Jump to content

د سعودي عربستان فهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د حرمینو سرپرست (خادم)   ويکيډاټا کې (P511) ځانګړنې بدلې کړئ
د سعودي عربستان فهد
د سعودي عربستان فهد

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۲۱[۱]، ۱۹۲۳[۲] او ۱۹۲۰[۳]
رياض   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت سعودي عربستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
خور/ورور
کورنۍ سعودي کورنۍ (آل سعود)   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
سعودي عربستان پاچا   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۳ جون ۱۹۸۲  – ۱ اگسټ ۲۰۰۵ 
د سعودي عربستان خالد  
عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود  
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري سعودي عربستان   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې ګولف وار   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

فهد بن عبدالعزیزالسعود (په عربي ژبه فهد بن عبدالعزیز آل سعود، په لاتیني Fahd ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd,، د عربي ژبې په النجدیه لهجه یې تلفظ: [fah(aː)d ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې زېږېدلی د ۲۰۰۵ ز کال د اګست په لومړۍ مړ شوی) د سعودي عربستان یو سیاستوال، چې د ۱۹۸۲ز کال د جون له دیارلسمې نېټې څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۲۰۰۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. د هغه تر رسم ګذشت مخکې، هغه د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ  له ۲۵ څخه د ۱۹۸۲ ز کال د جون تر دیارلسمې نېټې پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه د معاصر سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز اتم زوی و. همدارنګه د عبدالعزیز له شپږو زامنو څخه څلورم زوی و چې پاچهي یې وکړه (نور یې سعود، فیصل، خالد، عبدالله او سلمان وو).

هغه د اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د پاچا عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) تر ټولو مشر و، چې د حسه بنت احمد السدیري څخه د پاچا عبدالعزیز زامن وو. هغه د پاچا سعود د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۵۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر په توګه خدمت وکړ. تر هغه وروسته د پاچا سعود د واکمنۍ تر پایه او د پاچا فیصل د واکمنۍ په ټوله دوره کې له ۱۹۶۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر و. کله چې په ۱۹۷۵ ز کال کې د پاچا فیصل تر ترور وروسته، د هغه ناسکه ورور خالد واک ته ورسېده، نوموړی ولیعهد وټاکل شو. فهد د خالد د واکمنۍ په بهیر کې د هغه د وروستي ناسم روغتیايي حالت له امله د عربستان اصلي واکمن و.  

فهد په ۱۹۸۲ ز کال کې، د پاچا خالد تر مړینې وروسته واک ته ورسېده. هغه په ۱۹۹۲ ز کال کې د سعودي عربستان د اساسي قانون د معرفي کولو امتیاز لري. هغه په ۱۹۹۵ ز کال کې له ناتوانوونکې مغزي سکتې سره مخامخ شو او تر هغې وروسته یې ونه شو کولی ،په بشپړ ډول خپلو رسمي دندو ته دوام ورکړي. د هغه ناسکه ورور ولیعهد شهزاده عبدالله د نایب السلطنه په توګه په دې پاچهۍ کې خدمت وکړ او په ۲۰۰۵ز کال، د هغه تر مړینې وروسته ځای ناستی پاچا شو. فهد له ۲۳ کاله پاچهۍ سره تر ټولو اوږد مهال لپاره  د سعودي عربستان پاچا پاتې شوی دی.

لومړنی ژوند او زده‌کړې

[سمول]

