Jump to content

رجب طیب اردوغان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۶ فبروري ۱۹۵۴[۱][۲][۳]
استوګنځای استانبول   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت تورکيه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 1.85 متر [۴]  ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د عدالت او پراختیا ګوند (ترکیه) (۱۴ اگسټ ۲۰۰۱–)  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه تورکي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه تورکي ژبه ،  انګرېزي ژبه [۵]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)

اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۲۰۰۴)

سټيګر جايزه   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
رجب طيب اردوغان

رجب طیب اردوغان (چې د ۱۹۵۴ ز کال د فبروري په ۲۶ نېټه زېږیدلی) یو ترک سیاستوال دی چې له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي له ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د ترکیې د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې د استانبول د ښاروال په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۲۰۰۱ ز کال د عدالت او پراختیا ګوند (AKP) بنسټ کېښود او د ۲۰۱۴ ز کال څخه وړاندې چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، نوموړی ګوند یې د ۲۰۰۲، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو په ټاکنو کې یې بریالیتوب ته ورساوه. نوموړي په ۲۰۱۷ ز کال کې د اساسي قانون له ټولپوښتنې څخه وروسته د AKP مشرتابه ته بېرته راستون شو. اردوغان چې اسلامپاله سیاسي شالید لري او ځان د محافظه کاره دیموکرات په توګه ښیي، د خپلې ادارې په اوږدو کې هغه له ټولنیز پلوه محافظه کاره او عوام پلوه پالیسو ته وده ورکړې ده.  [۶][۷][۸]

د اسلامپاله سوکالۍ ګوند د نوماند په توګه د ۱۹۹۴ ز کال په ټاکنو کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. نوموړي د ضیا ګوک آلپ د شعر لوستلو له امله، وروسته له خپلې دندې څخه ګوښه، له سیاسي دفتر څخه منع او د مذهبي نفرت د هڅولو په تور په څلورو میاشتو بند محکوم شو. وروسته اردوغان اسلامپاله ښکاره سیاست پرېښود او په ۲۰۰۱ ز کال کې یې منځلاری محافظه کاره AKP ګوند تاسیس کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې لویه بریا ترلاسه کړه. اردوغان چې لا هم له دندې منع و، د AKP ګډ بنسټ ایښودونکی عبدالله ګل د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو او وروسته یې د اردوغان سیاسي بندیز لغوه کړ. د ۲۰۰۳ ز کال د سیرت د سمیه ییزو ټاکنو له ګټلو څخه وروسته، اردوغان د ګل پر ځای د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، او ګل د ولسمشرۍ لپاره د AKP د نوماند په توګه ډګر ته راغی. په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو کې اردوغان د AKP د مشر په توګه دنده ترسره کړه چې په ۲۰۱۴ ز کال کې ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۱۸ ز کال کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.   [۹][۱۰][۱۱]

د لومړي وزیر په توګه، د اردوغان د کاري دورې په لومړیو کلونو کې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه په خبرو کې پرمختګونه راغلل. همدارنګه د ترکیې اقتصاد د ۲۰۰۱ ز کال د مالي سقوط څخه وروسته د رغېدو په حال کې شو او په زیربنایي برخو کې لکه سړکونو، هوايي ډګرونو او د ګړندیو اورګاډو په شبکو کې پانګونه وشوه. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ ز کلونو کې د اساسي قانون دوه بریالۍ ټولپوښتنې وګټلې. خو د هغه حکومت د فتح الله ګولن او د ګولن غورځنګ سره (چې د ترکیې د دولت له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی) د نږدې اړیکو له امله تر شخړه لاندې پاتې شو چې AKP د ګولن سره یو ځای د بالیوز او ایرګینیکون د محاکمو له لارې د سیکولر بیوروکراټانو او نظامي افسرانو په وړاندې په تصفیه تورن دی. د ۲۰۱۲ ز کال په وروستیو کې، د نوموړي حکومت د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) سره د کرد - ترکي د شخړې (۱۹۷۸ – تر اوسه) د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړې. په ۲۰۱۵ ز کال کې اوربند مات شو، چې د شخړو او جګړو د زیاتوالي لامل شو. د اردوغان بهرنی سیاست د نوي عثماني سیاست په توګه انګېرل شوی دی او د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې د ښکېلتیا لامل شو، چې د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال یې د دې هېوادونو په ګډه پوله د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا د خاورې ترلاسه کولو مخه نیوله.  [۱۲][۱۳]

