هولو کاسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هولوکاسټ چې د شوآ په نوم هم پېژندل کېږي، د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال په اروپا کې د يهوديانو ټولوژنه وه. د ۱۹۴۱ زاو ۱۹۴۵ ز کلونو ترمنځ، نازي المان او د هغې مرسته کوونکو، د المان له خوا په نيول شوې اروپا کې شا اوخوا شپږ ميليونه يهوديان په منظم ډول ووژل، چې دا شمېره د اروپا د يهودي نفوس نژدې دوه په درې برخه جوړوي. دا وژنې د اجباري کار په کولو، د پوپناه کولو د تګلارې په عملي کولو سره د پناه کولو په پوځي مرکزونو، په ګاز خونو او د ګازو په موټرو کې د ډله یيزې وژنې او په ډله یيزه توګه په ډزو ويشتلو په توګه تر سره شوې وې، چې عمده ځايونه يې  د اشغال شوي پولنډ دا دي: آشوتیس، بیرکناو، بلژک، چلومنو، مایدانک، سوبیبور او تربلینکا.[۱][۲]

المان دا ربړه په بېلا بېلو پړاوونو کې تر سره کړه. د ۱۹۳۳ ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه، د المان د صدراعظم په توګه د اډولف هیټلر له ټاکل کېدور وروسته، حکومت په المان کې د سياسي مخالفينو او نامطلوبو کسانو لپاره د اجباري کار مرکزونه جوړ کړل، چې دا چاره د د ۱۹۳۳ زکال د مارچ له دوه وېشتمې نېټې څخه د خايو له سيمې پېل شوه. د مارچ په څلروېشتمه نېټه د توانمند کولو د قانون له تصويب وروسته، کوم چې هيټلر ته بشپړ واکونه ورکول، حکومت له مدني ټولنې څخه د يهوديانو تجريدول پيل کړل. د تجريد په دې بهير کې د ۱۹۳۳ ز کال د اپريل له مياشتې څخه د يهوديانو له سوداګريو سره پريکون او په ۱۹۳۵ ز کال کې د نورمبرګ قوانينو تصويبول شامل وو. د ۱۹۳۸ز کال په ۹-۱۰، له المان سره د اتريش له يو ځای کولو اته مياشتې وروسته، په ټول المان او اتريش کې د يهوديانو سوداګرۍ او نورې ودانې يا ولوټل شوې،  يا وسوځول شوې،کوم چې د (ماتې شوې شيشې) په توګه پېژندل کېږي. کله چې المان په ۱۹۳۹ ز کال کې پر پولنډ بريد وکړ او دویمه نړيواله جګړه يې پېل کړه، حکومت د يهوديانو د تجريد لپاره د يهودو کلي جوړ کړل. په پايله کې د المان له خوا په نيول شوې اروپا کې زرګونه پنډغالي او بندخونې جوړې شوې.[۳][۴]

په دې پنډغالو کې د يهوديانو تجريدولو په پايله کې د پوپناه کولو تګلاره خپل اوج ته ورسېده چې نازيانو دې ته د يهوديانو د ستونزې حل لاره ويله. همدا موضوع په ۱۹۴۲ ز کال په جنورۍ کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له خوا د برلين په وانژه کنفرانس کې تر بحث لاندې ونيوله. کله چې المانيانو په ختيځ کې ځينې سيمې لاندې کړې، د يهوديانو ضد ټولوکړنو د سخت دريځی حالت غوره کړ. د ايس ايس تر همغږۍ لاندې او د نازي ګوند د لوړپوړي مشرتابه په لارښوونه، په ټوله اشغال شوې اروپا، خپله المان او د المان د ايتلافيانو تر واک لاندې سيمو کې وژنې تر سره شوې. د ۱۹۴۱ زېږديژ کال په دوبي کې، وژونکې نيمه پوځي ځواک چې « Einsatzgruppen» يې باله، د الماني پوځ او سيمه یيزو همکارانو  سره په همغږۍ شا اوخوا يو اعشاريه درې ميليونه يهوديان په ډزله یيزه توګه په ډزو او ټولوژنې سره ووژل. د تجريد په مرکزونو کې د يهوديانو تجريد خپل وروستي حد  ته ورسېد. د ۱۹۴۲ ز کال په منځ کې، په ټوله اروپا کې له دا ډول پنډغالو څخه قربانيان په مهر شوو اورګاډو کې د وژنې مرکزونو ته وړل کېدل، که چېرې به هغوی له دې سفر څخه هم ژوندي راووتل، نو بيا په ګاز وژل کېدل، يا کار ته وړاندې کېدل او يا تر مرګه وهل کېدل، يا په ناروغيو، طبي تجربو يا په تدریجي مرګ وژل کېدل. دا وژنې په اروپا کې د ۱۹۴۵ ز کال د مۍ په مياشت کې د دویمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسېدو روانې وې.

