عبدالله گل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله گل

عبدالله گُل د ترکیه يوولسم ولسمشر دی. نوموړی د ٢٠٠۷ زېږدي کال د اگست ۲۸ څخه تر ۲۰۱۴م زېږدي کال ۲۸ اگست پورې د تورکيې ولسمشر و.

مخینه او زده کړې

عبدالله گل د ۱۹۵۰ ز د اکتوبر پر ۲۹ مه په قیصريه نومې ولایت کې زېږېدلی. پلار یې په همدغه ښار کې د الوتکو په یوه کارخانه کې دنده درلوده. گل خپلې لومړنۍ زده کړې د غازي باشا په ښوونځي کې تر سره کړي او منځنۍ یې د امامانو او خطیبانو په ښوونځیو کې، چې په (۱۰۷۱ - ۱۲۹۹ ز) کې د سلجوقیانو د واک پر مهال د شهرت اوج ته رسیدلی وو، بشپړی کړي. گل د استانبول پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه په ۱۹۷۲ ز کې فارغ شوی، وروسته یې بیا ماسټري هم له دغه پوهنتون څخه واخیستله. د ۱۹۷۶-۱۹۷۸ ز تر منځ لندن ته د ډاکترۍ د تیزس لپاره د موادو راټولو په موخه ولاړ او هلته یې انگلیسي ژبه زده کړه. د ډاکترۍ د تیزس موضوع یې (د ترکیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پرمختگ) وه. کله چې له ترکیې څخه راستون شو، د سقاریا په پوهنتون کې د صنعتي انجینرۍ په څانگه کې استاد شو. په پوهنتون کې یې ډیر وخت نه و تیر شوی، چې په ۱۹۸۰ ز کې د جنرال کنعان ایفرن په امر د نظامي پولیسو له خوا ونیول شو. حکومت پر دې گرم کړی و، چې د السنحق نومې ډلې سره تړاو لري.

دندې

له خیرالنساء اوزیورت سره یې د واده څو ورځې نه وې تیرې شوې چې د منریس زندان ته لاړ او څو میاشتې يې هلته تیرې کړې. له ۱۹۸۳ - ۱۹۹۱ ز پورې دپراختیا اسلامي بانک کې د اقتصادي کارپوه په توگه دنده ترسره کړه. په قطر کې استوگنې دا زمینه په لاس ورکړه ، چې عربي زده کړي او په ۱۹۹۱ ز کې یې په نړیوال اقتصاد کې د پوهنوال علمي رتبه تر لاسه کړه.

سیاسي شالید

نوموړی د سیاسي هلو ځلو بډايه سابقه لري. د ځوانۍ پر مهال د لوی ختیځ د فکر ټولنه سره یو ځای شوی و او همدا رنگه د ترک زده کونکو ټولنه غړی و. په ۱۹۹۱ ز کې څلور ځلې سر په سر د قیصريې ولایت څخه د هوساینې (الرفاه) گوند پارلماني غړی و. په ۱۹۹۳ ز کې په الرفاه گوند کې د نړیوالو اړیکو د مسوول په توگه غوره شو. له ۱۹۹۵ - ۲۰۰۱ ز پورې د ترکيې په پارلمان کې د نړیوالو اړیکو دکمیسون غړی و. په اروپايي اتحاد کې یې د دايمي غړیتوب امتیازي مډال تر لاسه کړ او همدارنگه یې د ناټو تړون د غړو هېوادو په پارلمان کې د ترکیې استازیتوب کړی. ډیر ځله یې په پارلمان کې د اسلامي هېوادو لکه الجزاير، بوسنیا او چیچن له قضیو څخه خپل ملاتړ کړی. له ۱۹۹۸ - ۲۰۰۱ ز پورې د فضیلت د لغوه شوي گوند مرستیال و او د ۱۹۹۶ - ۱۹۹۷ ز ترمنځ د نجم الدین اربکان تر مشرۍ لاندې د الرفاه گوند په ائتلافي حکومت کې د اسلامي نړۍ په چارو کې د دولت وزیر او د دولت رسمي ویاند و. همدغه مهال یې له مصر، ليبيا، نايجېريا، ايران، مالیزیا او اندونیزيا سره د اقتصادي او سوداگریزو تړونونو په رامنځ ته کولو کې د پام وړ رول ولوباوه. عبدالله گل د فضلیت گوند دننه په سمون او اصلاحاتو لاس پورې کړ. په ۱۹۹۹ ز کې یې د رجائي قوطان پر وړاندې ځان د گوند ریاست ته کاندید کړ، خو په کم توپیر یې د رجائي قوطان پر وړاندې ماتې وخوړه. لامل یې له قوطان څخه د نجم الدین اربکان ملاتړ و. له دې وروسته هر یو عبدالله گل، رجب طیب اردوگان او اوبولنت ارینش – د اوسنی پارلمان رئیس – سره دا نظر پیدا شو، چې موږ باید بل نوی گوند رامنځ ته کړو. دوی دې پایلې ته ورسیدل، چې د فضیلت گوند موخې نورې په ترکیه کې ملاتړي نه لري او له سیکولر گوندونو سره یې ټکر حتمي دی. له ټاکنو وروسته عبدالله گل او ملگرو یې له گوند څخه خپلې استعفاوې ورکړې او د فضیلت گوند د بندولو په اړه یې د محکمې پریکړه ومنله. د عبدالله گل او رجب طیب اردوگان په مشرۍ سمونپاله ډلې د ۲۰۰۱ ز د اگسټ پر ۱۴ مه د عدالت او پرمختگ گوند دجوړولو اعلان وکړ. نوموړی په قانوني چارو او نړیوالو اړیکو کې د گوند د مشر مرستیال وټاکل شو. عبدالله گل په خپل سیاسي ژوندکې د سوله غوښتونکي سیاستوال په توگه پیژندل شوی. په ترکیه کې د زورزیاتي په هیڅ یوې پېښه کې د نورو په څیر ښکیل شوی نه دی. په ترکیه کې دسیاسي تاوتریخوالي تر ټولو مشهور کلونه له ۱۹۶۸ - ۱۹۷۱ ز وو چې د پوهنتونو دننه د سیاسي گوندونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی و. عبدالله گل دهغه مهال له یوشمیر مشهورو لیکوالو او شاعرانو څخه اغیزمن شوی و لکه جمیل مریتش، ارواښاد نجیب فاضل همدارنگه له اکاډیمیکو څیرو څخه هم اغیزمن شوی لکه ډاکتر نوزت بالچین طاش او ډاکتر صباح الدین زعیم.

