فارس خلیج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د فارس خليج

د فارس خلیج په لوېدیځه آسیا کې د مدیترانې سمندرګی دی. د اوبو بدن یې د هند له سمندر نه دی چې د ایران او عرب ټاپووزمې ترمنځ موقعیت لري. له ختیځ لوري نه د هرمز تنګي له لارې د عمان له خلیج سره نښتی دی. د شط العرب سیند دلتا یې شمال لویدیځه ساحلي کرښه جوړوي.[۱]

د فارس خلیج له ۱۹۸۰ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د ایران – عراق د جګړې ډګر و، چې دواړو لورو په کې د یو بل د نفتو په بېړیو برید وکړ. دا په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج د جګړې هم نومی دی، هغه پراخه هوايي او ځمکنۍ جګړه چې په کویټ باندې د عراق له برید وروسته رامنځته شوه.

د فارس خلیج د کب نیونې پراخې سیمې، پراخې سمندري غونډۍ (تر ډېره ډبرینې او مرجاني) او په زیاته کچه مروارید جووړونکي صدفونه لري، خو چاپېریال یا ایکولوژي یې د صنعتي کېدو او د تېلو د بهېدو له امله زیانمن شوی دی.

د فارس خلیج د اوبو کولو په حوضې کې موقعیت لري چې رېښه یې سینوزوئیک دورې او تر زاګروس غرونو لاندې د عربستان د لیتوسفري صفحې لاندې کېدو ته اړوندېږي. د دغه خلیج د اوبو کولو حوضې ته د اوبو راتګ ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې هغه مهال پیل شو، چې هولوسن یخچالونو د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله شاتګ وکړ.[۲][۳]

جغرافیه

د هایدروګرافي نړیوال سازمان د فارس خلیج سویلي محدوده د «عمان خلیج د شمال لویدیځې محدودې» په توګه تعریف کړې. داخلي سمندرګی یې چې نږدې ۲۵۱۰۰۰ کیلومتر مربع (۹۶۹۱۲ مایل مربع) مساحت لري، په ختیځ کې د هرمز تنګي له لارې له عمان خلیج سره نښتی دی، له لویدیځ لوري نه یې پای د شط العرب سیند د اصلي دلتا په واسطه په نښه کېږي، چې د فرات او دجلې اوبه لېږدوي. په ایران کې (شط العرب) ته «اروند رود» ویل کېږي، چې «رود» د «سیند» په معنا دی. اوږدوالی یې ۹۸۹ کیلومتره (۶۱۵ مایله) دی، چې د ایران ډیری شمالي سواحل او د سعودي عربستان سوېلي سواحل پوښي. د فارس خلیج د هرمز تنګي په خپله تر ټولو لږ پلنوالي لرونکي برخه کې ۵۶ کیلومتره (۳۵ مایله) سور (پلن والی) لري. په ټولیز ډول اوبه یې ډېرې لږې ژورې دي چې د ژوروالي تر ټوله زیاته کچه یې ۹۰ متره (۲۹۵ پوټه) او په منځنۍ کچه ۵۰ متره (۱۶۴ فوټه) ده.[۴]

له فارس خلیج سره د ساحلي کرښو لرونکي هېوادونه (د ساعت د عقربې په لور، له شمال لوري نه): ایران، د عمان مسندم ټاپووزمه، عربي متحده امارات، سعودي عربستان، د سعودي په سواحلو کې د قطر ټاپو وزمه، د بحرین ټاپوییز هېواد، کویټ او په شمال لویدیځ کې عراق دي.[۵][۶]

