ډاروینیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ډاروینیزم د بیولوژیکي تکامل یوه تیوري ده، چې د انګلیسي طبیعت پوه چارلس ډاروین (۱۸۰۹-۱۸۸۲ز) او نورو په وسیله یی پراختیا موندلې ده، دا بیانوي چې، د ژوندیو موجوداتو ټولې نوعې د کوچنیو، موروثي بدلونونو د طبیعي ټاکنې له لارې رامنځته کېږي او وده کوي چې د افرادو وړتیا لوړوي، ترڅو سیالي وکړي، ژوندي پاتې شي او تکثیر وکړي. دا د ډارویني تیورۍ په نامه هم یاده شوې ده، یادې تیورۍ په اصل کې د انواعو د خپل منځي اوښتون یا د تکامل هغه پراخه مفهومونه را نغښتي وو، کومو چې په کال ۱۸۵۹ز د ډاروین له خوا (د انواعو په منشأ کې) له خپرولو وروسته، د هغو مفهومونو په شمول چې د ډاروین له تیوریو څخه يې مخکې شتون درلود، ټولیز علمي مقبولیت ترلاسه کړ. بیولوژی پوه توماس هنري هکسلي(Thomas Henry Huxley) د ۱۸۶۰ زکال په اپریل کې د ډاروینیزم اصطلاح رامنځته کړه.[۱]

اصطلاحي مغشوش والی[سمول]

ډاروینیزم وروسته د طبیعي ټاکنې، د ویسمن (Weismann) مانعې یا د مالیکولي بیولوژی اصلي تعصبي‌ عقیدې په شان مفهومونو ته راجع کېږي. که څه هم دا اصطلاح، معمولاً په ټینګار سره بیولوژیکي تکامل ته راجع کیږي، تخلیق کوونکو د ژوند سرچینې یا کیهاني تکامل ته راجع کولو لپاره ځانګړې کړې وه، هغه چې له بیولوژیکي تکامل څخه جلا دي. دا پر دې بنسټ، د الهي ډیزاین او د ځمکې څخه بهرنۍ سرچینې مفهومونو په ګډون سره د نورو مفهومونو پر ځای د ډاروین او د هغه څخه د مخکینیو څېړنو باور او مقبولیت مطرح کوي.[۲][۳][۴][۵]

انګلیسي بیولوژي پوه توماس هنري هکسلي د ۱۸۶۰ ز کال په اپریل کې د ډاروینیزم اصطلاح رامنځته کړه. دا اصطلاح د دې لپاره کارول کېده، چې د مخکینیو هغو مفهومونو په ګډون چې د انګلیسي فیلسوف هربرټ سپینسر(Herbert Spenser) په وسیله خپاره شوي وو، تکاملي مفهومونه په ټولیزه توګه توضیح کړي. په هغه وخت کې د هکسلي په ګډون د ډاروینیزم ډېری پلویانو د طبیعي ټاکنې د ارزښت په اړه څرګندونې درلودې او ډاروین په خپله هغه څه ته اعتبار ورکړې وو چې، وروسته  لامارکیزم ونومول شو. د آلماني تکاملي بیولوژی پوه اګسټ ویسمن(August Weismann) نوي دقیق ډاروینیزم، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې يو څه ملاتړي ترلاسه کړي ول. د  ۱۸۸۰ز لسیزې نه تر نږدې ۱۹۲۰ کلونو پورې د تقریبي دورې په لړ کې چې ځیني وختونه “د ډاروینیزم د تتوالي” په نامه هم یاده شوې، پوهانو مختلف متناوب تکاملي میکانیزمونه وړاندیز کړي ول، کوم چې په پایله کې د نه منلو وړ ثابت شول. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عصري ترکیب پراختیا، طبیعې ټاکنه د نفوسو جینیتیک او منډلین جینیتیک سره په يوځای کولو، ډاروینیزم په یوه نوې بڼه کې راڅرګند کړ.[۶][۷]

په داسې حال کې چې لا تراوسه د ډاروینیزم اصطلاح عصري تکاملي تیورۍ ته د رجوع پر مهال د خلکو ترمنځ کارول کېده، یاده اصطلاح په زیاتیدونکي توګه د اولیوا جوډسن(Olivia Judson)، یوجینی سکاټ(Eugenie Scott) او کارل سفینه (Carl Safina) په شان ساینسي لیکوالانو  په وسیله، د عصري تکاملي تیورۍ لپاره د یوې نامناسبې اصطلاح په توګه استدلال شوې ده. د بېلګي په ډول: ډاروین د موراویايي ساینس پوه او اګیسټیني راهب ګریګور مینډل له څېړنو سره نابلد و او د پایلې په توګه یې د وراثت په اړه یوازې یو ګونګ(پېچلی – مبهم) او ناسم پوهاوی درلود. هغه فطرتاً د وروستیو تیوریکي پرمختګونو په اړه هېڅ پوهاوی نه درلود او د بېلګې په ډول، خپله د مینډل په شان د جینیتیکي بې لارۍ(انحراف) په اړه په هېڅ نه پوهېده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په متحده ایالاتو کې، تخلیق کوونکو ډېر ځلې د "ډاروینیزم" اصطلاح ساینسي ماټريالیزم باورونو په اشارې د يوې تحقیر آمیزه اصطلاح په توګه کارول کېده، مګر په انګلستان کې یادې اصطلاح کوم منفي ضمني دلالتونه نه درلودل،  په آزاده توګه له تکامل سره په ټکر کې د یوه لنډلیک په شان او په ځانګړې ډول د طبیعي ټاکنې په وسیله، په تکامل کې کارول کېده.[۱۴]