د هولو کاسټ په پړاو کې (۱۹۳۳-۱۹۴۵ ز) د اروپا يهودان د يوې لويې پېښې، د يوې برخې په توګه، د پناه کولو هدف وګرځېدل، په کوم کې چې المان او د المان مرستندويانو ميليونونه نور هم تعذيب او ووژل. په هغوی کې پولنډي توکمي، شوروي ملکيان او د جګړې بنديان، رومانيان، معيوب، سياسي او مذهبي، مرور او همجنسبازان هم په کې شامل وو. [۵][۶]

اصطلاحات او موخه[سمول]

اصطلاحات[سمول]

په اوسنۍ معنا د هولوکاسټ اصطلاح په لومړي ځل په ۱۸۹۵ ز کال کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له خوا کارول شوې وه، تر څو د عثماني ځواکونو له خوا د ارمينيايي مسيحيانو ټولوژنه تشرېح کړي. د دې اصطلاح اصل په يوناني ژبه دی ، چې په «ټوله ويجاړي» سره ژباړل کېدای شي. په عبري ژبه کې (Shoah) بيا ويجاړۍ ته وايي چې همدا د عبري ژبې اصطلاح د اروپايي يهوديانو د وژنې لپاره وکارول شوه. د هارتز په وينا: شونې ده يهودا ارتز لومړی هغه څوک وي چې په المان کې رامنځ ته شوې پېښې يې (Shoah) وبللې. داور او وروسته بيا هارتز، همدا اصطلاح بيا د ۱۹۳۹ ز کال په سپتمبر کې وکاروله.[۷][۸]

د ۱۹۴۱ ز کال د اکتوبر په درېیمه نېټه امريکايي عبري «له هولوکاسټ مخکې» اصطلاح وکاروله. په څرګند ډول په فرانسه کې روان حالت ته د اشارې لپاره او د ۱۹۴۳ ز کال د مۍ په مياشت کې، نيويارک ټايمز په داسې حال کې چې د برمودا کنفرانس  يې څېړه، د دې يادونه وکړه چې : «اوس هم سلګونه زره اروپايي يهوديان د نازيانو له هولوکاسټ څخه پاتې دي». په ۱۹۶۸ ز کال کې د کانګرس کتابتون جوړاو يوه نوې برخه یې جوړه کړه، چې نوم يې و«هولوکاسټ، يهودي (۱۹۳۹-۱۹۴۵ز».[۹][۱۰][۱۱]

دا اصطلاح د متحده ايالاتو د اين بي سي د کوچني سريال هالوکاسټ (۱۹۷۸ز) په واسطه لا مشهور شو، چې دا سريال د المان د يوې خيالي کورنۍ په اړه جوړ شوی و او د همدې کال د نومبر مياشت کې د هالوکاست په اړه د ولسمشر کميسيون جوړ شو. کله چې غير يهودي ډلو هم د هالوکاسټ په قربانيانو کې خپل ځانونه ننه ايستل پيل کړل، ډېرو يهودانو بيا د عبري ژبې ټکی کارول پيل کړل، چې هغه شوآ يا چوربان و. نازيانو به «د يهوديانو مسئلې ته وروستۍ حل لاره » اصطلاح کاروله.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پېژند(تعريف)[سمول]

د هالوکاسټ تاريخ پوهان عموماً هالوکاسټ داسې تعريفوي چې هغه د ۱۹۴۱ زاو ۱۹۴۵ ز کلونو تر منځ د نازي المان او د هغوی د همکارانو له خوا د اروپايي يهودانو ټولوژنې ته ويل کېږي. ډونالډ نيوک او فرانسس نيکوزيا، د هالوکاسټ به اړه د کولمبيا په لارښود (۲۰۰۰) کې هغه تعريف غوره بللی چې په هغې کې يهوديان، رومانيايان او معيوب هم شامل وو: «د حکومت تر ملاتړ لاندې د ټولو هغو ډلو منظمه وژنه، چې د وراثت پر بنسټ ټاکل شوي وي».[۱۶]

