Jump to content

د شريف صنعتي پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شريف صنعتي پوهنتون (په پاړسي: دانشگاه صنعتی شریف) چې په ايران کې د ۱۳۵۷ انقلاب او شاهي نظام چپه کېدو څخه مخکې د آريا مهر صنعتي پوهنتون په نوم پېژندل کېده، په ایران کې د صنعت یو دولتي پوهنتون دی. د شریف صنعتي پوهنتون د تهران ښار په طرشت سيمه کې د آزادۍ چوک ته نږدې موقعیت لري او همداراز د فارس خلیج په کیش ټاپو کې هم څانګې لري.

د شریف صنعتي پوهنتون
دانشگاه صنعتی شریف (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دولتي پوهنتون
غړی د
ځای
طرشت، د تهران ښار
اداري سیمه
دويمه ناحیه
هېواد
جوړښت
بنسټګر
محمد علي مجتهدي
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۵°۴۲′۰۶″شمال ۵۱°۲۱′۰۵″ختیځ / 35.701797222222°شمال 51.351438888889°ختيځ / 35.701797222222; 51.351438888889 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

دا پوهنتون د ايران هېواد د ترټولو غوره محصلينو د زده کړې ځای دی، د رياضي، فېزيک، کيميا او کمپيوټر په برخو کې د مډال لرونکو زده کوونکو سربېره هرکال د کنکور په ازموينو کې د هېواد ۱۰۰۰ لومړني غوره بريالي شوي محصلين د شريف پوهنتون ته داخلېږي. دا پوهنتون په ايران کې د ټکنالوژيکي څېړنو يو مخکښ مرکز ګڼل کېږي.

د دې پوهنتون فارغان د ایران په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو کې لویه ونډه جوړوي. [۳] دا علمي او څیړنیز مرکز د "کیواس انسټیټیوټ" لخوا د نړۍ د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې ۳۸۰ام او په تېرو پنځوسو کلونو کې د تازه رامېنځته شويو پوهنتونونو په نوملړ کې ۴۷م ځای لري. [۴][۵] په ايران کې د شاهي نظام له مېنځه تګ وروسته چې په پايله کې د دې هېواد يوه مذهبي ډله واکمنه شوه د دې پوهنتون نوم هم ورسره بدل شو، ويل کېږي چې دا نوم د مذهبي ډلې يوه مخکښ او زيارايستونکي غړي مجيد شريف وقفي ته په درناوي سره بدل شوی او د هغه پرې ايښودل شوی.

تاريخ

[سمول]
محمدعلي مجتهدي او د پوهنتون ځينې محصلين د پوهنتون د جوړېدو په لومړيو کلونو کې.

د آريامهر صنعتي پوهنتون د ۱۳۴۴ لمريز کال د ليندۍ پر لسمه د ايران شاهي دولت مشر محمدرضا پهلوي لخوا د لوړو علمي څېړنو، لاسته راوړنو او د ځيرکو متخصيصو زده‌کړيالانو روزلو په موخه رامېنځته شو، د دې پوهنتون د جوړېدو چارې د محمدعلي مجتهدي پر غاړه وې. د پوهنتون جوړولو ماموریت دوې ځانګړي موخې درلودلې، لومړی دا چې د هېواد لپاره د اړتيا وړ کاري او علمي متخصصين وروزي او په لوړې پوهې يې سمبال کړي. دويمه موخه دا وه چې ايران هم د ټکنالوژۍ او صنعتي څېړنو په برخه کې د نړۍ په کچه يو مخکښ پوهنتون ولري.

