سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
د حرمینو سرپرست (خادم) | |
---|---|
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود | |
سعودي عربستان پاچا | |
واک | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | رياض |
تابعیت | سعودي عربستان |
اولاد | محمد بن سلمان آل سعود [۱]، سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود |
پلار | عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود [۱] |
وروڼه او خوندې | |
کورنۍ | سعودي کورنۍ (آل سعود) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
کاروونکې ژبه(ي) | عربي ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | سعودي عربستان |
مقام | وزير (۲۰۱۱–۲۰۱۵) |
لاسليک | |
سمول |
سلمان بن عبدالعزیز السعود (په عربي سلمان بن عبدالعزیز السعود، سلمان بن عبدالعزیز السعود [salˈmaːn ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd] د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ زېږېدلی) د سعودي عربستان پاچا دی، د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري له ۱۵مې راهیسي واکمني کوي. واک ته تر رسېدو د مخه د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې له ۱۶مې نېټې څخه د ۲۰۱۵ کال د جنوري تر ۲۳ پورې د عربستان ولیعهد و. هغه د پاچا عبدالعزیز ۲۵ زوی او د هغه شپږم زوی دی چې د پاچا په توګه يې سلطنت کړی (نور یې سعود، فیصل، خالد، فهد او عبدالله وو).
سلمان د پاچا عبدالعزیز او حسه بنت احمداسدیري زوی دی او له اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د ملک عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) څخه یو دی. هغه له ۱۹۶۳ کال راهیسې تر ۲۰۱۱ کال پورې د ۴۸ کلونو لپاره د ریاض مرستیال والي او وروسته د ریاض والي و او بیا د دفاع وزیر وټاکل شو. هغه په ۲۰۱۲ کال کې ولیهعد وټاکل شو. سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل ناسکه ورور عبدالله تر مړینې وروسته پاچا شو. د ۲۰۱۹ ز کال له ډېسمبر راهیسې د پاچا عبدالعزیز تر ټولو زوړ ژوندی زوی دی.
د پاچا په توګه د سلمان لوی نوښتونه د یمن په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه، د سعودي د ۲۰۳۰ ز کال ليدلوری او په ۲۰۱۷ ز کال کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول وو. د هغه زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د سعودي عربستان اصلي واکمن ګڼل کېږي. [۲]
لومړنی ژوند
سلمان د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ مه زېږېدلی او د سعودي عربستان د لومړي پاچا او بنسټ اېښودونکي عبدالعزیز ۲۵م زوی دی. سلمان او د هغه شپږ سکه وروڼه اووه سدیري جوړوي. هغه د مربا په ماڼۍ کې لوی شوی. [۳][۴][۵][۶]
سلمان خپلې لومړنۍ زدهکړې په پلازمېنه ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې ترلاسه کړې، هغه ښوونځۍ چې د پاچا عبدالعزیز له خوا د خپلو ماشومانو د زدهکړې لپاره رامنځته شوی. هغه دیني او عصري علوم زده کړل. [۷][۸][۹]
د ریاض والي
سلمان د ۱۹۵۴ ز کال د مارچ په ۱۷ مه، د ۱۹ کلنۍ په عمر د ریاض ولایت مرستیال والي شو اود ۱۹۵۵ز کال د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې نېتې په یاد موقف کې پاتې شو. هغه د ۱۹۶۳ ز کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه د ولایت والي شو او په هغه موقف کې د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر تر ۵ نېټې پاتې شو. [۱۰]
د والي په توګه هغه له منځنۍ کچې ښار څخه پرمختللي ښار ته د ریاض په پرمختګ کې مرسته وکړه. هغه د سیلاني توب د یوې مهمې اړیکې په توګه د بهرنیو شتمنیو او د پانګو د پروژو د جذب له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړ. هغه له لویديځ سره له سیاسي او اقتصادي اړیکو څخه ملاتړ وکړ. سلمان د خپلې حکومتولۍ په بهیر کې د سعود پاچا له پوهنتون څخه سلاکاران وګومارل. [۱۱][۱۲]
