د سعودي عربستان خالد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د سعودي عربستان خالد
(اراگونېسي: خالد بن عبد العزيز آل سعود د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د سعودي عربستان خالد

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ فبروري ۱۹۱۳[۱]
رياض  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 13 جون 1982 (69 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رياض  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سعودي عربستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت

خالد بن عبدالعزیز السعود (په عربي ژبه: خالد بن عبدالعزیز آل سعود په لاتیني Khalid ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd د عربي ژبې په النجدیة لهجه يې تلفظ[xaliːd ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl  saˈʕuːd]؛ د ۱۹۱۳ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه زېږېدلی او د ۱۹۸۲ ز کال د جون په ۱۳ مه مړ شوی دی. د سعودي عربستان یو سیاستوال او واکمن و چې د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ له ۲۵ مې نېټې څخه يې تر مړینې (۱۹۸۲ز ) پورې د سعودي عربستان د پاچا په توګه خدمت کړی. د هغه تر رسم ګذشت مخکې، هغه د ۱۹۶۵ ز د مارچ له ۲۹ مې څخه د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ تر ۲۵ مې نېټې پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز پنځم زوی و. د عبدالعزیز له شپږو زامنو څخه درېیم زوی و چې پاچهي یې وکړه (نور یې سعود، فیصل، فهد، عبدالله او سلمان وو).  

خالد د پاچا عبدالعزیز او الجوهره بنت مساعد الجلوي زوی و. هغه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له خپل ناسکه ورور پاچا فیصل سره د هغه په چارو کې مرسته کوله. خالد په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د لنډې مودې لپاره د حجاز سیمې وایسرای (په مستعمره کې د واکمن هېواد استازی) شو. هغه په ۱۹۴۳ ز کال، له فیصل سره یو ځای له متحده ایالاتو څخه ليدنه وکړه او دواړو هېوادونو تر منځ یې اړیکې جوړې کړې. هغه په ۱۹۶۲ز کال کې  د سعودي د لومړي وزیر مرستیال منصوب شو. وروسته له دې چې په ۱۹۶۵ ز کال کې د خالد اصلي ورور محمد د سلطنت له ځای ناستي‌والي څخه ځان ګوښه کړ، فیصل، خالد د ولیعهد په توګه معرفي کړ.  

په ۱۹۷۵ ز کال کې د پاچا فیصل تر وژنې وروسته خالد واک ته ورسېد. د هغه د واکمنۍ په دوران کې هم د تېلو د عاید د زیاتوالي او په منځني ختيځ کې د پام وړ پېښو له امله په هېواد کې لوی بدلونونه رامنځته شول. په ۱۹۷۵ ز کال کې د غیر نظامیانو یوې ډلې د مکې لوی جومات ونیوه او د خالد د تښتولو پلان يې درلود، خو بریالي نه شول. سعودي ځواکونو د جومات واک بېرته ولکه کړ، خو دا ولکه کول، په سعودي عربستان کې د سخت دریځو مذهبي پالیسیو د وضع کولو لامل شول. خالد په ۱۹۸۲ ز کال کې  مړ شو او د هغه ناسکه ورور فهد یې ځای ناستی شو.

لومړنۍ ژوند او زدکړې[سمول]

خالد د ۱۹۱۳ ز کال د فبروري په ۱۳ مه په ریاض کې د الحکم په ماڼۍ کې زېږېدلی. هغه د پاچا عبدالعزیز پنځم زوی و. مور یې الجوهرة بنت مساعد د الجیلوي له مهمې قبیلې څخه وه. د هغه د تره دویمه لور وه، د هغوی پلرني نیکونه جلوي بن ترکي او فیصل بن ترکي سره وروڼه وو. دا په سعودي عربستان کې په ورته نسب کې د واده په اړه د ډېرو پخوانيو دودونو ژوندي ساتل و او د الجلوي کورنۍ به غالباً د السعود کورنۍ له غړو سره ودونه کول. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

خالد د محمد په نامه یو سکه ورور درلود. د هغه سکنۍ خور العنود د پاچا عبدالعزیز د ورور سعد بن عبدالرحمن له زامنو سره واده وکړ. هغې لومړی له سعود بن سعد سره واده وکړ او د سعود تر مړينې وروسته یې له فهد بن سعد سره واده وکړ. خالد د مفیرج په ښوونځي کې چې په ۱۸۷۹ ز کال کې د ریاض د دخنا په سیمه کې د شیخ عبدالله بن عبداللطیف په جومات کې جوړه کړې وه، شامل شو. هلته یې د لوست لومړني مهارتونه او حساب زده کړل.  [۱۱][۱۲][۱۳]

لومړنۍ تجربه[سمول]

خالد په ۱۴ کلنۍ کې د عبدالعزیز له خوا د هغه د استازي په توګه د صحرا قبیلو ته ولېږل شو، چې د هغوی اندېښنې او ستونزې واوري. په ۱۹۲۸ ز کال کې هغه او د هغه ورور محمد ته د اخوان د پاڅون پرمهال د ختيځ اوردن پر پولو،د څار دنده وسپارل شوه. پر یو مدرن هېواد د واکمنۍ لپاره د خالد تیاری، یعنې له خپل ورور شهزاده فیصل سره په بهرنیو ماموریتونو کې له لېدنو څخه پیل شوې. هغه د فیصل د مشاور په توګه خدمت وکړ. شهزاده خالد د سعودي عربستان د استازي په توګه د خپلو خدمتونو او سفرونو له امله په یوه نړیواله څېره بدل شو. هغه رسنیو ته د بهرني سیاست تر شا د پرېکړو په اړه د منطقي اطلاعاتو په ورکولو کې تر ډېره لېبرال(نرم) و.   [۱۴][۱۵][۱۶]

شهزاده خالد، د ۱۹۳۲ ز کال په لومړیو کې، کله چې د هغه سکه ورور محمد خپله دنده  په سمه توګه تر سره نه شوی کړی، د حجاز سرپرست وایسرای وټاکل شو. په هم هغه کال کې د حجاز وایسرۍ ته منصوب شو او د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل ځای ناستی شو او د شهزاده خالد دورې تر  ۱۹۳۴ ز کال پورې دوام وکړ. شهزاده خالد د خپل مشر ورور شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي له پوځ سره یو ځای شو او له یمني ځواکونو  سره وجنګېده. شهزاده خالد تر جګړې وروسته، په ۱۹۳۴ز کال کې له یمن سره د طایف په کنفرانس کې د سعودي پلاويد رئیس په توګه خدمت وکړ. دا یو دیپلوماتیک ګام و چې د هم هغه کال په پای کې د طیف د تړون لامل شو، چې د سعودي له خوا شهزاده خالد او د یمن له خوا عبدالله الوزیر لاسلیک کړ.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

شهزاده خالد په ۱۹۳۴ز کال کې د کورنیو چارو وزیر شو او په ۱۹۳۵ز کال کې په یمن کې د سولې په خبرو کې د سعودي استازی و. په ۱۹۳۹ز کال کې يې د فلسطین په اړه په لندن کې د سېنټ جېمز په کنفرانس کې د کورنیو چارو د وزیر او د شهزاده فیصل د مرستیال په توګه ګډون وکړ.[۲۱][۲۲]

شهزاده فیصل او شهزاده خالد، د ۱۹۴۳ ز کال په اکتوبر میاشت کې د خپل پلار په استازولۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر فرانکلین ډي روزوېلټ د ۱۹۴۳ کال د جولای میاشې د بلنې پر بنسټ له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ د لوړې کچې لومړۍ اړیکه وه. مرستیال ولسمشر هېنرې اې. والېس هغوی ته په سپینه ماڼۍ کې د شپې ډوډۍ ترتیب کړه. هغوی له ولسمشر روزوېلټ سره هم وليدل. هغوی په رسمي دولتي مېلمستون بېلر هوز (په واشنګټن کې د ولسمشر مېلمستون) کې پاتې شول او د ځانګړي رېل په واسطه یې چې د متحده ایالاتو د دولت له خوا په رسمي ډول تیار شوی و، له لوېديځې سمندرغاړې څخه لیدنه وکړه. تر دغې لیدنې وروسته، یوه بهرني دیپلومات، "شهزاده خالد په سعودي عربستان کې تر ټولو غوره کس وباله."[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په هر حال تر دغې لیدنې وروسته او د ۱۹۵۰مې لسیزې په ډېره برخه کې شهزاده خالد تر یوې کچې له دې امله په حکومت کې اړین رول ونه لوباوه، چې د هغه ناسکه ورور منصور او وراره یې عبدالله بن فیصل په خورا برلاسو سیاسي څېرو بدل شول.  په ۱۹۶۰ز کال کې، کله چې پاچا سعود د لنډمهاله لومړي وزیر په توګه معرفي کړ، شهزاده خالد يو ځل بیا د یو مهم شخص په توګه راڅرګند شو. پر دې سربېره د ۱۹۶۲ ز کال د اکتوبر په پای کې هغه د ولیعهد فیصل له خوا په نوې ترتیب شوې کابینه کې مرستیال لومړی وزیر منصوب شو، چې د ځای ناستۍ په کرښه کې د هغه دنومیالي‌توب نښه وه. د پاچا سعود او ولیعهد فیصل تر منځ د سیالۍ په بهیر کې شهزاده خالد له ټولو نورو هغو شهزاده ګانو سره چې د مورني واده له طریقه یا د السعود کورنۍ د الجیلوي څانګې غړي و، له لومړني څخه ملاتړ وکړ. د دې ډلې مشري د شهزاده محمد، شهزاده خالد او شهزاده عبدالله پر غاړه وه.   [۲۸][۲۹][۳۰]

