د کمپیوټر ځانګړتیاوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کمپيوټر نه مخ گرځېدلی)

چټک سرعت[سمول]

کمپیوټر يوه محاسبه او ياهم کوم بل کار ډېر ژر او په چټکه توګه حلوي. که موږ فکر وکړو د يوه انسان د يوې میاشتي کار، په کمپیوټر کي د څو شېبو په ترڅ کي اجراء کېدای شي.

د ډاډ وړتیا[سمول]

هر هغه محاسبه چي کمپیوټر کي ترسره کېږي د ډاډ وړ او بېله کومي غلطۍ څخه وي، البته که کومه غلطه پايله د کمپیوټر پر مخ ښکاره کړي، هغه به د کمپیوټر تیروتنه نه وي، بلکي د هغه چا غلطي به وي چي و کمپیوټر ته يې ناسم معلومات داخل کړي. ديادونې وړده چي کمپیوټر ته که سم معلومات داخل سي، پايلي به يې په سمه توګه تاسو ته څرګندي شي، او که سم معلومات ور داخل نه سي، نو پايلي به يې هم نا سمي وي.

د ذخیره کولو دپاره حافظه[سمول]

د کمپیوټر يوه بله ګټه داده، چي ډېر اطلاعات په لږ ه فضا کي خوندي کوي، البته د يادوني وړ ده، چي د کمپیوټر فضا د هغه د هارډيسک په ظرفیت پوري اړه لري. اوسني هارډيسکونو کي فضاخورا ډېره وي.

لږ لګښت[سمول]

د کمپیوټر په وسیله د يو کار سرته رسول ارزانه تمامیږي.