رحمت الله ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جنرال رحمت الله ساپی

جنرال رحمت الله ساپی (زوکړه ؟ - مړینه ۱۳۸۴ لمريز لېږدي (۲۰۰۵) زېږدي کال انگلستان ) د افغانستان يو نامتو جهادي جنرال او لیکوال وو.

مخينه

جنرال رحمت الله ساپی د غلام غوث زوی، په تگاب کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په حربي ښوونځي کې وکړې او لوړې زده کړې يې د پلي پوځ په څانگه کې په حربي پوهنتون کې پای ته ورسولې او د دويم بريدمن په رتبه ترې فارغ شو. هغه نورې لوړې زده کړې په شوروي اتحاد، امريکا او انگلستان کې وکړې.

رحمت الله ساپی د افغانستان په ملي پوځ کې د غرنیو او پراشوټي کوماندو ځواکونو بنسټ اېښوونکی او بولندوی وو. هغه د سردار محمد داود خان په کودتا کې زنداني شو، وروسته بيا وتښتېد او انگلستان ته کډوال شو. نوموړی د افغانستان په څلورو ولايتونو کونړ ولايت، ننگرهار ولايت، پکتيا ولايت او پکتيکا ولايت کې د ملي اسلامي محاذ لوی جهادي بولندوی وو. همدا راز د مجاهدینو د فرقې بولندوی، د تعليمي غونډ بولندوی، وروسته بیا د بولندويانو د سراسري شورا د لوی کميسیون غړی وو. هغه د جهاد په گټه پوځي او سیاسي اغېزمن فعاليتونه وکړل؛ په بهر کې یې د جهاد د ټپيانو د درملنې په اړه اغېزمنې هلې ځلې کړې دي. د مجاهدينو د لوژستيکي اکمالاتو په برخه کې يې هڅې کړې دي او د جهاد په گټه يې راډيويي او ورځپاڼيز تبليغات کړي دي.

ساپی د ډاکتر محمد نجيب الله تر واکنمۍ وروسته د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال درې دندې درلودې، يانې دا چې د دولت وزير، د دفاع وزارت مرستيال او د ديسانت قول اردو بولندوی وو. وروسته يې دا دندې د اعتراض په ډول پرې ښووې، په هېواد کې يې د جگړې د پای ته رسېدو په لاره کې د سولې او امنیت په پار پر سیاسي هاند و هڅه لاس پورې کړ.

د رحمت الله ساپي پلار يو قومي مشر وو، چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د شورا وکيل وو. هغه د کمونيست پلوه واکمنۍ پر مهال مجاهد وو چې د ۱۹۸۴ زېږدي کال د روژې د مبارکې مياشتې پر ۱۴ د روسانو له لوري په يوه وسله وال ټکر کې ووژل شو.

مدني اکر

مړينه

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- مسعود پېژنﺉ؟ ملي اتل که ملي خاين.

۲- افغانستان څنگه تباه شو؟ د ۱۳۷۴ ل ل کال پېښور چاپ.

اخځليک

۱- ساپی، جنرال رحمت الله، افغانستان څنگه تباه شو؟، د ۱۳۷۴ ل ل کال پېښور چاپ، ۲۶۵مخ.

۲- http://benawa.com/details.php?id=4414