هکسلي او کروپوټکین[سمول]

هکسلي د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۸ز کال کې د ډاروین د نظريې په  لوستلو سره، عکس العمل ښکاره کړ: "څومره بی شانه احمقانه ده چې د هغه په اړه یې فکر نه دې کړی!"[۱۵]

په داسې حال کې چې ،د ډاروینیزم اصطلاح پخوا د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د اراسموس ډاروین(Erasmus Darwin) کار ته د اشارې لپاره کارول کېده، یاده اصطلاح ، لکه څرنګه چې نن ورځ تعبیرېږي، هغه وخت وپېژندل شوه، چې د چارلس ډاروین د ۱۸۵۹ز د د انواعو په سرچینه( منشا) کې  کتاب بیاکتنه د توماس هنري هکسلي له خوا د ۱۸۶۰ز په اپریل کې د ویسټ منسټر بیاکتنې په نامه خپره شوه. یاد کتاب "د لیبرالیزم په سلاکوټ کې د یوه ریښتنې ویټورث ټوپک" په توګه ستایل شوې، چې ساینسي طبیعي فلسفې ته په خدای پېژندنې سربېره پراختیا ورکوي، او د ډاروین د افکارو د ګټورتیا ستاینه کوي، په داسې حال کې چې د ډاروین د طبقه بندۍ فلسفې په اړه مسلکي ملاحظات څرګندوي او ګمان کوي چې ،که دا ثابتیدلای شوای، چې طبیعي ټاکنې کولای شوای، نوې نوعې رامنځته کړي، هکسلي د سیارې د حرکت په توضیح کې د ډاروین لاسته راوړنه، د نیکولاس کوپرنیکس (Nicolaus Copernicus) هغو سره پرتله کړه:[۱۶][۱۷]

ايا که چېرې د ډاروینیزم مدار باید يو څه لږ ډېر ګرد وي؟ ايا که چېرې نوعې باید داسې پاتې لوېدلې پدیده وړاندې کړي چې، دلته او هلته، د طبیعي ټاکنې په واسطه د توضیح وړ نه وي؟ د شلو کلونو په تېرېدوسره طبیعت پالونکي ښايی په داسې يوه حالت کې واوسي، ترڅو ووایی چې، ايا دا موضوع ده یا نه ده، مګر په هر یوه حال کې به هغوی “د انواعو په منشا کې ” لیکوال ته د مننې بی حده پوروړي وي.... او د یوې ټولیزې کتنې په توګه، موږ باور نه لرو چې دېرش کاله د مخه د وان بییر “د پرمختګ په اړه د څېړنو” خپریدو راهیسې دې یوه داسې څیړنه رامنځته او محاسبه شوې وي، ترڅو يو ډېر لوی اعتبار وښيي، نه يواځې د بیولوژۍ په راتلونکې کې، مګر د هغو مفکورو پر پراخو محوطو د ساینس د واکمنۍ په پرمختګ کې ،کومو ته چې ساینس لاتر اوسه په سختۍ نفوذ کړی دی.

دا د طبیعي ټاکنې په وسیله، د تکامل بنسټیز اصول دي، لکه: څنګه چې د ډاروین په واسطه تعریف شوي:

  1. هر نسل ته ډېر کسان تولیدېږي، تر هغه چی ژوندی پاتې شي.
  2. فینوټائپیک بدلون د افرادو تر منځ شته او یاد بدلون  ارثي دی.
  3. هغه کسان به چې د چاپېریال سره غوره مناسبې ارثي ځانګړتیاوې لري، ژوندي پاتې شي.
  4. د تناسلي بېلوالي په منځته راتګ سره به نوې نوعې جوړې شي.

د همدې دورې يو بل مهم تکاملي تیوریست روسي جغرافیه پوه او وتلی انارشیست (د هرج او مرج پلوی) پایوټرکروپوټکین(Pyotr Kropotkin) دی، هغه چا چې په خپل کتاب دوه اړخیزه مرسته: د تکامل یو عامل ۱۹۰۲ز کې د ډاروینیزم په مقابل کې د هکسلي د يوه مفهوم پلوي کړې ده. د هغه مفهوم، د انسان په ټولنو او حیواناتو کې د هغه څه په شاوخوا متمرکز و، چې ده د پایښت د میکانیزم په توګه د يوې پراخې کارونې په شان لیدلې وه. هغه په يوې هڅې کې بیولوژیکي او ټولنپوهنیز استدلالونه د دې لپاره وکارول، ترڅو وښيي چې د تکامل اسانولو لپاره اصلي عامل، په آزادو- متحدو ټولنو او ډلو کې د افرادو ترمنځ همکاري ده. دا د تکامل د هستې په توګه د سختې سیالۍ د مفکورې د مخنیوي لپاره وو، کوم چې د هغه وخت د مقتدرو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو تیوریو او د ډاروینیزم مروجه تعبیرونو ته یې یو منطق چمتو کړی وو، لکه د هکسلي په وسیله د هغو په شان، چې د کروپټکین له خوا د یوه مخالف په توګه په نښه شوي وو. د ډاروینیزم په اړه د کروپټکین مفکوره د لاندې را اخیستنې په واسطه خلاصه کېدلای شي:

موږ لیدلي دي چې، د حیواناتو په نړۍ کې د نوعو لوی اکثریت، په ټولنو کې ژوند کوي او دا چې دوی په جمعیت کې له ژوند سره مبارزې لپاره غوره پیاوړتیا پیدا کړې ده: پر دې پوهېدنه چې، په یقین سره، د دې په ډارویني پراخه مفهوم کې- یوازې د شتوالي د وړتیا لپاره د یوې مبارزې په شان نه، بلکې د ټولو هغو طبیعي شرایطو پر وړاندې د یوې مبارزې په څېر، چې نوعو ته نامساعد وي. د حیواناتو هغه نوعې چې په کې انفرادي مبارزه خپلو محدودو بریدونو ته راکمه شوې او د متقابلې مرستې عملي کول يې خورا لوی پرمختګ ته رسېدلې وي، په ثابت ډول ترټولو خورا ګڼ شمېر، تر ټول خورا هوسا او تر ټولو زیات اضافې پرمختګونو لپاره مساعدې دي. هغه دوه اړخیزه ساتنه، چې په دې حالت کې ترلاسه کېږي، زوړ عمر ته د رسېدلو او د تجاربو راټولولو امکان، لوړ فکري پرمختګ او د ټولنیزو عادتونو اضافې وده، د نوعو ساتنه، د هغو پراختیا او اضافه پرمختلونکی تکامل يې خوندي کوي. په مقابل کې يې ناټولنیزې نوعې محکومې دي ،ترڅو له منځه ولاړې شي.   پیټر کروپټوکین، دوه اړخیزه مرسته: د تکامل یو عامل(۱۹۰۲ز)، پایله

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Huxley, T.H. (April 1860). "ART. VIII.—Darwin on the Origin of Species". Westminster Review (London: Baldwin, Cradock, and Joy) 17: 541–570. http://darwin-online.org.uk/content/frameset?viewtype=side&itemID=A32&pageseq=29. Retrieved 2008-06-19. "What if the orbit of Darwinism should be a little too circular?". 
  2. Wilkins, John (21 December 1998). "So You Want to be an Anti-Darwinian: Varieties of Opposition to Darwinism". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bleckmann, Charles A. (2006-02-01). "Evolution and Creationism in Science: 1880–2000" (in en). BioScience 56 (2): 151–158. doi:10.1641/0006-3568(2006)056[0151:EACIS]2.0.CO;2. ISSN 0006-3568. https://academic.oup.com/bioscience/article/56/2/151/274042. 
  4. کينډۍ:Cite press release
  5. "...on what evolution explains". Expelled Exposed. Oakland, CA: National Center for Science Education. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Huxley, T.H. (April 1860). "ART. VIII.—Darwin on the Origin of Species". Westminster Review (London: Baldwin, Cradock, and Joy) 17: 541–570. http://darwin-online.org.uk/content/frameset?viewtype=side&itemID=A32&pageseq=29. Retrieved 2008-06-19. "What if the orbit of Darwinism should be a little too circular?". 
  7. Bowler 2003, pp. 179, 222–225, 338–339, 347
  8. Scott, Eugenie C.; Branch, Glenn (16 January 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Don't Call it 'Darwinism'"]. Evolution: Education and Outreach (New York: Springer Science+Business Media) 2 (1): 90–94. doi:10.1007/s12052-008-0111-2. ISSN 1936-6426. 
  9. (په 15 July 2008 باندې). Let's Get Rid of Darwinism.
  10. (په 9 February 2009 باندې). Darwinism Must Die So That Darwin May Live.
  11. Sclater, Andrew (June 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The extent of Charles Darwin's knowledge of Mendel"]. Journal of Biosciences (Bangalore, India: Indian Academy of Sciences / Springer India) 31 (2): 191–193. doi:10.1007/BF02703910. ISSN 0250-5991. PMID 16809850. 
  12. Moran, Laurence (22 January 1993). "Random Genetic Drift". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hanes, Joel. "What is Darwinism?". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Scott, Eugenie C.; Branch, Glenn (16 January 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Don't Call it 'Darwinism'"]. Evolution: Education and Outreach (New York: Springer Science+Business Media) 2 (1): 90–94. doi:10.1007/s12052-008-0111-2. ISSN 1936-6426. 
  15. Huxley 1893 vol. 1, p.189.
  16. Blinderman, Charles; Joyce, David. "Darwin's Bulldog". The Huxley File. Worcester, MA: Clark University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Browne 2002, pp. 105–106