ترکیې د اردوغان د واک په وروستیو کلونو کې ډیموکراټیک شاتګ او فساد تجربه کړی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د حکومت پر وړاندې د لاریونونو له پیل راهیسې، حکومت په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو باندې دوامداره سانسور پلی کړ، د یوټیوب، ټویټر او ویکیپیډیا په څېر وېب پاڼو ته یې لاسرسی محدود کړ. دې کړنو په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه خبرې وځنډولې. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ۱۰۰ ملیارد ډالرو د فساد رسوایې د دې لامل شوه چې  د اردوغان نږدې متحدین ونیول شي چې اردوغان هم په کې تورن و ګڼل شو. د ګولن سره د اړیکو له خرابېدو وروسته، اردوغان له قضایي، بیوروکراسۍ او نظامي برخو څخه د هغه د پلویانو تصفیه پیل کړه. د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د بې پایلې پوځي کودتا هڅه د نورو تصفیو او بېړني حالت لامل شوه. حکومت ادعا وکړه چې د کودتا مشران له ګولن سره اړیکې لري، خو هغه په ​​دې کې هر ډول لاس درلودل رد کړل. د اردوغان واکمنۍ په زورواکي، پراخوالي، سانسور او د ګوندونو یا مخالفینو پر تحریم سره پېژندل شوې ده.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

اردوغان چې اجرائیوي جمهوري ریاست ته د ترکیې د پارلماني نظام د بدلون اوږد مهاله پلوی ګڼل کېده، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې د ښي اړخه محافظه کار ملتپال ګوند (MHP) سره د اتحاد لپاره  اجراییه ریاست رامنځ ته کړ، چې دا بدلون د اساسي قانون د ټولپوښتنې په توګه و منل شو. د حکومت دا نوې بڼه په رسمي توګه د ۲۰۱۸ ز کال له عمومي ټاکنو څخه وروسته رامنځ ته شوه چې په کې اردوغان او د AKP-MHP نوي ایتلاف ټاکنې وګټلې. له هغه وخت راهیسې نوموړی د ترکیې د پولي واحد له ستونزو او د ۲۰۱۸ ز کال د پور له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، چې د دې ناورین د لامل په توګه هم تر نیوکو لاندې دی او په پراخه کچه د نوموړي د شهرت د کمښت لامل شوی هم دی. همدارنګه، داسې انګېرل کېږي چې نوموړي د ۲۰۱۹ ز کال په سمیه ییزو ټاکنو کې ونډه درلوده چې په پایله کې یې حاکم ګوند د ۱۵ کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د انقرې او استانبول کنټرول له لاسه ورکړ. له ماتې وروسته، د ترکیې حکومت په استانبول کې د بیا ټاکنو امر وکړ، چې په کې واکمن ګوند بیا په لوی توپیر سره ټاکنې و بایللې. د اردوغان لپاره دوه پرله پسې ماتې د پام وړ ماتې ګڼل کېدې، چې یو وخت هغه ویلي وو چې که د هغه ګوند "استانبول له لاسه ورکړي، نو په حقیقت کې به ترکیه له لاسه ورکړي". [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

کورنۍ او شخصي ژوند

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

اردوغان د استانبول په یوه بې وزله ګاونډۍ سمیه، کاسمپاسا کې چې کورنۍ یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې له ریز ولایت څخه دې ځای ته کډه شوې وه، نړۍ ته سترګې پرانیستې. د اردوغان قبیله په اصل کې د ګرجستان د ادجارا له سیمې څخه ده. د هغه والدین احمد اردوغان (۱۹۰۵ – ۱۹۸۸) او تنزیل اردوغان (د زېږد پر مهال نوم موتلو؛ ۱۹۲۴ – ۲۰۱۱) نومېدل. [۳۸][۳۹]

اردوغان د ماشومتوب خپلې ورځې په ریز کې تېرې کړې، چې پلار یې هلته د ترکیې په ساحلي ګارډ کې د کپتان دنده درلوده. نوموړي د دوبي د رخصتۍ ډېری وختونه د ریز ولایت په ګینیسو کلي کې تېرول. دا سیمه د هغه د کورنۍ اصلي ټاټوبی و. د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې دې معنوي ټاټوبي ته راستنېده او په ۲۰۱۵ ز کال کې يې دې کلي ته نږدې د غره پر سر يو پراخ جومات پرانيست. کله چې اردوغان ۱۳ کلن و، د هغه کورنۍ استانبول ته را کډه شوه.  [۴۰][۴۱][۴۲]