عبدالله گل او رجب طیب اردوگان

عبدالله گل له رواني او سیاسي پلوه لومړي وزیر رجب طیب اردوگان ته تر ټولو نږدې او باوري کس دی. کله چې محکمې اردوگان په ټولټاکنو کې له ونډې اخیستو څخه بې برخې کړ همدا عبدالله گل و چې د ده ځای يې ونیوه او د حکومت په سر کې راغی. پر اردوگان محکمې تور لگولی و چې دیني رخو او کینو ته یې لمن وهلې. پنځه میاشتې وروسته اردوگان وتوانیده، چې په ټولټاکنو کې له سرت ولایت څخه پارلمان ته لار ومومي او د حکومت واگې یې په لاس کې ونیو. عبدالله گل له همدغه وخت څخه دبهرنۍ تگلارې چلوونکی و. عبدالله گل د یو شمیر هغو ستونزو او کاواکه حالاتو څخه بریالی راوتی، چې د ده هېواد ورسره لاس وگریوان و. د بیلگې په توگه په ۲۰۰۳ ز کې امریکا ورڅخه وغوښتل چې د هېواد سهیل ختیځې لارې ورته پرانیزي تر څو امریکايي ځواکونه عراق ته ورننوځي، خو د ترکیې پارلمان دغه غوښتنه ونه منل. عبدالله گل تل داسې راڅرگند شوی لکه د ملت یو عادي وگړی. تل یې له خپل ملت سره همغږي درلوده او دریځ یې ورسره ورته و. کله چې ترکانو په خپلو کورونو او پلورنځیو کې هره شپه د رمزي تعبیر په توگه د یوه ساعت له پاره خپل څراغونه مړه کول تر څو نړیوالو ته په ډاگه کړي چې د ترکیې ملت پر عراق له برید سره مخالف دی عبدالله گل هم په خپل وار دکور ټول څراغونه مړه کول تر څو د خپل هېواد او هېوادوالو له دریځ سره همغږی شي. یوا متياز چې عبدالله گل يې پر رجب طیب اردوگان لري دا دی چې عبدالله گل په نسبي توگه د ترکیې له اغیزمنو سیکولر مشرانواو پوځ سره تودې اړیکې لري. د بهرنیو چارو د وزیر په توگه اړ و چې له هر ډول خلکو سره اړیکې ونیسي. گل د نورو په نسبت دې ته ډیر لېوال دی، چې ترکیه دې د اروپايي ټولنې غړی شي. د ده د اسلامي شالید په اړه ډیرې خبرې راپورته شوي، نوموړی د ډیرو اروپایانو او ترکانو له انده سمونپال او منځلاری مسلمان دی. په ۲۰۰۵ ز کې له اروپايي ټولنې سره دسختو او له کړاوه ډک پیوستون خبرې اترې پیل شوې. ترکیې دغو خبرو ته له ډیر پخواڅخه انتظار یوست. دا هغه څه و چې د ترکانو په منځ کې يې د عبدالله گل پلویان او ملاتړي ډیر کړل.

سرچينې