Jump to content

د سعودي عربستان فیصل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سعودي عربستان فیصل
د سعودي عربستان فیصل
د سعودي عربستان فیصل

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۴ اپرېل ۱۹۰۵[۱]
رياض [۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
رياض   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سعودي عربستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد سعود الفیصل   ويکيډاټا کې (P40) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
خور/ورور
کورنۍ سعودي کورنۍ (آل سعود)   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فیصل بن عبدالعزیز السعود (په عربي ژبه فیصل بن عبدالعزیز آل سعود په لاتیني Fayṣal ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd، د عربي ژبې په النجدیة لهجه یې تلفظ:[fajsˤal ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ د ۱۹۰۶ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه زېږېدلی او د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ په ۲۵ مړ شوی. د سعودي عربستان یو واکمن او دیپلومات و چې د ۱۹۶۴ز کال د نومبر له دویمې نېټې  څخه تر خپلې مړينې (۱۹۷۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. هغه تر رسم ګذشت مخکې د ۱۹۵۳ ز د نوامبر له نهمې نېتې څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د خپل ناسکه ورور پاچا سعود نایب السطنه و. هغه د مدرن سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز درېیم زوی او د هغه له شپږو زامنو څخه دویم و چې پاچایان وو.

فیصل د عبدالعزیز او طرفه بنت عبدالله الشیخ زوی و. پلار یې د هغه تر زېږېدلو د مخه لا د نجد د امیر په توګه سلطنت کاوه او مور یې د الشیخ له کورنۍ څخه وه چې د سعودي  ډېری نومیالي مذهبي مشران یې روزلي. فیصل د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال د یوه اغېزمن سلطنتي سیاستوال په توګه راڅرګند شو. هغه له ۱۹۲۶ز کال څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د حجاز د وایسرای (په مستعمره کې د واکمن هېواد استازی) په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۳۰ ز کال څخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او له ۱۹۵۴ ز کال څخه تر  خپلې مړینې پورې لومړی وزیر و (په دواړو موقفونو کې له ۱۹۶۰ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز پورې له یوې دوه کلنې دمې پرته) وروسته له دې چې په ۱۹۵۳ز کال کې د هغه پلار مړ شو او د هغه ناسکه ورور سعود پاچا شو، فیصل ولیعهد شو او په یاد موقف کې يې په سعودي عربستان کې غلامي ناقانونه اعلام کړه. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د سلطنتي کورنۍ د نورو غړو او د هغه د تره د لومړي زوی د سعودي د لوی مفتي محمد ابن ابراهیم الاش- شیخ په مرسته سعود قانع کړ چې د هغه په ګټه له واک څخه لرې شي.[۵]

فیصل د مدرن کولو او سموونې پالیسي پلې کړه. د هغه بنسټيزه بهرنۍ پالیسي د کمونیزم پر ضد پان اسلامیزم او د  فلسطین پلوي وه.  هغه هڅه وکړه چې د اسلامي مذهبي چارواکو ځواک محدود کړي. هغه له اسرائیلو څخه د لوېديځ د پلوۍ په غبرګون کې د تېلو د تحریم مشري وکړه چې د ۱۹۷۳ ز کال د تېلو د کړکېچ لامل شو. فیصل په بریالیتوب سره د پاچهۍ بوروکراسي تثبیت کړه او د هغه واکمنۍ په سعودي عربستان کې د پام  وړ شهرت درلود. له دې سره سره چې سمونې یې د نظر له اختلاف سره مخامخ وې. هغه  په ۱۹۷۵ ز کال کې د خپل وراره فیصل بن مسید له خوا ووژل شو. د فیصل ناسکه ورور خالد بن عبدالعزیز د هغه ځایناستی شو.[۶][۷]

لومړنی ژوند او زده کړې

[سمول]