په ۱۹۳۳ ز کال کې د المان د صدر اعظم په توګه د هیټلر تر ټاکل کېدو وروسته، نورې هغه ډلې چې په نښه شوې وې، هغه دي چې نازيانو هغوی ته ذاتاً په سپک نظر کتل(ځينې اسلاويان، په ځانګړي ډول پولنډيان او روسان، رومانيايان او معيوب خلک) او ځينې هغه چې د دوی د عقايدو يا چلند له امله په نښه شوي (لکه د يهودو شاهدان، کمونستان او همجنسبازان). پيټر هيز ليکي چې: د يهوديانو په پرتله، د دې ډلو ربړول لږ منظم و. د بېلګې په ډول: له اسلاويانو سره د نازيانو په چلند کې «مرييتوب او تدريجي غورځول» شامل و، خو د ځينو اسلاويانو ملاتړ کېده. هيز د هغوی  په نوملړ کې ليکي چې: هغوی بلغاريايان، کروشيايان، سلواکيان او یو شمېر يوکرانيان شامل وو. په مقابل کې، هیټلر يهوديان هماغه څه بلل، چې ډن سټون وايي: «يو ګيګنريس: د توکم ضد.... هغه چې هېڅ انسان نه دی».  [۱۷][۱۸][۶][۱۹][۲۰]

بېلوونکې ځانګړتياوې[سمول]

ټولوژونکی حالت[سمول]

د ټولوژنې منطقيت، المان په داسې يو حالت بدل کړ، لکه چې مايکل برنبام ورته «د نسل وژنې هېواد» نوم ورکړ. ابرهارد جيکل په ۱۹۸۶ ز کال کې وليکل:  دا لومړی ځل و چې يو هېواد خپل ټول ځواک په دې نظريې پسې پرلار واچاوه چې، ټول خلک بايد له منځه ولاړ شي. په ټوليز ډول ۱۶۵۲۰۰ الماني يهودان وژل شوي وو. هر هغه څوک چې درې يا څلور نېکونه يا نياګانې يې يهوديان وو، بايد له منځه تللي وای، داسې پېچلي قوانين چمتو کړای شوي وو، تر څو له ميشلينګه«ګډو توکمونو» سره مقابله وشي. حکومتي مسئولينو به د يهوديانو پېژندنه کوله، مالونه يې مصادره شول او د دوی د ايستلو لپاره يې اورګاډي منظم کړل. د يهوديانو شرکتونه يې و ايستل او بيا يې دوی د مريي مزدورانو په توګه وکارول. له پوهنتونونو یې د يهودو پوهنځي او محصلين وايستل. د المان د درمل جوړولو کارخانو په بنديخانو کې درمل و ازمايل او نورو شرکتونو د انسانانو د سوځولو مرکزونه جوړ کړل. د مرګ مرکزونو ته د بنديانو له ننوتلو سره سم، دوی خپلې ټولې شخصي شتمنۍ وسپارلې، چې د بيا کارولو يا بيا جوړولو په موخه المان ته له استولو مخکې به يې لیکلړ جوړېده او مهر کېده. د يو پټ بانکي حساب له لارې، د المان ملي بانک له قربانيانو څخه د غلا شوو ارزښتمنو شيانو په پاکولو کې مرسته وکړه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۱][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Killing Centers: An Overview". Holocaust Encyclopedia. United States Holocaust Memorial Museum. مؤرشف من الأصل في ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bloxham 2009، ص. 1.
  3. Stackelberg او Winkle 2002، صص. 141–143.
  4. For the date, see Marcuse 2001, p. 21.
  5. Gray 2015، ص. 5.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Stone 2010، صص. 2–3.
  7. (په 1 May 2019 باندې). Shoah: How a Biblical Term Became the Hebrew Word for Holocaust. Haaretz.
  8. Crowe 2008، ص. 1.
  9. (په 23 May 1943 باندې). Palestine Zionists Find Outlook Dark. The New York Times.
  10. Fischel 2020، ص. 151.
  11. Lustigman او Lustigman 1994، ص. 111.
  12. Berenbaum 2006، ص. xix.
  13. Fischel 2020، ص. 152.
  14. Hilberg 2003، ص. 1133 (vol. III).
  15. Black 2016، ص. 201.
  16. Niewyk او Nicosia 2000، ص. 52.
  17. Gray 2015, pp. 4–5; "What was the Holocaust?". Yad Vashem; "Documenting Numbers of Victims of the Holocaust and Nazi Persecution". Holocaust Encyclopedia. United States Holocaust Memorial Museum.
  18. "Documenting Numbers of Victims of the Holocaust and Nazi Persecution". encyclopedia.ushmm.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. During the era of the Holocaust, German authorities also targeted and killed other groups, including at times their children, because of their perceived racial and biological inferiority: Roma (Gypsies), Germans with disabilities, and some of the Slavic peoples (especially Poles and Russians). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gray 2015، ص. 4.
  20. Hayes 2015، صص. xiii–xiv.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Berenbaum 2006، ص. 103.
  22. Bauer 2002، ص. 49.
  23. Friedländer 2007، صص. 51–52.
  24. Dwork او van Pelt 2003، صص. 287–288.
  25. Arad 1999، صص. 154–159.
  26. Fischel 1998، ص. 167.