د ځوانۍ په دوران کې، پلار یې هغه ته د اونۍ ۲.۵ لېرې خرڅ ورکولو  چې له یو ډالر څخه لږ ارزښت لري. په دې پیسو باندې هغه پوسټ کارډونه اخیستل او په سړکونو یې بېرته پلورل. هغه همدارنګه په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې بند پاتې شوو چلوونکو ته اوبه پلورلې. اردوغان همدارنګه د سړک سر د پلورونکي په توګه سمیټ (د کنجدو د دانو کلچې) پلورلې. هغه سپین پیش بند اغوسته او په ښیښه یي چوکاټ کې چې د دری-ټایره ګادۍ په سر جوړ شوی و، دا کلچې پلورلې. په ځوانۍ کې اردوغان همدارنګه په یو سیمه ییز لوبغالي کې د فوټبال نیمه مسلکي لوبه کوله. فنرباغچه ټیم غوښتل چې هغه کلپ ته جذب کړي خو پلار یې و نه منله. په ولسوالۍ کې د فوټبال هغه ځایی لوبغالی چې نوموړي په کې لوبې کولې د قسیم پاچا د سپورت د لوبغالي په نوم یادېده چې وروسته د اردوغان په نوم و نومول شو.  [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

اردوغان د سکندرپاچا د ټولنې غړی دی، چې د ترکیې د نقشبندي تګلارې د تصوف ټولنه ده.  [۴۸][۴۹]

مخينه

[سمول]

اردوغان د تورکيې لوېديځ کې د استانبول په گڼ ملتيز ښار کې د رسمپاشا په سیمه کې وزېږېد. خو کورنۍ یې د ريزه ولایت پورې تړاؤ لري چې له هغه سیمې يې استنبول ته کډه وکړله . ښاغلی اردوغان ډېر کلک هېوادپالی او ولسپالی تورکی دی چې خپلې څرگندونې يې د اېن ټي وي په نوم چاینل ته داسې کړې وې . ٫٫ تاسو به هېڅ باور ونه کړئ چې زما په هکله ځینو تنگنظرو داسې وېلي و ، گواکې زه گورجی يم ، ځينو بيا راته ارمنی وېلې ، خو زه باید په ډاگه کړم چې زه الحمد الله تورکی يم ،، اردوغان خپل ماشومتوب د تورکيې په ريزه ولایت کې تېر کړی ، هلته يې پلار د سیمې د سايل (سیند غاړې) څارونکی پوځي و . د اردغان کورنۍ استنبول ته اله ورکډه شول چې کله اردغان د ۱۳ کالو و . په ټيټ کلنۍ (ځلميتوب) کې اردغان د استنبول په گڼ ملتیز او ډېر مېشته ښار کې د لیمو زوښا (جوس) او خوږې وړې ډوډۍ يې خرڅولې . دغه خرڅلاؤ يې پدې ترسره کول چې خپلې نورې اړتياوې پخپله پوره کړي ، گنې د منځوي کچې ژوند يې په ټه ييزه توگه درلود .

اردغان په عملي توگه متوازنې مسلمانې کورنۍ کې لوی شو او خپلې زده کړې یې په لومړي ځل د پيالې لومړنيو زده کړو ښوونځي کې چې يو شپېغالی (لیليه) یې هم درلوده په اسلامي اصولو ولاړ کال ۱۹۶۵م زېږدي کې پیل کړې . په ۱۹۷۳م زېږدي کې ده خپله د دوهمې کچې لوړو زده کړو ديپلوم له ايوپ لوړو زده کړو ښوونځي څخه ترلاسه کړ. همدارنگه ورپسې د سوداگرۍ او ادارې په برخه کې لوړې زدهع کړې د لسانس په کچې د اکثريې ښوونځي او د ټه ييزې او خبرتيايي ساينس پوهنځي کې ترلاسه کړلې چې وروسته یې همدې پوهنځي ته د مرمرې پوهنتون نوم ورکړ. اردغان خپل په ځوانۍ کې ډېر تکړه فوټبالر هم و چې په سیمه ییزه کچه د دوهمې ـ کچې لوړ کلب و . فینربېهچې غوښتل چې دی نور هم پرمخ ولاړ شي خو پلار یې فوټبال ته نور پرېنښود . اردوغان د اېمينې گلباران په نوم ښوې پېغلې سره واده وکړ چې په کال ۱۹۷۸ زېږدي کې ۴م د جولای زېږېدلې وه . دواړه د دوه ځامنو خاوندان دي چې احمت (احمد) بوراک او نېکميدين بلال نومېږي او همدارنگه یې دوه لوڼې هم وشوې چې نومان یې اسره او صوميه نومېږي . د اردغان د پلار نوم احمت اردغان و چې په کال ۱۹۸۸م زېږدي کې ومړ او مور بي بي یې چې تنزله نومېده د ۸۸ کالو په عمر کال ۲۰۱۱م زېږدي مړه شوه .

