منځپانگې ته ورتلل

د عدالت او پراختیا ګوند (ترکیه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کي یو سیاسي ګوند دی چي ځان د محافظه کاره ډیموکراټ په توګه معرفي کوي. ځیني سرچینې دغه ګوند ته ملتپال، ټولنیز محافظه کار او د نوي عثمانيزم ملاتړ کوونکي نومونه هم کاروي. دا په معاصره ترکیه کي یو له دوو مهمو ګوندونو څخه دی چي د جمهوري غوښتونکي ګوند په توګه چاري مخ ته وړي.

د عدالت او پراختیا ګوند (ترکیه)
Adalet ve Kalkınma Partisi (تورکي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
مرکز
وېب‌رنګ کوډ
FFCC00 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېبپاڼه
akparti.org.tr… (انګليسي ژبه)
akparti.org.tr (تورکي ژبه)
akparti.org.tr… (عربي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړيکو شمېره
+90-312-204-5000[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

رجب طیب اردوغان په ۲۰۱۷ کال کي د یاد ګوند د کنګرې له پیل راهیسي د ګوند مشرتوب په غاړه لري. د عدالت او پراختیا ګوند د ترکیې په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند ګڼل کیږي، چي د ترکیې د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کي یې د ۴۲،۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له ۶۰۰ څوکیو څخه ۲۸۵ څوکۍ ترلاسه کړې. عدالت ګوند د ملتپال غورځنګ ګوند سره په ګډه یو جمهوري بڼه جوړه کړې ده، او عصمت یلماز یې اوسنئ پارلماني مشر دی.

عدالت ګوند په 2001 کي د ځینو ګوندونو لکه د فضیلت ګوند ، د وطن ګوند ، او د ریښتینې لارې ګوند د غړو لخوا رامنځ ته سو، او دا ګوند په ترکیه کي د خلکو له قوي ملاتړ څخه برخمن دی. ګوند خپل ځان د بازار پلوه اقتصاد لیبرال په توګه رامنځته کړ، او په اروپایي اتحادیه کې یې د ترکیې د غړیتوب ملاتړ هم وکړ. عدالت ګوند نارنجي د خپل اصلي رنګ په توګه غوره کړی دی. په نورو رنګونو کي د لوګو لپاره سپین، د بیرغ لپاره نیلي، او د شرکت ډیزاین لپاره نارنجي، سپین، نیلي او سور رنګونه شامل دي.

د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کي یوازینی ګوند دی چي د ترکیې په ټولو ولایتونو کي د پام وړ حضور لري.

  1. سرچينې تړی: https://www.yargitaycb.gov.tr/icerik/1095.