د دې پوهنتون جوړېدو وروسته لومړنی ځل وو چې په دې هېواد کې علمي څېړنې کېدلې او د کار برخې ځواکونو ته وړاندې کېدلې. د دې پوهنتون د فعاليت پيلېدو لپاره يوازې يو کال وخت ټاکل شوی وو يعنې د ۱۴۴۵ کال پورې بايد دې پوهنتون رسماً خپل فعاليت پيل کړی وای خو بياهم څه ناڅه ځنډ پکې راغی. د ايران د وخت پادشاه پهلوي غوښتل چې په ايران کې لوړې زده کړې پراخې شي او ايران هم په دې برخه کې يوه لاسته ټولنه وروزي نو يې د خپل هېواد سلګونه او زرګونه محصلين د حکومت په مالي لګښت امريکا او غربي هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولېږل.

د هاروارډ، جرج ټاون او کولمبيا پوهنتونونو ته د ايراني محصلانو له لېږلو وروسته هلته د علمي څېړنو او غوره اسانتياوو په ليدلو سره محصلينو له شاه سره خبرې وکړې ځکه چې محصلان په همدې موخه استول شوي وو چې د پرمختللو پوهنتونونو د فعاليتونه ډولونه راکاپي کړي او په ايران کې يو داسې څېړنيز مرکز جوړ کړي.

چې دا وو شاه پهلوي د مجتهدي په نوم چارواکی راحاضر کړ او دوه وړانديزونه يې ورته ورکړل؛ ۱- په اروپايي هېوادونو او امريکا کې د ايراني محصلانو لګښت پوره کول او هلته يې روزل. ۲- د غربي هېوادونو د پوهنتونونو په مرسته په ايران کې د هغه ځای د پوهنتونونو په څېر يو پوهنتون جوړول چې د ايران لپاره په ټکنالوژيکي او صنعتي برخه کې متخصص او د کار وړ کاري ځواک وروزي.

مجتهدي وويل چې دويم وړانديز به د ايران په ګټه وي ځکه که اوس ونشي کولای د هغوی په څېر پرمختللی پوهنتون ولري يو وخت به په راتلونکي کې پرمختګ وکړي. خو دا چې په دې برخه کې د نړيوالو پوهنتونونو پراخې همکارۍ ته اړتيا وه او همداراز په ايران کې د يوه داسې مرکز جوړېدو لومړنی پيل وو نو بياهم اړتيا ليدل کېده چې ايراني محصلين بهر ته د زده کړو لپاره ولېږل شي. نو دواړې برخې فعالې پاتې شوې. يعنې پوهنتون جوړ شو خو لاهم محصلان بهر ته استول کېدل خو وروسته په ايران کې د ۱۳۵۷ کال انقلاب وروسته چې په ترڅ کې يې يوه مذهبي ډله واکمنه شوه او په پراخه کچه نړيوال بنديزونه پرې جاري شول نو ايراني محصلان بهر ته د زده کړو لپاره بند شول او په خپل هېواد کې پاتې شول.

څانګې

[سمول]

اصلي څانګه

[سمول]

د پوهنتون اصلي څانګه په پلازمېنه تهران کې موقعيت لري. دا څانګه د آزادي سړک په سويلي څنډه کې د ترشت په سيمه کې پرته ده.

د ابن سينا ودانۍ سويلي لوری، د حسین امانت لخوا جوړه شوې (پخوانی نوم: د مجتهدي ودانۍ)

ودانۍ

  • د ابن سینا ودانۍ
  • د محصلینو اتحادیې ودانۍ (شهيد رضايي)
  • د ابو ریحان بيروني ودانۍ
  • مرکزي کتابتون
  • د شریف ټیکنالوژيکي خدماتو کمپلیکس
  • جومات
  • کوپراتيف
  • ځاني سرويسونه
  • فزیکي زده کړه (استاد جباري تالار)
  • د اسلامي زده کړو مرکز + د رهبرۍ ادارې دفتر
  • د کارموندنې مرکز
  • تالارونه

نړيواله څانګه

[سمول]

د ايران په کیش ټاپو کې د شریف صنعتي پوهنتون نړيوال محصلين مني. دا اکاډمیکه څانګه اوسمهال په تخنیکي او انجینري برخو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په دریو کچو او همدارنګه د مدیریت ماسټري په برخو کې محصلين مني. دغې څانګې په ۲۰۰۴ کال کې د کیش د امیر کبیر چوک په شمال لوېدیځ کې خپل فعالیت پیل کړ.