فیصل بن عبدالعزیز د ۱۹۰۶ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه په ریاض ښار کې زېږېدلی. هغه د نجد د وخت د امیر عبدالعزیز درېيم زوی و، فیصل د خپل پلار لومړی زوی و چې په ریاض کې زېږېدلی. د هغه مور طرفه بنت عبدالله الشیخ وه چې عبدالعزیز په ۱۹۰۲ ز کال کې د ریاض تر ولکه کولو وروسته ورسره واده کړی و. طرفه د مذهبي مشر محمد بن عبدالوهاب له کرړې څخه وه.  د فیصل نیکه عبدالله بن عبداللطیف الشیخ د عبدالعزیز له اصلي دیني ښوونکو او سلاکارانو څخه یو و. فیصل د نورا په نامه  یوه مشره خور درلوده او د خپل تره د زوی خالد بن محمد سره یې واده وکړ، چې د پاچا عبدالعزیز د ناسکه ورور محمد بن عبدالرحمن زوی و.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۰۶ ز کال کې، کله چې فیصل د شپږو میاشتو و طرفه بنت عبدالله مړه شوه، وروسته هغه له خپل مورني نیکه او انا عبدالله بن عبداللطیف او حیا بنت عبدالرحمن المقبل سره ژوند پیل کړ او عبدالله په خپل لمسي تعلیم وکړ. د هېلن چاپېن میتز په  وینا: فیصل او د هغه ډېرنسل په داسې فضا کې لوی شو، چې زړورتیا یې په خورا ارزښتناک ډول پیاوړې شوه. له ۱۹۱۶ز کال څخه د کورني ښوونکي حافظ وهاب تر روزنې لاندې و، وروسته یې په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار وکړ.[۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۱۹ ز کال کې د بریتانیا دولت عبدالعزیز ته بلنه ورکړه، چې له لندن څخه لیدنه وکړي. هغه ونه شو کولی، چې ولاړ شي، خپل مشر زوی ترکي يې د خپل استازي په توګه وګوماره. په داسې حال کې چې شهزاده ترکي له لیدنې څخه مخکې د هسپانوي انفولوینزا له امله مړ شو. په دې توګه شهزاده فیصل، د هغه پر ځای لندن ته ولېږل شو او هغه د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ لومړنی غړی و چې له انګلستان څخه یې لیدنه وکړه. د هغه سفر پنځه میاشتې دوام وموند او له انګلیسي چارواکو  سره یې لیدنه وکړه. په هم هغه دوره کې یې له فرانسې څخه هم لیدنه وکړه او بیاځلي د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ لومړنی غړی شو، چې په رسمي ډول یې له هغه ځایه لیدنه وکړه.[۲۰][۲۱][۲۲]

لومړنۍ سیاسي تجربه

[سمول]

شهزاده فیصل، د عبدالعزیز د مشر زوی په توګه پر عربستان د واک په ټينګولو کې بېلابېل مسؤلیتونه پر غاړه لرل. په ۱۹۲۲ ز کال  کې د حائیل او عسیر تر ولکې وروسته، هغه نږدې ۶۰۰۰ پوځیانو سره یادو ولایتونو ته ولېږل شو. هغه د کال په پای کې د ټول عسیر کنترول په لاس کې واخیست. شهزاده فیصل د ۱۹۲۶ ز کال د فبروري په ۹مه د خپل پلار د فتوحاتو په دوام د حجاز وایسرای وټاکل شو. هغه د خپلې واکمنۍ په دوره کې تر ډېره له سیمه ییزو مشرانو سره سلا او مشوره کوله. شهزاده فیصل پر دې سربېره، د مشورتي شورا(اسامبلې) رئیس او د کورنیو چارو وزیر و.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۱۹۳۱ ز کال په ډېسمبر کې د استازو د شورا (مجلس الوکلا) د اساسي قانون د اعلان په دوام، هغه د څلور کسیزې شورا رئیس او د بهرنیو چارو وزیر شو او هم  یې په خپلو پخوانیو موقفونو کې چې د حجاز وایسرای، د مشورتي اسامبلې رئیس او د کورنیو چارو وزیر و، کار ته دوام ورکړ. هغه یوازې  د ۱۹۶۰ ز او ۱۹۶۲ ز کلونو ترمنځ له دوه کلنې دمې پرته، ان د پاچا په توګه، تر خپلې مړینې پورې د سعودي عربستان پر بهرني سیاست خپل څار ته دوام ورکړ.[۲۹]

فیصل په دې دوره کې، له څو هېوادونو څخه لیدنه وکړه چې د ۱۹۳۲ ز کال په مې میاشت کې له ایران، په ۱۹۳۲ز کال کې له پولنډ او په  ۱۹۳۳ ز کال کې يې له روسیې ( د شوروي اتحاد د یوې برخې په توګه) څخه لیدنه وکړه. د ۱۹۳۲ ز کال د جولای په اتمه، فیصل ترکیې ته ولاړ او د مدرنې ترکیې له بنسټ ګر کمال اتاترک سره یې ولیدل.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغه په ۱۹۳۴ز کال کې د سعودي او یمن د جګړې په بهیر کې د یوه کمپاین مشري وکړه ،چې په پایله کې سعودي وګټله. د ۱۹۴۳ ز کال په اکتوبر کې هغه او د هغه ناسکه ورور خالد د ولسمشر فرانکلین  ډي. روزوېلټ په بلنه، له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه. دا د سعودي عربستان او متحده ایالاتو تر منځ یوه له لومړنیو اړیکو  څخه وه.[۳۴]

