ریاض
ریاض ( په عربي: الریاض ) د سعودي عربستان او د ریاض د ولایت پایتخت دی.دغه ښار د سعودی عربستان تر ټولو لوی ښار دی او د هيواد په مرکز کی پروت دی. مساحت یی ۱۸۱۵ کیلومتره مربع ده. ریاض ۴،۸۷۸،۷۲۳ نفوس لری.
ریاض چې په عربي کې ورته الریاض ویل کېږي او د باغونو جمع ده پخوانی نوم یې هجرالیمامه وه، د سعودي عربستان پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. دا په عرب ټاپووزمه کې یو له تر ټولو ستر ښار ګڼل کېږي او د ال-نفود دښتو په منځ کې د نجد د فلات په ختیځه برخه کې موقعیت لري. دغه ښار په منځنۍ کچه د سمندر له کچې څخه ۶۰۰ متره لوړوالی لري او هر کال ۵ میلیونه ګرځندویان لري، چې په نړۍ کې د زیاتو لیدل شوو ښارونو له مخې ۴۹ کتار کې راځي او په منځني ختیځ کې شپږم کتار کې ولاړ دی. ریاض په ۲۰۱۹ ز کال کې ۷.۶ میلیونه وګړي درلودل، چې په سعودي عربستان کې یو له تر ټولو ډېرو وګړو لرونکو ښارونو څخه و، چې په منځني ختیځ کې د زیاتو وګړو لرونکو له مخې درېیم او په اسیا کې د زیاتو وګړو لرونکو ښارونو له مخې ۳۸ مقام کې ولاړ دی.[۱]
د ریاض نوم د لومړي ځل لپاره د یوه عرب تاریخ لیکونکي له خوا په ۱۵۹۰ ز کال کې یاد شوی. په ۱۷۳۷ ز کال کې، دهام بن دواس چې د ګاونډي منفوها سیمې و، په دې ښار کې هستوګن شو او د ښار کنټرول یې په لاس کې واخیست. دهام د ښار شاوخوا دیوال جوړ کړ، چې د ریاض د نوم تر ټولو پیژندل شوې سرچینه په دغه دورې پورې اړه لري چې داسې ګومان کېږي چې مخکنیو واحه ښارونو ته اشاره لري. په ۱۷۴۴ ز کال کې، محمد بن عبدالوهاب د الدرعیه له امیر، محمد بن سعود سره ایتلاف وکړ او په ۱۷۷۴ ز کال کې یې ریاض له دهام څخه ونیو. سره له دې هم، د هغوی دولت چې اوس د سعودي د لومړني دولت په نوم یادیږي، په ۱۸۱۸ ز کال کې سره وپاشل شو. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې ترکي بن عبدالله د سعودي دویم دولت جوړ کړ او په ۱۸۲۵ ز کال کې یې ریاض خپله پلازمېنه وټاکله. خو بیا هم د هغه سلطنت پر دې ښار د عثماني-رشیدي ایتلاف په مټ له اختلال سره مخ شو. په پای کې، د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، عبدالعزیز ابن سعود، چې په لویدیځ کې یوازې د ابن سعود په نوم یې شهرت درلود، په ۱۹۰۲ ز کال کې یې په نجد کې خپل اجدادي سلطنت بیا را ژوندی کړ او تر ۱۹۲۶ ز کال پورې یې د حجاز په فتحې سره ټوله سیمه تر خپل واک لاندې راوسته. هغه له دې وروسته د ۱۹۳۲ ز کال په سپټمبر کې خپله سلطنت د سعودي عربستان په نوم واړوه او ریاض يې خپله پلازمېنه وټاکله.[۲][۳][۴][۵]
ریاض د سعودي عربستان یو سیاسي او اداري مرکز دی. مشورتي اسامبلۍ (چې د شورا په نوم هم پیژندل کېږي)، د سعودي عربستان د وزیرانو شورا، د سعودي عربستان پاچا او د ستره محکمه ټول په دې ښار کې موقعیت لري. د دغو څلورو نهادونو تر څنګ چې د سعودي عربستان حقوقي نظام جوړوي، سترې او وړې حکومتي ادارې ټول په ریاض کې دي. په دغه ښار کې ۱۱۴ بهرني سفارتونه هم شته چې زیاتره یې د دې ښار په لویدیځه برخه په دیپلوماتیکه سیمه کې موقعیت لري. [۶]
همداشان ریاض ستر اقتصادي اهمیت هم لري، ځکه چې په دې شار کې زیاتره بانکونه او شرکتونه شته لکه ملي سوداګریز بانک (NCB)، الینما بانک او د سعودي عربستان او بریتانیا بانک (SABB). ۶۵ لویه لاره، چې په سیمه کې د شاه فهد سړک په نوم شهرت لري، په ښار کې په ځینو دغو مهمو مرکزونو له منځه تیریږي له هغې ډلې د شاه عبدالله مالي ناحیې له منځه، کوم چې د نړۍ یو له سترو مالي ناحیو ګڼل کېږي چې د فیصلیه مرکز او سلطنتي مرکز په نوم یادیږي. ریاض د وګړو له اړخه په نړۍ کې یو له چټک وده کوونکو ښارونو نه ګڼل کېږي او د زیات شمېر بهرنیانو کوربه دی. ریاض د یوه نړیوال ښار په توګه طراحي شوی دی. [۷]