د شریف پوهنتون د کیش نړيواله صنعتي څانګه د حضوري دورې DBA کورسونه او د DBA مجازي کورسونه او همدارنګه د يو کلنې دورې MBA کورسونه او نور مجازي MBA کورسونه تنظیموي.

ودانۍ

  • اصلي ودانۍ
  • د ساینس او انجینرۍ پوهنځي ودانۍ
  • د لابراتوارونو او ورکشاپونو ودانۍ
  • د وړیا زده کړو مرکز

پوهنځي

[سمول]

په لاندې برخه کې، د پوهنتون پوهنځي د تاسیس نیټې په ترتیب ليکل شوي دي:

  • ۱۳۴۵ د برېښنایي انجینرۍ پوهنځی
  • ۱۳۴۵ د کیمیا او پټرولیم انجینرۍ پوهنځی
  • ۱۳۴۵ د انجنیرۍ او د موادو علم پوهنځی
  • ۱۳۴۵ د میخانیک انجینرۍ پوهنځی
  • ۱۳۴۶ (ساینس انجینري)
  • ۱۳۴۶ د فزیک پوهنځی
  • ۱۳۴۶ د ریاضیاتو پوهنځی
  • ۱۳۴۷ د کیمیا پوهنځی
  • ۱۳۴۷ صنعتي انجینري
  • ۱۳۵۰ د ملکي انجینرۍ پوهنځی
  • ۱۳۶۴ د کمپیوټر انجینري
  • ۱۳۷۴ د فلسفې پوهنځی
  • ۱۳۷۸ د فضایي انجینرۍ پوهنځی
  • ۱۳۷۸ د مدیریت او اقتصاد پوهنځی
  • ۱۳۷۹ د انرژۍ انجنيري

تعليمي مرکزونه

[سمول]
  • د فلسفې ساینس څانګه
  • د ژبو او ژبپوهنې مرکز
  • د نانو ساینس او ټیکنالوژۍ څیړنیز انسټیټیوټ
  • د فيزيکي زده کړو کارځايونه
  • ښوونیز ورکشاپونه
  • د ګرافیک مرکز
  • د اسلامي زده کړو او علومو مرکز

د ازمايښتي خدمتونو مرکز يا (مرکزي لابراتوار)

[سمول]

دا مرکز د پوهنتونونو محصلینو، استادانو او د هیواد نورو څیړونکو ته د پرمختللو او متمرکز لابراتوار خدماتو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی. دا مرکز په مایکروسکوپي ځانګړتیاوو او تحلیلي سیټونو سمبال دی.

کتابتونونه

[سمول]
  • د کیمیاوي علومو او پټرولیم انجینرۍ کتابتون
  • د انجنیرۍ او ساينسي څېړنو کتابتون
  • د فلسفې او ساینس پوهنځي کتابتون
  • د فضا انجینرۍ کتابتون
  • د ریاضیاتو او صنعت کتابتون
  • د بایو کیمیا کتابتون
  • د مدیریت کتابتون
  • د فيزیک کتابتون
  • د انجنیرۍ او جوړښت کتابتون
  • د برېښنایي علومو کتابتون

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20221123144401/https://www.auf.org/les_membres/nos-membres/. Retrieved: ۲۳ نومبر ۲۰۲۲.
  2. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20240430185709/https://asea-uninet.org/about-us/history/. Retrieved: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۴.
  3. http://books.google.com/books?id=ixU33FaG_dgC&lpg=PA965&ots=dSg8E450nt&dq=sharif%20university%20+%20best&pg=PA965#v=onepage&q&f=false
  4. http://www.timeshighereducation.co.uk/world-university-rankings/2013/one-hundred-under-fifty
  5. http://www.timeshighereducation.co.uk/world-university-rankings/2013/one-hundred-under-fifty