عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود
(اراگونېسي: عبد العزيز بن عبد الرحمن الفيصل آل سعود د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود
عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جنوري ۱۸۷۷[۱]
رياض  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 نومبر 1953 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سعودي عربستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اسلام[۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د سعودي عربستان فیصل
د سعودي عربستان خالد
د سعودي عربستان فهد
عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود[۳]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا
سياستوال
پوځي ځواک  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري سعودي عربستان  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ملک عبدالعزيز چې بشپړ نوم يې عبدالعزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود و، د سعودي عربستان لومړنی پاچا و (26 نومبر، 1876[۵] – 9 نومبر، 1953) (کينډۍ:Lang-ar ‘Abd al-‘Azīz Āl Su‘ūd) [۶] هغه ته په ټول وخت کې د ابن سعود په نامه خطاب کېده.[۷]

هغه په ۱۹۰۲ کې د خپل پلرني ښار رياض څخه د واکمنېدو هڅه پيل کړه او تر دې وروسته يې خپل واک وغځاوه او په ۱۹۲۲ کې يې د نجد پوره کنټرول په خپل لاس کې ونيوه تر دې وروسته يې په ۱۹۲۵ کې حجاز ونيوه او په همدې توگه يې نژدې ټول عربستان د خپل د واک په حلقه کې راوسته او ټول عرب قبايل يې متحده کړې او په ۱۹۳۲ کې يې د سعودي عربستان پاچايي جوړه کړه. د سعودي عربستان د پاچا په توگه يې په ۱۹۳۸ کې د تېلو لويې زېرمې په خپل هېواد کې وموندلې چې په همدغو تېلو يې گڼ شمېر انگرېزان او بهرنيان د واک تر څنگ ودرېدل. هغه د ۴۵ زامنو پلار هم و[۸]چې ډېری يې د عبدالعزيز آل سعود تر مړينې وروسته د سعودي عربستان د پاچايانو په توگه وگومارل شول.

سرچينې

  1. دوتنه: Robert Lacey — سرليک: The KingdomISBN 978-0-15-147260-4
  2. موضوع: 1
  3. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  5. د هغه زېږون نېټې په اړه بېلابېل نظريات او اختلافات دي. په عام ډول د ټولو لخوا د هغه د زېږون منل شوی کال 1876 دی، خو يو لږ شمېر سرچينې دي چې د هغه د زېږون کال 1880 ښيي. د برتانيوي ليکوال روبېرټ لېسي د کتاب The Kingdom له قوله يو مخور سعودي تاريخپوه داسې شواهد موندلي چې له مخې يې عبدالعزيز په 1891 کال کې يوه قبايلي عربي پلاوي سره اهمه غونډه کړې. همداراز دغه سعودي تاريخپوه دليل وړاندې کړی چې يو نهه يا لس کلن هلک نشي کولی چې د اهمو خلکو په غونډه کې گډون وکړي خو يو څوارلس کلن او يا پنځلس کلن زلمي ته اجازه ورکول کېږي چې په اهمو غونډو کې گډون وکړي. نو د همدې دليل پر بنسټ د 1876 نېټه نسبي سم زېږون کال خو دقيق کال نه دی. کله چې لېسي د خپل د کتاب د ليکلو په وخت کې د عبدالعزيز د يوه زوی سره مرکه کوله او له هغه يې د خپل د پلار د زېږون کال پوښتنه کړې وه نو هغه وييل چې کله چې دوی له خپل پلاره د هغه د زېږون نېټې په اړه پوښتنې کولې نو هغه به خندل او خپل د زېږون کال به يې 1880 څرگنداوه. د عبدالعزيز پاچا ځواب دا وه چې ما د خپل د ژوند ۴ لومړني کاله وخوړل
  6. Current Biography 1943, pp. 330–34
  7. ابن سعود يانې د سعود زوی (see Arabic name), was a sort of title borne by previous heads of the House of Saud, similar to a Scottish clan chief's title of "the MacGregor" or "the MacDougall". When used without comment it refers solely to Abdul-Aziz, although prior to the capture of Riyadh in 1902 it referred to his father, Abdul Rahman (Lacey 1982, pp. 15, 65). Al Saud has a similar meaning (family of Saud) and may be used at the end of the full name, while Ibn Saud should sometimes be used alone.[سرچينه پکارده]
  8. "King Abdul Aziz family tree". Geocities.ws. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)