زده کړې

[سمول]

ښاغلی اردوغان په کال ۱۹۸۱م زېږيز کې د مرمره پوهنتون څخه د وټپوهنې پوهنځۍ د خبرتيايي پوهنې له څانگې څخه زده کړې ترلاسه کړي .

سیاست کې ښکېلتيا

[سمول]

بندي کېدل

[سمول]

له گوند مشرۍ څخه تر صدارت او ارگ پورې

[سمول]

سياسي دريځ

[سمول]

لاسته راوړنې

[سمول]

سرچینې

[سمول]
  1. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4808109 — subject named as: Recep Tayyip Erdogan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/erdogan-recep-tayyip — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. subject named as: Recep Tayyip Erdogan — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000022729 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. https://www.milligazete.com.tr/haber/8945272/erdogandan-cok-konusulacak-sozler-mezarim-buyuk-olacak-siz-dusunun
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/161591395
  6. "Turkey's Davutoglu expected to be a docile Prime Minister with Erdogan calling the shots". Fox News. Associated Press. 21 August 2014. بياځلي په 27 November 2014.
  7. Yildirim, A. Kadir; Lynch, Marc (8 December 2016). "Is there still hope for Turkish democracy?". The Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. بياځلي په 27 June 2018.
  8. Finchelstein, Federico (2019). From Fascism to Populism in History. University of California Press. p. 152.
  9. Shambayati, Hootan (May 2004). "A Tale of Two Mayors: Courts and Politics in Iran and Turkey". International Journal of Middle East Studies. 36 (2). Cambridge University Press: 253–275. doi:10.1017/S0020743804362057. hdl:11693/24287. S2CID 153768860.
  10. Walter Mayr (16 July 2007). "Turkey's Powerful Prime Minister: Who Can Challenge Erdogan?". Der Spiegel. بياځلي په 3 December 2014.
  11. Arda Can Kumbaracibasi (24 July 2009). Turkish Politics and the Rise of the AKP: Dilemmas of Institutionalization and Leadership Strategy. Routledge. pp. 1–2. ISBN 978-0-203-87629-9.
  12. Nick Tattersall (28 February 2013). "Erdogan's ambition weighs on hopes for new Turkish constitution". Stratejik Boyut. بياځلي په 9 July 2013.
  13. "Growing consumption". Metro Group. 24 November 2011. بياځلي په 28 July 2012.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  14. Esen, Berk; Gumuscu, Sebnem (2016). "Rising competitive authoritarianism in Turkey" (PDF). Third World Quarterly. 37 (9): 1581–1606. doi:10.1080/01436597.2015.1135732. hdl:11693/36632. S2CID 155983134.[مړه لينکونه]
  15. "Turkey" (in انګليسي). Freedom House. 5 January 2018. بياځلي په 27 June 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  16. "Turkey takes a big step toward nationalist fascism". Washington Post. بياځلي په 27 June 2018.
  17. "Turkey Blocks Twitter". The Washington Post. 21 March 2014. خوندي شوی له the original on 21 March 2014. بياځلي په 27 November 2014.
  18. Genç, Göksel; Esit, Elif (27 December 2013). "Yeni yolsuzluk dosyasının ekonomik boyutu 100 milyar dolar" [New economic corruption files valued at $100 billion]. Zaman (in ترکي). خوندي شوی له the original on 17 December 2014. بياځلي په 3 December 2014.
  19. "100 milyar dolarlık yolsuzluk" [$100 billion dollar corruption]. Sözcü (in ترکي). 26 December 2013. بياځلي په 3 December 2014.
  20. "Yolsuzluk operasyonunun maliyeti 100 milyar Euro" [Corruption operation costs 100 billion euros]. Milliyet (in ترکي). 17 December 2013. بياځلي په 3 December 2014.
  21. "Turkey's failed coup attempt: All you need to know". aljazeera.com.
  22. Reuters Staff (8 April 2021). "Italy's Draghi accuses 'dictator' Erdogan, draws Turkey's condemnation". Reuters – via www.reuters.com. {{cite news}}: |author= has generic name (help)