وروسته له دې چې هغه د بهرنیو چارو وزیر شو، شهزاده فیصل له فلسطین  څخه د خپل ملاتړ له امله وپېژندل شو. په فلسطین کې د هغه ښکېلتیا، په ۱۹۳۸ ز کال کې پیل شوه. کله چې هغه د خپل پلار په استازولۍ د فلسطین د مسئلې په اړه د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړ، چېرې چې هغه د یوې مهمې وینا په  ترڅ کې د وېش له پلان څخه نیوکه وکړه. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې، د سعودي خلکو ته یو لیک ولیکه، چې د فلسطین د خلکو د کړاو مبارزې په اړه يې په کې بحث کړی و.[۳۵]

کله چې پاچا عبدالعزیز د خپل ژوند پای ته نږدې کېده، د فیصل د ډېرې  پوهې او همدارنګه د هغو کلونو تجربې له امله یې د خپل مشر زوی ولیعهد سعد په پرتله د احتمالي ځای ناستي په توګه لومړیتوب ورکړ. له هغه مهاله چې فیصل لا کوچنۍ و، عبدالعزیز هغه د خپلو زامنو تر منځ ځیرک باله او تر ډېره به یې په جګړو او دیپلوماسیو کې مسؤلیت ورکاوه. پر دې سربېره فیصل د ژوند کولو په ساده او کلیوال سبک له منلو سره مشهور و. عبدالعزیز یو ځل ،کله چې په دې اړه خبرې کولې، چې څوک به د هغه ځای ناستی شي، وویل: "زما یوازینۍ هیله دا ده، چې کاشکې! ما فیصل ته ورته درې زامن لرلی" له دې سره پاچا عبدالعزیز،  سعود د ولیعهد په توګه وساته، ځکه له دې حالت پرته د ثبات د راکمېدو اندېښنه شته وه.[۳۶][۳۷]