ټاپوګان

د فارس خلیج د بحرین عربي هېواد په څېر د ګڼ شمېر ټاپوګانو کور دی. له جغرافیايي پلوه د فارس خلیج تر ټولو لوی ټاپو د قشم ټاپو دی چې په هرمز تنګي کې موقعیت لري او ایران ته اړوندېږي. په فارس خلیج کې نورو مهمو ټاپوګانو کې د ایران تر مدیریت لاندې لوی طنب، کوچنی طنب او کیش، د کویټ تر مدیریت لاندې بوبیان، د سعودي عربستان تر مدیریت لاندې تاروت او د متحده عربي اماراتو تر مدیریت لاندې دلما؛ ټاپوګان شاملېږي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر مصنوعي ټاپوګان لکه په دوبی کې د العالم ټاپو او په دوحه کې د اللؤلؤة قطر ټاپو د سیاحتي جاذبې په موخه هم اضافه شوي. د فارس خلیج ټاپوګان همدارنګه تاریخي اهمیت هم لري، ځکه په پخوا کې د پرتګال او بریتانویانو د استعماري ځواکونو له خوا د سوداګرۍ او یا هم د دوی د سترواکیو د برخې په توګه کارول کېدل.[۷]

نوم

له میلاد نه ۵۵۰ کاله وړاندې هخامنشي سترواکۍ خپله لومړۍ لرغونې سترواکي د ایراني فلات په سویل لویدیځه سیمه فارس کې رامنځته کړه. په پایله کې په یوناني منابعو کې، د دغې سیمې په شاوخوا کې اوبه د «فارس خلیج» په نوم مشهورې شوې. د نئارخوس په اندیکه کتاب کې (له میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې) د "Persikon kaitas" کلیمه څو ځله د فارس خلیج په معناکارول شوې.[۸][۹][۱۰]

له میلاد نه د ۵۵۰ او ۳۳۰ کلونو وړاندې ترمنځ، چې په منځني ختیځ په ځانګړي ډول په فارس خلیج او عرب ټاپووزمې په ځینو برخو باندې د هاخامنشي فارسي سترواکۍ له مهال سره برابر دی، د «فارس سمندرګي» نوم په پراخ ډول په کتبي متنونو کې کارول شوی.[۱۱][۱۲]

د نومولو پر سر ستونزې

د دغو اوبو وجود چې له تاریخي او نړیوال پلوه د «فارس خلیج» په نامه پېژندل کېږي. عربي دولتونه هغه د «عربي خلیج» (عربي کې: اَلْخَلِيْجُ ٱلْعَرَبِيُّ، په لاتیني ډول: Al-Khalīj al-ˁArabī) یا «خلیج» په نوم یادوي. د «ایران د خلیج (فارس خلیج)» نوم د هایدروګرافي د نړیوال سازمان له خوا کارول شوی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نومونې پر سر اختلاف په ځانګړې توګه له ۱۹۶۰ مې ز  لسیزې وروسته رامنځته شو، چې د ایران او یو شمېر عربو هېوادونو له سیالۍ یې سرچینه اخیسته او د عربو د یووالي او عربي ملت پالنې را څرګندېدل د دې لامل شول، چې هغه په عربي هېوادونو کې د عربي خلیج په نوم مشهور شي. له دغو دوو نومونو سربېره، یو شمېر نور نومونه هم د دغو اوبو لپاره کارول شوي او یا هم وړاندیز شوي.[۱۸][۱۹][۲۰]

معاصر تاریخ

په فارس خلیج کې د متحده ایالاتو رول د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې وده وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال د جولای په درېیمه نېټه د متحده ایالاتو پوځي ځواکونو د ایران ایر ۶۵۵ پرواز (چې د ایربس اې ۳۰۰ ملکي الوتکې پرواز یې د F-14 Tomcat له پرواز سره غلط کړی و) هغه مهال چې د فارس خلیج پر سر یې الوتنه کوله، په نښه شو، چې له امله یې د دغې الوتنې ۲۹۰ مسافر ووژل شول. بریتانیا هم په سیمه کې خپل ځایګی ساتلی؛ یوازې په ۲۰۰۶ ز کال کې له یو میلیون نه زیاتو بریتانوي وګړو دوبۍ ته سفر کړی. په ۲۰۱۸ ز کال کې بریتانیا د HMS Jufair په نوم دایمي پوځي اډه په فارس خلیج کې پرانیسته، چې د سوئز کانال له ختیځ نه په ۱۹۷۱ ز کال کې د هغوی له وتو وروسته لومړۍ پوځي ګام او په عمان کې د ملاتړیز مرکز وده ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ښارونه او نفوس

اته هېوادونه په فارس خلیج کې سواحل لري: بحرین، ایران، عراق، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او عربي متحده امارات. د وخت په اوږدو کې د فارس خلیج ستراتیژیک موقعیت هغه د انساني ودې لپاره په آیډیال ځای اړولی. اوس مهال، د منځني ختیځ ډېری لوی ښارونه په دغه سیمه کې موقعیت لري.

