کمپیوټر

کمپیوټر (په انګلیسي: Computer) یو داسې عمومي او برېښنايي ماشین دی چې خام معلومات یا (Data) په خپلکار ډول پروسس او تنظیموي. که څه هم د محاسبې میخانیکي وسایل د انسانانو په ژوند کې له ډېر پخوا راهیسې موجود وو، خو لومړنی برېښنايي کمپیوټر د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو یعنې د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ جوړ او پرمختګ ورکړل شو. هغه لومړني کمپیوټرونه ډېر لوی وو، د یوې سترې خونې په اندازه ځای یې نیوه، او د نننیو کمپیوټرونو په پرتله یې ډېره زیاته برېښنا مصرفوله.
که د کمپیوټر تاریخ ته پام وشي، نو په پیل کې کمپیوټر یوازې د شمېرنې او حسابي مسئلو د حل لپاره کارېده، له همدې امله ورته د “شمېرونکي” نوم هم ورکول شوی و. خو د نن ورځې کمپیوټرونه یوازې د شمېرنې لپاره نه، بلکې د ژوند په نږدې ټولو برخو کې کارول کېږي، لکه تعلیم، طب، سوداګري، انجینري، بانکداري، مخابرات او نور.
کمپیوټر داسې تعریفولی شو:
کمپیوټر یو برېښنايي ماشین دی چې لومړني معلومات (Data) اخلي، هغه د مخکې جوړو شوو پروګرامونو (Programs) له مخې پروسس (Process) کوي، تحلیل او تجزیه کوي، او په ډېر دقت او چټکۍ سره پایلې تولیدوي، ساتي او یا یې ښکاره کوي.
له دې تعریف څخه لاندې ټکي څرګندیږي:
- کمپیوټر یو برېښنايي ماشین دی.
- کمپیوټر هر ډول لومړني معلومات مني، په ځانګړي ډول هغه معلومات چې ډیجیټلي (Digital) بڼې ته د بدلېدو وړ وي.
- کمپیوټر د پروګرام کولو وړتیا لري، یعنې د ځانګړو لارښوونو له مخې کار کوي.
- کمپیوټر یو منطقي ماشین دی چې د معلوماتو تحلیل او تجزیه ترسره کوي.
- کمپیوټر مسئلې په ډېر دقت او چټکتیا سره حلوي.
- کمپیوټر حافظه (Storage/Memory) لري چې معلومات پکې ساتل کېږي.
که په ورکړل شوي پروګرام یا لومړنیو معلوماتو کې تېروتنه وي، نو د کمپیوټر پایله هم ناسمه راځي.که چېرې په لومړنیو ورکړل شوو معلوماتو (Data) او یا په پروګرام (Program) کې کومه تېروتنه یا اشتباه نه وي، نو کمپیوټر حسابي او منطقي مسئلې پرته له غلطۍ او اشتباه حل کوي. په بل عبارت، کمپیوټر خپلې ټولې دندې د ورکړل شوي پروګرام او لومړنیو معلوماتو (Data) پر بنسټ ترسره کوي.
ځینې وختونه کمپیوټر ورو کار کوي او سرعت یې کمېږي. نن ورځ ډېری وخت دا ستونزې د کمپیوټري ویروسونو له امله رامنځته کېږي. ویروسونه د کمپیوټر په سیستم منفي اغېز کوي، د حافظې ځای نیسي، پروګرامونه ورو کوي او کله ناکله مهم معلومات هم له منځه وړي. له همدې امله باید د کمپیوټر د ساتنې لپاره انټيویروس (Antivirus) وکارول شي او له نامعلومو فایلونو او پروګرامونو څخه ډډه وشي.
د کمپیوتر برخی
[سمول]حافظه (Memory)
[سمول]حافظه هغه برخه ده چې معلومات، پروګرامونه او پایلې پکې ساتل کېږي. کمپیوټر د کار پر مهال اړین معلومات له حافظې څخه اخلي او بېرته پکې خوندي کوي. حافظه دوه ډوله وي: لنډمهاله حافظه (RAM) او دایمي حافظه (Storage) لکه هارډ ډیسک.
د کنترول برخه (Control Unit)
[سمول]د کنټرول برخه د کمپیوټر د مغز په شان کار کوي. دا برخه د کمپیوټر ټولې برخې تنظیموي او هدایت ورکوي چې څه وخت او څنګه کار ترسره کړي. یعنې د معلوماتو جریان کنټرولوي او د پروګرام لارښوونې عملي کوي.
ورکړیز (Input Devices)
[سمول]نني غړي هغه وسایل دي چې د هغوی له لارې معلومات کمپیوټر ته داخلیږي. لکه کیبورډ (Keyboard)، موږک (Mouse)، سکینر (Scanner) او مایکروفون (Microphone). د دې وسایلو په مرسته کاروونکی معلومات کمپیوټر ته ورکوي.
راکړیز غړي (Output Devices)
[سمول]باندني غړي هغه وسایل دي چې د کمپیوټر پایلې کاروونکي ته ښکاره کوي. لکه مانیټر (Monitor)، چاپګر (Printer)، سپیکر (Speaker) او پروجکټر (Projector). دا وسایل د کمپیوټر د پروسس شوې پایلې د ښودلو لپاره کارول کېږي.[۱]