دغه ښار په ۱۵ ناحیو وېشل شوی دی، کوم چې د ریاض ښاروالۍ له خوا یې څارنه کېږي؛ او د ریاض شاهي کمېسیون د ولایت د والي، فیصل بن بندر السعود له خوا اداره کېږي. د ۲۰۲۰ ز کال له جولای میاشتې راهیسې، د دې ښار ښارول، فیصل بن عبدالعزیز بن محمد بن ایاف المقرین ده.[۸]
تاریخ
لومړۍ تاریخچه
له اسلام نه وړاندې عصر کې هغه ښار چې نن ورځ ریاض په کې ودان شوی دی هغه ته به حجر ویل کېده او د رپوټونو له مخې د بانو حنیفه قبیلې له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و. حجر د الیمامه ولایت مرکز و، کوم چې والیان یې اموي او عباسي دورې په مهال د زیاتره مرکزي او ختیځ عربستان د سیمو مسوول وو. په ۸۶۶ کال کې الیمامه له عباسي سترواکۍ نه لاره بېله کړه او دا سیمه د الاخیضر تر واکمنۍ لاندې راغله، چا چې پلازمېنه له حجر نه نږدې الخرج ته یوړه. دا ښار بیا د اوږدې دورې لپاره له زوال سره مخ شو. په ۱۴مه پېړۍ کې، د شمالي افریقا ګرځندوی، ابن بطوطه له حجر نه د خپلې لیدنې په اړه لیکلي، چې دا د الیمامه اصلي ښار دی او نوم یې حجر دی. ابن بطوطه پسې زیاتوي چې دا د کانالونو او ونو ښار دی چې زیاتره اوسېدونکې یې د بني حنیفه قبیلې پورې تړلي دي او وایي چې د دې ښار له مشر سره مکه مکرمې ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره په ګډه ورسره تللی دی. [۹][۵][۴]
د سعودي لومړنی دولت
په ۱۷۴۴ ز کال کې محمد ابن عبدالوهاب د نږدې ښار، الدرعیه له حاکم محمد ابن سعود سره ایتلاف وکړ. ابن سعود بیا وروسته شاوخوا سیمې په دې نیت سره فتحې کړي چې دا ټول تر یوه واحد اسلامي دولت لاندې راولي. د ریاض نه ابن دعوس ډېر کلک مقاومت وکړ کوم چې د الخرج، الاعشا او د نجران د قبیلې له بانو یام سره متحد شوي وو. که څه هم، ابن دعوس له ریاض نه وتښتید او په ۱۷۷۴ ز کال کط سعودیانو دا ښار ونیو او د اوږدو کلونو جګړې ته یې د پای ټکی کېښود او د لومړني سعودي دولت اعلام یې وکړ چې پلازمېنه یې هم الدرعیه وټاکله. [۵]
د سعودي لومړنی دولت د عثماني سترواکۍ په استازيتوب د مصرد محمد علي له خوا د ور لیږل شوو ځواکونو له خوا له منځه ولاړه. عثماني ځواکونو په ۱۸۱۸ ز کال کې د سعودي پلازمېنه الدرعیه له خاورو سره خاورې کړه او د خپلو ځواکونو یوه برخه یې په نجد کې پرېښوده. په دې سره د لنډ وخت لپاره د سعود د کورنۍ زوال رامنځته شو. د سعودي دولت دومی امیر بیا ترکي بن عبدالله بن محمد شو. دی چې د سعود بن سعود د تره زوی و تر ۱۸۳۴ ز کال یعنې د ۱۹ کلونو لپاره حاکم پاتې شو، چې په دې موده کې یې خپله سیمه تثبیت کړه، که څه هم هغوی د مصر د محمد علي تر کنټرول لاندې وو. په ۱۸۲۳ ز کال کې ترکي بن عبدالله د ریاض ښار د خپلې پلازمېنې په توګه وټاکله. په ۱۸۳۴ ز کال کې د ترکي له ترور وروسته، د هغه مشر زوی فیصل، قاتل وواژه او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستي او د مصر له وایسرای حاکمیت یې رد کړ. وروسته پر نجد برید وشو او فیصل ژوندی ونیول شو او په قاهره کې بندي شو. خو له عثماني سترواکۍ نه د مصر خپلواکۍ په اخیستو سره، فیصل له پنځه کلن بند نه وروسته له زندان نه وتښتید او نجد ته ولاړ او بیرته یې خپل سلطنت له سره جوړ کړ او تر ۱۸۶۵ ز کال پورې یې حکومت وکړ او د آل سعود سلطنت یې را ټینګ کړ. [۵][۱۰][۱۱]
سرچينې
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Facey 1992، م. 271.
- ↑ Farsy 1990، م. 15.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Al-Oteibi 1993، م. 163.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Cybriwsky 2013، م. 258.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Sonbol 2012، م. 99.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Farsy 1990، م. 14.