د پېښور تړون
د 1992 کال د اپریل په 24 مه د پیښور تړون د څو افغان مجاهدو ګوندونو لخوا اعلان سو. ددې تړون یوازینئ مخالف ګلبدین حکمتیار وو چي په افغانستان کي د حزب اسلامي مشر ګڼل کېدی.
دغه تړون د ۱۹۹۲ کال د اپرېل میاشتي په ۲۸ نیټه د افغانستان د اسلامي دولت په نوم د هیواد لپاره لنډمهاله حکومت اعلان کړ. څرنګه چي په تړون کي د حکومت جوړښت له لمړي سره د ګډوډیو ډک وو، ځکه خو له جوړېدو سره سم د ناکامۍ سره مخ سو. [۱]
د افغان مجاهدینو ګوندونه چي په پېښور کي یې خبري اتري کولې، د د اپریل په ۲۶ د رهبرۍ شورا پر اعلان موافقه وکړه، او د یو لنډمهاله ولسمشر صبغت الله مجددي په مشرۍ د ۱۹۹۲ کال د اپریل له ۲۸ څخه بیا د جون تر ۲۸ پوري سلا سول. [۱] د تړون له مخي د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني د اکتوبر تر ۲۸ نیټې پوري د موقت ولسمشر په توګه د مجددي ځای ناستی سو، او همدارنګه په ۱۹۹۲ کال کي یوه ملي شورا د یوه موقت اساسي قانون د تصویب [۱] او د اتلسو میاشتو لپاره موقت حکومت وټاکه، چي ورپسې باید ټاګني ترسره سوي وای. د پېښور په تړون کي احمد شاه مسعود د مجددي د حکومت د لنډمهاله دفاع وزیر په توګه وټاکل سو. [۲]
تاریخي شالید
[سمول]د ۱۹۹۲ کال د اپریل په میاشت کي د محمد نجیب الله افغان کمونستي حکومت د افغان مجاهدینو پر وړاندي نور خپل ځان نه سوای ساتلای. د احمدشاه مسعود نفرو د سيد منصور د اسماعيليانو او د پخواني کمونست جنرال عبدالرشيد دوستم د ځواکونو په ملګرتيا د افغانستان د هوايي ځواک لويه اډه بګرام چي په شمال کي د اویا کیلومتره په فاصله کي پرته ده، ونيوله. د نجيب الله د ادارې لوړپوړو کمونستي جنرالانو او چارواکو په دې وخت کي د احمدشاه مسعود ډلي ته د واک د لیږد لپاره د انتقالي واک په توګه کار کاوه. [۳] د کابل موقت حکومت مسعود ته بلنه ورکړه ترڅو د نوي ولسمشر په توګه کابل ته ننوځي، خو هغه له دې څخه پر شا سو. [۴] مسعود خپلو ځواکونو ته امر وکړ چي د کابل په شمال کي ځای پر ځای سي، او تر څو چي یوه سیاسي حل لاره نه وي رامنځ ته سوې، پلازمینې ته داخل نه سي. [۴] مسعود په پېښور کي د مېشتو ګوندونو پر مشرانو غږ وکړ چي پر داسي سیاسي جوړجاړي کار وکړي چي ټولو خواوو او ګوندونو ته د منلو وړ وي، خو د پردې تر شا دده ګوند په حکومت کي د زیاتي ونډي غوښتلو تګلاره عملي کول. [۵]
په همدې حال کي د مجاهدینو نوري ډلي له بېلابېلو خواو څخه د پلازمېني کابل په لور د پرمختګ په حال کي وې، چي په دوی کي له جنوب څخه د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي، له لویدیځ څخه د عبدالرب رسول سیاف د اتحاد اسلامي او د عبدالعلي مزاري حزب وحدت او د مولوي خالص اسلامي حزب له ختيځ څخه را راون وه.
د ملګرو ملتونو په بڼه نړیوالې ټولني او اکثرو افغان سیاسي ګوندونو پریکړه وکړه چي د شته کمونیستي واکمنۍ د پاته کېدو لپاره د مقاومت د بېلابیلو ګوندونو تر منځ د جوړجاړي له لاري یو مشروع ملي حکومت وټاکي. [۵]
په داسي حال کي چي په پېښور کي د بهرنيو افغان ګوندونو مشرانو غونډه روانه وه، د کابل په شاوخوا کي پوځي وضعيت چي داخلي قوماندانان پکښي ښکېل وو، کړکېچن حالت خپل کړ. د کابل په پورتني اړو دوړ کي د حکومت پر سر د مسعود او حکمتیار اختلاف یو نوی کړکېچ وزېږاوه او حالت نور زړه بوږوونکی سو.
د اختلافاتو په لړ کي اسامه بن لادن چي په پېښور کي یې له حکمتیار سره ډېر وخت کار هم کړی وو، له ده څخه وغوښتل چي د مقاومت له نورو ګوندونو سره جوړجاړی ومني. [۶] خو حکمتیار دا خبره رد کړه او د اختلافاتو له کبله په کابل کي خطرناکه جګړه ترسره سول چي په پایله کي یې د مسعود او حکمتیار د پلویانو په لاس لسګونه زره کابلیان ووژل سول. [۶]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedphotius,peshawar
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedBSH,ch.II
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedLibrary of Congress Country Studies
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Roy Gutman (2008). How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan (1st ed., 2008 ed.). Endowment of the United States Institute of Peace, Washington DC. ISBN 9781601270245.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Amin Saikal (27 August 2004). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (2006 1st ed.). I.B. Tauris & Co Ltd., London New York. p. 214. ISBN 1-85043-437-9.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Roy Gutman (2008). How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan (1st ed., 2008 ed.). Endowment of the United States Institute of Peace, Washington DC. p. 37. ISBN 9781601270245.