سلمان د پنځو لسیزو په بهير کې د رياض د والي په توګه د ظریفو روحاني، قبیلهيي ګټو په مدیریت کې د هغه شهزاده په توګه چې د سعودي عربستان سیاست تعینوي ماهر شو. هغه د پاچا عبدالعزیز د څېړنو او ارشیف د بنسټ (KAFRA)، د پاچا عبدالعزیز د موزیم، د شهزاده سلمان د معلولیت د څېړنو مرکز او د بډوډو له ناروغانو څخه د شهزاده فهد بن سلمان د پالنې د خیریه بنسټ رئیس هم و. [۱۳][۱۴][۱۵]
کله چې هغه والي و، پاچا سلمان څو بهرني سفرونه وکړل. هغه په ۱۹۷۴ ز کال کې له کوېټ، بحرین او قطر څخه له یادو هېوادونو سره د سعودي د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره لیدنه وکړه. په ۱۹۹۱ ز کال کې د کاناډا مونټ ریيل ښار ته د سفر په بهیر کې یوه ګالري پرانیسته. په ۱۹۹۶ ز کال کې د پاریس ښار په الېزه ماڼۍ کې د فرانسې د وخت د ولسمشر جاکوس شېراک له خوا بدرګه شو. په همدې کال کې هغه بوسنيا او هرزګوینا ته سفر وکړ ، تر څو د دغه هېواد له مسلمانو ښاریانو سره مالي مرسته وکړي. سلمان په ۱۹۹۸ ز کال د اسیایي سفرونو په یوه برخه کې له پاکستان، جاپان، بروني او چین څخه لیدنه وکړه. [۱۶][۱۷]
د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي «د ریاض د وخت پر والي شهزاده سلمان او له افعان مجاهدینو څخه د سعودي عربستان د ملاتړ کمېټې پر مشرتابه له سلفي افراطي ډلو څخه چې په افغانستان کې یې د شوروي خلاف جګړه کمزورې کوله، د غیر عاقلانه مالي ملاتړ له امله نیوکه وکړه.» [۱۸]
د سلمان په دوره کې ریاض د منځني ختيځ په تر ټولو غني او د سوداګرۍ او تجارت لپاره په مهم ځای بدل شو. د ښوونځیو، پوهنتونو او لوبغالو په ګډون د بنسټیزو پروژو په برخه کې هم پرمختګونه وشول. هغه د ولایت په اړه وویل: [۱۹]
ماته د ریاض په سیمه کې هر کلی یا هر ښارګوټی ګران دی او زما په زړه کې ځانګړی ځای لري... زه په ریاض کې د هر ګام شاهد وم، ځکه له ریاض څخه د لرېوالي فکر راته ستونزمن دی. [۱۹]
په دویمه لیکه
سلمان د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر په پنځمه، د لومړي وزیر دویم مرستیال او د دفاع وزیر، د خپل سکه ورور ولیعهد شهزاده سلطان ځای ناستی شو. ساتام بن عبدالعزیز د ریاض ولایت والي وټاکل شو. سلمان په ورته ورځ د ملي امنیت د شورا (NSC) غړی ونومول شو. [۲۰][۲۱]
د اټکل له مخې: هغه د خپلو فردي ځانګړنو له امله د ځای ناستيتوب په بېړنۍ کرښه کې ځای پر ځای شوی. تر هر څه وړاندې هغه د قونصلګرۍ او ديپلماتیک طبیعت لري. هغه د بچیانو په نوم د کورنۍ شورا (په عربي ژبه مجلس الاثرا) مشري وکړه، چې په ۲۰۰۰م کال کې د پاچا فهد په واسطه د کورنیو مسائلو د حل، هوکړو او د کورنۍ د ځینو غړو له خوا د هر ډول د شرم وړ چلند له عامولو څخه د مخنیوي د هڅو په موخه رامنځته شوې وه. په دویم قدم کې سلمان په شاهي کورنۍ کې په «منځني نسل» پورې تړاو لري، په دې توګه هغه کولی شي، له اجتماعي او فرهنګي پلوه د دواړو نسلونو تر منځ اړیکو ته پراختیا ورکړي. د هغه د واکمنۍ له اوږدې دورې څخه د یوې وروستۍ پایلې په توګه ویلی شو چې ،هغه د عربو او نړیوالې دایرې تر منځ د اړیکو یوې شبکې ته وده ورکړې ده. [۲۲][۲۳][۲۴]
سلمان په بحرین کې د پوځي لاسوهنې پالیسۍ ته دوام ور کړ. سلمان د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل کې له امریکا او انګلیس څخه لیدنه وکړه، چېرې چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامرون سره ولیدل. په ۲۰۱۳ز کال کې يې د سعودي پوځي لګښتونو ته پام شو، چې ۶۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې تر بریتانیا، فرانسې او جاپان وروسته یې د نړۍ په کچه څلورم ځای درلود. سلمان د دفاع د وزیر په توګه د پوځ مشر و، چې په ۲۰۱۴ ز کال کې سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له متحده ایالاتو سره د اسلامي دولت خلاف په سوریه او عراق کې په هوايي بریدونو کې برخه واخیسته. [۲۵][۲۶][۲۷]
سرچینې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ "Saudi Arabia: My experience as a female driver, one year on". BBC News. 24 June 2019. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "Profile: New Saudi Defense Minister Prince Salman bin Abdulaziz". Asharq Alawsat. Archived from the original on 14 February 2015. نه اخيستل شوی 14 February 2015.