سرچینې

[سمول]
  1. https://artsandculture.google.com/entity/wp/m01dfc0
  2. https://afroasian.mediaplaygrounds.co.uk/
  3. پیوستون : 11868583X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/14817822 — subject named as: King Faisal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Nabil Mouline (2014). The Clerics of Islam. Religious Authority and Political Power in Saudi Arabia. New Haven, Conn.: Yale University Press. p. 121. doi:10.12987/yale/9780300178906.001.0001. ISBN 9780300178906.
  6. "Unexpectedly modern". The Economist. 26 January 2013. بياځلي په 17 July 2013.
  7. "King Faisal: Oil, Wealth and Power" Archived 26 August 2013 at the Wayback Machine., Time, 7 April 1975.
  8. George Kheirallah (1952). Arabia Reborn. Albuquerque: University of New Mexico Press. p. 254. ISBN 9781258502010. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2019. بياځلي په 14 March 2015.
  9. "The kings of the Kingdom". Ministry of Commerce and Industry. خوندي شوی له the original on 22 October 2012. بياځلي په 28 July 2012.
  10. Nabil Mouline (April–June 2012). "Power and generational transition in Saudi Arabia" (PDF). Critique Internationale. 46: 1–22.
  11. Paul L. Montgomery (26 March 1975). "Rise of a Desert Chief's Son to the World Power and Riches". Rutland Daily Herald. Times News Service. p. 2i. بياځلي په 27 September 2020.
  12. Winberg Chai (22 September 2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. University Press of America. p. 193. ISBN 978-0-88093-859-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2018.
  13. "Wahhabism – A Unifier or a Divisive Element". APS Diplomat News Service. 7 January 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 January 2020. بياځلي په 26 March 2013.
  14. Alexander Bligh (1985). "The Saudi religious elite (Ulama) as participant in the political system of the kingdom". International Journal of Middle East Studies. 17: 37–50. doi:10.1017/S0020743800028750.
  15. "Riyadh. The capital of monotheism" (PDF). Business and Finance Group. خوندي شوی له the original (PDF) on 14 October 2009. بياځلي په 1 March 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  16. As'ad AbuKhalil (2004). The Battle for Saudi Arabia. Royalty, fundamentalism and global power. New York City: Seven Stories Press. ISBN 1-58322-610-9.
  17. "في ذكري ميلاده.. تعرف على أهم أسرار حياة الملك فيصل آل سعود". Elzman News (in عربي). 14 April 2020. بياځلي په 12 September 2020.
  18. Helen Chapin Metz, ed. (1992). Saudi Arabia: A Country Study. Washington: GPO for the Library of Congress. ISBN 9780844407913. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2011. بياځلي په 2 May 2012.
  19. Susan Rose (25 November 2020). The Naval Miscellany: Volume VI. Taylor & Francis. p. 433. ISBN 978-1-00-034082-2.
  20. Hassan Abedin (2003). Abdulaziz Al Saud and the great game in Arabia, 1896-1946 (PDF) (PhD thesis). King's College. p. 146. بياځلي په 5 September 2020.
  21. Leon Hesser (30 November 2004). Nurture the Heart, Feed the World: The Inspiring Life Journeys of Two Vagabonds. BookPros, LLC. p. 104. ISBN 978-0-9744668-8-0.
  22. Mark Weston (28 July 2008). Prophets and Princes: Saudi Arabia from Muhammad to the Present. John Wiley & Sons. p. 129. ISBN 978-0-470-18257-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2018.
  23. Mohammad Zaid Al Kahtani (December 2004). The Foreign Policy of King Abdulaziz (PDF) (PhD thesis). University of Leeds. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 12 October 2017. بياځلي په 21 July 2013.
  24. Nora Derbal (2020). "Humanitarian Service in the Name of Social Development: The Historic Origins of Women's Welfare Associations in Saudi Arabia". In E. Möller; J. Paulmann; K. Stornig (eds.). Gendering Global Humanitarianism in the Twentieth Century. Palgrave Macmillan, Cham. pp. 167–192. doi:10.1007/978-3-030-44630-7_7. ISBN 978-3-030-44629-1. S2CID 226630086.
  25. "Fayṣal (King of Saudi Arabia)". Encyclopedia Britannica. (20 July 1998). 
  26. Alexander Blay Bligh (1981). Succession to the throne in Saudi Arabia. Court Politics in the Twentieth Century (PhD thesis). Columbia University. p. 57. کينډۍ:ProQuest. بياځلي په 25 May 2021.
  27. Ghassane Salameh; Vivian Steir (October 1980). "Political Power and the Saudi State". MERIP (91): 5–22. doi:10.2307/3010946. JSTOR 3010946.
  28. Charles W. Harrington (Winter 1958). "The Saudi Arabian Council of Ministers" (PDF). The Middle East Journal. 12 (1): 1–19. JSTOR 4322975.
  29. "Mofa.gov.sa". خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2008. بياځلي په 24 January 2015.
  30. Turki bin Khalid bin Saad bin Abdulaziz Al Saud (2015). Saudi Arabia-Iran relations 1929-2013 (PDF) (PhD thesis). King's College London. بياځلي په 29 January 2021.
  31. T. R. McHale (Autumn 1980). "A Prospect of Saudi Arabia". International Affairs. 56 (4): 622–647. doi:10.2307/2618170. JSTOR 2618170.
  32. "Seminar focuses on King Faisal's efforts to promote world peace". Arab News. 30 May 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2019. بياځلي په 11 August 2013.
  33. Hakan Özoğlu (2019). "Heirs of the Empire: Turkey's diplomatic ties with Egypt and Saudi Arabia until the mid-20th century". In Gönül Tol; David Dumke (eds.). Aspiring Powers, Regional Rivals (PDF). Washington DC: Middle East Institute. p. 12. ISBN 9798612846444.
  34. Odah Sultan Odah (1988). Saudi-American relation 1968-78: A study in ambiguity (PDF) (PhD thesis). University of Salford. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 April 2019. بياځلي په 18 September 2020.
  35. "شاهد 90 عاما للأقصى.. أبرز المبادرات السعودية لدعم القضية الفلسطينية (إنفوجراف)". بياځلي په 13 August 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  36. Montgomery, Paul L. (26 March 1975). "Faisal, Rich and Powerful, Led Saudis Into 20th Century and to Arab Forefront". The New York Times. بياځلي په 6 April 2021.
  37. Mai Yamani (January–March 2009). "From fragility to stability: A survival strategy for the Saudi monarchy". Contemporary Arab Affairs. 2 (1): 90–105. doi:10.1080/17550910802576114.