  23. Cook, Steven A. "How Erdogan Got His Groove Back".
  24. "Democratic decay and uncertainty in Turkey". 25 March 2021.
  25. Goodman, Peter S. (18 August 2018). "The West Hoped for Democracy in Turkey. Erdogan Had Other Ideas". The New York Times.
  26. Ben-Meir, Dr Alon (24 October 2020). "Erdogan's Calamitous Authoritarianism".
  27. Yılmaz, Zafer; Turner, Bryan S. (20 October 2019). "Turkey's deepening authoritarianism and the fall of electoral democracy". British Journal of Middle Eastern Studies. 46 (5): 691–698. doi:10.1080/13530194.2019.1642662.
  28. Aytaç, Selim Erdem (2021). "Effectiveness of Incumbent's Strategic Communication during Economic Crisis under Electoral Authoritarianism: Evidence from Turkey". American Political Science Review (in انګليسي). 115 (4): 1517–1523. doi:10.1017/S0003055421000587. ISSN 0003-0554.
  29. Reuters Staff (22 June 2018). "Turkey's powerful new executive presidency". Reuters – via www.reuters.com. {{cite news}}: |author= has generic name (help)
  30. "Erdogan picks EU fight, as Turkish economy tanks". EUobserver (in انګليسي). بياځلي په 29 August 2019.
  31. "As Turkish Economy Sours, Erdogan's Party Could Lose Grip on Big Cities". Haaretz (in انګليسي). 19 January 2019. بياځلي په 29 August 2019.
  32. Isil Sariyuce and Ivana Kottasová (23 June 2019). "Istanbul election rerun won by opposition, in blow to Erdogan". CNN. بياځلي په 20 August 2019.
  33. Gall, Carlotta (23 June 2019). "Turkey's President Suffers Stinging Defeat in Istanbul Election Redo". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 20 August 2019.
  34. "Turkey's ruling party loses Istanbul election". BBC News. 23 June 2019.
  35. Gauthier-Villars, David (23 June 2019). "In Setback for Erdogan, Opposition Candidate Wins Istanbul Mayor Seat". The Wall Street Journal.
  36. "Son dakika… Financial Times'tan şok İstanbul seçimi yorumu". sozcu.com.tr.
  37. "Erdoğan: 'İstanbul'da teklersek, Türkiye'de tökezleriz'". Tele1. 2 April 2019.
  38. Sontag, Deborah (11 May 2003). "The Erdogan Experiment". The New York Times. بياځلي په 11 January 2020.
  39. "Recep Tayyip Erdoğan'ın hayatı" (in ترکي). Ensonhaber. 1 July 2014. خوندي شوی له the original on 12 June 2018. بياځلي په 22 September 2017.
  40. "İşte Ahmet Kaptan'ın bilinmeyen hikayesi" (in ترکي). Odatv. 4 December 2016. بياځلي په 11 January 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  41. "Turkey's charismatic pro-Islamic leader". BBC News. 4 November 2002. بياځلي په 23 July 2006.
  42. Kıble Dağı Cami'nin inşaatı bitti, açılışı Erdoğan yapacak Hürriyet, 5 August 2015
  43. "Profile: Recep Tayyip Erdogan". BBC News. 18 July 2007. بياځلي په 29 August 2008.
  44. "Life story". AK Parti Official Web Site. بياځلي په 29 August 2008.
  45. "Recep Tayyip Erdoğan". Britannica Online Encyclopedia. 
  46. "Fenerbahçe Erdoğan'ı transfer etmek istemiş" [Fenerbahçe wanted to transfer Erdoğan]. Milliyet (in ترکي). 1 April 2013. بياځلي په 9 July 2013.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  47. klaiber-it.de, Timo Klaiber. "Recep Tayyip Erdoğan Stadyumu". Europlan-Online. بياځلي په 30 October 2020.
  48. Eurasia Review: "The Naqshbandi-Khalidi Order And Political Islam In Turkey – Analysis" By Hudson Institute 5 September 2015
  49. Insight Turkey: "Islam, Conservatism, and Democracy in Turkey: Comparing Turgut Özal and Recep Tayyip Erdoğan" by METİN HEPER Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. 15 February 2013