فهد بن عبدالعزیز په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې په سعودي کې زېږېدلی. هغه د عبدالعزیز اتم زوی او تر خپلې مور حسه بنت احمد السدیري وروسته د وروڼو تر ټولو مشر دی چې په اووه سویدري مشهور دي. فهد د هغې دویم زوی و، د هغه مشر ناسکه ورور عبدالله بن محمد د شهزاده محمد بن عبدالرحمن سره د هغه د مور له لومړني واده څخه د هغې یوازینی زوی و. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د فهد زده‌کړې، په ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې سرته ورسېدې، هغه ښوونځی چې په ځانګړي ډول د السعود کورنۍ د زده‌کړو لپاره پاچا عبدالعزیزجوړ کړی و. د مور له ټینګار سره یې څلور کاله زده‌کړې وکړې. فهد د شهزاده ګانو په ښوونځي کې د زده‌کړو په بهیر کې د شیخ عبدالغني خیاط په ګډون د کورنيو ښوونکو تر نظر لاندې زده‌کړې وکړې. هغه وروسته د دیني زده‌کړو د ترلاسه کولو په موخه د مکې د دیني علومو د زده کړې انستیتیوت ته ولاړ.     [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لومړني سیاسي رولونه

[سمول]

شهزاده فهد د خپلې مور په ټینګار سره د سلطنتي مشورتي پلاوي غړی شو. د ۱۹۴۵ ز کال په بهیر کې يې د سعودي د وخت د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل تر امر لاندې خدمت وکړ او په خپل لومړني رسمي سفر کې يې د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک لپاره سانفرانسیسکو ته سفر وکړ. فهد خپل لومړنی رسمي دولتي سفر، په ۱۹۵۳ ز کال کې تر سره کړ او د دویمې ملکې الېزابیت د تاج اېښودلو په مراسمو کې يې د السعود په استازیتوب ګډون وکړ. د ۱۹۵۳ز کال د ډېسمبر په ۲۴ مه، هغه د سعودي عربستان د پوهنې د لومړني وزیر په توګه وټاکل شو.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

شهزاده فهد، په ۱۹۵۹ ز کال کې په عربي هېوادونو کې د سعودي پلوي مشري پر غاړه لرله، چې د سعود په کورنۍ کې د هغه ورځ تر بلې زیاتېدونکي ارزښت او په راتلونکي کې د اړین رول لپاره د هغه تیاری ښيي. په ۱۹۶۲ ز کال کې د کورنیو چارو د وزارت مهم پوست ورته ورکړل شو. په ۱۹۶۵ز کال کې يې  د کورنیو چارو د وزیر په توګه په مصر کې د عربي هېوادونو د مشرانو تر منځ د سعودي پلاوي ریاست پر غاړه و. د ملک فیصل د سلطنت په پيل کې، فیصل د هغې شورا غړیتوب ترلاسه کړ چې د پاچا له خوا د ځای ناستۍ مسائلو د لارښوونې  لپاره رامنځته شوې وه. [۲۶]

شهزاده فهد، د ۱۹۶۷ ز کال د جنوري په دویمه له یو وژونکي بمي برید څخه چې د وزارت د ننه د هغه په دفتر کې یې چاودنه وکړه، وژغورل شو. هغه د پېښې پر مهال په خپل دفتر کې نه وو، خو چاودنې د وزارت د دفتر نږدې ۴۰ کارکوونکي ټپیان کړل. [۲۷]

فهد په ۱۹۶۷ ز کال کې، کله چې پاچا فیصل دفتر رامنځته کړ، د لومړي وزیر دویم مرستیال وټاکل شو. دا پوست د وخت د ولیعهد شهزاده خالد په غوښتنه د وزیرانو شورا دوام ته د هغه د نه تمایل له امله رامنځته شو. پاچا فیصل د یاد پوست لپاره د شهزاده فهد انتصاب ته چندان شوقمن نه و. د ۱۹۶۹ ز کال د اکتوبر او د ۱۹۷۰ ز کال د مې میاشتې تر منځ شهزاده فهد په هغه رخصتۍ کې و چې د نداف صفران له خوا په دولت کې د یوې لویې نښتې نښه ګڼل کېده. شهزاده فهد، د خپل نشتوالي په موده کې چې د چارواکو له خوا د طبي رخصتۍ په توګه راپور شوې وه، په لندن او بیا په هسپانیا کې پاتې شو او خپل وخت یې په قمار او تفرېح(هوساینه) کې تېر کړ. پاچا فیصل، په هغه پسې هم خپل سیاسي استازی عمر ثاقف او هم ګڼ شمېر لیکونه ورولېږل، تر څو بېرته خپل هېواد ته راستون شي، خو شهزاده فهد د هغه غوښتنه ونه منله.  [۲۸][۲۹][۳۰]

د ۱۹۷۳ ز کال په مارچ میاشت کې، کله چې د تېلو عالي شورا د پاچا فیصل له خوا رامنځته شوه، شهزاده فهد يې ریاست ته منصوب شو.  [۳۱]

ولیعهد

[سمول]

په ۱۹۷۵ز کال کې د پاچا فیصل تر مړینې او د پاچا خالد تر واک ته رسېدو وروسته، فهد د لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې وليعهد ونومول شو. فهد د پاچا خالد سربېره درې نور ناسکه وروڼه لرل: محمد، ناصر او سعد. په هر حال شهزاده محمد یوه لسیزه وړاندې د پاچا فیصل له خوا د ولیعهدۍ انتصاب رد کړی و، په داسې حال کې چې شهزاده ناصر او سعد دواړه د ولیعهدۍ لپاره وړ کسان نه وو. په مقابل کې شهزاده فهد له ۱۹۵۴ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر او له ۱۹۶۲ز څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې، د کورنیو چارو د وزیر په توګه خدمت کړی و.   [۳۲][۳۳][۳۴]

د مرستیال لومړي وزیر او ولیعهد په توګه د شهزاده فهد انتصاب، هغه د پاچا خالد د موقف په پرتله چې د پاچا فیصل د واکمنۍ پر مهال ولیعهد و، ډېر پیاوړی شخصیت کړ. دا چې ملک خالد د فهد پر فعالیتونو نفوذ درلود او د هغه واک یې محدود کړ، ښايي دا د ایران او د سعودي عربستان د شیعه ټولنو پر ضد د فهد د دښمنانه چلند او روښانه لوېديځ پلوه ليدلوري له امله و. فهد په دغه دوره کې، د کورنۍ د داخلي شورا یو غړی و، چې مشري يې د پاچا خالد پر غاړه وه او د فهد وروڼه محمد، عبدالله، سلطان او عبدالمحسن او د هغه ترونه احمد او مسعید په کې شامل وو. [۳۵][۳۶][۳۷]

سرچینې

[سمول]
  1. https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/fahd-b-abd-al-aziz-COM_40450
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Fahd
  3. National Library of New Zealand ID: https://natlib.govt.nz/records/22544789
  4. http://news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/ap/20050801/ap_on_re_mi_ea/obit_fahd
  5. پیوستون : 118954725  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p70140.htm#i701396 — subject named as: Fahd bin Abdul-Aziz al-Saud, King of Saudi Arabia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. https://api.parliament.uk/historic-hansard/written-answers/1989/mar/14/british-honours-and-orders-of-chivalry — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳
  8. Bernard Reich, ed. (1990). Political leaders of the contemporary Middle East and North Africa: A biographical dictionary. New York; Westport, CT; London: Greenwood Publishing Group. p. 528. ISBN 978-0-313-26213-5.
  9. "Riyadh. The capital of monotheism" (PDF). Business and Finance Group. Archived from the original (PDF) on 14 October 2009. نه اخيستل شوی 1 March 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  10. "The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia". The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia.
  11. "Fahd bin Abdulaziz al Saud".
  12. Nabil Mouline (April–June 2012). "Power and generational transition in Saudi Arabia" (PDF). Critique Internationale. 46: 1–22.
  13. "King Fahd". The Telegraph. 2 August 2005. Archived from the original on 12 January 2022. نه اخيستل شوی 2 February 2013.
  14. Winberg Chai (22 September 2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. University Press. p. 193. ISBN 978-0-88093-859-4.
  15. Sabri Sharaf (2001). The House of Saud in Commerce: A Study of Royal Entrepreneurship in Saudi Arabia. Sharaf Sabri. p. 301. ISBN 978-81-901254-0-6.
  16. "King Fahd Brought Vision of Progress". Aramco ExPats. Riyadh. 5 اگسټ 2005. Archived from the original on 4 November 2013.
  17. Robin Allen (1 August 2005). "Obituary: King Fahd - A forceful but flawed ruler". Financial Times. نه اخيستل شوی 2 February 2013.
  18. "Biography of King Fahd bin Abdulaziz Al Saud". Babnet. 1 August 2005. Archived from the original on 4 October 2013. نه اخيستل شوی 27 February 2013.
  19. "Fahad played pivotal role in development". Daily Gulf News. 2 August 2005. Archived from the original on 5 October 2013. نه اخيستل شوی 2 February 2013.
  20. "The Political Leadership - King Fahd". APS Review Gas Market Trends. 29 November 1999. نه اخيستل شوی 16 March 2013.
  21. "Saudi Foreign Policy". Saudi Embassy Magazine. Fall 2001. Archived from the original on 7 اگسټ 2013. نه اخيستل شوی 18 July 2013.
  22. "King Fahd - his first 20 years". Royal Embassy of Saudi Arabia. 18 (4). Winter 2002. Archived from the original on 2 June 2012. نه اخيستل شوی 1 March 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  23. "King Fahd 1923-2005". Royal Embassy of Saudi Arabia. Washington DC. 1 August 2005. نه اخيستل شوی 29 June 2012.
  24. "Educational system in Saudi Arabia" (PDF). Ministry of Higher Education. 2006. نه اخيستل شوی 21 July 2013.
  25. Harvey Sicherman (August 2005). "King Fahd's Saudi Arabia". American Diplomacy. Archived from the original on 17 November 2012. نه اخيستل شوی 8 August 2013.
  26. David Rundell (17 September 2020). Vision or Mirage: Saudi Arabia at the Crossroads. Bloomsbury Publishing. p. 63. ISBN 978-1-83860-594-0.
  27. Joseph Mann (2012). "King Faisal and the Challenge of Nasser's Revolutionary Ideology". Middle Eastern Studies. 48 (5): 753. doi:10.1080/00263206.2012.706220. S2CID 144629072.
  28. Nadav Safran (1985). Saudi Arabia: The Ceaseless Quest for Security. Cornell University Press. pp. 17, 118. ISBN 978-0-8014-9484-0.
  29. "Saudi Arabia" (PDF). Association for Diplomatic Studies and Training. p. 77. Archived from the original (Country Readers Series) on 10 January 2021. نه اخيستل شوی 7 January 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  30. Gary Samuel Samore (1984). Royal Family Politics in Saudi Arabia (1953-1982) (PhD thesis). Harvard University. pp. 265–266. کينډۍ:Proquest.
  31. Nizar Madani (1977). The Islamic Content of the Foreign Policy of Saudi Arabia. King Faisal's Call for Islamic Solidarity 1965-1975 (PhD thesis). American University. p. 54. کينډۍ:Proquest.
  32. Simon Henderson (1994). "After King Fahd" (PDF). Washington Institute. Archived from the original (Policy Paper) on 17 May 2013. نه اخيستل شوی 2 February 2013. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  33. Anthony H. Cordesman (2003). Saudi Arabia Enters the 21st Century. Greenwood Publishing Group. p. 46. ISBN 978-0-275-97997-3.
  34. A. R. Kelidar (1978). "The problem of succession in Saudi Arabia". Asian Affairs. 9 (1): 23–30. doi:10.1080/03068377808729875.
  35. "New Saudi king shuffles cabinet". The Calgary Herald. Riyadh. AP. 29 March 1975. نه اخيستل شوی 2 February 2013.
  36. Caroline F. Tynan (May 2019). Diversionary Discourse: A Historical Comparison of Saudi Interventions in Yemen (PDF) (PhD thesis). Temple University. p. 6.
  37. Gulshan Dhahani (1980). "Political Institutions in Saudi Arabia". International Studies. 19 (1): 59–69. doi:10.1177/002088178001900104. S2CID 153974203.