- ↑ "An Heir to the Kingdom: New Crown Prince Salman" (PDF). The Diplomat. 35: 8–11. July–August 2012. Archived from the original (PDF) on 2013-10-24. نه اخيستل شوی 2022-03-01.
- ↑ Alexander Bligh. From Prince to King; Succession to the throne in Saudi Arabia. New York, New York University Press (1984). Arabic edition: Alexander Bligh. Min amir ila malik. London, D.A. Publications (1989).
- ↑ "Crown Prince receives Lifetime Achievement Award in the field of Urban Heritage". National Built Heritage Forum. Archived from the original on 6 October 2014. نه اخيستل شوی 17 July 2013.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Arab Rulers' Academic Degrees, Majors at a Glance". 11 June 2017. نه اخيستل شوی 20 January 2019.
- ↑ "His royal highness Prince Salman bin Abdulaziz". Ministry of Interior. Archived from the original on 30 September 2013. نه اخيستل شوی 12 May 2012.
- ↑ "Ministers with portfolio". Saudi Embassy, Washington DC. Archived from the original on 7 June 2012. نه اخيستل شوی 19 June 2012.
- ↑ "Ministers with portfolio". Saudi Embassy, Washington DC. Archived from the original on 7 June 2012. نه اخيستل شوی 19 June 2012.
- ↑ Joseph A. Kechichian. Succession in Saudi Arabia. New York: Palgrave, 2001. Print.
- ↑ "Prince Salman bin Abdulaziz". PBS. 7 October 2004. نه اخيستل شوی 26 May 2012.
- ↑ Here's Everything We Know About The New Saudi King Archived 2017-10-18 at the Wayback Machine. Business Insider. 23 January 2015. Retrieved 27 January 2015.
- ↑ Sharif M. Taha (5 May 2012). "Sharjah ruler among 18 to be honored by Prince Salyman". Arab News. Archived from the original on 9 May 2012. نه اخيستل شوی 12 May 2012.
- ↑ "In-Depth Study of King Faisal's Life Urged". Arab News. 11 May 2008. Archived from the original on 16 June 2012. نه اخيستل شوی 8 June 2012.
- ↑ Giorgio Cafiero; Theodore Karasik (2017). "King Salman's Return to Brunei Two Decades Later". IndraStra Global (3): 5.
- ↑ "الجولات الخارجية لسلمان.. دعم للعلاقات وتعزيز للرؤية السعودية". Al Madina. 26 June 2012. Archived from the original on 14 April 2016. نه اخيستل شوی 14 February 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Jamal Khashoggi's long road to the doors of the Saudi Consulate". The Washington Post. 12 October 2018.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ "Profile: New Saudi Defense Minister Prince Salman bin Abdulaziz". Asharq Alawsat. Archived from the original on 14 February 2015. نه اخيستل شوی 14 February 2015.
- ↑ "Saudi Arabia names Prince Salman as new defence minister". BBC News. 5 November 2011. نه اخيستل شوی 26 May 2012.
- ↑ "The Allegiance Council". APS Diplomat News Service. 27 October 2011. نه اخيستل شوی 16 March 2013.
- ↑ Basheer al Baker (3 November 2011). "Prince Sulayman Seeks Balance in Saudi Transitional Period". Al Akhbar. نه اخيستل شوی 23 April 2012.[مړه لينکونه]
- ↑ Talal Kapoor (2 July 2012). "Nayif's Passing – The Family Regroups". Datarabia. نه اخيستل شوی 7 July 2012.
- ↑ Amir Taheri (2012). "Saudi Arabia: Change Begins within the Family". The Journal of the National Committee on American Foreign Policy. 34 (3): 138–143. doi:10.1080/10803920.2012.686725. S2CID 154850947.
- ↑ "Saudi Prince dead, Salman likely successor". Trade Arabia. 16 June 2012. نه اخيستل شوی 17 June 2012.
- ↑ "Al Saud move with speed to reconfigure top team after Nayef's death" (PDF). Gulf States Newsletter. 36 (926). 21 June 2012. Archived from the original (PDF) on 18 October 2017. نه اخيستل شوی 23 February 2013.
- ↑ "Saudis lead Middle East military spending". 14 April 2014. Al Jazeera. Retrieved 14 April 2014.
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- Pages with script errors
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P511
- د خاصيت کارولو پاڼې P1035
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P40
- د خاصيت کارولو پاڼې P22
- د خاصيت کارولو پاڼې P3373
- د خاصيت کارولو پاڼې P53
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- د سعودي عربستان پاچايان
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- صفحههای دارای ارجاع با پارامتر پشتیبانینشده
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري