منځپانگې ته ورتلل

د حرمینو سرپرست (خادم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د حرمینو سرپرست (خادم)
خَادِمُ الحَرَمَينِ الشَّرِيفَينِ (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
په نوم د
دنده
ruler (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد
دین
نور مالومات
وېب‌پاڼه

د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست (مخفف CTHM عربي ژبه: خَادِمُ ٱلْحَرَمَيْنِ ٱلشَّرِيفَيْنِ‎، وينګژباړه: Khādim al-Ḥaramayn aš-Šarīfayn، و.«Servant of the Two Noble Sanctuaries» یا د دوو مقدسو ښارونو ساتونکی یو شاهي لقب دی چي د 1986 راهیسي د سعودي عربستان د پاچاهانو لخوا په رسمي توګه کارول کیږي. دا لقب په تاریخي توګه له سلګونو کلونو راهیسي د ډیرو مسلمانو واکمنانو لکه د ایوبیانو ، مملوکانو ، عثمانیانو او د حجاز واکمنانو له لوري کارول کېدی. خادم الحرمین لقب ځیني وختونه د اسلام د حقیقي خليفه د ټاکني لپاره استعمالېدی، [۱] خو په عمومي توګه یې هغه حاکم ته اشاره کول چي په اسلامي نړۍ کي یې د دوو سپیڅلو جوماتونو د ساتني او سرپرستۍ دنده په غاړه درلوده. دغه دوه مسجدونه عبارت له الحرام جومات ( عربي ژبه: اَلْمَسْجِدُ ٱلْحَرَامُ‎، وينګژباړه: Al-Masjid al-Ḥarām یا کعبې شریفي او د پیغمبرﷺ له جومات ( عربي ژبه: اَلْمَسْجِدُ ٱلنَّبَوِيُّ‎، وينګژباړه: Al-Masjid an-Nabawī څخه دي.[۱] [۲] . د حرمینو محافظین په اسلام کي ترټولو پیاوړي او نفوذ لرونکي اشخاص او د اسلام د سني څانګي او همدارنګه په نړۍ کي ترټولو پیاوړی مسلمان او عرب واکمن ګڼل کیږي.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 1 August 2005. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. Hopkins, Daniel J.; 편집부 (2001). Merriam-Webster's Geographical Dictionary. p. 479. ISBN 0-87779-546-0. ترلاسه‌کېدو نېټه 17 March 2013.