جایزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یو ستاینه او قدرونه (Award) دی او بل جایزه (prize ) دی چې ډېری ستاینې د نښان (Trophy) نومونو (Titles)، سندونو (certificates) د تقدیر یا ستاینې لوحونه (commemorative plaques) د درجو نښانونه (badges) مډالونه، ارتقا او یا هم د ستاینې تراړې (ribbons). ځینې ستاینې او قدرول حتی لکه د اسکار جایزې په ننداریزو مراسمو کې وړاندې کېږي؛ خو ځینې یې په ساده ډول د جمع پر وړاندې ستایل کېږي پرته له دې چې کومه محسوسه جایزه تر لاسه کړي. اوراډ او ستاینې او جایزې د یوه فرد او یا هم ادارې لخوا ورکول کېږي چې تر ډېره يې پرستیج او اهمیت هم د ستایونکي او یا هم اوارډ ورکونکي په موقعیت پورې تړاو لري. اوارډونه معمولاً د یو شمېر ادارو او یا هم په یوه اداره او یا حکومت کې د یوه ځانگړي مقام لخوا ورکول کېږي. جایزه د کوم چا، خلکو او یا هم ادارې د لاسته راوړنو او ترسره شوو چارو ستاینه ده. په رسمي جایزو کې نقدي او دغه راز د نیکنامۍ او مشهورتیا ستاینې راځي؛ لکه په نقدي کې چې د ادبیاتو لپاره نوبل او یا هم پولیتزر جایزې دي. جایزې د بېلگه ییز او فوق العاده کړنو د مشهورتیا او یا هم د پایلو او لاسته راوړنو د لا هڅونې او د مثبتې سیالۍ د هڅونې په موخه ورکول کېږي او په دې ډول د گټونکو ستاینه او قدرونه کېږي، که څه هم ډېری جایزې په تېره بیا مشهورې هغه يې د بېلابېلو بحثونو او حتی بخل لامل کېږي. جایزې له ډېرو لومړنیو تشويقي اقداماتو لکه په ښونځي کې د لایک (Like) د لوحې له شتون رانیولې تر سترو نړیوالو جایزو پورې چې د ټولو مؤثریت او کارندوالی خپل خای لري؛ او دا هغه څه دي چې موږ یې حتی دود لا نلرو. د نړۍ تر ټولو معتبره او مشهوره علمي جایزه د نوبل په نامه ده چې په ۱۹۸۵کال د سویډني کیمیاپوه الفرډ نوبل په وصیت او نامه پیل شوې او هر کال په پنځو برخو اقتصاد، کیمیا، فیزیولوژي یا دوادرمل، ادبیاتو او سوله کې ورکول کېږي. یو وخت مې د مطالعې پر مهال یو ځای ولوستل چې (یک اثر تحقیقی اش ( از سیدقاسم ریشتیا) بنام « افغانستان در قرن بیست » به لسان های مختلف ترجمه گردیده است و برندة جایزة خوشحال گردید.) یعنې دا چې موږ علمي او ادبي جایزې درلودې خو اوس نه ښکاري. نه یواځې د دولتي جایزو او ستاینو بلکه د نادولتي جایزو او ستاینو اړتیا هم شته، لکه په نوره نړۍ کې هر هېواد او یا هم هره ژبه په بېلابېلو علمي او ادبي برخو کې د غوره آثارو لپاره جایزې لري، هغه څه چې موږ په بشپړ ډول ترې بې برخې یو. په تېره بیا ادبیات چې د نړۍ د ملتونو په تاریخ کې یې تر اوسه ځانگړی اهمیت درلود او وخت ناوخت به د دغه هنر څښتنان ستایل کېدل او هڅول کېدل به. د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېل ادبي سبکونه راغلي او بېلابېل نوښتونه او بدلونونه یې د ادبیاتو سترې کورنۍ ته راوړي. په همدې ډول هر هېواد هم د نورو جایزو په څېر په ادبي برخو کې ځانگړې جایزې لري چې هر کال یو شمېر هغو آثارو او لیکوالو ته چې په دې برخه کې د ستاینې وړ کار وکړي ورکول کېږي.