سرچینې

  1. United Nations Group of Experts on Geographical Names Working Paper No. 61 Archived 2012-10-03 at the Wayback Machine., 23rd Session, Vienna, 28 March – 4 April 2006. accessed October 9, 2010
  2. A Brief Tectonic History of the Arabian basin. Retrieved from the website: http://www.sepmstrata.org/page.aspx?pageid=133 Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine.
  3. . A hot survivor.
  4. "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "EEZ". www.seaaroundus.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Catches by Taxon in the waters of Oman (Musandam)". www.seaaroundus.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ramerini, Marco. "Portuguese in the Arabia and the Persian Gulf". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Touraj Daryaee (2003). "The Persian Gulf Trade in Late Antiquity". Journal of World History 14 (1). http://www.historycooperative.org/journals/jwh/14.1/daryaee.html. 
  9. "Documents on the Persian Gulf's name the eternal heritage ancient time by Dr.Mohammad Ajam". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Nearchus (2013). "The Voyage of Nearchus from the Indus to the Euphrates". The Voyage of Nearchus 1 (1). https://books.google.com/books?id=TyHAnAEACAAJ. 
  11. "DZ – Livius". www.livius.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. United Nations Group of Experts on Geographical Names Working Paper No. 61 Archived 2012-10-03 at the Wayback Machine., 23rd Session, Vienna, 28 March – 4 April 2006. accessed October 9, 2010
  13. Central Intelligence Agency (CIA). "The World Fact Book". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. nationsonline.org. "Political Map of Iran". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. United Nations. "United Nations Cartographic Section (Middle East Map)". مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Niusha Boghrati, Omission of 'Persian Gulf' Name Angers Iran Archived 2007-01-09 at the Wayback Machine., World Press.com, December 28, 2006
  17. "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Eilts, Hermann (Fall 1980). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Security Considerations in the Persian Gulf"]. International Security 5 (2): 79–113. doi:10.2307/2538446. 
  19. (په December 4, 2004 باندې). All at Sea over 'the Gulf'. Asia Times Online.
  20. Bosworth, C. Edmund (1980). "The Nomenclature of the Persian Gulf". In Cottrell, Alvin J. (المحرر). The Persian Gulf States: A General Survey. Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼي xvii–xxxvi. Not until the early 1960s does a major new development occur with the adoption by the Arab states bordering on the Persian Gulf of the expression al-Khalij al-Arabi as weapon in the psychological war with Iran for political influence in the Persian Gulf; but the story of these events belongs to a subsequent chapter on modern political and diplomatic history of the Persian Gulf.
    [۱] (p. xxxiii.)
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Potter, L. (2009-01-05). The Persian Gulf in History (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230618459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په December 6, 2014 باندې). UK to establish £15m permanent Mid East military base. BBC
  23. "East of Suez, West from Helmand: British Expeditionary Force and the next SDSR" (PDF). Oxford Research Group. دسمبر 2014. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 2 جولای 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 22 مې 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Tossini, J. Vitor (2018-02-20). "The UK in Oman – A new support facility for the British Armed Forces". UK Defence Journal (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په December 23, 2006 باندې). Blair was dangerously off target in his condemnation of Iran. The Guardian.
  26. (په 22 May 2015 باندې). Classified document on Bahrain rankles Britain decades later. Reuters.
  27. Ranter, Harro. "ASN Aircraft accident Airbus A300B2-203 EP-IBU Qeshm Island". www.aviation-safety.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)