د پاچا فیصل د واکمنۍ په پیل کې شهزاده خالد د هغې شورا غړیتوب ترلاسه کړ، چې د پاچا له خوا د ځای ناستۍ د مسائلو د لارښوونې لپاره رامنځته شوې وه. [۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16766120s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16766120s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/14818059 — subject named as: King Khalid — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. (په 23 May 2007 باندې). "قصر الحكم" يحتفظ بأجمل الذكريات لأفراد الأسرة ... - جريدة الرياض. Al Riyadh.
  5. (په 27 March 1975 باندې). New king a man of wise decision. The Sydney Morning.
  6. "King Khalid database". King Khalid Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Nabil Mouline (April–June 2010). "Power and generational transition in Saudi Arabia". Critique Internationale 46: 125. doi:10.3917/crii.046.0125. http://www.ceri-sciencespo.com/publica/critique/46/ci46_nm.pdf. 
  8. "Riyadh. The capital of monotheism". Business and Finance Group. http://www.bfg-global.com/pdfnw/pdf/eng/1-ensalman.pdf. 
  9. Helen Chapin Metz (1992). Saudi Arabia: A Country Study. Country Studies. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780844407913. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Joshua Teitelbaum (1 November 2011). "Saudi Succession and Stability" (PDF). BESA Center Perspectives. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Winberg Chai (22 September 2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. University Press. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88093-859-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Family Tree of Al Anoud bint Abdulaziz bin Abdul Rahman Al Saud". Datarabia. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "من أعلام الراوي - خاص - مدارات ونقو" (په اراگونېسي ژبه کي). Jamal bin Howaireb Studies Center. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite thesis
  15. کينډۍ:Cite thesis
  16. (په 1 January 2001 باندې). Key Figures. The Telegraph.
  17. کينډۍ:Cite thesis
  18. "King Khalid ibn Abdulaziz Al Saud". Global Security. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite thesis
  20. کينډۍ:Cite thesis
  21. Ellen R Wald (3 April 2018). Saudi, Inc. Pegasus Books. د کتاب پاڼې 185. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-68177-718-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Richard Wilson (13 November 2014). "#SaudiTBT: King Faisal bin Abdulaziz Al Saud on the Tarmac of Le Bourget Airport in Paris, 1939". Saudi-US Trade Group. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite thesis
  24. Zahra Aghamohammadi; Ali Omidi (2018). "The Prospect of the United States and Saudi Arabia Relations In light of Khashoggi Murder". Journal of World Socio-political Studies 2 (4). doi:10.22059/WSPS.2019.256100.1054. https://wsps.ut.ac.ir/article_70276.html. 
  25. Thomas W. Lippman (April–May 2005). "The Day FDR Met Saudi Arabia's Ibn Saud". The Link 38 (2): 1–12. http://ed-thelen.org/pics/vol38_issue2_2005.pdf. 
  26. James Wynbrandt (2010). A Brief History of Saudi Arabia (PDF). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7876-9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 26 March 1975 باندې). New, shy King is 'nicest man in Saudi Arabia'. Edmonton Journal.
  28. Joseph A. Kechichian (2001). Succession in Saudi Arabia. New York City: Palgrave. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312238803. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Michael Herb (1999). All in the family. Albany, NY: State University of New York Press. د کتاب پاڼې 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7914-4168-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Mordechai Abir (1988). Saudi Arabia in the Oil Era: Regime and Elites: Conflict and Collaboration. Kent: Croom Helm. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780709951292. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. David Rundell (2020). Vision or Mirage: Saudi Arabia at the Crossroads. London: Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-83860-594-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)