-13. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-01-12.
  10. ↑ "بازداشت مجری مشهور تلویزیون ترکیه به اتهام سوءاستفاده جنسی". ایران اینترنشنال (in پارسي). 2018-07-11. خوندي شوی له the original on 2021-01-13. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-01-12.
  11. ↑ فردا, رادیو (2021-01-11). "دادگاه ترکیه یک «مبلغ جنجالی» را به ۱۰۷۵ سال زندان محکوم کرد". رادیو فردا (in پارسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-01-12.
  12. ↑ Numbers, Ronald (2009).
  13. ↑ "Reuters: Turks: Atheism Is the 'Root of Terrorism'".
  14. 1 2 Ortega, Tony.
  15. ↑ "In the beginning".
  16. ↑ "PZ Myers, "Well fly fishing is a science"".
  17. ↑ "Life Story Of Adnan Oktar".
  18. ↑ "Harun Yahya".
  19. ↑ Steinvorth, Daniel (23 September 2008).
  20. ↑ "AXT 1996 report on antisemitism in Turkey".
  21. ↑ Ronald L. Numbers (2006).
  22. ↑ Grove, Thomas (9 May 2008).
  23. ↑ "Sex, Flies and Videotapes: the secret lives of Harun Yahya".